(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګلګت بلتستان

[23.Sep.2023 - 14:04]

 

ګلګت بلتستان

لیک: اېمل خان ګدون

د پاکستان شمال کې پرته متنازعه سيمه چې ګلګت بلتستان ورته وايي دا هم قبضه شوی سيمه ده

دلته بلتستان کې بلتي ژبه او ګلګت کې شينا،هنزه وادۍ کې بروش،واخي او ځنې نورې وړې ژبې هم شتې.

ددې سيمې خلک ډير امن پسند ميلمه دوست او پر امنه دي

دلته يوو لوی سړک دې چې چين جوړ کړې دې

پاکستان دلته هېڅ د ترقۍ تعليم کار نه دې کړې

البته ددوي د وسايلو لوټ روان دې ددوي په ځمکو د پنجاپيانو او لاشاريانو قبضې د سيلګرۍ په ځايونو دي خو اوس دغه لړئ درولې شوې ده مزاحمت جاري دې

ددوي په سر ښار ګلګت کې شاؤ خوا ټول کاروبار د پښتنو لاسو کې دې چې اکثره د دير او نورو کويټه والو افغانانو وغيره لاسو کې دې

 

د نورو په پرتله د ګلګت سيمه کې کاروبارونه پښتنو نيولې دي

البته هنزه وادۍ کې بيا هنزاهي خلک دي هلته داسې نيشتې.

ګلګت په څلورو غټو سيمو مونږ ويشلې شو چې ځان پوهه کړو

بلتستان خو بلتيان دي

ګلګت بيا اکثره شينا او ځنې کوار دي

هنزه تر ټولو غټه سيمه ده چې يوو وخت يې خپل رياست هم وو

څلورمه غټه سيمه د چلاس او ديا مير سيمه ده.

ددې ټولو سيمو د خلکو ځنې  خويونو لکه ميلمه سره ښه چلن د پخوانو پښتنو پشان هم دې

خو دوي کې وخشت نيشتې عزتمند دي او پښتانه نن سبا س پ ک نظره او لالچي خلک دي

ري است غواړي ګلګت کې مسلکي نفرتونه زيات کړي

اولسونه خپلو کې وجنګوي

خو تر دې دمه پخپله پالسۍ کې ناکامه دي

ددې سيمې اکثريت خلک اهل تشيوع،اسماعيلي او لږ شمير سني مسلکه هم دي

د چلاس ديامير نانګا پربت سيمو کې سني مسلک زيات دې او دا هم پرامنه ساده خلک وو ډير پـښتنو ته ورته وو نو دلته رياستي ادارو خپل ببر سري هم کينولې دي

د خلکو تعليم کار روزګار ته توجو نه ورکوي نه صحت شتې 

خو دا ساده خلک د مذهب او مسلک په نوم راپاروي.

عام اولس ترقي پسند دې که د هر مسلک دي

خو خپل وطن سره مينه لري

البته د رياست جاسوسان ددې سيمې امن خرابوي

او مليان فعاله کړې شوې دي

خو هنزه کې بيا د بابا جان پشان وطندوست او داسې ګلګت کې هم سياسي مشران ورته په ميدان ولاړ مبارزه کوي.

ګلګت بلتستان کې بيا د هنزه سيمه چې تر د چين د پولې پورې خنجراب سرحد ته رسيدلې ده

د لوړو اخلاقو او اقدارو خلک دي

دلته د خکومت شونځيو کې هم استاذان خپل کار ښه په ايماندارۍ کوي

ښځې پکې هم ځنې کارونه چلوي

عزتمند خلک دي

خپل روايات او تاريخ يې ډير ښه ساتلې دې

سيلګر ورته د هر ځاۍ نه راځي.

اوچې ميوې پکې بسياره دي

د مدرسو او جوماتونو شمير پکې لږ دې

البته جومات خانې  شتې.

چرته چې د مذهب سره دود دستور او کلتور هم ساتلې کيږي

علمي بحثونه هم وي.

د هنزه وادۍ خلکو ته چين د راتګ دپاره د ويزې شرط ختم کړې دې

په يوو اجازت نامه شپژ مياشتې تلې راتلې شې.

ګلګت بلتستان کې کلو ته سړکونه نيشتې

رياست په هر يوو کلوميترۍ کې چيک پوسټ جوړ کړې دې

خلک تنګوي

پدې وجه د يادې سيمې خلک د رياست نه سخت تنګ دي او اوس فعاله دي چې 

ځانته نورې لارې درک کړي .

رياست د ګلګت ښار کې د پښتنو اباد کاري او په کاروبارونو کنټرول تر يوو پالسۍ لاندې کوي

ولې چې پښتون او افغان ددې رياست بې تنخوا مزدوران او جاسوسان دي

د پنجاپيانو شمير ډير کم دې او چې کوم دي هغوي خپلې هوټلې چلوي دلته ډير لږ پاتې کيږي.

بايد چې پښتانه او افغانان د ګلګت نه وش ړ لې شي

دا خلک د ګلګت امن هم خرابوي او د هغوي خقوق هم لوټي.

ستا څه کار دې چې د پښتونخوا او افغانستان نه دلته راځې ددې مخلصو خلکو پدې مخکومه سيمه کې د خلکو کاروبارونه قبضه کوې

نر شه خپل وطن کې قبضه وکړا.

بيا د پښتنو په رګونو کې وخ شت دوکه بازي فري ب دروغ او چلګري ډيره زياته ده 

او دا تجربه خپله وکړئ لاړ شئ که تاسو د ګلګت ميشته پښتنو کې د سړي ځوی وليدو

ټول د اوږي ځامن راغونډ شوی دي

چې خپل پښتون تر هر چا زيات لوټي

کرکه به مو اوشي چې دا خلک چا دلته پرېښودلې دي.

څه وخت مخکې دوي پسې خلک راپورته شوې هم وو

خو معامله سړه شوا.

که پښتانه د ګلګته او نه ش ړلې شو نو وخت لرې نه دې 

چې دلته هم اوږدې څڼې واله قبضه وکړي.

 

امن دود دستور او د بشريت خقوق وژغورئ 

د ګلګت بلتستان سيمې

دپاره هم غږ پورته کړئ

دا د پښتنو ګاونډيان دي خق لري.

ايمل خان ګدون

-
بېرته شاته