(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د هندوانو مذهبي کتاب

[21.Sep.2023 - 20:23]

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دډیر ویاړ ځای دی چې هندي لېکوال ښاغلي روشن لال ملهوترا صیب د هندوانومشهور مذهبي کتاب( شریمد بهګود ګیتاهم پښتو ته ژباړلی دی چې څه دپاسه ۱۲۰۰ صفحې دی

بهګود ګيتا يا لاهوتي سندرې د هندوانو  مذهبي کتاب دی چې د هند د مشهورې حماسې مهابهارت يوه برخه ده او دهندوئيزم د مهمو ادبي او ديني متونو څخه شمېرل کيږي٠

بهګود ګيتا د ٧٠٠ شلوکو يا بيتونو يوه مجموعه ده چې په اتلس څپرکوکې کښل شوی دی چې په اصل کې د مهابهارتا د ٢٣څپرکي نه نيولې تر ٤٠ څپرکو پورې بر خې جوړوي چې د شري کرشنا او دپانډوانو دکورنۍ د زړور او بهادر جنګيالي ارجن تر مينځ د خبرو اترو او مکالمومنظومه بڼه ده٠

بګهود ګيتا د دوو کلمونه جوړه شوې ده بهګود يعني ( بهګوان يا خدای) او ګيتا يعنې( سندرې ) چې ورته خدايي يا لاهوتي سندرې هم وايي٠ د هندوانو په عقيده بهګود ګيتا له نن نه ٥٠٠٠ کلونه وړاندې د ( وياسا ديوا) له خوا ليکل شوی دی٠

لکه چې دمخه ويل شول بهګودګيتا د وشنو د اوتار شري کرشنا او پا نډوانو دکورنۍ دزړور اتل او جنګيالي (ارجن) تر مينځ دمکالمو منظو مه بڼه ده٠ ارجن د مهابهارتا مشهورې جګړې ته د تګ په حال کې دی چې د پا نډوانو او کور وانو تر مينځ جګړه پېښه شوه٠ شري کرشنا په دغه جګړه کې دارجن د جنګي بګۍ چلوونکي په توګه ګډون کوي او په دغه ترڅ کې دارجن او شري کرشن تر مينځ خبرې اترې هم شوي دي چې دغه مکالمې دپوښتنو او ځوابو نو په بڼه دي .چې دغه پو ښتنې دخدای، دهستۍ او انسانانو په اړوند دي٠ ارجن د مهابهارتا د جګړې ډګر ته دتلو په وخت کې او هم دمهابهارتا دجګړې په ډګر کې د يوه ډول ذهني کشمکشو نو سره مخامخ دی٠

ارجن په سنسکرت ژبه کې روښنايۍ، ځلا او سپين ته ويل کيږي٠ ارجن د پانډوانو په پنځو وروڼو کې دريم ورور اودی دپانډو په مېرمنوکې دکونټي زوی و چې د پا نډولو مړنۍ مېرمنه وه٠ د ارجن مېرمن دروپدي نو مېدله چې د پانچالا دواکمن درو پدا لوروه٠ ويل کيږي چې ارجن  ډېر ښايسته او ښکلی سړی و٠  

د ګيتا تعليمات او لار ښوونې :

د بهګود ګيتا دلارښوونو او تعليماتو له مخې دانسان رښتينی جوهر روح دی چې د زمان او مکان نه ماورا دی٠ دګيتا د لارښوونو پر بنسټ د انسان د ژغورنې له پاره ډول ډول لارې چارې شته ، خو تر ټولو غوره لارې يې کرم يوګا ياد کړووړو دسپلين او بهګتي يوګا يا خدای ته د ځان وقفول يې تر ټولوښې لارې چارې دي  کرم يو ګا چې د بودهي يو ګا په نامه سره هم يا ديږي اساس او بنسټ يې دسپلين دی ، همداراز د خدای سره مېنه او محبت ، دهغو وجائبو سر ته رسول چې خدای پرې خو شاليږي او د کبر او غرور نه ډډه کول د بهګود ګيتا د تعليماتو غوره بر خې جوړوي٠ بهګتي يوګا يا خدای ته ځان وقفول او دهغه په مېنه کې ډوبيدل او مراقبې ته وايي ٠

د ګيتا د تعليماتو له مخې کائنات د پوهواو جاهلو انسانانو يو ترکيب او جوړښت دی او له همدې کبله طبيعي ده چې انسانان دغه دوه فطرته له ځانه سره لري٠

د بهګود ګيتا فلسفې د نړۍ ډېر غوره متفکرين تر خپلې اغېزې لاندې را وستلي دي چې په دغه لړکې د ټولنيز مصلح راجا رام موهن، شنکراچاريه او د مشهور امريکايي عالم هينري تهورو نومونه يا دولای شو

همداراز د هند ستر لارښود مهاتماګاندهي هم د ګيتا د تعليماتو تر ژورې اغيزې لاندې و٠  

دبهګود ګيتا اتلس ګوني څپرکي يا فصلونه په لاندې ډول دي:

1- د جګړې پر پايلو وېر او ما تم :

د بهګود ګيتا لومړنی څپرکی يا فصل د بهګود ګيتا د رامينځ ته کيد لو عوامل، دکورو کشيترا دجګړې ډګر او دجګړې پر حالاتو څرګندونې کوي چې اصلي کرکټرونه يې شري کرشنا او شهزاده ارجن دي٠ ارجن د مهابهارتا په جګړه کې د خپلو څلورو مليونو سر تېرو شاهد دی، خو بيا هم ار جن د يو ډول ذهني وېرې او کشمکشونو سره مخامخ دی چې جګړه ونه با يلي٠

2- دروح د تلپاتيوالي حقيقت :

د بهګود ګيتا په دوهم څپرکي کې شهزاده ارجن د شري کرشنا لارښونې په بشپړه توګه مني او دهغه مريد کيږي٠ ارجن د شري کرشنا نه غواړي چې ورته لار ښوونه وکړي چې په څه ډول د خپل زړه نه اند يښنې ليرې کړي٠ په همدې څپر کي کې د انسان دکړو وړو او اتما يعني روح په اړوند ژورې او هر اړ خيزه څر ګند ونې شوي دي٠

3- دانسانانو تلپاتي کړه وړه او دندې :

د بهګود ګيتا په دريم څپر کي کې د انسان پر کړو وړو او تلپاتو دندو بحث او ګړ ويږ نه شوې ده٠ په دې څپر کي کې شري کرشنا دا خبره څر ګندوي چې په کومه ټولنه کې چې انسان او سيږي د هغو انسانانو دندې ، وجايب او مکلفيتونه څه دي او ولي بايد دا وجايب تر سره شي او د ژغورنې لاره کو مه ده؟

4-رښتيني حقيقت ته رسيدل :

په دې څپر کي کې شري کرشنا وايي چې يو انسان څنګه کولای شي چې روحاني علم او پو هه تر لاسه کړي او په څه ډول د ماديا تو سره چال چلند وکړي٠ په دې څپر کي کې رښتيني حقيقت ته درسېد لو لارې چارې په ګوته شوي دي٠

5-عمل او ګوښه توب :

په دې څپر کي کې شري کرشنا، ارجن ته د عمل او همداراز د تر ک او ګوښه توب په اړوند خبرې لري او دايې جو ته کړې ده چې ددغو دوو لارو په غوره کولو سره څنګه نجات او ژغو رنه تر لا سه کيدای شي٠

6- د ځان پېژندنې پوهه :

په دې فصل کې شري کرشن دا څرګندونې کړي دي چې په څه ډول خپل ذهن د يو ګا داتو ګونو پوړيو او مراحلو په تر سره کولو سره پاک کړو٠ هغه يوګا د هستۍ او موجوداتو روحاني ځانګړتيا بللې ده ٠

7- وروستي او نهايي حقيقت ته درسيدو پوهه او علم :

په دې څپرکي کې شري کرشنا د نهايي حقيقت په اړوند ځا نګړي نظريات وړاندې کړي دي٠هغه دا راښيي چې خلکو کومې څلور ډلې دي چې دالوهيت پيروي کوي او کومې د خلکو څلور ډلې دي چې د الوهيت سره په مخالفت کې دي٠ د شري کرشنا په اند يوه داسي رو حاني پوهه او ادراک شته چې سړی خدای ته رسوي٠

8- ژغورنې ته لاس رسی :

د بهګود ګيتا په اتم څپر کي کې شري کرشنا د يوګا دعلم پر زده کړې ټينګار کوي٠ نوموړی همداراز دمادي نړۍ د را مينځ ته کيدلو او دروحا ني نړۍ سره د هغې دتو پېرونو په اړوند هم څرګندونې کوي چې يوه يې خير ښيګڼې او بله يې دشر يا نيستۍ خو اته انسان بيايي٠

9- نهايي حقيقت ته در سيدو لپاره ډاډمنه پوهه:

په دې څپر کي کې شري کرشنا نهايي حقيقت ته د رسيدو لپاره ډاډمنه پوهه ضروري ګڼي٠ هغه دا ښيي چې ولې دا مادي نړۍ رامينځ ته شوه، څرنګه خپره شوه، څنګه وسا تله شوه او څرنګه له مينځه ځي هغه  عقيده لري چې پر دغو شيانو باندې پو هيدلو ته ډاډ منه پو هه ضروري بلله کيږي٠

10-د نهايي او وروستي حقيقت لايتناهي پرتم :

په دې څپر کي کې شري کرشناد علت او سببونو په اړونديې خبرې لري٠ هغه ارجن ته د حقيقت د پياوړتيا او توانمندۍ باب څرګند ونې کوي٠ ارجن د شري کرشنا نه غواړي چې د توان او قدرت په اړه ورته نورې څرګند ونې هم وکړي او شري کرشنا هم هغه ته چې ډېر غوره او مهم دي  ورته بيانوي٠

11- د هستۍ د عمومي جو ړښت ليد او تصور:

په دې څپر کي کې ار جن شري کر شنا ته زارۍ کوي چې دټولې هستۍ  د عمو مي جو ړښت په اړوند ليد او تصور بيان کړي ، چې شري کر شنا يې ورته بيا نوي٠

12- خدای ته دځان وقفولو لاره :

په دې څپرکي او فصل کې شري کر شن خدای ته دځان د وقفولو شان او پرتم بيا نوي٠ همداراز نوموړی دروحاني دسپلين بېلا بېل جوړ ښتو نه ښيي او د هغو کسانو ځانګرتيا وې او بيلا بېل عملونه او کړه وړه بيانوي چې دروحاني دسپلين لاره تعقيبوي ٠

13-د فردي او نهايې پوهې نه خبرېدل :

د بهګود ګيتا په دې څپر کي کې شري کرشن د انسان او فرد د فزيکي جوړښت او دروح د تلپا تيوالي په اړوند څرګندونې کوي٠ نوموړی وايي چې دانسان يا فرد فزيکي جوړښت له مينځه تلونکی دی، په داسې حال کې چې روح تلپاتې دی٠

14- د مادي هستۍ درې ځانګړ تياوې :

په دې فصل کې شري کرشنا دهغو مادي څېزونو او شيانو ښيګڼې او اړتيا وې بيانوي چې ټوله مادي نړۍ يې تر اغېزې لاندې راو ستلې ده٠ همداراز شري کر شنا دهر مادي څېز او هستۍ درامينځ ته کېدو علتونه، سببو نه او ځواک په بشپړه تو ګه ښيي٠

15- د نهايي او مطلق حقيقت پېژند نه:

په دې څپر کي کې شري کرشنا د الوهيت د پېژندنې موخه او مقصد اود دې خبرې اهميت راښيي چې په څه ډول د کائناتو خالق وپېژنو٠

16- رحماني او شيطاني خصلتونه او صفتونه :

په دې فصل کې شري کرشنا ارجن ته هغه خصلتونه بيانوي چې ښه وي او هغه رحماني صفتونه دي٠ همداراز هغه ارجن ته هغه شيطاني صفتونه هم بيانوي چې انسان دسمې لارې نه کږې لارې ته بيايې او شيطان ترې جوړوي٠

17- دمادي هستۍ درې برخې :

 په دې څپر کي کې شري کرشن ارجن ته دمادي هستۍ درې برخې بيانوي او همداراز يې د انسانانو دعقايدو بېلا بېلې برخې يې هم تر څېړنې لاندې نيولي دي٠

18- دنهايي يا ورو ستي حقيقت بيان :

په دې فصل کې چې دبهګود ګيتا وروستنی څپر کی دی شري کرشنا دتېرو ١٧ څپر و بيانونه په لنډه توګه خلاصه کړي دي اود ښه عمل او يوګا په نتيجه کې د انسان د ژغورنې په باب څر ګندونې لري٠ هغه همداراز خدای ته درسيدلو لارې چار ې هم بيا نوي٠

ما ته  ملهوتره صیب لا دمخه ددغه کتاب دژباړې ویلي و. زه ددغه ستر کار په سرته رسولوښاغلي ملهوترا صیب  ته مبارکي وایم او پښتو ژبې ته دده  ددې چوپړونو قدر او مننه کوم. کوردې ودان وي !

(ډاکتر لطیف یاد)

 

 

 

انار کلي بازار 

------------------------------------

انار کلي بازار داوسني پاکستان دلاهور یو مهم او مشهور بازار دی. دانارکلي اصلي نوم نادره بیګم و چې دشرف النساء لقب یې درلود.داپه اصل کې د هندوستان دمغولي واکمن جلال الدین محمد اکبرددربار په حرم کې وینځه (کنیزه ) وه.

که څه هم دانار کلي  کیسې یادونه دهندوستان دمغولي دورې په تاریخي کتابونو او له هغو نه په اکبر نامې او په توزک جهانګیري کې نه ده شوې ، خو ددغې کیسې یادونه دلومړي ځل لپاره په ۱۶۰۸ زیږدیز کال کې دیوانګریزي ګرځندوی (سیاح) ویلیم فیچ په ژورنال (جرنال )کې راغلې ده . ددې کیسې اصلی لیکوال یو هندي لیکوال او مورخ عبدالحلیم شرر دی چې دهند داتهرپردیش دلکهنو اوسیدونکی و.

دانارکلي کیسه داسې ده چې دهند مغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر دخپلې میرمنې مریم الزماني نه یو زوی درلود چې سلیم نومیده. اکبر په وړکتوب کې خپل زوی سلیم دپو ځي( فوجي ) تاکتیکونو دزده کولو لپاره سترو پو ځي جنرالانو ته ولیږه او شهزاده سلیم په دې برخه کې څوارلس کلونه زده کړې وکړې تر څو پو ځي تاکتیکونه یې زده کړل .ترڅوارلسو کلونو زده کړې وروسته اکبرپاچا دخپل زوی شهزاده سلیم په ویاړ یوه لویه میلمستیا او دساز اوسرود او نڅا یو لوی محفل جوړکړ.د اکبر د دربار د سازیانو ( مطربانو) او نورو نڅاګرو تر څنګ انارکلي هم په دې محفل کې نڅا کوله .

دانارکلي نڅا ، انداز او ښایست دشهزاده سلیم پام ځانته ورواړاوه او خپل زړه یې پرې بايلود او پرې مین شو. وروسته یې پلار اکبر دخپل زوی شهزاده سلیم دمینې په راز خبر شو او غو ښتل یې چې انارکلي شهزاده سلیم ته واده او دهندوستان ټولواکمنه( ملکه ) ترې جوړه کړي ، خو وروسته اکبر پاچا دخپلې مور حمیده بانو په حساسیتونو پوه شو ، ځکه موريې نه غوښتل چې دهندوستان ټولواکمنه ( ملکه ) دې ددوی ددربار او حرم یوه وینځه( کنیزه) وي .

دشهزاده سلیم او دانارکلي مینه نوره رسواشوه او اکبر انارکلي دلاهور په یوه خطرناکه زندان کې قید کړه ،خو د هغې سره دشهزاده سلیم دمینې برکت و چې دایې په زور له زندانه خوشې کړه او له ځانه سره یې په یوه پټ ځای کې وساتله .دا نارکلي پر سر دشهزاده سلیم او اکبر پاچآ اړیکي دومره خراب شول چې شهزاده سلیم دخپل پلار سره دجګړې اعلان وکړ .خو په دغه جګړه کې شهزاده سلیم ماتې وخوړله .اکبر پاچا خپل زوی سلیم ته دوه شرطونه وړاندې کړل چې یا به ورته انارکلي سپاري او یابه دمرګ سزا مني . انارکلي چې کله د دغه شرایطونه خبره شوه او دشهزاده سلیم مرګ یې نه شو زغملی نو پخپله داکبر پاچا دربار ته ورغله او ځان یې اکبر پاچاته تسلیم کړ.اکبر پاچا انارکلي ته وویل چې تا خو ژوندۍ نه پریږدمه خو مخکې تر دې چې تا ووژنمه خپل یو شرط ماته ووایه چې ویې منمه . انارکلي ورته وویل : چې یوازې یو شرط لرمه او هغه دا چې غواړم چې دیوې شپې لپاره دشهزاده سلیم سره واوسمه او دیو ې شپې لپاره د هندوستان ملکه شمه . اکبر پاچا دانار کلي داشرط ومانه او هغه دیوې شپې لپاره دهندوستان ملکه شوه البته دانارکلی د هندوستان ملکې کیدلو داکیسه په تاریخي کتابونوکې نشته او افسانوي بڼّه لري خو اکبرپاچا خپلو پوځیانو ته امر وکړ چې انار کلي ونیسي او دخښتوپه دیوال ترې تاو کړ ي خو دانا رکلی دمور دزاریوپه وجه اکبرهغه وبخښله.

په لاهورکې انارکلي بازاردهمدې انارکلي په وجه په انارکلي بازار سره مشهورشوی  دی او له نن نه  دوه سوه کلونه دمخه جوړ شوی دی اوپه دوو برخو ویشل شوی دی چې یو  یې زوړ انارکلي بازار دی  چې دخپلو  هوټلونو اوډول  ډول خوړو له کبله مشهور دی اوبل یې  نوی انارکلي بازاردی چې په هغه کې ډول ډول ټوکران ، پنجابي کالی، پسولونه(زیورات ) او نورڅیزونه خرڅیږي.او د خینومارکیټونو نومونه یې دادي : بانو بازار، دهوني رام بازاراو پا ن ګلي .

 همداراز دهند دمریانودکورنۍ دمشهورواکمن قطب الدین ایبک مزار هم انارکلي بازار ته څېرمه مو قعیت لري .تاسو په لاهورکې دانار کلي بازار یو ه څنډه هم لیدلی شئ !

https://www.facebook.com/watch/?v=412892946943003

ډاکتر لطیف یاد

-
بېرته شاته