(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غازي میرزمان خان

[21.Sep.2023 - 20:04]

غازي مير زمانخان کونړی 

 

غازي مير زمانخان کنړی د حاجي ګلروز خان زوی وو چې په 1869 زېږدیز کال کښې د کنړ ولایت د نرنګ اولسوالۍ په لمټک کلي کښې زېږېدلی وو. نوموړی له آره د سپین غر د تيرا د سیمې د کوټ کلي وو.

په اوسنۍ پښتونخوا او اوسني افغانستان کښې د غازي مير زمانخان د نوم انګازې هغه مهال خپرې شوې کله چې يې په 1908 زېږدیز کال کښې د انګريزانو په وړاندي د مهمندو په پېژندل شوې او تاريخې غزا کښې، چې په تاريخ کښې د "سرې غزا" په نوم ياده شوې ده، د غازيانو د يو وتلي مشر په توګه برخه واخيسته.

د ډيورند تر کرښه د غازي میر زمانخان اوښتل او پر انګريزي ځواکونو يې وسلوال بريدونه ددې لامل شول چې غازي ميرزمان خان د امير حبيب الله خان د حکومت تر څارنې لاندې راشي او بندخونې ته واچول شي. په بندخونه کښې تر يو کال تيرولو او د نورو سياسي بنديانو او مشروطه غوښتونکو سره تر پېژندګلوۍ وروسته غازي مير زمانخان په ضمانت خوشي او کنړ ته ستون شو، خو ډير ژر بيا ونيول شو او د شيرپور بندخونې ته واستول شو، خو کله چې اميرحبيب الله خان په لغمان کښې ووژل شو نو غازي میر زمانخان د غازي امیر امان الله خان لخوا خوشي شو.

 

د انګريزانو سره د غازي مير زمانخان همدا میرڅمنې د ځوان شهزاده عين الدوله غازي امیر امان الله خان سره د پېژندګلوۍ لامل شوه، هغه پېژندګلوې چې د مهال په تيريدو او تر بيلابيلو تاريخي ازميښتونو وروسته په کلکې ملګرتیا او ورورګلوۍ واوښته او د ژوند تر پاي پوري يې همداسې دوام وکړ.

 

غازي میر زمانخان و غازي امیر امان الله خان ته د مشرقي د ټبرونو او پرګنو څخه د بيعت په اخيستلو او د هغه د حکومت د ټينګښت په لاره کښې تاريخي کوښښونه پيل کړل او ډير ژر ورته بيا د انګريزانو په وړاندي د افغانانو په درېيمه لویه غزا يا د هيواد د خپلواکۍ د بېرته لاسته راوړلو په جګړه کښې د کنړ د اولسي لښکرو او د چترال د جبهې مشرې وروسپارل شوه. د چترال (ارنوۍ، دوکلام، لمبربټ او اسمار) دغه بريالۍ جبهه د استقلال د څلورمې جبهې په نوم نومول شوې او لیکل شوې ده.

غازي مير زمانخان په 1924 زېږدیز کال کښې د ګوډ ملا په مشرۍ په منګلو کښې د بغاوت په ځپلو کښې ستره تاريخي برخه واخيسته او په 1307 لمریز کال کښې په شينوارو کښې د بغاوت په غلي کولو کښې يې هم ارزښتناکه چوپړونه وکړل.

 

دندې:

غازي مير زمانخان د اماني پير د هغې دولتي شورا غړې وو چې د قانون جوړونکې شورا وه او د استقلال تر ګټلو وروسته ځوان پاچا غازي امان الله خان ته د سلا مشورې ورکولو او نوو قوانينو او نظامنامو د جوړولو، تعديل او تصويب په پار جوړه شوې وه، چې د 1307 لمریز کال تر لويې جرګې وروسته د خپلو 150 غړو سره د افغانستان په لمړۍ ملي شورا بدله شوه.

 

په تاريخي لويو جرګو کښې ګډون:

غازي مير زمانخان د خپل مهال په لاندينيو دريو مهمو تاريخي جرګو کښې ګډون درلود

1 _ په جلال اباد کښې د هډې لويه تاريخي جرګه چې د اتحاد مشرقي د تاريخي جرګې په نامه هم ياده شوې ده، دا ستره تاريخې غونډه د استقلال تر ګټلو وروسته په 1920 زېږدیز کال کښې د هډې په تاريخي سيمه کښې د غازي مير زمانخان په اهتمام او هڅو د غازي محمد نادر خان پښتون په مشرۍ جوړه شوې وه، پدې جرګه کښې د ننګرهار، لغمان، کنړونو او ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو مشرانو، سپين ږيرو، علماوو، ساداتو، مشايخو او اوسيدونکو په 5000 شاوخوا کښې وګړو ګډون کړی وو، او د کرښې د دواړو خواوو د قبايلو د يووالي، د هيواد د خپلواکۍ او ارضي تماميت د ساتلو او د هیواد د آبادۍ په هکله يې پرېکړي وکړې، او انګريزانو ته يې په زغرده وویل چې د افغانستان په کورنيو چارو کښې د لاسوهنو او د هيواد په سرحداتو کښې د ورانکارۍ او تحريکاتو څخه لاس په سر شي او کنه نو د زړورو افغاني اقوامو او قبايلو د قهر او مقاومت سره به مخامخ شي.

2 _ د 1301 لمریز کال د جلال آباد لمړۍ لويه جرګه چې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ تر ګټلو وروسته لمړۍ لويه جرګه وه، پدې جرګه کښې د دولتي شورا پر غړو برسيره د کابل او شاوخوا سيمو، ننګرهار، لغمان او کونړونو استازو برخه اخيستې وه، ددې جرګې موخه ټولنيز اصلاحات ول، او د افغانستان لمړی اساسي قانون [نظامنامه] يې هم تصويب کړ، پدې نظامنامه کښې د مرئيتوب لغو کول، ملي وحدت، شخصي آزادۍ، د حقوقو مساوات او پر عايداتو د ماليې لګول...په ګوته شوي ول.

3 _ په 1928 زېږدیز کال کښې د پغمان درېيمه لويه جرګه، د يادولو وړ ده چې غازي مير زمانخان د پغمان په دویمې لويې جرګې کښې چې د جلال آباد لويه جرګه يې پيلامه وه، په منګلو کښې د بغاوت د ټکولو د بوختیا له امله ګډون نه درلود، پدې جرګه کښې د غازي مير زمانخان زوی عصمت الله خان برخه اخيستې وه.

 

لاس ته راړونې:

غازي ميرزمان خان ته د بي سارو چوپړونو او سرښندنو په وياړ لانديني مډالونه ورکړل شوي دي چې د هر يو سره نقدي او د ځمکو امتيازات هم ملګري ول

د وفا مډال

د لوی خان مډال

د خدمت مډال

د صداقت مډال.

 

مړينه:

پر خپلواکۍ مَین غازي میر زمانخان د هغو ګوتو په شمېر نومیالیو مشرانو څخه وو چې د ژوند تر پای پوري غازي امیر امان الله خان ته ژمن وو او د هغه د نوښت او پرمختګ د پروګرامونو پلويتوب يې کاوه. ستر غازي میر زمانخان کنړی رحمه الله د 1307 لمریز کال د حوت په میاشت کښې د غازي امیر امان الله خان د امارت په وروستيو مياشتو کښې د هغه د امارت د ټينګښت لپاره د تاريخي هلوځلو پر مهال د افغانستان د دباندینیو میرڅمنانو په لارښودنه دهغوي لاسپوڅو د يوې دُوسې په ترڅ کښې د کونړ ولایت د شیګل اولسوالۍ د شينکوړک د کلي په مسجد کښې د ماخستن د لمونځ د ادا کولو پر مهال تر ظالمانه او خائنانه بريد لاندي راغی او په شهادت ورسيدی.

 

 

 

 

ددې لپاره چې د فرایډ(Freud) د وېرې  په نظریه ښه پوه شو، نو د هغه د هڅو (Triebe) او ساایز ماشین (Psychische Apparat) ښودنې ته ځغلنده کتنه پکار ده.

د فرایډ د هڅو ګڼنه ( فرضیه ) : فرایډ (Freud) په لومړی سر کې غوښتل چې هڅې  (Triebe) په دوو ډلو وویشي.

۱ ) د مینې ( جنسيهڅه چې د بهر خواته زور کوی.

۲ ) ځان خوښوونکې ( خود پرستهځانپرسته ) هڅه چې د ځان د ژغورنې دنده پغاره لري.

خو ورسته بیا ورته د ژورې څېړنې په لړ کې جوته شوه چې " ځان خوښوونکيهڅه د مینې د هڅې سره هیڅ توپیر نلري او ځان خوښوونکي هڅه د مینې د هڅې یوه بڼه ده.

لدې کبله فرایډ (Freud) د ځان خوښوونکي او د مینې د هڅو نظریه پریښودله او ددې پر ځای ئې د دوه متضادو میراثي هڅو چې مینه او تیری دی، ګڼنه (فرضیه ) وکړه.

د هیرنګ (Heringe) نظریه د ده دغه ګڼنه تا ئیدوي چې، وائيپه ژوندۍ ماده کې  دوه متضاده کښښونه شته دی،  چې یو ئې جوړونکی او بل ئې ورانوونکی دی.

فرایډ ( Freud ) پخپله داسی دلیل راوړیچې د ژوند منځ ته راتګ د ژوند د دوام او مرګ ته د نژدیوالي مانا لري

مرګ د ژوند موخه (هدفدی او ژوند خپله د دوی په منځ کې روغه جوړه ده.

ساایز جوړښت : فرایډ (Freud) سایز جوړښت د یوه ماشین په شان تصور کوي، چې د ډیرو پرزو څخه جوړ شوی وي او یو ټاکلی ځای نیسي .

دده په ګروه/عقیده ساوالې ( روحيرواني ) پیښې  یوازې په هوښ ( شعور ) کې پرتې ندي، ځکه چې په هوښ کې پرتو پیښو د څرګندونې او روښانولو  لپاره نور مواد  پکار دي،  کوم چې د هوښ څخه بهر دي.

سربیره پردې  تجزیوي ازمیښتونه ښايي چې یوه برخه د ساوالو ( نفسی ) پیښو داسې پټ خوي لري چې په هوښ کې د ښکاره پرتو پېښو د خوي سره سمون نه خوري لکه د ځان پخپله مرګ.

فرایډ (Freud) د هوښ د لاندی د ساوالو پیښو یو څرنګوالی  (خاصیت  یا کیفیت ) پوهیږیدا خبره سړی په یوې بېلګې  سره جوتولی شي.

که چیرته مونږ یو ساایز شی لکه یو خیال یا د چا نوم په یاد  کې ونیسو نو دغه خیال یا نوم تل زمونږ په یاد کې نه پاتې کیږي او  وروسته د یو څه وخت څخه زمونږد یاده  وزي او هیرېږيکیدای شي، چې دغه خیال یا نوم د ځینو شرطونو د لاندې بیرته زمونږ یاد شي​, نو دلته دا پوښتنه پیداکیږي، چې دا خیال یا نوم پدې منځ کې چیرته و  او څه پرې شوي وو او څه بڼه ئې لرله.

ددې پوښتنی په ځواب کې ویلی شو چې مونږ نه پوهیږو چې دا خیال یا نوم پدې منځ کې څه شوی وو  او څرنګه بڼه ئې لرله خو دومره ویلی شو چې زمونږ  د یاده وتلی  و او چیرته پټ و.

په مسلکی ژبه کې ویلی شو، چې دغه خیال یا نوم زمونږ د هوښ (شعور ) څخه وتلی و او د هوښ بهر ( غیر شعور کې ) پروت و.

ددې  واقعیت له مخې فرایډ (Freud) ساایزی پېښې او شیان په دوو ډلو د هوښ دننه ( شعور ) او د هوښ بهر ( غیری شعوروویشلې.

ټولې هغه ساایزې پېښې او شیان چې سمدستي مونږ ته په یاد دي د هوښ دننه او کومې چې مو سمدستي په یاد ندي د هوښ بهر وګڼلې.

خو بیا وروسته ده د خپلو څیړنو په لړ کې د هوښ بهر دوه ډوله  ساوالې پېښې او شیان پیدا کړه . 

یو ډول هغه ساوالې پېښې او شیان و ، چې د هوښ په درشل کې ولاړ و  او ډیر وړاندې تللي نه وو او سړی یې په لږه پاملرنه سره هوښ ته راوستلی شي.  لدی کبله دغه پېښې او شیان د هوښ د درشل (vorbewußt) ساایزې پېښې شیان  وبللې.

او خپله د هوښ بهر (unbewußt) استلا ئې د هغه ساایزو پېښو او شیانو لپاره وساتله چې د هوښ بهر دومره لیرې تللې وو چې هوښ  ته بیرته راتګ ئې ډیر په سختۍ سره امکان لرلو .  

پدې ډول سره ساوالې پېښې او شیان په دری لاندی ډولونو وویشلې.

۱ ) د هوښ (bewußt) ساوالې پېښې او شیان.

۲ ) د هوښ د درشل (vorbewußt) ساوالې پېښې او شیان.

۳ )  د هوښ بهر (unbewußt) ساوالې پېښې او شیان

ددی مالوماتو له مخې فرایډ (Freud) د هوښ دننه او د هوښ د درشل ساوالې  پېښې د یوه خیل او د هوښ بهر ساایزی پېښې د بل خیل وګڼلې او دا ځکه چې د هوښ د درشل پېښې هر  وخت د هوښ دننه ته راتلای شي،  کله چې ورته لږه پاملرنه او غږ وشي، خو د هوښ بهر ساایزی پېښې په لږه پاملرنه سره نه، بلکی د ټاکلو شرطونو د پوره کولو څخه وروسته په ډیره سختۍ سره راتلی شي،  خو دا هم نیغ په نیغه نه، بلکې مجبورې  دي،  چې لومړی د هوښ درشل ته او بیا د هوښ دننه  یا هوښ ته راشي ( ۱۳ ).

 

فرایډ (Freud) سریبره پردی دری ډوله ساوالو پېښو او شیانو دری ډوله نور ساایز لړونه مونده کړهچې د پورتنیو ساایزو پېښو او شیانو سره ئې د جوړښت له پلوه توپیر لرلو او په خپلو منځو کې اړیکې لرلې.

لومړنی یا مشر ددغه لړونو فرایډ (Freud) « دا»  (Es)  په کوم کې چې د ځیږیدو په وخت کې ټولې میراثي ساوالې پېښې راټولې شوي وي، چې بیا وروسته په شپږمه یا اتمه میاشت کې د چاپیریال د اغیزې د لاندې  د « دا » یوه برخه زیاته وده کوي او په پرله پسې توګه د « دا » څخه رابیلیږي او ځانته بڼه نیسيد « دا » دې رابیلې شوې برخې ته فرایډ (Freud)  « زه » (Ich) وویل.

« زه » په عضلو حسي اعصابو په یاد راوړلو او په ادراک حاکمیت لري،  چې پدې توګه سره د بهرنی چاپیریال په هکله مالومات راټولوي او په پایې کې ددې توان پیدا کوي چې « دا » او بهرنی چاپیریال شیان او اغیزې سره توپیر کړي او د « دا » او بهرني چاپیریال په منځ کې د یوه منځګړي په توګه دنده تر سره کوي.

خو څنګه چې ماشوم په کوچنیوالي کې د خپل مور او پلار او ښوونکو د لاس لاندې وي نو دده په  « زه » کې یو بل شی یا لړ چې مور او پلار او ښوونکود هیلو نمایندګي کوي، وده کوي.  دغه شی یا لړ  فرایډ  ( Freud ) « اخلاقي زه » (Überich)  یا « وجدان » ونوما وه.

« اخلاقي  زه » یا وجدان د ځیږیدو څخه پنځه یا شپږ کاله  وروسته کله چې " زهد اودیپوس په احساس (Odipuskomplex) یا دوه اړخیزه احساس په حل بریالی شوي وي په وده پیل کوي.

 

د اودیپوس احساس (Odipuskomplex):

وائی چې په لرغوني یونان کې یو باچا ته طالع ګرو (نجومیانووویل، چې ستا به یو ځوی وشي او نوم به ئې اودیپوس (Odipus) وی . 

که چیرته هغه مړ نه کړې، نو تا به مړ کړي او ښځه به دې په نکاح کړي.

 ویل کیږي، چې ددغه باچا ځوی وشو خوڅنګه چې اولاد خوږ دی مړ ئې نه کړ او  په وړوکوالي کې یې  چیرته په بیدیا کې پریښود

دغه ماشوم  کوم چا مونده کړ او نوم ئې پرې اودیپوس (Odipus) کیښود

کله چې دغه هلک لوي شو، نو د یوه بل باچا په لښکر کې چې دده د پلار سره ئې ورانه وه افسر شو او په نا خبرۍ کې یې خپل پلار مړ کړ اوخپله مور ئې په نکاح کړه . 

خو کله چې اودېپوس خبر شو، چې خپل پلار ئې مړ کړی او خپله مور ئې په نکاح کړېده، نو ځان ئې ړوند کړ.

څرنګه چې دغه کیسه د فرایډ  (Freud) په وخت کې په یورپ کې ډیره مشهوره وه نو هغه هم پخپلو څیړنو کې د اودیپوس (Odipus) نوم ته ځای ورکړ او پورتنۍ دوه اړخیزه احساس ئې د اودپوس احساس (Odipuskomplex) ونوماوه.  مونږ هم دغه استلا راونیوله.

د اویپوس احساس د مور د سینې د خوږو شیدو ( پیو)  څخه سرچینه اخلي . دا چې د کوچنی ماشوم د لوږې اړتیا د مور پخپلو خوږو شیدو سره پوره کوي،  نو دا ماشوم هم د خپلې  مور سره مینه وي او ورته ګرانه وي

په نورو تورو سره د انسان لومړنۍ مینه د مور سره مینه ده.

د مور سره مینه د فرایډ (Freud) په ژبه د پلار سره تقلید او ورته والي مانا لري.

د مور سره مینه یانې د پلار تقلید تر هغې  پر وړاندي ځي،  تر څو چې ماشوم ځوی پدې پوه شي،  چې دا د پلار سره سیالي ده، ځکه چې پلار هم دده د مور یانې خپلې میرمنې سره مینه لري او ورته ګرانه وي.

ددی ګړۍ څخه وروسته د ځوی دریز د پلار په مقابل  کې دوه اړخیز  وي.  ئې پلار پدې بدي شي،  چې د مور په مینه کې دده سیال (رقیبدی او  دده نه مور اخليلدې کبله دی له یوې خوا غواړي یا ددې هیله لري،  چې پلار د منځه یوسي او دده ځای د مور سره ونیسي او له بلې خوا غواړي چې پلار ته ګران وي

د پېښو (تقلیدد لاندې سړی په ټولېز (عموميډول « یو داسې کړنه (عملپوهیږي په کوم کې چې سړی په یوه یا ډیرو کړو وړوسولکونو یا فکرو کې د څه شي په ډول یا د چا په شان شي» ( ۱۴ ).

د تقلید پوله یوازې په وړوکتوب تنګه پاتې نده، بلکې په ټول عمر کې سړی تقلید کويډیر وخت سړی د هغه شیانو یا خلکو تقلید کوي، کوم چې سړي ته په زړه پوري وي.

کله نا کله سړی د تیري کوونکي او دښمن تقلید هم کوی « پدی حالت کې سړی کم نا کمه پدې خوښ وي، چې په خیال او تصور کې د دښمن په زور او شهرت کې چې دده په فکر ئې لري برخه واخلي » ( ۱۵ ).

او یا پدې حالت کې تقلید د دښمن څخه د ډار له کبله وي.

د ماشومې لور د "اودیپوس احساسیا "دوه اړخیزه احساسد ماشوم ځوي د اودیپوس احساس ته ورته دیخو ماشومه لور لومړی غواړي چې د مور سره د پلار رول ولوبوي، خو ژر ورته دا پته لګیږي، چې هلک نه دی او د پلار په شان نه شي کیدلی، نو ورته د نیمګړتیا او کمزورۍ احساس پیدا کیږي او په ډیره غصه او قار سره پدې پیل کوي، چې د مور په شان شي او په ډیر زړه نا زړه غواړي، چې پلار ته ګرانه شيددیې لپاره چې ماشوم ځوی د اودیپوس احساس په سمه توګه حل کړي،  نو پکار ده چې د پلار تقلید مخ په وړاندې بوزي او د مور د مینې پر ځای په نورو نجونو او ښځو خپل تفاق مات او د مینې تنده سړه کړي.

ماشومې لور ته پکار ده،  چې د مور تقلید مخ په وړاندې بوزي او د پلار په ځای د نورو نرانو سره مینه پیدا کړي

لنډه دا چې د پلار تقلید ځوی ته د نرتوب او د مورتقلید لور ته د ښځیوتوب خوی وربخښيدا ډول تقلید عادي اومقابل ( برخلاف ) ئې غیري عادي دی.

کله چې یو ماشوم ځوی غیري عادي تقلید کړی وي،  یانې د پلار د تقلید په ځای د مور تقلید کړی وي، نو بیا احتمال ئې  د ښځوني توب او حتی د مفعولیت شته دینو لدې کبله بایده دي،  چې پلرونه خپل زیات وخت د ځامنو او میندې خپل زیات وخت د لوڼو روزنې ته ورکړيکله چې ماشومان د "اودیپوس احساسله منځه یوسي،  نو "اخلاقی  زه " یا وجدان منځ ته راځي، نو ځکه فرایډ (Freud) وائي،  چې اخلاقي  " زه " د اودیپوس د احساس میراث دی،  چې جرړې یې  په « دا » کې پرتې دي.

د پورتنۍ راسپړنې  (تحلیلڅخه دا پایله  لاس ته راځي،  چې « زه » (Ich) او « اخلاقی زه » (über ich) یا وجدان په لومړی سر کې د « دا » (Es) برخې ويدلته پکار ده، چې دا هیره نه شي، چې د « زه » د ودې او ددندې دا جرا  کولو لپاره انرژی د « دا » څخه راځي

دغه انرژي بې پلوه ده یانې نه د مینې او نه د تیري خوی لريلدې کبله ویلی شو، چې هر څومره چې « زه » زیاته وده وکړي او ډیرکار سرته ورسوي،  همدغومره د « دا » انرژي کمیږي، ځکه چې « زه » د « دا » په اوږو وده او کار کوي

« زه » د « دا » د غلام او برخی په توګه پرله پسی وده کوی او بیا د « دا » په مخه کې ودریدلی شي.

که ځیر شو نو د « زه » دنده ډیره سخته ده ځکه چې « زه » هغه وخت یو کار سم سرته رسولی شی کله چې د « دا » د « اخلاقی زه » یا وجدان او چاپیریال غوښتنې او اختلافونه یو د بل سره پخلا کولی شي» ( ۱۶ ).

د چاپیریال او « دا » د غوښتنو د تضاد په حالت کې « زه » مجبور دی، چې ددې پریکړه وکړی چې د « دا » غوښتنې ته د پوره کیدو اجازه ورکړي او که یو بل مناسب وخت ته ئې وځنډوي.

که چیرته « اخلاقي زه » یا وجدان هم د « زه » سره اختلاف ولري نو بیا « زه »  دې ته اړدی، چې یو بل قوت هم په سترګو کې ونیسي.

سرچېنهوېره د ساپوهنې په رڼا کښې

لیکوالډاکتر کبیر ستوری

-
بېرته شاته