(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طبي پوښتنې

[26.Aug.2023 - 09:04]

د طب اړوند پوښتنې  

لیک: عبدالله حبیبي 

۱-فارمکولوژی څه ته وایی.what is pharmacology

 

فارمکولوژی د ساینس څانګه ده چی د درملو متقابل عمل د ژوندیو موجوداتو سره تر څیړنی لاندی نیسی.

 

۲-دواه څه شی ده. What is Drug

 

دواه هغه کیمیاوی ماده ده چی په ژوندیو موجوداتو کی د بیولوژیکی وظیفو د تغیر سبب کیږی.

 

۳-دوز څه شی دی. What is dose

 

معین مقدار دواه چی په یو وخت کی تطبیقیږی.

 

۴- دوزاج څه ته وایی.What is dosage

 

د دوز مرتبی یا دفعاتو ته دوزاج وایی یعنی یو درمل څو ځلی تطبیق کیږی.

 

۵- د دماغی وینی مانعه څه شی ده.What is blood brain barrier

 

د دماغ د اندوتیلیل تنګی حجری او د دماغ د صفحیه دمویاتو ګالیل حجری دی.

هغه موادو ته چی په شحمو کی غیرمنحل دی د تیریدلو اجازه نه ورکوی اما هغه دواګانی چی په شحموکی منحل دی په آسانۍ سره له دی مانعی څخه تیریږی. لکه

 

پراستامول،تیوفینتل، دیازیپم او فینوباربیتال.

 

۶- د توزیع حجم څه شی دی. what is volume of distribution

د بدن په ټولو مایع برخو کی د دواه مقدار چی پلازما ته داخلیږی.

 

T.V.D= Total Amount of Drug/concentration of drug in the blood plasma.

 

۷- قدرت یا ځواک څه شی دی.What is potancy

 

قدرت یا پوټانسی نظر د دواه وزن ته دهغی تاثیرات ښیی.

 

مثال: یو دواه په ډیر کم وزن زیات تاثیرات ښیی نو د دی دواه قدرت یا پوتانسی زیاته ده.

بله دواه زیات وزن لری خو عین تاثیرات ورکوی نو د دی درملو قدرت کم دی.

مثلا میتایل ډوپا چی د فشار ضد درمل دی د ۵۰۰ میلی ګرام څخه تر ۲۰۰۰ میلی ګرام پوری تاثیرات ښیی په داسی حال کی چی کلونیدین عین تاثیرات د ۰.۲-۰.۳ میلی ګرامه پوری ورکوی نو د کلونیدین قدرت تر میتایل ډوپا څو ځلی زیات دی

 

۸- موثریت څه شی دی. What is Efficacy

 

که په هر اندازه د یو درمل دوز زیات کړو په همغه اندازه یی اغیزی هم زیاتیږی یعنی په عظمی دوز کی آخری تاثیرات ښیی همدغه زیات دوز کی لوړ تاثیرات د موثریت په نوم یادیږی.

 

۹- تیراپیوتیک ایندیکس.Therapiotic index

 

د تاثیر کونکی او توکسیک دړز ترمنځ نسبت ته تیراپیوتیک ایندیکس وایی.

 

۱۰- آیدیو سنکراسی.What is idiosyncrasy

 

د درملو د تاثیراتو هغه شکل دی چی په کمه اندازه رامنځته کیږی او په کم دوز سره هم ممکن واقع شی د مثال په ډول کلورامفینکول په کمه اندازه د اپلاستیک انیمیا سبب کیږی.

۱۱- لوړ حساسیت څه شی دی. What is Hypersensitivity

 

د درملو په وړاندی د الرجی یا امینولوجیکل غبر ګون څخه عبارت دی.

 

۱۲- تحمل یا زغمل.What is Tolerance

 

د درملو دایمی کارول په بدن باندی د تاثیر د کموالی سبب کیږی نو لازمه ده چی د درملو دوز زیات شی همدغه د دوز زیاتیدل په بدن باندی د تحمل په نوم یادیږی.

 

۱۳- آخذی څه شی دی.What is Receptors

 

آخذی لوی مالیکولونه دی چی پروتینی جوړښت لری زیاتره درمل له آخذو سره نښلی او خپل تاثیرات ښیی.

 

۱۴- جانبی اغیزی څه ته وایی.What is side effects

 

د درملو ناغوښتونکی اغیزی دی چی په نارمل دوز سره رامنځته کیږی.

 

۱۵ شاک څه ته وایی.What is shock

 

شاک یو کلینیکی وضعیت یا حالت دی چی په د حالت کی دبدن انساجو ته پوره وینه نه رسیږی. او لاندی ستونزی رامنځته کیږی.

- د فشار ټیټیدل

- د تشو متیازو کموالی

- میتابولیک اسیدوزس

 

۱۶ کلیرانس څه ته وایی.What is drug Clearance

 

کلیرانس د هغی وینی یا پلازما حجم ته ویل کیږی چی یو درمل په څومره وخت له پلازما څخه وزی.

کلیرانس په واسطه موږ کولای شوچی د یو درمل میتابولیزم، اطراح وخت وپیژنو او معین دوز وټاکو.

 

۱۷ - د درملو وتل یا خارجیدل.What is drug Excration

 

له بدن څخه د درملو بهر کیدلو ته ته اطراح وایی.

 

۱۸- توکسیکولوژی څه ته وایی.What is Toxicology

 

توکسیکولوژی د فارمکولوژی یوه څانګه ده چی د درملو سمی او توکسیک اغیزی تر څیړنی لاندی نیسی.

ترڅو درمل یواځی د تداوۍ په مقصد وکارول شی او د تسمم مخه یی ونیول شی.

 

۱۹- انتی دوت څه شی دی.What is Antidot

 

انتی هر هغه موادوته وایی کوم چی د درملو د زهری تاثیراتو په ضد کارول کیږی او کوم خطر منځته نه راوړی.

 

۲۰- بیواویل بیلیټی څه شی دی.What is bioavilbility

 

د درملو هغه ټاکلی مقدار چی وروسته له تطبیق څخه د وینی دوران ته داخلیږی د بیواویل بیلټی په نوم یادیږی.

-
بېرته شاته