(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

موسیقي او

[04.Feb.2021 - 15:58]

موسیقي او لوبې

د کونړ خلک د خپل ساعت تېري لپاره محلي موسيقي لکه منګی او ستار لري چې په حجرو کې ځوانان راټولېږي او د رخصتۍ يا ښاديو په مراسمو کې محلي موسیقي ته غوږ نيسي. که د چا کوم نازولی يعنې زړه پورې مېلمه وي؛ نو کوربه ورته په حجرو کې د سيل محفل جوړوي. پخوا چې د موسيقۍ وسايل ډېر کم و؛ نو کله به چې په کوم کلي کې د چا واده و او مجليسان (سازنده يا په اوسنۍ اصطلاح هنرمندان) به يې راوستي و، نو د ډېرو لرو لرو ځايونونه به ځوانان او حتی مشران ډلې ډلې ورتلل او ګيسونه به يې په دېرو کې لګولي و او د سبا تر اذانه به يې ساز اورېده.

مختلفی محلي لوبې لکه ګډا، اټن، تېږه اچول، صحبت، د زرکو او سيسيو ښکار، د ماهيانو نيول، خوسى، په ځنګلونو کې او هم د توپان جال او دامونو په وسيله د مرغيو نيول، خورا دلچسپې وې. موږ به پخپله دامونه د اسونو او اوښانو د لمو نه جوړول او هغه به مو په پټو کې ایښودل چې مرغۍ، توره کۍ (شامتورې) او جغنډان به مو پرې نیول.

نجونو هم ځانته لوبې درلودې لکه شل غاتي، چندرو، موټي، خوټکونکه نینځوکو واده، جفت او طاق، کاڼي کول او داسې نورې لوبې.

ماته د مني او يا د پسرلي په اخرو وختونو کې د مرغيو ښکار خورا زيات په زړه پورې و. زما يادېږي چې د کونړ د سيند په غاړه به د لوښو په ځنګلونو کې خلکو کوډلې جوړولې او چې به د مني د مرغيو وخت شو؛ نو څو کسه به موظف وو چې د ځنګل په غاړه څوک تګ او راتګ ته پرينږدي، چې د چنچڼو سيلونه هلته بڼ کښته شي یعنې کېني. بيا ماسختن به څو کسو تناب د لوښو د ځنګل د یوه اړخه واهه او دا چنچڼې به د ځنګله بل اړخ ته الوتلې چېرته چې به خلکو د لوخو کوډۍ ګانې جوړې کړې وې. کله به چې دا مرغۍ په دۍ کوډۍ ګانو کېناستلې نو په لاسونو به خلکو نيولې او هر چا به ورته د څادرنو نه بوجونه جوړ کړي وو او په هغه کې به يې اچولې او وروسته به يې حلالولې. تکړه او ماهرو کسانو به هره شپه په سل ګونو مرغۍ نيولې. هغه کسانو ته به يې هم په نیول شويو مرغیو کې سهم ورکاوه، چې تناب به يې وهلی و. د مرغيو دې ډول ښکار يو خاص خوند درلود چې ما په نورو سيمو کې نه دی ليدلی. پر دې سربېره به په دېرو کې د شپې له خوا د لاټېن او يا چرباتي (لاسي څراغ) په رڼا په ليندو باندې هم ځوانانو مرغۍ ويشتلې چې دا د ښکار ځانګړې ډول مېله وه. په ژمي کې به د کونړ د سيند په غاړه د هيليو او شامتورو (توره کۍ) ښکار خورا خوندور و.

د ژميو په رختصيو کې چې به خپل کلي ته ورتلم نو زما کار همدا ښکار و. روسي چره ييز ټوپک چې دوازده بر او شانزده بر يې هم ورته وایه او د ټولو نه ښه يې د ګل چاپ په نامه یادېده، خدای بخښلي پلار مې راته د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې اخيستی و او هم مې انګليسي بادي ټوپک درلود او همېشه به مې ښکار کاوه. شوقي کسانو به مړه زان او تازي سپي هم ساتل. نورې عصري لوبې خاصتاً د مازيګر له خوا د واليبال لوبې په کونړ کې ډېرې عامې وې چې اوس هم رواج لري. حتی د طالبانو په وخت کې هم واليبال د هغوی ډېر خوښ و او د ځوانانو د تفرېح لپاره دا يوازينۍ لوبه وه. تر مهاجرت یعنې ۱۳۵۷ هجري شمسي کال وروسته په افغانانو کې د کرکټ لوبې ورو ورو رواج وموند، چې اوس يې په کونړ کې هم رواج پیداکړى دی.

د کونړ په سيمه کې او خاصتاً د خاص کونړ په سيمه کې به د اخترونو مراسمو خورا خوند کاوه. اکثريت دولتي مامورينو، شاګردانو او محصلينو به کوښښ کاوه چې د اختر په ورځو کې خپلو کليو او بانډو ته ځان ورسوي او اختر لمونځ د خپلو خپلوانو او عزيزانو سره يو ځای وکړي. د اخترونو لمونځونه به چې د ولسواليو په محدودو ځايونو کې کېدل ډله ډله مشران، ځوانان او ماشومان، چې نوې جامې به يې اغوستې وې، ورتلل. په کليو او باڼدو کې د دې خلکو د تګ ليکو (قطارونو) خورا خوند درلود. د اختر د ورځې خواړه پراټې، د شېدو چايونه، ميانچې، وچې ايشلې، پشدۍ وريجې او د بعضو کورنیو چې به اقتصادي وضع ښه وه، کبابونه هم پخول.

د اختر د ورځو د مېلو ځايونه معلوم وو. په خاص کونړ کې د اختر د لومړۍ ورځې مېله به د بحرآباد له سیمې سره د دېوانه بابا ترڅنګ وه. د دویمې ورځ مېله به د تنر له کلي سره نږدې د پیرجنګي بابا زیارت ترڅنګ او د درېمې ورځې مېله به د ګورګورې بابا په زيارت کې، چې اوس د منګوال لېسه هلته ده او د څلورمې ورځې مېله به د چميارۍ د کلي د سلطان بابا په زيارتونو کې کېدله. د سيمې اکثريت دوکاندارانو به د اختر د لوبو شيان او خواړه لکه کولچې، ځلوبۍ، ممپلي، پتاسې او داسې نور هلته وړل او خرڅول به يې. په دې ځایونو کې به ټالونه او باڼیچقونه هم دوکاندارانو اچول او د پیسو په بدل کې به هلکانو او نجونو پکې زانګل. دا مېلې لکه د نورې دنیا د وړو سرکسونو په ډول وې. دا ويلی شم که پخوا پيسې کمې وې خو خوشحالۍ زياتې وې او خلکو د يو بل سره خورا مينه درلوده او هم صداقت ډېر زيات و. مګر د تېرو درېو څلور لسيزو د جنګونو له امله زموږ ځوان نسل د پورته خوشاليو نه محروم پاتې شوی او د خپلو سيمو ښې خاطرې يې نه دي ليدلي. خدای دې وکړي چې زموږ هېواد کې امنيت بر قرار شي چې تېرې ښې خاطرې بيا راتازه شي.

(سرچېنه: دکونړ ولایت سېاسي او قومي جوړښت)

-
بېرته شاته