(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روان فرهادي ته

[04.Feb.2021 - 15:43]

رهبر تحریک خان عبدالولي خان وائي:  « د کابل په ښار کې دپښتونستان د جشن دستوره وه، زه هم ددغه ټنګ ټکور او اتڼونو تماشې له تللی وم ، روان فرهادي چې د وزارت خارجه یو بل غړی کرزی هم ورسره ؤ ما ته وویل: ښه دی چې کابل ته راغلی ئې  زما خو تاسره یوڅوډیرې ضروروي خبري دی.

ښاغلی فرهادي ور ته وائي،چې ولي خانه تا خو اوس د پښتنو او پښتونستان سیاست پریښود او ټول پاکستان سیاست ته دې مخه کړه(د روان فرهادي صیب اشاره دې ته وه چې دغه وخت کې خان عبدالولي خان د ټول پاکستان د نیشنل عوامي پارټئ صدر ټاکل شوی ؤ)، نو دی د ښاغلي روان فرهادی څخه پوښتنه کوي چې تاسې دا پښتونستان څه شي ته وائې؟ ، ارواښاد خان عبدالولي خان دا پوښتنه د افغانستان له باچا محمدظاهر شاه څخه هم کړیوه او هغه ورته ویلي ؤ چې د صدراعظم هاشم خان میوندوال سره خبره وکړه خو هغه هم څه پوره خبره ورته نه وه کړی.

ښاغلي روان فرهادي ورته ویلي ؤ، چې د ا نعره خو د ښکته نه ستاسو له اړخه راغلې ده او ځواب خو به ئې ته ورکوې .

ولي خان بابا ځواب ورکوي او وائي  چې فرهادي صیب د ښکته نه خو دوه قسمه پښتونستان راغلی دی یو د ریفرنډوم د وخت ازاد او خودمختاره (خپلواک) مملکت پښتونستان او بل صرف د نوم د بدلولو مطالبه، چې زمونږ د سوبې (ولایت) نوم بدل شي  چې  د نوم نه پته لګي چې دلته هم پښتانه اوسیږي او د فرهادي صیب نه تپوس کوي، چې دا تاسو چې دا څوکاله په مخه دپښتونستان اواز پورته کړی دی او دادی نن هم په ټول افغانستان کې د پښتونستان جشن نمانځلی شي، نو دا تاسو د کوم پښتونستان ذکر کوئ، د ازاد خودمختاره پښتونستان او که د پاکستان دننه د نامې  پښتونستان؟.

تاسو لا تر اوسه دا فیصله نده کړې؟ او نه مو دا خبره سپېنه کړې ده چې تاسو څه غواړئ؟ او د څه په وجه مو پاکستان سره تعلقات خراب کړی دی؟.

هندوستان او روس چې ستاسو ددې موقف تائید کوي نو هغوۍ ته تاسو ددې خبرې وضاحت نه دی کړی؟ نو بیا ورته وائي  چې  د حل لارې ئې درې دي:

لومړی: افغانستان دې راپاڅي او پاکستان ته دې ووائي  چې زما نه خو داسیمي پیرنګي په زور نیولي وې، چې هغه نشته نو زه دا خپلې سیمي په سوله غواړم او که نه نو زور استعمالوم، تاسو به د هغې مخې شئ او مونږ به ددې مخې شو او د ډیورنډ دا پلیته کرښه به ورانه کړو.    نو فرهادي صیب ورته ویلې  چې د موجوده بین المللي او ملي حالاتو په رڼا کې دا امکان نه لري.

دوهم: د چتراله نه تر وزیرستانه پورې دې دافغانستان حکومت دقبائیلي علاقو  پښتنوسره په پټه مرسته وکړي او هلته به مونږ پورته شوفرهادي صیب وائي  چې دا امکان نه لري.

درییم : بیا چې  زه قبائیلي ورونو ته مخه کړم چې ګوره مونږ او تاسي د ازادۍ د نعمت نه محروم یو ، راځئ چې سره یو لاس شو او خپل حق لاس ته راوړو، نو قبائیلو به فیصله کړي وي يا نه، خو بیابه هم فرهادي صیب د خیبر نه سر راپورته کړي، چې  ولي خانه دا امکان نه لري. نو مطلب دا چې نه را سره مرسته کوئ نه قبائیل پریږدئ او بیا چې زه د کور دننه ملګري پیدا کوم په هغې  هم نا راضه ئي، نو داسي مالومیږي چې تاسو هم زمونږپه غلامۍ خوشاله ئي.

نو دا به ډیره د منافقت خبره ښکاریده چې د افغانستان حکومت به په راډیو کې د بابړې د شهیدانو په روح مشاعرې کولې او دې خوا به ئي د بابړې د شهیدانو قاتل قیوم خان سره مرسته کوله، چې ایلکشن (ټاکنې) وګټي او خدائي خدمتګار ناکام کړي

لدې څخه دا په ډاګه څرګندیږي، چې د افغانستان د وخت واکدارانو د پښتونستان لفظ نه یوازې د پښتنو د ویش د ټینګولو او د پښتنو د قامي وحدت په ضد ؤ ، بلکې په قام پرسته او ملت پاله پښتنو، ولسي مشرانو او ملکانو به تورونه لګول کیدل چې  دا د پاکستان سره لاس لري او پاکستانی دی او پدی نامه به ځورورل کیده نو لدې څخه ښکاره او جوته ده، چې د پښتنو د قامي وحدت د بشپړتیا او د باچا خان باباد عدم تشدد د قامي ازادي بخښونکي غورځنګ تر ټولو غټ پټ (مخفي) دوښمن د افغانستان شاهي نظام ؤ او دا ځکه چې دغه واکدارانو د پښتنو په قامي وحدت (یووالي) کې خپل زوال لیده.

(نصیر ستوری)

 

-
بېرته شاته