(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د میاخیل او کاکړ

[04.Feb.2021 - 15:41]

شاه محمود میاخیل او کاوون کاکړ دا وړاندیزونه کړي

وړاندیز دا دی چې د افغانستان موجوده اکثریتی سیستم دی په وړوحوزوی سیستم باندی بدل شي چې په تخنیکې لحاظ ورته First Past The Post (FPTP) وایې. یعنې د افغانستان ۲۵۰ استازو سیتونه دی د ښځو، کوچیانو او یو سیت د هندوانو د سهم نه په غیر په وړو حوزو باندی وویشل شي ترڅو د هری سیمی استازیتوب په پارلمان کې خوندی وی او هیڅوک د خپل حق نه محروم نه شي. په دی سیستم کې تقریبا پورته ټولوشيږو موخو ته چې اکثرو کسانو غوښتنه ده رسیدلی شو

د دی سیستم ښه والی په لاندی ډول دی :

د هری حوزی استازی به معلوم وی نو په دی توګه به د مؤکلینو اود دوی د استازو ترمنځ مستقیمه رابطه موجوده وی.

په وړو حوضو کې د تقلب مخه نیول کیدې شي ځکه هر کاندید کولی شي چې د یوی وړی حوزه لپاره ښه ناظرین وټاکي خو د یو ولایت لپاره د سل ګونو ناظرینو ټاکل او د تقلب مخه نیول اسانه نه دی.

د هری حوزی لپاره د رای ورکونکو لستونه جوړیدی شي تر څو د تقلب مخه لا ښه ونیول شي.

په دی سیتم کې ولس پوهیږي چې چاته یې رایه ورکړه او د دوی د توقعاتو سره سم چا انتخابات وګټل ځکه د کاندیدانو د نفوذ نه پته لږیږي.

که د امنیتې ستونځو په اساس په یوه حوزه کې کمو کسانو ثبت نام وکړ، بیا هم هغه ولس د استازیتوب نه نه محرومیږي. او یا که د امنیتې ستونځو په اساس یو یا څو حوزو کې ټاکنې ونه شولی نو کله چې امنیت تامین شو، وروسته هم ټاکنې تر سره کیدی شي او د دغه حوزی ولس د استازیتوب نه نه محرومیږي.

د کاندیدانو لپاره د لګښتونو کچه ډیره زیاته راټيټږي نو په دی توګه د متوسط اقتصاد لرونکې کسان هم ټاکنو کې ګډون کولی شي.

په دی سیستم کې احزاب هم په طبیعی او تدریجې توګه رشد کولی شي. په هره انتخاباتی حوزه کې احزاب هم ځانونه کاندیدولی شي او که احزاب فعاله شي، خپله اجندا ولس ته تشریح کړي، په خپلو منځو کې ائتلافونه وکړي نو کولی شي احزاب کافی سیتونه وګټي او په پارلمان کې کافی بلاک جوړ کړي.

د دی سیستم سره ولس اشنایې لري او د عامه پوهاوی زیاته اړتیا نشته دی.

د دی سیستم انتخاباتی مدیریت او د رایو شمیرل اسانه دي.

 

-
بېرته شاته