(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبنګ مسافري

[04.Feb.2021 - 15:02]

د بنګ مسافري او د ارمان خواري/ اسد عطاش!

د بنګ مسافري نومې ناول د ثور انقلاب سر لاري نور محمد ترکي هغه وخت وليکلو چې په افغانستان کښې په افغان ټولنه کښې د غريبو،خواریکښو او زيارکښو خلکو هېڅ قدر و قېمت نه وو او د په دې ناول کښې د ټولنې هغه ریښتينې څهره ښکاره کړه کومه چې عامو خلکو په سترګو نه شوه ليدلې خو غریب اولس یې ټکنۍ کړې وو

هم دغه رنګ د سنځاوۍ د يوې لرې پرتې سیمې يو ځوان چې ابراهیم ارمان نومېده! د خپل فکر او نظر پر اساس د يو محکوم قوم حالات ګوري هغه حالات چې دغه غلام يا محکوم اولس یې په عامو سترګو نشي ليدلی خو دغه ځوان وايي:

د ترهګرو شاته لاس دې د وردۍ خبر شی

په دېوال کاږم د شعار ما احتجاج کړی دی

 

د دې ځوان دغه احتجاج ننۍ نه دې او نه په دغه ورځ دې چې په کومه ورځ دی دغه شعر ليکي...

د ده دغه احتجاج اويا کلن دی او اوس مهال دغه احتجاج نور هم ځوان او زړور شوى دې.

دی اول خپل اولس باندې غږ کوي او خبروي یې چې دلته د ترهګری د دغه لويې ډرامې اصل کارکونکي څوک دي د هغوی نشاندهي کوي هغه څه ښه وايي چې:

کله دې دښمن وپېژندو نیم جنګ دې وګټو

دويم دای واي اوس دغه نعره دغه چغه زه د وطن کښې عام کول غواړم،کور کور ته یې رسول غواړم ولې چې دلته ټول وطن یرغماله دی د وطن هر وګړی غلام ګرځول شوی دی د دې احتجاج برخه جوړېدل اوس د هر وګړي فرض جوړيږي.

چې بیا دی له کوئټې ر روانيږي تر پېښوره، لاهوره،سوات،بنو،ډېره اسماعيل خان، کراچۍ او ټانګ پورې کوڅه په کوڅه ګرځي هجره په هجره نارې وهي، جومات په جومات دغه خبره کوي چې:

څوک ملګري کوي که نه زه یې هتمن غواړمه

دا خپله خاوره خپل اختيار ما احتجاج کړی دی

 

دی د خپل کړي احتجاج سره څومره ریښتنۍ دی وايي که څوک راسره ملګري کيږي او کنه خو زه خپله خاوره او د دې خاورې اختيار خامخه غواړمه او داسې اختيار چې د تېر شوی حساب سره یې غواړي هغه داسې چې دای د ژوب و پرلت ته وينا کوي وايي:

 د دې ژوب په خاوره چې د ورځې څومرې جهازونه تېریږي د ژوب د يوې ورځې څلور کروړه روپی جوړيږي د دې حساب به هم راکوې او غواړم یې، دغه خبره عام سړی نشي کولې دغه لوی زړه ریښېنې سینه او پاکه مينه غواړي دومره لويه دعوا کول مضبوط مازغه غواړي او کوټلی فکر غواړي، د ارمان منډې ترنډې يوازې دغه چې د وطن د سوکالی دپاره یې کولې ارمان د خپل کور فاميل دپاره بیا د بچيانو دپاره د ادې بابا دغه يوه اسره وه چې به کور نه وو زړونه به یې ختلي وو ويل به یې دی زو مړی بیا چا سره تللی....

ارمان دغه هر هر څه سره یو ښه ورور،يو ریښتونی زوی او با احساسه پلار وو په دې اخېره کښې خو به ارمان زيات بهر وو کله کله به چې کور ته راغی نو ټول به ورته خوشاله وو چې يو څه ورځې خو به اوس دلې کور تېرې کړي خو داسي هم شوي راغلی دی په د سبا بېرته تللی ماته به یې اويل! تاتۍ ته داسي مه يايه چې دی بیا لاړو ورته يايه چي په کوئټه کي يې څه کار وو.

چې اخېر دغه ستړی او خواري کښ ارمان دغه د ازادی لوی ارمانجن ارمان، هغه د تاتۍ او د بابا نازولی ارمان، هغه د مينې او اویستې، بابک ارمان او زما د سنګر ملګری د تل لپاره په خواږه ابدي خوب ويده کور ته راغی. او هغه راتلل یې اخري او هم د يوې شپې دپاره وو چې بېرته ارمان د خپل ارمان سره ولاړو په يوه دښته کښې پړاو واچوه.....

 

د هديره ده دا د ستړو ځای دې 

دلته باچا هم قافلې اړوي 

وړانګه لوڼي

#RememberingArmanShaheed #RememberingArmanLoni #PashtunLongMarch2Peshawarاسد عطاش

 

-
بېرته شاته