(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلاول بټو

[23.Jan.2021 - 16:09]

ددوئ پلرونه او نیکونه په یوه وخت کې د یو بل سخت خلاف وو، خو د افغانانو د بربادی دپاره په یوه خوله وو

د ذولفقار علي بهټو لمسی، د بینظیر بهټو ځوئ، بلاول بهټو زرداري

 

ذولفقار علي بهټو هغه کس وو چې په 1973 کې ئې جنرل بابر ته امر وکه چې افغانستان ته فسادیان تیار کي، ځکه چې د ډیورنډ د کرښې وخت نږدې شوی دی، د هغه وخت نه تر اوسه پورې افغانان وژل کیږي

 

بینظیر بهټو هغه ازادخیاله میرمن وه چې په افغانستان کې د دین په نامه جنګیدونکي اشرارو مور بلل کیده او د طالبانو پروژه هم همدې له امریکا څخه راوړي وه، اوس ئې ځوئ غواړي چې د غربیانو په سترګو کې خاورې واچوي، د پاکستان صدراعظم شي او په افغانستان کې د اشرارو پروژه دوامداره وساتي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د پاکستان د پخوانی صدر او د ضیاع الحق ښی لاس غلام اسحاق خان لمسۍ، د پاکستان د وفادارې کورنۍ عرفان الله مروت لور، ثمر هارون بیلور

 

کله چې د ډاکټر نجیب الله حکومت ختم شو، غلام اسحاق خان هغه پخوانی بیوروکریټ او صدر وو چې افغان فسادي مشران ئې په اتفاق پرینښودل او کابل ئې ورباندې لوټې لوټې کړو

 

د عرفان الله مروت خاندان د تیرو دوو سوو کلونو نه د ایسټ انډیا کمپنی وفاداري دي، او اوس هم په دې باندې فخر کوي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د پاکستان د پخوانی وزیراعظم نواز شریف لور، مریم نواز شریف

 

نواز شریف د پاکستان او د پنجاب هغه مشر وو چې دده په دوره کې پښتانه او افغانان تر ټولو ډیر وزوریدل، ابتداء ئې هغه وخت کړی وو کله چې افغان فسادي مشرانو د کابل په تخت باندې جنګ شروع کولو، خو د جنګ نه مخکې د هغوئ په منځ کې مزاکرات روان وو، نواز شریف هغو مزاکراتو کې د دریم ګړي په توګه روان وو، خو عین په آخري لحظو کې ئې خپل پلان بدل کړو او د عمرې په نیت عربو ته لاړ، د هغه نه روستو افغان فسادي مشرانو د کابل د تخت په سر سره په جنګ شول او هغه جنګ تر اوسه روان دی، په سعودي عربستان جده شریف کې چې کله هغه جلاوطن وو، پوښتنه ورنه وشوه چې تا د پاکستان دپاره داسې کومه کارنامه کړي ده، چې ته ورباندې فخر وکړې، ده ویلي وو چې

 

"ما د افغانستان ملي اردو ړنګه کړه، دا مې یوه داسې کارنامه ده چې زه فخر ورباندې کولی شم" ـ

 

بیا دده په ټولو دورو کې پښتون ته زیات تاوان او پنحاب ته زیاته فائده رسیدلي ده، دده په دوره کې حتٰی د پښتنو شناختي کارډونه هم بلاک وو، او هم دده په دوره کې د وزیرستان اپریشن هم شوی وو په کوم باندې چې مریم نواز فخر هم کوي ـ

 

او نن دوئ د هغه عمران خلاف سره یو ځائ شوي دي، د کوم عمران خان په دور کې چې پاکستان یعنې پنجاب په دنیا کې شرمنده، یواځې او په قرضو کې ډوب شو، او احتمال شته چې که چیرې د عمران خان دوره هم داسې جاري وي نو په پښتنو او افغانانو باندې ظلم کوونکي به به دنیا کې بې آبه او یواځې پاتې شي، نو

 

اوس تاسې اووایائ چې ددوئ یو ځائ کیدل به مونږ تاسو ته څومره ګټه راوړي ؟

 

Sohail Noor

-
بېرته شاته