(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هیله ، مرګ

[23.Jan.2021 - 15:53]

هیله، مرګاومینه

د واده یی شپږمه میاشت وه، ملالۍ د پنځو ورځو لپاره د پلار کورته لاړه وه، په شپږمه ورځ بیرته د خاوند کور ته راغله، رنګ کې يې تغییر راغلې وو، مخ یی سپین سپره ښکاره کیدو، د شپې تر ناوخته خپل خاوند سره ناسته وه، ملالۍ وویل!

ای! یوه پوښتنه وکړم؟

میرویس وویل ! هو ولې نه ووایه څه خبر ده؟

ملالۍ ورنږدې شوه د میرویس په ځنګون یی سر کیښود ویی پوښتل، نن راته رښتیا ووایه له واده څخه د مخه دې څوک خوښ وو؟

میرویس د ملالۍ تور وربل یوخوا بلخوا واړولو د ملالۍ تورې غاټې سترګې یی ښکاره کړې بیا یی وویل! زما ملو لیونۍ ته مې لومړۍ او اخیرنۍ مینه یی 

میرویس به له مینې ملالۍ ته ملو نه ویل 

ملالۍ د میرویس لاس په خپل سر کیښود ویی ویل! ستا دې زما په سر قسم وی، له چا سره دې مینه وه؟

میرویس سترګو کي رڼې رڼې اوښکې راتاوو شوي ویی ویل!د ماما لور مې مریم راباندې ګرانه وه ، بیا یی ملالۍ په تندې ښکول کړه ورته یی وویل! اوس يواځې له تا سره مینه لرم 

ملالۍ وویل! مریم خو د کلې تر ټولو ښایسته جینۍ ده، هغه خو ډیره مغروره ده ښه ده چي له ما سره دې واده وکړو، هغې ګمان نه کوم تاسره واده کړې واي، شیبه خاموشي خوره شوه ملالۍ د ځواب په تمه وه، میرویس په خیالونو کي ډوپ وو، ملالۍ سترګې پټې کړې میرویس ګمان وکړو ویده شوه،د ملالۍ په تور اوربل کي یی ګوتې وهلې ورو یی وویل! ته څه خبره یی ما او مریم له یو بل سره څومره مینه لرله، د ملالۍ سر یی د خپل ځنګون نه پورته کړو په بالښت یی کیښوده، ملالۍ سترګې خلاصي کړې د بیوسۍ اوښکې یی په پټه خوله توی کړې، سبا میرویس پوهنتون ته لاړو او ملالۍ مریم پسي د میرویس کشر ورور میوند ولیږلو ساعت وروسته مریم د میوند سره راغله، مریم او ملالۍ سره کیناستل، ملالۍ وویل! مریم خورې میرویس دې هر وخت یادوې وایی چي د خپلو خپلوان انجونو کي مریم څارې نلري، مریم سر کښته کړ او له میوه دانۍ څخه یی دانه دانه ناخود راخیستل، د غرمې ډوډۍ وخت شو ملالۍ له آشپزخانې سر راښکاره کړ ویی ویل! مریم جانې ډوډۍ واچوم که میرویس ته لږ په تمه شو اوس به راشي مریم وویل! سمه ده ټول به یوځاي ډوډۍ وخورو، میرویس په مسکا راننوت سترګې یی په مریم وليږدې مسکا یی په اوښکو بدله شوه له همغه ځایه یی ستړمه شي ورکړه او خپلې کوټې ته ننوت، ملالۍ د پخلنځې څخه مریم ته نارې کړي چي دا یخې اوبه میرویس ته کوټې ویسه له ګرمې څخه راغلو، مریم د ملالۍ له لاسه ګیلاس واخیستلو او په لړزیدلو قدمو د میروس خواته روانه شوه، د کوټې دروازه یی خلاصه کړه میرویس پړ مخ په ځمکه اوږد غځیدلې وو د دروازي غنګا یی تر غوږ شوه ویی ویل! ملالۍ زه ډوډۍ نه خورم مریم په ژړغونې غږ وویل! زه یم، هن دا واخله یخی اوبه، میروس له ځایه راپورته شو مریم ته یی وویل! تا خو له ما سره ژمنه کړې وه چي بیا به مخ ته نه راځي مریم په ژړا وویل! ملالۍ راپسې میوند رالیږلې وو، میروس د مریم غاړې ته خیال شوو په ترخه خندا یی وویل! غاړکۍ دې تر اوسه اچولې، مریم وویل! دا ستا د لاس نښه ده تر مرګه به راسره وي، میروس یی خبره ونیوله ویی ویل! ګوره بل ځل دا د مرګ خبره درڅخه وانه ورم، او کلکه یی په غیږ کي ونیوله، ملالۍ د پخلنځې له کړکۍ دواړه ولیدل چي یو بل یی په غیږ کي نیولي ول، دیوال ته یی تکیه ووهله لکه لیونۍ هم یی ژړل او هم یی خندل، شیبه وروسته دري واړه ډوډۍ ته کیناستل ، میرویس وویل! ملو مور مې او میوند چرته دي؟ ملالۍ وویل! مورجانه خو د باران کاکا د لور واده ته لاړه ده او میوند ډوډۍ وخوړله ښوونځې ته لاړ، مریم او میرویس یو بل ته د سترګو لاندې کتل، د ملالۍ ستونی له سلګو ډک وو ناڅاپه یی له خولې او پزې وینې راغلې، په مڼده تشناب ته لاړه، مریم هم پسي ورغله، میرویس له ملالۍ وپوښتل! ښه یی؟ 

ملالۍ په مسکا وویل ښه یم، میرویس وویل دا څوم ځل ده چي له پزې او خولې څخه دي ویني راځي، سبا ځو ډاکټر ته، ملالۍ په ورخطایی وویل! ما خو درته وویل کنه چي پلار سره مې ډاکټر ته لاړه وم ډاکټر وویل! دا د ګرمۍ تاثیر ده او د وینې توییدل له پزې ګټه لري، ډوډۍ یی سره ټوله کړه چاي یی څښلو چي بابو راغله، ملالۍ وویل! بابو ناوی څنګه ښکاریده؟ بابو وویل کټ مټ لکه ستا په څیر ښایسته وه، ملالۍ وخندل ویی ویل که ناوی ښایسته وه نو د مریم په څیر به ښکاره کیدله ځکه هغه تر ما ښایسته ده، مریم په خندا شوه، بابو وویل! که خیر وی مریم به هم ډیر زر ښایسته ښکاره شي، ملالۍ وپوښتل هغه څنګه؟ بابو وویل د مریم مور راته واده کي وویل چي مریم پسې د هغې د کاکا زوی راځي، میرویس له ځایه پاڅیدو ویی ویل زه د باندې ځم، ملالۍ ژر ورته د پښو څپلۍ سمې کړې، ماسختن ټول ناست وو، د ملالۍ حالت خراب شو درې څلور ځلې یی له خولې څخه وینه راغله بابو وویل میرویس زویه هله موټر چلان کړه چي ډاکټر ته لاړ شو، ملالۍ وویل! نه ډاکټر ته نه ځو ما مې خپل پلار کور ته بوځې، پلار مې ډاکټر دا بیایی ځکه هغه ډاکټر ته زما تکلیف معلوم ده، وروسته له ډیر ټنګاره با

بو وویل! میرویس زویه هله ملالۍ د پلار کورته بوځه او مریم دې هم درسره لاړه شي چي په لاره کي په ملالۍ پام کوي، لا نیمایی لارې ته نه وو رسیدلې چي ملالۍ په موټر کي بی هوښه شوه او ذوف یی وکړ، مریم وویل! میروسه شفاخانې ته لاړ شه ملالۍ حالت خراب ده د پلار کور ته یی مه ځه، ملالۍ یی د کلې شفاخانې ته وروړه، ډاکټرانو زر عجل بخش ته دننه کړه، نرس په منډه راغله له میرویس څخه یی د پخوانیو نسخو پوښتن وکړه، مریم لاس کي دوسیه وه، ور یی کړه او نرسې ته یی وویل! دا د ملالۍ دوا او نخسي دي، داګټر په لوړ اواز وویل، منفي B ګروپ وینه راوړې، نرس وویل (B-) ګروپ وینه روغتون کي نلرو، مریم ورمنډه کړه ویی ویل زما وینه (B-) ده، ډاکټرانو له مریم وینه واخیستله او ملالۍ ته یی ورکړه، نیم ساعت ورسته ډاکټر له بیړنۍ خونې راووت میرویس یی مخ ته ورمنډه کړه د ملالۍ د حال پوښتن یی وکړه، ډاکټر په غوسه وویل! ما تاسو ته نه وو ویلي چي وروسته له لسو ورځو چي دوا خلاصه شي مریض بیرته یی راوړي ؟ میرویس وویل! ډاکټر صیب تاسو به غلط شوی وای، ملالۍ مونږ محکي له دې روغتنون ته نه وه راوستې، ډاکټر لاس کي دوسیه خلاصه کړه ویی ویل! دا څلور میاشتي کیږي دا ناروغ له ما څخه د وینې سرطان دوا خورې ، اخیری ځل چي راغلې وه د لسو ورځو دوا مې ورکړه او په ټینکار سره مې ورته وویل چي په یولسمه ورځ بیرته راشي، میرویس په ژړغونې غږ په بنده بنده ژبه وویل! تاسو څه وویل د سرطان دوا؟ ؟؟

ډاکټر وویل! هو د سرطان ناروغې لري، او اوس په ډیر سخت حالت کي ده، مونږ ټولو ډاکټرانو ورته یوه میاشت وخت ورکړي وو، میرویس ځاي په ځاي کیناسته ډاکتر څو قدمه واخیستل بیرته راتاوو شو، د نسخو له منځه یی یو لیک راواخیست، میرویس ته یی وویل! شاید دا لیک ناروغ خپل خاوند ته لیکلې وی، ځکه د لیک تر شا یی غاټ لیکلې! ګرانه خاونده ..........

میرویس لیک خلاص کړ، لیکلې یی ول

دا دنیا نمیګړی ده ارمانه ده

پاتې له فقیر او له باچا نه ده

زما ګرانه! له خدای نه وروسته مې یواځي له تا سره مینه کړي، دوه کاله کیږي چي سرطان لرم، ما نه غوښتل چي واده درسره وکړم خو پلار مې ویل! لور جانۍ له ماشومتوبه ته د میرویس په نامه یی اوس نه انکار کولې شم او نه هم ورځنې نور وخت غوښتې شم، د میرویس پلار د واده لپاره ستا تیارولو راته وویل، زه هم مجبوره وم او پلار مې هم انکار نشو کولې، هر ځلې به چي د پلار کور ته راتلم نو روغتون ته به خامخا راتلم، زه شاید نور ستاسو په منځ کي ونه ووسم، ډاکټرانو راته ځواب راکړې، خو ته به دا ژمنه راسره کوي چي زه کله مړه شم نو ته به له مریم سره واده کوي، ستاسو دواړو تر منځ زه راغلې وم خو د ډیر وخت لپاره نه وم حتي کال هم نه ده پوره شوي، که زما روح خوشالول غواړې نو د مریم سره به خامخا واده کوي، لیک یی تر همدې ځایه ولوست او په ژړا شو 

ملالۍ سترګي خلاصي کړې،د څنګ په میز کي مریم پرته وه چی وینه یی ملالۍ ته ورکوله، ملالۍ نرسې ته وویل چي اکسجن مې له خولې لیري کړه، نرس مجبوره شوه اکسجن لیری کړي خو ملالۍ ته یی وویل! یواځې د یوې دقیقې لپاره یی ایسته کوم، ملالۍ ساه ډوبیده او سترګي یی له اښکو ډکي وي په ستونې کي یی سلګۍ وي، مریم ته یی وویل! میرویس مې دې تاته امانت وي، زه نور ستاسو له منځه ځم، مریم وویل! دا ته څه وایی داسي مه وایه، ملالۍ وویل! د تلو څخه محکي یوه ژمنه راسره وکړه، میرویس په دې دنیا ستا ده خو په هغې دنیا کي به یی ماته راکوي، مریم په ژړا وویل! ژمنه ده، ژمنه ده

ملالۍ نرس ته وویل! لږ په بیړه میرویس ته غږ وکړې، نرس په مڼډه میرویس راوغوښت، میرویس راننه وت، ملالۍ مریم ته وویل لاس دې رانږې کړه او د میرویس لاس یی د مریم په لاس کي ورکړو مسکۍ شوه او د تل لپاره لاړه.

-
بېرته شاته