(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کولتور

[23.Jan.2021 - 15:49]

کولتور /لیک: شیراز

کولتور چې په پشتو کښې هڅوب( کلتور) په جرمن کښې Kultur په لاتيني ژبه کښې cultūrā او په انګريزۍ کښې په culture يادېږي د يو قام بنياد وي...

 

د نړۍ يو نظام دی چې هغه نظام په راکړه درکړه يا Import Export په لنډو ټکو کښې په تجارت مانډې چليږي يعني اقتصاد ...

د نړۍ د‌ نظام بنياد اقتصاد دی او په دغه اقتصاد کښې دننه بيا دفاع ، تعليم ، صحت ، سائنس ، بنيادي افراسټرکچر لکه مختلف قسمه ټرانسپورټ ، انډسټري ، کورونه وغيره او نور هر څه او د دې ټولو په بنياد بيا د قامونو پرمختګ وي...

 

نن قامونه په اقتصادي ټولګو کښې تقسيم دي لکه لوي اقتصادي قامونو خپل بلاک دی ورپسې بيا د پاتې شوي قامونو خپل بلاکونه دي او په نړۍ کښې اهميت هم هغه قامونو ته ورکړل کېږي چې په اقتصادي توګه پرمخ تللي وي ...

 

د قامونو دغه اقتصاد د قامي اقتصاد يا قامي مارکيټ اصولو په بنياد ماندې جوړېږي يعني په يو قام کښې دننه چې څومره معدني وسايل وي لکه تيل ، ګيس ، کوله ، تانبه ، زر وغيره  ، څومره د زمکې د پاسه وسايل وي لکه ميوه ، سبزي ، غنم ، ځنګلونه وغيره او د قام جغرافيايي پوزيشن لکه داسې جغرافيايي پوزيشن چې نور قامونه د خپل مېنځ کښې تجارت د‌ پاره د يو قام لار استعمالوي يا د يو قام سمندر (بندرګاه) استعمالوي د دغه ټولو وسائلو نه راغلې ګټه د قام مرکز ته راغونډېږي او بيا د‌ مرکز د اړخه په قام ماندې يو شان برابر ويشل کېږي ...

دغه ويشل په داسې طريقه وي چې مرکز ټول قام ته د صحت ، تعليم ، روزګار او نور ټول سهولتونه ورکوي ، د انصاف او د دنني او بهرني تحفظ ادارې مضبوطوي ، د نړۍ په نوښت کښې برخه اچوي لکه نوي ساينسي اختراعات او کشف او قام پرمخ بوځي...

اوس هر قام سره ټول وسايل نه وي نو بيا د قامونو تر مېنځه د وسائلو تجارت وي ... يو قام سره تيل نه وي او بل سره زيات وي نو هغه کوم قام سره چې تيل زيات وي هغه خپل اضافي تيل په هغه قام خرڅوي چاسره چې تيل نه وي او دې کوم قام سره چې تيل زيات وي هغه سره به بل څه نه وي نو هغه بيا د هغه اضافي تيلو په اضافي پېسو ځان له هغه معدنيات د نورو قامونو نه اخلي کوم چې د سره نه وي او دغه شان د نړۍ نظام روان وي...

 

اوس په دې نظام کښې دا ټول Dealing د قامونو په حيثيت يا د قامونو په ليول کېږي نو اول قام جوړېږي بيا هغه قام ځان له يو مرکز ټاکي بيا د هغه مرکز يو مشر ټاکي چې هغه په قام کښې هم انصاف وکړي او د نړۍ نورو قامونو سره هم د قام په نمايندګۍ ټول Dealing وکړي که هغه اقتصادي وي او که نورې بهرنۍ چاري وي ...

 

اوس خبره دغه د چې يو قام جوړېږي څنګه دا پريکړه څنګه او په کوم بنياد کېږي چې دا فلانی به په قام کښې وي او فلانی به نه وي او د قام د جوړلو د پاره شرطونه څه دي لار يي څه د او دغه قام د يوځاۍ ساتلو طريقه څه د او په تاريخ کښې دا څنګه معلوميږي چې کوم څيز د کوم قام دی...

 

د قام جوړولو او يوځاۍ يعني جوړ ساتلو لار يا فکټورونو ته کلتور ويل کېږي ...

په کلتور کښې د قام ژبه ، لباس ، د اوسيدو طريقه ، چال چلند ، د ژوند مشترکه اصول لکه په پشتنو کښې پشتونولي ، د قام ادب ، سندره ، آلات لکه د پشتنو رباب ، رسم او رواج لکه د واده ښادي طريقه ، خوراک سکاک ، پېښې وغيره وي ...

 

دا هغه څيزونه دي هغه فکټورونه دي چې د کوم په بنياد ماندې انسانان يو ځاۍ کېږي او يو ټولګی جوړوي چې ورته قام ويل کېږي... د دې کلتور په بنياد جوړ شوي قام د نفرو ګټه ، تاوان ، غم ، ښادي ، فکر يو وي او د يو بل نه بغير نيمګړي وي بلکه په نړۍ کښې يتيم وي ...

کلتور د يو قام اصل پېژندګلو ، د ژوند کولو لار او د بقا بنياد وي...

کوم قام چې خپل کلتور د لاسه ورکړي هغه قام ختم شي ورک شي څنګ چې ما مخکښې هم ليکلي وو چې يو قام په دې نه ختمېږي چې د هغه قام نفر ووژل شي بلکه يو قام هله ختمېږي چې د هغه قام خلق خپل کلتور پرېږدي ... په نړۍ کښې اربونه انسانان دي دوي به هم پکښې ژوندي وي خو د دوي حيثيت به د يو داسې وجود وي چې روح پکښې نه وي لکه څنګه چې يو انسانان د روح نه بغير مړ وي او تش وجود پاتې شي داسې يو قام د کلتور نه بغير مړ شي او تش انسانان پاتې شي خو قاميت يي نه وي...

يو قام جوړېږي د کلتور په بنياد نو ځکه چې کله د قام څو نفر د قام کلتوري اصول پرېږدي نو قام هغه ته سپک ګوري او د قاميت نه يي بهر شماري او بعضي وختونو کښې د قاميت نه هم وويستل شي لکه د پشتنو کښې چې د جرګي په ذريعه دغه پريکړې اکثر کېږي ...

 

اوس دغه خبره هم د چې قام ته وده هم ورکول دي د نړۍ د بدلون مطابق په کلتور کښې دننه تغيرات هم راوستل دي...

 

يو وي بنيادي کلتور او يو وي د هغه کلتور د پالنې طريقه يا ځاۍ...

بنيادي کلتور نه بدلېږي خو د پالنې طريقه يي بدلېدی شي لکه د خټو کور نه پوخ د خښتې کور ، د خټو ساده حجرې نه پخه غټه حجره شوه ، په بعضو سيمو کښې د لاو کولو به يو خپله پېښه وه ، شمله يا دستار يا لونګی وغيره ...

 

اوس دلته بنيادي خبره دغه نده چې کور او حجره د خټې د او که پخه د‌ خښتې بلکه بنيادي خبره دغه د چې د دې کور جوړخ يا نقشه هغه د چې دا سيمه پرې پيژندلی کېږي او بيا په دې کور او حجره کښې ژوند ، د اوسيدو طريقه او رسم او رواج ، ژبه او لباس د کلتور په دايره کښې دي يا نه....

 

دغه شان پخوا به په لاو کښې درمنډ وو ، بيا لور شو اوس غټ مشينان راغله خو بنيادي خبره پکښې دغه د چې د لاو ګډ کولو هغه پېښه Event د کلتور په دايره کښې دي که نه...

 

هم دغه شان دلته په مختلفو سيمو کښې د شملې يا د دستار رنګ او طريقه بيلې بيلې دي خو بنيادي خبره دغه د چې شمله شته ...

 

کلتور هغه څيز ته ويل کېږي د کوم په پرېښودو چې قاميت او د قام د ځانګړې پېژندګلو بنياد ورکېږي لکه ژبه ، کلتوري لباس ، رسم او رواج او د Archeology سره تړلي څيزونه لکه ابادي او خوراک سکاک لوخي وغيره ...

 

هغه څيزونه چې په پرېښودو يي د قام ځانګړې پېژندګلو ته زيان نه رسي په بنيادي کلتور کښې نه وي شمار لکه لور او د خټې کور او د سرمنې نه جوړې سپلۍ ...

نو که پې څيزونو کښې تغير راشي او د ځان د اسانتيا ، تحفظ او ارام د پاره قام د بنيادي کلتور په دايره کښې نوي څيزونه خپل کړي نو په دې کښې هېڅ بده خبره نشته...

 

دلته اوس دا هم زياته کړم چې کوم قام چې په کلتوري يعني په قامي بنياد ماندې خپله ځانګړې جغرافيه ونلري هغه قام هېڅ کله په قامي بنياد ماندې نړۍ سره Dealing نشي کولی ځکه چې هغه په هر مېدان او هره شعبه کښې کمزوری وي او په نړۍ کښې هغه ته د دريمې درجې قام نظر کېږي ...

او کوم قام چې يوه مشترکه او متحده جغرافيه ونلري د هغه قام کلتور مخ پرشا ځي او وروستو پاتې شي...

ما مخکښې هم ليکلي وو چې د خدای ډېر لوي احسان دی او په دې خبره وياړ کوئ چې په نړۍ يو داسې هيواد هم شته چې ملي سرود يي په پشتو ژبه کښې دی او په نړۍ کښې د پشتون کلتور په بنياد‌ پېژندګلو لري او زمونږ کلتور يي ژوندی ساتلی دی ګنې زمونږ کلتور به اوس وخته ختم و خو دغه هېواد کمزوری دی او د دغه هيواد مضبوطۍ فقط يوه لار د چې مونږ ټول يو شو او جغرافيه د يو مرکز لاندې راولو نه چې نيم خکته‌ او نيم بره...

#شيراز_خان_مهمند

 

-
بېرته شاته