(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مساپر لیکوال

[23.Jan.2021 - 15:40]

مسافر لیکوال

ښاغلی عبدالوهاب سرتېر 

د پښتو ژبې دغه خوږ ژبی شاعر د ننګرهار په سپرلي سپرلي سره رود کې د موسی زیو په کلي کې د ارواښاد حاجي عبدالغني موسی زي په کور کې سترګې دې نړۍ ته په  ۱۳۲۸ لمریز کال کې غړولي دي.

ښاغلي سرتېر خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي له جوماته پیل او په ننګرهار کې کړي دي او منځۍ زده کړې په کابل کې د رحمن بابا په عالي او لویه لېسه کې پای ته رسولي دي او لوړې زده کړې یې د سید جمال الدین د ښوونې او روزنې په مؤسسه کې سر ته رسولي دي

د ښاغلي سرتېر په خټه کې د ادب مینه په فطرتي توګه اخښکل شوې وه د شعر او ادب سره یې لېونۍ مینه له زلمیتوبه وه له همدې امله تر لوړو زده کړو وروسته په کال ( ۱۳۴۸ هه ش. ) په کابل کې د حبیبې په لېسه کې د اوومو ' اتمو او نهمو ټولګیو د پښتو ژبې ښوونکی شو تر لږ وخت وروسته په نوموړې لېسه کې د لسم ' یوولسم او دولسمو ټولګیو ښوونکی او د همدې لېسې د پښتو څانګې د ډیپارټمینټ مشر هم وټاکل شو چې البته دغه وخت د حبیبې لېسه د هېواد په کجه تر ټولو نورو لېسو لویه لېسه وه او اووه زره زده کوونکو په کې زده کړه کوله.

په کال ( ۱۳۵۸ هه شکې د استقلال لوې لېسې ته تبدیل شو او تر لږ وخت وروسته د ښوونې او روزنې وزارت ابتدایي تدریساتو د برخې غړی شو. دا چې ښاغلي سرتېر د ادب سره مینه درلوده نو په عینې وخت کې یې د افغانستان د ملي راډیو او د وخت د نورو چاپی خپرونو سره هم قلمي همکاري درلوده ' همدا لامل شو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر ارواښاد خیال محمد کټوازي په ملي راډیو تلویزیون کې د روزنې په اداره کې د رسمي مأمور په توګه وګماره.

ښاغلي سرتېر څو کاله د راډیو په بېلابېلو برخو کې خپله وړتیا وښوده او په هره برخه کې یې د پام وړ کار او خدمت وکړ د بېلګې په توګه د خبرونو ویاندي یې وکړه په اعلاناتو کې یې برخه واخیسته ' مبصر شو ' ډرامې او دیالوکونه یې ولیکل د ترانه ها و سخن ها او فرمایشي  پروګرامونو کوربه شو ' شعرونه یې دیکلمه کړل او د محکوم پښتونستان په تاریخي پروګرامونو کې یې هم د یاد وړ زیار وویست.

ښاغلی سرتېر ساده او صادقه پښتون دی او د پاک زړه خاوند دی ژوند یې بې تکلیفه او بې الایشه دی د زړه او خولې لار یې یوه ده څه یې چې پر زړه وي هماغه یې پر ژبه او خوله وي ' تل مسکی او خوله یې له خندا ډکه وي د ښاغلي سرتېر شعرونه هم د سرتېر صیب په شان خواږه او زړه راښکوونکی دي پخواني شعرونه یې عشقي رنګ لري مګر دې وروستیو شعرونو یې هم د وطن له روانو غمیزو او ناورین نه رنګ اخیستی دی او اکثره د سوي وطن او زخمي افغان د کړیدلي ژوند یو انځور دی که څه هم ښاغلی سرتېر له دریو لسیزو را په دې خوا د اروپا په رڼاګانو او د جرمني په ارام او پرمختللي هېواد کې اوسي خو خیال ' فکر او ذکر یې د خپل وطن دی او له دغه ځایه د خپل وطن په درد کړیږي ' کړيکې وهي او د اوښکو په بدرګه د خپل زړه درد د موزونو تورو په بڼه را اوباسي او خپل ضمیر او وجدان ته د یوه بې وسعه خو بااحساسه انسان او افغان په توګه د الفاظو ډاډ او تسلي ورکوي.

د ښاغلي سرتېر لس شعري ټولګې تر دې دمه چاپ شوي دي چې نومونه یې دا دي :  

څېرې ګرېوان ' د کوثر جام ' زاړه زر ' سوی ډاګ ' د څپو ژبه ' چينه ' همیانۍ ' بڼ ' غرونه او سمندر.

او لس کتابونه یې چاپ ته تیار دي .

د ښاغلي سرتېر د شعرونو څو بېلګې :

دا هم د جرمني نه د ښاغلي سرتېر د خپل ګل وطن د بیا لیدو یو ارمان او یوه هیله:  

وختونو ما دمینې له خپل یاره سره پـــرېــــږدئ 

دېره مې یو څو ورځی ننګر هاره سره پرېږدئ 

وتلی مې له ذهنه خاطــــــری دپـــــرون نــــدي 

آرام می پسرلی دی له بهاره سره پــــرېــــږدئ 

ورځم چی په چینو دسلطانپور اودس تازه کـړم 

خلوت کی مې له خپل پروردګاره سره پرېږدئ 

ساقی ستــــونه مکوه څـــوورځی دجامــــونــــو 

سری سترګی می همداسی له خَماره سره پرېږدئ 

غبرګون دلمر دوړانګو دسپین غره له سره ګورم 

په لوړو دهډې مې له دی کاره سره پــــرېـــږدئ

نارنج به فضا ولړي ډېر ژر په خــپلو عــــطرو 

نشه می لېونی له دی عطاره سره پـــــرېـــږدئ 

ګونه دماښام سره شوه لمر ډوبیږي په خولو کی 

سرتیر پر بستر ناست له دی بیماره سره پرېږدئ ؟!

 

او همدارنګه ښاغلی سرتېر د خپلې ژبې سره خپله مینه داسې په نره او مېړانه یادوي :   

ادم حوا سره پښتو ویله

خدای له موسا سره پښتو ویله

د خپل ائین د خپریدو په خاطر

زردشت هرچا سره  پښتو ویله

یوسف د مصر د عزیز ماڼۍ کې

له زلیخا سره پښتو ویله

کلونه پس چې له ځنګله راغی

خلکو  بودا سره پښتو ویله

سزار د خپلې زمانې زبرځواک

کلوپاترا سره پښتو ویله

لکه چې ژبه د عشاقو وي دا

مجنون لیلا سره پښتو ویله

یوروپ کې لویه زویه تاته وایم

نیکه  دې  نیا  سره   پښتو  ویله

دا پیژند پاڼه خپله مه ورک کوه

چې مور دې ما سره پښتو ویله

سرتېره څوک ؤ،چې په ماته ژبه

یو  چا   له   تا   سره  پښتو ویله

#یادونه مسافر لیکوال زما ناچاپه کتاب دی چې د بهرمیشتو افغان لیکوالو پېژندنې په کې راټولې شوي دي او په همدې روان کال کې به ان شاءالله چاپ شي.

اجمل اټک یوسپزی

-
بېرته شاته