(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پ ټ اېم

[14.Jan.2021 - 15:12]

د پي ټي ايم آئين او د ځينو خلکو نيوکې

دا چې د اويا کلونو راهيسي په لر او بر وطن کې پښتانه وهل کيږي،ځپل کيږي، ورک کيږي هرچا خپل خپل لښکرونه ترې جوړ کړي دي هرڅوک يې پخپل خپل اختر کې حلالوي د قربانۍ پسونه يې ترې جوړ کړي دي، ټول پښتون یې تر سل ځايه زيات تقسيم کړی دی،

د بېلګې په توګه که مذهبي پښتون وژل کيدی قامپال پښتون پټه خوله وي، که روشنفکر پښتون تر چاړه لاندې وو اسلامپال پښتون په خبريږي لا نه، که د کابل پښتون وژل کيدو وزيرستان به پرې چکچکې کولې که د کوټې پښتون به ورک کېدو د کندهار څخه به د خندا ږغونه راتله هيڅ يؤ د بل په درد او غم نه خبرېدل او په دا نږدې وختونو کې خو لا داسې هم وشوه چې يوځای ځای به لر د بر او بر د لر له ملاتړ او ورورولۍ منکره وو،

ځکه برطانيې او د هغوی ځای ناستو يې داسې نظام دلته دود کړی او روان کړی او دا ساده قام يې هم پرې قانع کړو د بېلګې په توګه ستا نيم قام يې تبليغي کړو او تبليغ ښه لاره ده د نبیانو لاره ده لمونځ اودس هرڅه پکې زده کيږي خو دلته پکې دوی خپل سازش او فکر په څومره هنر پکې دننه کړو وائي که دا ټول وطن اور اخيستی وو که ټول قام مړ وو ته به له احتجاج، له غږ پورته کولو، له فرياد کولو ليري ليري ګرځې يانې دښمن به چې څه کري او څه ريبي بيا به يې څوک مخې ته نه دريږي ځکه دوی له مخې لا لار ورته هواره کړې ده چې په دې سياسي او قامي خبرو به لاس نه وهې،

دغسې نو هر ګوند او ډله راواخله چې د هغوی د چوپتیا او خاموشۍ لپاره به يې دلايل او خبرې جوړې کړې وي چا به له ولري چا به له مفاداتو هيڅ خوله نه پورته کول د هيڅ پښتون د مرګ تفوس چا له چا نشوای کولای،

خو د خدای په لوی کرم سره د ډيرو وينو او اوښکو وروسته د وزيرستان څخه د رڼا څرک ښکاره سو د لر او بر افغانانو د يووالي چيغه راپورته شوه دا غږ په ډیر لنډ وخت کې خپور شو د پښتونخوا او افغانستان په ګډون د نړۍ يوشپيتو 61 هيوادونو ته ورسيدی پي ټي ايم د ټول قام خبره تر نړيوالو ورسوله چې نور هيڅ هم نه غواړو، (پښتون ته ژوندون غواړو)

 

په لومړي سر کې رياست دا تحريک دومره نه ګڼلو چې له دې څاڅکو څاڅکو به سيلاب جوړيږي او د رياست د دهشت ګردۍ او تخريب کارۍ جوړ سوي بتان به نړوي اخير يې تر واک ووتله خپل او پردي، پټ او ښکاره، په کرايه او بې کرايې پښتانه يې د غورځنګ مقابلې ته په يوه جامه او بله جامه کې راوويستل،

 

 هو خو دومره ده مورچلونه يې بېل بېل دي خو هدف د ټولو يؤ دی چې څنګه د پي ټي ايم ملا ماته کړي څنګه خلک پرې بدګمانه کړي په دې کار کې هرچا تر خپله وسه پورې خپله وفاداري پنجاب ته ښکاره کړه،

نو له لومړۍ ورځې هرچا به دا ويل چې پي ټي ايم ولي خپل آئين نه جوړوي دا لکه چې د نورو پر اوږو روان تحريک دی دا ګوره چيري ولويږي، دا داسې نه وي پارلماني سي ځکه موږ ته پارلماني ګوندونو هيڅ بريا نده راوړې په کومه بريا چې دا قام خلاصيږي او هوسا کيږي هغه آئين جوړول دي  سل ډول خبرې اترې پکې راغلې

 

بيا د ډيرو هلو ځلو او سختو شرايطو و خپلمنځي اختلافاتو وروسته آئين جوړ سو غورځنګ غير پارلماني شو او ياده دې وي دا آئين د يوي کس د يوي ګوند په فرمايش ندی جوړ شوی نه ماشومانو جوړ کړی دی چې چيرې هم پوهان پښتانه وو د هغوی په نظر او مشورو سره تاييد سو په دې آئين کښې یوه خبره د ممبر شپ يا غړيتوب هم راغله چې ډير خلک يې تاييد کوي او ډير خلک يې رد کوي چې يانې پي ټي ايم دې نوم ليکنې نه کوي بس قامي تحريک دی بې ديوالونو کور دې وي، بې ډریوره کښتۍ دې وي که څوک وروختله که څوک ترې شوه کېدله، که چا پي ټي ايم سټيج ښه کارولو که چا بد، که چا پي ټي ايم د ځان په ګټه کارولو که د چا د قام په تاوان يانې چې هرچا هرڅه وکړه ګټه به يې ځانته ځي تاوان به يې پي ټي ايم ته ځي،

 

تاسو وګورئ د نړۍ په سياسي ګوندونو او تحريکونو کې داسې مثال نسته چې هلته دې ممبر شپ نه وي سوی او يا نه کيږي يؤ په مذهبي ډلو کې دا کار ډېر کم کيږي ځکه چې هغه ټول پر نظريه روان وي نه له اوره مخ اړوي نه له اوبو، چې مري هم د خپل امير له امره نه کښته ځي نه پورته،

 

بيرته خپلې خبرې ته راځم چې ممبر شپ وسي د پي ټي ايم خپل خواخوږي به ښکاره سي د سختې ورځې ياران به مالوم سي د هرچا خپل مسوليت به مالوم سي يو موټروان چې لا خپل سپاریان نکړي پوره تر هغو پورې حرکت نه کوي نو په پي ټي ايم کې که ممبر شپ نه وشي بيا خو که هرڅوک هرځای شوه سوه موټر به تش روان وي ځکه هغه د نيمي لاري سپاره به وائي چې زه نور تګ نشم کولای بيا به ددې خلکو چاره څه وي؟

 که خدای مکړه څوک د غورځنګ په تاوان کوم کار وکړي سزا او جزا به ورکول کېږي ځکه ددې تحريک هرې بدې او ښې خبرې ته نور خلک منتظره دي چې څنګه يو نيوکه او تور پرې پيدا کړي،

 

نه پوهېږم دا ځينې خلک ولي ددې ممبر شپ د ټکي سره دومره په ټکر کې دي ولي له دې کاره دومره ډاريږي په دلیل پوره او عقل منلی ځواب دې ووايي چې ټول پرې قانع شي خو نه بس دغه خبره يې ټينګه کړې وي چې دا بيا په راتلونکي کې سياسي ګوند تري جوړيږي د اوسنیو ګوندونو رايي يا ووټونه نيمی کيږي،

 

 ها د خدای بندګانو که په پارلماني سياستونو دا قام خپلواکه کيدلی دا ولس هوسا کيدلای نو بيا ددې قامي او غير پارلماني غورځنګ څه حاجت وو چې منځ ته راتلو؟

 بيا خو که له پارلمانه ګټه چا راوړې وای بيا پر سړکونو د احتجاجونو او زندانونو څه اړتيا وه بيا ددې دومره شهيدانو او ټپيانو څه اړتيا وه؟

 خو که نن دا غورځنګ پارلماني شي بيا به پنځه کسان هم پکې پاتې نشي ځکه له پارلماني سياسته ټول قام تر پوزې پورې دی هرڅوک پنځه پنځه ځله پر غاښونو پکې مښتی دی د هرچا خوله پکې د خاورو ډکه شوې ده

 د ولس او قام چې پر پي ټي ايم باور دی او ملاتړ يې کوي خو لويه وجه يې غير پارلماني او مزاحمتي تحريک دی

نو هيله کوم د چا په بې ځايه خبرو پسې مه ګرځئ مه چاته غوږ نيسئ دا ځينې خلک يوازې خپل فرمايشونه پوره کوي نور د قام پر زلالت او غلامۍ ندي

 

زما پخپل منظور باور دی

ځان سوځوي خو ما رقيب ته نه پريږدينه

باچاذوالقرنین

-
بېرته شاته