(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افراطیت

[14.Jan.2021 - 15:10]

ولې افراطیت پر پښتنو تپل کېدای شي؟

Saleem Payenda سلیم پاینده

Politician, Social Entrepreneur and Policy Analyst

د تاريخي، سياسي، استخباراتي او ټولنپوهنېزو شواهدو له مخې ویلی شو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي عارف وزير وژنه به د پاکستان استخباراتو د يوه پښتانه په لاس ترسره کړې وي. شاوخوا ۵۶۰ کلونه کېږي چې د پښتنو په منځ کې د مذهبي افراطپالنې او خپل‌وژنې اور بل دی. ولې افراطي ذهنيت په پښتون مېشته سیمو کې رواج دی، آيا يوازې بهرني فکټورونه موثر وگڼل شي، د پښتنو تاريخ په دې اړه موږ ته څه وايې؟ په پښتنو کې لومړنی ليک د بايزيد انصاري "پير روښان" دی چې د اسلام څخه يې عارفانه درک درلود. هغه په ۱۶مه پيړۍ کې د ملتپالنې پر مټ د هند په نيمه لويه وچه کې چې ډېری پښتانه پکې مېشت دي د مغول واکمن جلال الدین اکبر پر وړاندې مبارزې ته ودانگل. خو په لږ زماني واټن کې د اخوند دروېزه په نوم يوه شاتگپال افراطي د هغه درېځ ارتداد وگڼئ او هغه يې پير تاريک ونوماو. دروېزه دومره افراطي و چې د پير روښان کتابونو ته يې اور ورته کړله هغه وروسته د پښتنو په ملي، ديني، سياسي او فرهنگي جريانونو کې نور مشران، عالمان او سياستوال راغلل اما د اخوند دروېزه افراطي تفسير لا هم د پښتون مېشته سېمو یو غالب روايت دی. له بهرنیو فکتورونو چې تر ډېره د پاکستان او انگریزانو په پاليسيو پورې تړلي دي ورهاخوا نور کوم داخلي فکتورونه د پام وړ دي چې پښتون‌مېشته سېمه يې مذهبي افراطيت او تاوتريخوالي ته مساعده کړې ده؟ که له دې ځايه يې را پيل کړو چې تراوسه د نړۍ د هېڅ لابراتوار بيولوژيکي پايلو دا نه ده ښودلې چې ددې یا هغه ټبر وجود د افراطيت لپاره مناسب دی که نه، پښتانه هم له همدې جملې څخه دي. د پښتنو ټولنيز تکامل ښيي چې د ديني او مذهبي تعليم و تربيې، د عرفاني طريقت و شريعت تقابل، پاکستان، هند، عربو او پارس ته مهاجرتونه، د پښتو د سياسي، ديني او قومي مشرانو بې‌پروايي او د بهرنيو يرغلگرو ظلمونه او لاس‌وهنې د پښتني کلتور په اډانه کې تاوتريخوالي ته د پاته کېدو فرصت ورکړی دی.

بهرني يرغلونه ته غبرگون

پښتنو د بهرنيو غلگرو وحشيانه تيريو ته عکس العمل ښودلی دی. پښتانه د نړۍ د نورو ټبرونو پرخلاف په زياته کچه د لويو قدرتونو پر وړاندې درول شوي دي. د بابر لمسي جلال الدین اکبر چې پر هندوستان يرغل کاوه د هندوستان تخت او تاج د پښتنو په لاس کې و او ابراهيم لودي يې واکمن و. تر هغه وړاندې پخپله مغول واکمن بابر هم له پښتنو سره هم په افغانستان او هم په هندوستان کې تاريخي تقابل درلود. د اکبر د واکمنۍ پر مهال د پښتنو روڼاندی او ايډيال مشر پير روښان په دې غور کاوه چې د مغولو له ظلمونو قوم وژغوري، هغه پر ځان قوم راټول کړ او خپلو خلکو یې وغوښتل چې د بابر او د هغه د چور و چپاول او ظلمونو پر وړاندې چې د پښتنو له سرچينو، مالونو او آن کورونو څخه د جگړې برجونه او منارونه جوړوي او د پښتنو وژل یې خپله دنده گرځولې ده، جهاد وکړي او د بابر پر وړاندې پاڅون ته چمتوالی ونیسي. پير روښان د پښتون ژغورنې د ملي مبارزې لپاره شپږ موډلونه رامنځته کړل چې بلاخره خلک د اسلامي و مذهبي روحيې پر بنسټ را وړاندې کړي او د مغولو پر وړاندې يې وپاڅوي. کله چې پير روښان د مغولو پر وړاندې راووتی، سيد علي ترمذي د هغه پر مقابل حرکت پيلوي، يو شمير پښتانه پر ځان را ټولوي او اخوند دروېزه چې د هغه له مريدانو څخه و د پير روښان پر وړاندې دومره افراطي و چې آن د هغه کتابونو ته یې اور واچوه، هغوئ د مغولو لخوا پاورل شوي و او اکبر ورته ويلي و چې د پير روښان پر وړاندې بايد همدومره خشن غبرگون وښودل سي. داسې بې‌شمېره تاريخي جريانونه شته چې ثابتوي د پښتنو لخوا افراطي اسلامپالنې ته مخه کېدنه يو متقابل غبرگون دی. دا چې په پښتنو کې عرفاني، متعدل او سيکولر مشران د بيلگې په توگه خوشال خان خټک چې د اورنگ زيب د لښکرو پر وړاندې او عبدالغفار خان چې د انگرېز ښکېلاک پر وړاندې يې مبارزې کولې هم د پام وړ شمېر کې موجود ول مگر پر دې سربیره بيا هم زيات شمېر پښتنو د دوئ له خوځښتونو سره خپل برخليک و نه تړی چې دلته د بهرنيو عواملو تر څنگ د پښتنو داخلي فکتورونه هم د بحث وړ دي.

د پښتنو پر چلن د ديني تعليم اغېز

په پښتني ټولنه کې مذهبي او ديني زده کړې تر عصري او مډرنو زده‌کړو او ساينس ډېر رواج لري. په شلمې پيړۍ کې سيد جمالدين افغان او محمود طرزي هغه دوه روڼاندی ول چې ددې موضوع په جديت پوهيدل خو ددوئ دواړو تگلارې او پروگرامونه متفاوت او آن يو د بل پر وړاندې واقع کېدل. سيد جمالدين افغان د مذهبي ريفورم او د مډرن اسلام په چوکاټ کې اصلاحات او ټولنه ډېزانوله. مگر د محمود طرزي پروگرام تر دې ډېر پراخ و، يا په بل عبارت د سید تگلاره د طرزي د پلان يوه کوشنۍ برخه جوړوله، محمود طرزي د ديني او مذهبي تعليم په نسبت ډېره پاملرنه د نوې نړۍ د معاصرو علومو او پرمختگونو پر خوا گرځولې وه او په جدي توگه ددې په لټه کې و چې د افغانستان د مذهبي ښوونځيو او جوماتونو د زده‌کړې نصاب د سائنس او نويو علومو تر اغېز لاندې راولي، د هغه په اند چې ټول ملایان او دیني روزنکي باید د دولتي تعلیمي بنسټونو څخه جواز ترلاسه کړي. ددې کار یوه موخه دا هم وه چې د افغانستان په چارو کې د پردیو لاس وهونکو هغه تگلاره چې عام او کلیوال افغانان یې د اصلاحاتو، ریفورم او دولتي حاکمیت پر وړاندې پارول خنثی کړای سي. د سيد جمالدين افغان له افکارو اخوانيان وزېږيدل او الازهر رامنځته سو او په هند کې د شاه ولي الله له شاتگپالو افکارو دیوبند رامنځته سو چې د وهابي متشدد اسلام اډانه يې تشکيله کړه. د هند په نيمه لويه وچه کې د سر سېد احمدخان او په افغانستان کې محمود طرزي پروگرامونه له ځنډ و خنډ او د هغوئ د پياوړو دښمنانو د دسيسو ښکار وگرځيدل. دیوبند تر ډېره پر پاکستان اغېز درلود خو دا چې افغاني حکومتونو آن د امير حبيب الله خان قاضي القضات هم د دیوبند څخه زده کړی ترلاسه کړې وي او په زيات شمېر افغان زده کوونکي په دیوبند او الازهر کې روزنه وليدله او په بيرته راتگ يې په افغانستان کې ځالې وکړې، هم د افراطيت په رواجولو کې ستر فکتور دی. د دیوبند په نظر چې برتانوي استعمار د مسلمانانو ديني او اسطوره‌يي زيربنا له گواښ سره مخ کړې ده، نو د هغې د ساتنې لپاره بايد بيرته شاته وگرځوي او د اسلام لومړينو ته ستانه شي چې د سلفي يا وهابي متشددې نظريې چې وروسته بيا د سعودي دولت پکې زياته پانگونه وکړه، بنسټ تشکيلوي.

طالبي اسلام او اخواني اسلام

طالبي اسلام کليوالي اسلام دی چې تر ډیره د افغانستان او پاکستان په ليري پرتو او کليوالو سیمو کې ریښې لري او اخواني اسلام په ښارونو او گڼ‌مېشتو سېمو کې ځای لري. طالبان د مجاهدينو محصول يا دوهم نسل دی يا په بل عبارت طالبان د حبیب الله کلکاني دوهم ويرژن دی. دا چې مخکې مو ورته اشاره وکړه الازهر د اخواني اسلام په ترويج کې مهم نقش درلود او تر ډیره په ښاري سيمو کې فعال سول او له اکاډمېک ډگر څخه تر جگړې یې د افغانستان په ورانولو او ذهنيت اړونې کې خورا لوی رول ولوباوه. که څه هم په دې دوره کې د افغانستان میشتو نورو قومونو هم د پام وړ او متناسب حضور درلود خو دا چې د پښتنو ديني مراجعه تر ډیر سعودي او پاکستاني مدرسو او دیوبند سره تړلې وه نو د افراطي بنسټپالنې ريښې لا پسې وغځيدلې. د افغان طالبانو لپاره پاکستاني مدرسې د افراطي ذهنیت اخستلو اساسي سرچینه ده. هر افغان تنکی ځوان چې پاکستان ته دیني زده کړو لپاره تللی دی، له هغې خوا له ځانمرگو واسکټونو او ټوپک سره راستون سوی دی. کله چې انگریزانو د یوه اوږدمهال پروگرام په لړ کې نادر خان واک ته ورساوه د ملایانو او انگریز-پاکستاني ملاتړو مذهبي نفوذ لرونکو افرادو د ساتنې او حمايې پروگرام هماغسې پسې وغځول شو. د زماني په مشخصو دورانونو کې هم د ديوبندي-وهابي-سلفي او هم د اخواني اسلام تاثير پر پښتنو د محاسبې وړ دی.

د سياسي، ديني او قومي رهبرانو اغېز

د اخوند دروېزه تفسیر لا هم د پښتنو مشرانو د فکر محراق دی. په کونړ کې ولسمشر غني وویل چې له احمدشاه بابا څخه تر نن د واک او اقتدار پر سر وینې تویې شوي دي، متاسفانه زموږ تاریخ همدا په زباد رسوي. د احمدشاه بابا د زامنو جگړې چې د وړونو سترګې او سرونه پکې د غنمو په څیر وریبل سول، او یا د بارکزو د خپل منځیو اختلافاتو له وجهې چې هره لوېشت خاوره په وینو کې سره وه. هندي مورخ گندا سېنگ په Ahmad Shah Durrani: Father of Modern Afghanistan کې لیکلي چې کله چې احمد شاه بابا هند ته پر یرغل روان سو، له نیمي لارې ځکه بیرته ستون سو چې په کندهار کې یې وراره نقیب د هغه د تخت نیولو کار روان کړی و. نامتو روڼاندی محمود طرزي په خپلو خاطراتو کې لیکلي څه وخت چې غازیانو د یعقوب خان د واکمنۍ په وروستیو شیبو کې د برتانویانو څخه په کابل کې ماته وخوړه د ظاهرشاه کورنۍ چې د مصاحبینو یا آل یحی په نوم هم یادیږي دریې او ډولونه وهل ځکه د امیرعبدالرحمن خان سره د امارت ژمنه شوې وه او دوئ ته خپله ونډه رسېدله. له بلخوا لا هم قومي هژموني د پښتنو د قومي مشرانو په سرونو کې ځای لری، هر کله اورو چې د قومونو تر منځ جکړې او وینې تویونې د یو څو قومي دلالانو په ذریعه زور اخلي او وینې وبهوي. دا قومي اختلاف ځیني وخت له دروني قومي کرښو اوړي او له نورو قومونو سره د تقابل او د واک پر سر اختلاف ته رسي. دیني مشرانو دومره ستونزې جوړې کړي چې د کرکې او تشدد او افراطي تفکر نهايي حد ته رسي، د اسلام د مبین دین څخه متشدد انځور په خپرولو کې د دیني مشرانو رول نهایت د پام وړ دی. دوی داسې یو حالت رامنځته کړ چې اوس د هر چړي له جیبه د مرگ او کفر فتوا راوځي او فرخندې په څير په عامو واټونو کې انسانان سوځولی سي. دې ټولو پر پښتنو او افغانانو ژور اغېز پرېښی دی.

کډوالي

پاکستان، ایران، عربو او نورو سیمو ته د پښتنو مهاجرتونه چې تر ډېره د مجاهدینو، طالبانو او د هغوئ د فکري ملگرو له لوري اړیستل شوي دي د مغزي پرمینځلو قرباني شول. پاکستان ته څه د پاسه ۶.۵ میلیونه کډوال افغانان د استخباراتي لومو ښکار شول، هلته يې د افراطیت او مذهبي بنسټپالنې ذهنیت خپل کړ او د پاکستان او سیمې د موخو لپاره یې پر اوږه ټوپک ور کېښودل شو. ایران هم په ورته شکل کار وکاوه او تر سوریې و لبنان پورې یې افغانان جگړې ته ولېږل. عربو د وهابي مفکوري د خپراوې لپاره د تیلو په پیسو افغان جنگیالي وروزل. دا ټول اوس فکري جگړه ماران دي، څوک د طالب په کرښو کې، څوک د فاطمیونو په کرښو کې او څوک داعش او نورو لارو ته تللي دي. هغوئ جگړه کوي خو پوهېږي نه چې ولې جگړه، د چا لپاره جگړه او د کومې هیلې لپاره جگړه؟ افغان کډوال په فکري لحاظ معیوب کړای شوي دي هغه چې په ځانگړې توگه د پاکستان، عربو او ایران منگلو کې کړیږي. پښتانه او افغانان د راتلونکې پر اوږده لاره د بلواگرو له لاسونو راوتل غواړي، د ای اېس ای له منگلو باید خپل کډوال وژغورو، د دیني تعلیم مرکزونه تر دولتي کنترول لاندې راوستل شي او بیرون ته د دیني زده کړو لپاره د افغان ځوانانو کاروان ودرول شي، که داسې ونه شي د پښتنو په سېمه کې به د مذهبي افراطیت او استخباراطي دسیسو کاروبار لا وغوړیږي.

سلیم پاینده، د مایسوري پوهنتون

 

-
بېرته شاته