(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امام منظر

[14.Jan.2021 - 15:07]

امام منظر او دکفر فتوا

لیک: فیصل فاران

په اولسى ادبى شاعر امام منظر هم چا ملا د خپل شهرت دپاره د کفر فتوا ولګوله او داد کفر فتوا دهغه غزل مسلسل په بنياد ولګېده چې هغه پکښې د حورو په حواله دملائيت دشهوت يو يو تصور کوم چې د موضوعي رواياتو له کبله خورشوې رد کړې ځکه چې  قران پاک کښې هم دحور اوشهوت متعلق داسې بيان نشته کوم چې دا ملائيتي تصورات دي بلکه قران پاک دحور پاکيزګي ته بې لمسه وايي  منظر  په دې حواله يو يو ملائي شهوتي تصور راخلي او واي چې نه ملاجانه جنت دشهوت مرکزنه ده دا خو دالله پاک د تکويني نظام او د الوهي ارتقا يو مرام او روحاني مقصد نتيجه  ده نو داڅنګه کېدې شي چې د هرخوند ولذت تکميل ئې هم په هغه شهوت تمام شي کوم چې دنيا کښې د بنيادم دلذت کوش سوچ انتها ده او دجبلت نتيجه ده 

يعني پير امام علي شاه منظر ددې ټول غزل مطلب صرف او صرف داده چې ملاجانه جنت دشهوت مرکز نه ده شهوت يو هېجان (emotion)دې د هرهېجان د جبلت سره تړون لري لکه ويره د تېښتي سره ؛ غصه د نزاع خوښۍ سره  ؛ او د شهوت تعلق د جنس جبلت سره ده او بياجبلت  دځناور او دبنيادم ترمنځه مشترک وي او ددې هرجبلت مقصد وغايت صرف دژوند بچاو او تحفظ دې دروحاني ارتقا مطلب دنيا کښې هم نفس وژنه يا قابو کونه ده نو جنت خو خپله د ژوند تکميل هم ده أو تحفظ هم نوهلته دجبلت هډو سه امکان نه وي أو د شهوت ،غصې ؛کرکې ؛برتري ؛هېجانات ټول جبلت سره تړلي دي أو هم دغه دجبلت هېجاني پاسون او تيزي هغه اعمال سرزد کوي چې مونږ ورته شيطاني وايو که جبلت نه ٶنو يو شيطاني  کاربه نه و يعني هم جبلت هغه نفس اماره ده دغسې  بيا وګورئ نو جنس جبلت مطلب داوي چې ديوې نوغې که بنيادم وي که ځناور نسل مخکښې لاړشي خوځناور شهوت کښې دموسم پابندوي او بنيادم چونکې جذبات هم لري چې جذبه دې دځناورو کمترو نوغوکښې نه وي او دا دمختلفو هېجاناتو مرکب وي شعوري مهيج (stimulas)لري هېجان کښې داسې خوداختياريت نه وي 

جذبه (sentiment)شعوري او خودکرده وي د هېجان غوندې د احساس سمدستي پاريدنه نه وي ځکه جنتي بنيادم کښې دهېجان هډو ګنجائش نه شته که موږ دامنو چې هغه به شهوت لري بيا به دا هم منو چې غصه لري کرکه لري ويره لري ځکه چې يوشهوت نه هرهېجان د جبلت لاندې وي 

څنکه چې بنيادم او ځناور کښې دجنس جبلت باوجود دشهوت هېجان کښې فرق دې هم دغسې قران پاک دا واى چې د جنت داژوند به د دنياوي ژوند په تمثيل وي خو داسې به نه وي دې تناظر کښې هم ملاجان چې د حورو متعلق اياتو نه په زور زبردستي د شهوت معنې راوباسي او خپل هغه دنياوي شهوت ورته منسوبوي د کوم چې روزانه مونږ جماتونو مدرسو کښې د قاريانو مليانو دلاسه عملي ثبوتونه وينو نو دا خوملا جان دالله تبارک وتعالى جنت پورې ټوقې ټټوبې کوي أو قران پاک جنت دملاتشريح تعبير ته نه ده پرېښودې ځکه چې د مليانو ذاکرانو شېخانو دافرقې مسلکونه خو لا دبنيادي ايمان او اعتقاداتو تعبير توضيح کښې په يوه خله نه دي 

بله خبره داچې دالله پاک ددې کائنات او دنيا هرکار يو مقصد ومطلب لري هېڅ هم بې مقصده نشته بلکه شرهم دراصل دبې مقصدتوب يوه دوېمه نامه ده او د جنس جبلت خو داولاد اونسل دپاره الله پاک دبنيادم حياتياتي سافت وئيرکښې اېښودې نو جنت کښې خو به داولاد وتولد ونسل سېواکيدو تصورهم نه وي نو هلته د شهوت سه معنې؟

دممتاز اورکزي دکتاب مقدمه کښې ما دحورو په حواله تفصيلي بحث کړې د حورمطلب عربي کښې صرف تانيث نه ده دا مذکر هم وي ددې مطلب دغټو سترګو ملګرې ده او دجنت دمکمل قراني تصورله رويه چې هغې کښې نهرونه ونې ميوې بالښتونو ته ډډه لګول داهرڅه خپله کښې سره يو کړو نو ښکاره تصوير داجوړيږي چې دا به دپاکو ساکو خلکو يوداسې دروحاني ارتقا تکميل نتيجه وي چې دوي پکښې مجلس ارا وي دخوند رنګ محفلونه به کوي هسې دنيا کښې چې کوم خلکو فکري ارتقا شوي وي او ذهنونه ئې تربيه شٶي وي هغوئي د جبلت تقاضو ته بس ترنامې حده پامته دأر وي چې بس صرف ژوندي وپاي د اصحابو کرامو اولياکرامو مصلحينو مفکرينو محقيقينو ژوند وګورئ نو پوه به شئ چې خوراڅښاک جامه پيزار کوردر ته پرواه نلري اکثر ددذوق شوق سوچ فکرغلبه کې هډو واده ونکړي نو سنګه کېدې شي چې دجنت روحاني أرتقاي بنيادم دې بس لکه دملاجان شهوت ته پروت وي 

د دنياچې سومره بدرنګي قباحت ده دا به ددې مقابل د روحاني تنزل دتکميل نتيجي دوزخ شکل کښې سرګنده شوې وي

ملايان مفتيان دې په هغه شيانو تصوراتو فتوې نه لګوي چې يو دايمان کلمه کښې نه دي شامل بل دهغې تشريح او تعبير کښې خپله اسلامى فکري مکتبونه اختلاف لري لکه دعلامه غامدي له مخه حوره هم د دنياوي ښځې موډيفائېډ صورت ده عربي لغات حوره هلک او جينۍ دواړه کېدې شي ځکه کلاسيکي شاعر علي خان هشنغري چې عالم هم و دنرحورذکرهم غزل کښې کوي

بله داچې قران پاک مبارک ترکومه حده دحورذکرکوي لکه غټې بې عېبه سترګې پاکيزه ابدان بس تردغه دې ملاجان هم پانې شي دخپلو مسلکي فرقي اکابرو خبرو ته دې د دين اوايمان صورت نه ورکوي أو جنت غوندې پاک روحأني مقام نه دي دعياشئ اډه نه جوړوي دتصوف له رويه خو دروحاني ارتقا اول ګام دجبلت دتقاضو مخنيوي ده ــــــ

المختصر جنت د روحاني ارتقا مرام ده او روحاني ارتقا اول ګام نفس اماره کمزوري کول او کنترول کول دي نفس ته نفسيات کښې جبلت واي او ټول هېجانات لکه غصه شهوت کرکه ويره د جبلت فزيکل پاريدنه ده او هم دغه هېجانات سرکښي کښې شيطاني اعمال جوړوي لکه غصه نه قتل کرکې نه ظلم شهوت نه زنا کيږي 

أو دجنتي بنيادم متعلق دامنل چې هغه به جبلت لاندې وي دا يو غلط ګمان ده لهذا جنتي بنيادم به نه غصه لري نه شهوت

سنګه چې جذبه د هېجان يومرکب او پرمختلې صورت ده داسې به هلته به د بنيادم اشتها هم سه بله او روحاني بڼه لري چې مونږادراک نشو کولې

أو که خامخا دملادخپل ايمان زور راښاي زه ورته وايم راشه چې زه درته دعلامه اقبال شاعري اوليکچرو کښې د قران خلاف خبرې  دبنيادي اسلامي عقېدې رد کښې تصورات وښايم فتوا پرې ولګوه

#فارانيات

-
بېرته شاته