(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اماني دولت

[23.Dec.2020 - 15:03]

د انګلیس یو جاسوس او د اماني دولت د سقوط له متنفذو اشخاصو څخه یو هم فضل عمر مجددي  وو  ...

دی د مجددی انګلیسي کورنی غړی وو او لکه ټولو ته چي معلومه ده د افغانستان په تاریخ کي داسي یو ملي خیانت نه دی پېښ سوی چي په هغه کي دي د شور بازار حضرتان نه وي شامل ....!

دده د وراره  صبغت الله مجددي  حمایت او چاپلوسي به  په مشورتي لویه جرګه کي هر چا لیدلي وي  چي ذکر ته یې ضرورت نسته .

فضل عمر مجددي

دقلعه جواد د مجددي خانقاه لارښود حضرت فضل عمر مجددي چی د نورالمشایخ ، شیرآقا ، دشور بازار حضرت صاحب په نومونو یې هم شهرت در لود . د افغانستان له متنفذو  علماؤ څخه گڼل کېده او د عدليې وزارت پخوانی وزير هم و. دکورنې ټول غړي یې علما او د نقشبندیه طریقې لارویان ول . حضرت فضل عمر مجددی او دده وروڼو په ۱۹۱۹زېږدي کال کې دانگریزي ښکېلاک او تاړاک گرو په وړاندې کلکه مبارزه کړې داستقلال په جگړه کې يې ونډه اخيستې او د مشر ورور په څير د وخت پاچايي دولت لخواپه دولتي نښانونو او د نورالمشايخ په لقبونو نازول شوي دي.

 

 فضل عمر مجدد ی دغلام قيوم دوهم زوى چی .په (١٢٦٢هـ ش) کال کی دکابل په شور بازار کښي زيږيدلي دې 

 

په ۱۹۲۴ میلادکال کی دامير امان الله خان له لوري ورته دنده وسپارل شوه تر څو په خوست ولایت کی دامير امان الله خان په ضد دمنگلو قوم احساسات کنترول او دقیام مخه ونیسی خو برعکس نوموړی نور هم قیام کونکی دامير امان الله خان په وړاندي مبارزی ته تشویق کړل چی بالاخره حضرت فضل عمر مجددی دحج په پلمه له هیواده سعودی عربستان ته تبعید شو او له هغه ځایه بیا هند ته ولاړ .

په ۱۹۲۹ میلادی کال دنوامبر په میاشتی کی دمحمد نادرخان له لوری دعدلیه د وزیر په توگه وټاکل شو.

 

نورالمشایخ مجددی د۱۳۳۵ کلال دوږی دمیاشتی په ۹ نیټه مړ او د کابل په قلعه جواد سیمه کی خپل کورته څیرمه خارو ته وسپارل شو .

اوس به یې ښایی د خپلو جنایاتو او انګلیس ته د جاسوسی او وطنفروشی جواب ویلی وي!

 

«  وروسته افغانستان ته د لېږلو جاسوسانو په باره کې راته وغږېد، ویې ویل چې بریتانیې

.ټینګ نیولی وم

افغانستان ته څلور زره کسان لېږلي دي، دا جاسوسان هېواد ته په مختلفو څېرو کې تللي ول،

څوک موچي و، څوک نجار، څوک معلم، څوک تجار، څوک هم نظامي مشاور... خو تر ټولو

.روحاني جامو کې لېږلو کسانو ښه نتیجه ورکړې وه

چانسلر وویل چې ان د وزیرانو په سویه زړونه یې هم د امان   خانه تور کړي دي. بس!

خبره خ صه ده، د امان   خان پر پاچاهي مو تېل وپاشل، اوس یواځې د اورلګیت خلی

.غواړي

 

.دا سړی به زموږ پاشلو تېلو ته د اورلګیت خلی وهي_

.خبره واضح نه وه، چانسلر باید نور مالومات هم راکړي وی

دا سړی حبیب  الله  نومېږي، خو د سقاو په زوی مشهور دی، څو کاله مخکې په پېښور کې د _

:چانسلر وویل

یوه زرګر د پیسو سیف غ  شو، د سقاو زوی زرګرۍ ته نږدې چای خرڅاوه، د خلکو پر ده

شک راغی، ځکه دا دروند سیف له دې سړي پرته بل چا نه شوای پورته کو ی، خو د سقاو

زوی وتښتید، دوه کاله وروسته په پاړا چنار کې د غ  په تور ونیول شو، هغه وخت د پاړا

چنار د قرارګاه مشر راته وویل چې دا ساده سړی د امان   خان ډېر ضد دی، ګڼ غله پرې

.راټول دي، له دې سړي ډېر کار اخیستلی شو

.دا خبره مې خوښه شوه، د بند یوولسمه میاشت یې   نه وه تېره چې خوشی مو کړ

یو څه مو نور هم وپړساوه، په  ر کې د انګرېزانو له خوا یوه جوړ شوي ملنګ ورته وویل

د سقاو زوی د کابل کلکان ته  ړ، غ وې یې شروع کړې، کله کله به یې پر حکومتي

.چې دی به یو وخت د افغانستان پاچا شي

.کاروانونو هم برید کاوه

دې سړي په کم وخت کې ډېر ملګري پیدا کړل، خبره تر امان   خانه ورسېده، د سقاو زوی

یې په پوځ کې شامل کړ، خو دې سړي په هماغه لومړیو کې یو پوځي افسر وویشت. بېرته

غره ته وتښتېد. پاچا یې پر سر انعام وټاکه، خو د سقاو د زوی سر دومره اسانه کار نه دی،

....په دې سړي پسې د شوربازار حضرتان و ړ دي، اوس یې ګڼ خلک طرفداری کوي

 

.غلی وم

له تا مې دا تمه نه درلوده. سم وایې، په استخباراتو کې ډېر خلک کار کوي، خو ډېوېډ _

:چانسلر پر څوکۍ کېناست، ورو یې وویل

جونز ( یو ) دی. که مو بل ډېوېډ جونز لر ی، نو ته مو په رخصتۍ کې تر دې ځایه نه

.راغوښتې

پورته کوټې ته وختم، پر مېز نوي او زاړه اخبارونه پراته ول. یو اخبار مې را پورته کړ،

امان   خان د اروپا له سفره بېرته راغلی و، ده له څو اسیایي او اروپایي هېوادونو سره ګڼ

نظامي، اقتصادي، تجارتي... فرهنګي تړونونه  سلیک کړي ول. وروسته د اخیستل شویو

وسلو او نورو قراردادونو لیست راغلی و. امان   خان په دې سفر کې له اروپایي هېوادونو

شپېته زره نوي ټوپکونه، یو سلو شپږ توپونه، اته جنګي الوتکې، پنځه زغروال موټر، په

.زرګونه نظامي خولۍ، پتکونه، درې زره دوربینونه... اخیستې ول

له اروپایي هېوادونو سره یې په افغانستان کې د قند، کاغذ، تار، ټوکر، جاکټ، جورابو،

....درملو، برقي او زراعتي وسایلو... د جوړولو د فابریکو قرادادونه امضا کړي ول

فکر مې خټه شو، خو بل اخبار مې تندی ورین کړ، امان   خان له اروپایي سفره له راتګ

وروسته لویه جرګه را غوښتې وه، د جرګې غړو ته یې خپل تصمیمونه ویلي ول، د دې

:تصمیمونو مهم تکي لیکل شوي وو

د مریدي له مینځه وړل، د ښځو د چادرۍ لیرې کول، د بریتانوی هند د دیوبند په مدرسه کې

د افغانانو په زده کړه بندیز، له م یانو له سره امتحان اخیستل، د تذکرو وېش، د عسکري

...جبري کېدل، بهر ته د زده کړې له پاره د ځوانانو لېږل، د وړو نجونو نکاح منع کول

دا هغه څه وو چې م یانو نه غوښتل، تر ټولو ډېر مخالفت یې د شوربازار د حضراتو مشر

.نور المشایخ فضل عمر مجددي کړی و

انګرېزي اخبار مې را واخیست، س مت مخ یې د شینوارو پاڅون ته ځانګړی کړی و،

....تبلیغات تاوده ول، د امان   خان پاچاهي یې نسکوره ګڼله  .... »‌ .

 له بغدادي پیر څخه

-
بېرته شاته