(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژوند رنګونه

[23.Dec.2020 - 15:00]

د ژوند رنګونه

د‌ سنيټر دلاور خان په چوپال کښې د کتابونو مخ کتنه 

نن د دسمبر کال ۲۰۲۰ د خالي په ورځ په پورې هوتي مردان کښې د سنيټر دلاور خان په خان قلعه " چوپال" کښې د پښتو ، اردو ژبې د دوه کتابونو چی ورکښې يو تحقيقي کتاب د پروفيسر ګوهر نويد " خيبر پښتونخوا ميں اردو " او د ليکونکي اقبال حسين افکار د کتاب " د ژوند رنګونه" مخ کتنې دستوره وشوه. ددې صدارت د خيبر پښتونخوا پخواني وزير اطلاعات سپورټس او کلچر او ياد‌ شاعر، اديب محترم عبدالسبحان خان وکړو . پروفيسر ډاکټر نذير تبسم او ښاغلے ناصرعلي سيد په دې موقعه مشران ميلمانه وو . په اعزازي ميلمنو کښې پروفيسر ډاکټر عبداللّه جان عابد او پروفيسر ډاکټر حنيف خليل  ، ګل محمد بيتابب شامل وو . په دريځ د کتابونو مصنيفين هم ناست وو او دستورې د کوربه په حيث سنيټر دلاور خان هم ناست وو څوک چې پخپله د پښتو ژبې سپيځلے شاعر ليکوال  دے او د پښتو ادبي دستورو سرپرستي کوي او د نادارو شاعرانو سره لاس وس هم کوي. ځکه نو زه ورته د پښتو دا ټپه ډالۍ کوم

ماله دې دومره ديدن بس دے

چې په کوڅه کښې ښپه نيولے شے مئينه 

ددې دستورې نظامت ددې دور صاحب طرز و اسلوب شاعر ښاغلي محمد سعيد سعيد ډير په سپيځلي انداز  وکړو. ښاغلي فاروق قريشي د قرآن پاک د آيتونو مبارکو د تلاوت غونډه شروع کړه. ورپسې ياد اديب او ادبي مبارز ښاغلي بخت روان عمر خيل ته د وينا غږ وشو څوک چې د بټ خيلې ملاکنډ نه د خپل تنظيم د ملګرو ښاغلي ګوهر علي ګوهر او علي اکبر ملاکنډ سره دې دستورې ته راغلې وو . بخت روان عمر خيل ووئيل چې افکار صاحب ماله خپل کتاب څو ورځې له مخه راکړې وو. خو له بده مرغه زما نه په بل ګاډي کښې تلې وو او بيګا په لاس راغلو د افکار سره زما ادبي تعلق د ۱۹۸۰ د لسيزې نه دے مونږ که هرڅو د يو بيل يو خو په روحاني حواله يو بل ته ډير نيزدې او د يو بل مئينان يو. او ددې ليونتوب وجه پښتو ده . د افکار د خپلې ژبې د ادب د ودې دپاره چې  چرته هم تلې دے. نو د هغې ادبي دستورې رپورتاژ يې ليکلې دے . د سوشل ميډيا د لارې دغسي د کتاب د لارې يې مونږ سره ددغې دستورو حال احوال شريکه کړې دے انتهائي مخلص انسان او دوست دے ډير ښه نثر ليکي د رساپارسا فکر څښتن دے کله کله غصه هم کوي په غصه کښې د هغه د خبرو  خوند له زيات شي په دغه موقع ترې مونږ ډير خوند اخلو . ښاغلي عمر خيل ووئيل د خپلو مشرانو اتلانو سره دغه شان پکار دي چې د افکار  په څير شخصيتونه هم مونږ ونازه وو. مونږ  پښتو ادب له د نړۍ په  آسمان  نه دے ځلولے بايد چې مونږ خپل صلاحيتونه په دې لړ کښې وکاره وو. ژبه د اظهار وسيله ده بايد چې انسانيت مونږ په ژبې په نوم  ونه ويشو بلکې د ژبې په وسيله د خداې د مخلوق خدمت وکړو . پروفيسر ډاکټر ظفراللّه بخشالي په دې د خپلې خوا د دواړه کتابونو مصنيفينو ته مبارکي ووئيله او پت پښتو ادبي ثقافتي جرګې مردان دا دستوره يې وستائيله او په دې موقعه يې د پښتو اکيډمۍ د ډاريکټر پروفيسر ډاکټر نصراللّه جان وزير صاحب  پيغام راليږلې وو . هغه ډاکټر ظفر بخشالي واورول د سلام کلام نه روستو يې ډاکټر نصراللّه جان وزير وئيلي وو. ډيره د خوسحالئ خبره ده چې نن په مردان کښې د پت پښتو ادبي ثقافتي جرګه د وتلي ليکوال، شاعر او صحافي اقبال حسين افکار د کتاب د "ژوند رنګونه" مخ کتنه کيږي دا ډيره د ستائينې خبره ده چې نن د قلم خاوندان د فعال ادبي ملګري د‌ کتاب مخ ښودنې دستوره کښې را غونډ شوي دي ښاغلے اقبال حسين افکار يو متحرک زيرک، ذهين شخصيت دے . په دې کتاب کښې يو شمير رپورتاژونه ، کتابونو مخ کتنې او ادبي دورې داسې په هنري نثر ليکلي دي چې سړے يې د لوستو سره داسې محسوسه وي لکه چې پخپله دغې غونډه کښې ناست وي. هم دا راز د پروفيسر ګوهر نويد چې د اردو، پښتو ژبې تکړه استاد، ليکوال او وياند دے. د دوي تازه اثر "خيبر پښتونخوا ميں اردو ادب" دے چې ورکښې د اردو ادب بشپړه جائزه اخستې شوې ده. دوي د اردو، پښتو په چوپړ کښې ددې نه وړاندې هم يو شمير کتابونه اردو پښتو ادب ته پيرزو کړي دي. پښتو اکيډمي پيښور پوهنتون  دواړو ښاغليو ته په کتابونو چاپ کولو مبارکي وائي. او اميد لري چې په راروان وختونو کښې به دوي خپلې قلمې مرستې دوام دارې لري.

له دې روستو  ښاغلي امتياز احمد عابد ايډوکيټ  ووې چې پروفيسر ګوهر نويد صاحب ما  په ړومبي ځل د يو سخت ممتحن په حيث ليدلے وو دغه وخت  ورسره ما د شاعر ليکوال په حيث ورسره  خپله پيژندګلو کړې وه خو ده وئيل ما دې نوم نه دے اوريدلے . خو روستو مو  د شاعر ليکوال په حيث په ادبي محفلونو کښې  يو بل وپيژندل ګوهر نويد صاحب ډير خوږ او نفيس انسان او سپيځلے شاعر ، اديب او محقق دے . خو متاسفانه ما يې له کتاب نه دې لوستې نو عبث په توکل غشي نه شم ويشې چې کله يې کتاب ولولم نو ضرور به پرې تفصيلي ليکل کوم خو په دې موقع ورته د زړه تله په دې تحقيقي وکاؤش مبارکي وايم او دا دوه شعرونه ورته ډالۍ کوم:

          نويد   چې  په  رښتيا  باندې  نويد  د  پښتنو  دے

         نويد چې لکه ستورے ، ستورے کيږي په زلمو کښې

        خاکه   ده  که   تنقيد دے که تحقيق دے او که نظم

       نويد  په  هره   لاره    روان  ښکاري  پښتنو    کښې 

افکار صاحب سره زما د تيرو څويښتو کالو تعلق دے په دې اوږده موده کښې تر وسه داسې موقعه په لاس نه ده راغلې چې ګوندې مونږ د يو بل نه خفه شوي يو . د نن نه دريش کاله له مخه زما د کتاب " تږے نظر " مخ کتنه کښې ځنې ملګرو واک آوټ وکړو دغه وخت هغوي په افکار صاحب او سيد مامون باچا تڼۍ وشلولې خو دوي د هغوي مله نه شو د افکار صاحب دغه عمل زما  په سترګو کښې غړيږي او په ځان پور ګڼم.

نن د ارزان شهرت دور دے هر څوک په سوشل ميډيا د ځان مشهورولو د پاره په ځان لوبې کوي په داسې حالاتو کښې افکار صاحب ادبي دستورو ته لاړ شي د‌ هغې داسې په زړه پورې رپورتاژ وليکي چې لوستونکې داسې احساسه وي لکه زه په دغه دستوره کښې ولاړ يم او خو څوک کرسۍ نه پريږدي. بيا سره تصويرونو يې په سوشل ميډيا خوره وي او اخبارونو کتابونو کښې يې چاپ کوي . ځنو ادبي دستورو کښې خو لايو کيمره هم په درون وجود ګرځوئ او د ګډون والو تاثراتو هم اخلي

وړمه ورځ لويه تيله په لاس د مرکې مردان دفتر ته په پوڼو را وخت دغه وخت ساه ، ساه ؤ. او چې ساه، صورت شو نو د تيلې يې يو يو کتاب راويست او ملګرو ته يې ډالۍ کړو په دې کښې ترې هم ځنې ځوانان شاعران ګيله بند وو چې زړو يارانو له يې کتابونه ورکړل او مونږ يې رانه کړل. ښاغلي امتياز عابد په ځوان کول غږ وکړو  چې علم په کتابونو کښې دے د کتاب اخستل ، لوستلو ته کار ووايې هم دا کتاب به مو د شهرت ، عزت وسيله جوړيږي سوشل ميډيا نه . ښاغلي عابد په دې موقعه ليکونکي اقبال حسين افکار ته دوه شعرونه دالۍ کړل:

                      خوږ ژبې، خوش کرداره - افکاره يه افکاره

                     ژوندے   وسے  تل   یاره - افکاره يه افکاره

                     قلم  درباندې  وياړي  د تل  د نظم او د نثر 

                     بريال    په    هره    لاره - افکاره يه افکاره

ښاغلي سليمان کامل په دې په موقعه ووئيل چې افکار يو متحرک شاعر، ليکوال دے خو متاسفانه ما د هغه کتاب نه دے لوستې نو ځکه پرې خبره نه شم کولے البت د زړه له تله مبارکي ورکوم د پروفيسر ګوهر نويد کتاب په اردو ژبه ددې خاورې اردو ادب په حواله په تذکرو کښې يو داسې غوره اضافه ده چې تل به يې محقيقين او سټوډنټان د حوالې دپاره کاره وي . سليمان کامل ووئيل د ژبې مثال لکه د بادام د چغزۍ دے او څوک چې په ژوند کښې ددې د اهميت ، افاديت نه خبر دي د هغوي مثال هغه چا دے چې بادام  بغير د  پوستکي خوري. او څوک چې دا حقيقت نه مني نو هغوي داسې دي لکه چې د بادام چغزۍ د پوستکي سره کاره وي.

ديار خان ايجوکيشن فاونډيشن يعقوبي ډاريکټر نومياله شاعر ، اديب ښاغلي کرم ستار يعقوبي په دې موقعه ووئيل چې نن په مردان کښې د ادب د دوه متحرک شخصيتونو د کتابونو د مخ کتنې دستوره ده په دې کتابونو کښې يو د اقبال حسين افکار د " ژوند رنګونه " او بل کتاب د پروفيسر ګوهر نويد  "خیبر پختونخوا میں اردو ادب" دے ۔ د اقبال حسین افکار کتاب خو مې له نه دے لوستې خو د هغه شخصيت  مې  ښه ډير زيات  لوستې دے. موصوف د يو مودې نه د مارګلې په لمن کښې د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد په نوم تنظيم چلوي په دې تنظيم کښې دده سره م،ر،شفق، عبدالحميد زاهد، سردار يوسفزے وغيره هم دي خو مير کاروان يې اقبال حسين افکار دے. په حيث د يو شاعر، سفرنګار، رپورتاژ نګار خو دې هر څوک پيژني خو دې سره دې تنظيم  سازئ ، تقريب سازې او محفل سازې کښې هم ډيره وچته  مرتبه ده د‌ پاکستان په کثيرالالساني او کثيرالاقومي ښار اسلام آباد کښې د پښتو ژبې ادب د پرمخ تګ او ودې دپاره د هر تحريک پس منظر او پيش منظر کښې د افکار صاحب افکار او عمل ضرور شامل وي. د افکار صاحب په کار و زيار او شخصيت ډير څه ليکلې وئيلې کيدې شي خو د وخت د کمي په وجه د حمزه بابا په دې شعر اکتفا کوم :

حمزه د ښکلي يار به درته څه صفت بيان کړم 

ګوړه   چې  د  هرې   ډډې  وسټې  خوږه  وي 

د پروفيسر ګوهر نويد سره زما د دوستئ تعلق په پنځويشت کلونو خور دے زما خواهش دے چې زمونږ دوستئ پنځويشت کلنې په اړه  مردان او صوابۍ د مينې په مزي تړونکي شخصيت عبدالسبحان خان په کړه مار مېنه کښې يو  سلور جوبلي تقريب راجوړ کړو . ګوهر نويد يو متحرک او مينه ناک  انسان دے په پيښور پوهنتون کښې هغه د يو ځانګړي شخصيت څښتن وو او کله چې يې په ليکلو لاس پورې کړو نو ډير زر  يې د ژوند په دې سنګر يې د خپلې بريا جنډې وچتې کړې." خيبر پښتونخوا ميں اردو ادب" د هغه يو داسې کاؤش دے چې د نن او سبا سره د راتلونکي دورونو محقيقين به يې د حواله دپاره کاره وي هم په دې حواله به هغه تل ژوندے وي په دې موقع پروفيسر ګوهرنويد ته دا شعر ډالۍ کوم:

چاند چہرے تو مجھے اچھے تو بہت  لگتے ہیں

عشق  میں اس  سے  کروں  گا  جسے اردو آۓ

کله چې ياد شاعر، اديب او صحافي ښاغلي ګل محمد بيتاب ته د وينا بلنه ورکړې شوه نو هغه ووئيل زما خوشبختي داده چې دا دواړه کتابونه مې د چاپ نه مخکښې لوستي دي خبره پرې هم کولې شم خو حيران يم چې څه وکړم په دې کتابونو د وئيلو دپاره ما سره دوه ګزونه دي يو ګز  د محترم عبدالسبحان خان دے . او بل د ښاغلي سيد مامون الرشيد باچا دے که د محترم سبحان خان په ګز دا کتابونه ګز کوم نو بيا به مامون باچا خفه کيږي نو د هغه د خفګانه دې خداې زما سره هر څوک وساتي او که مامون باچا په ګز دا کتابونه ګز کوم نو امکان لري چې دا ملګري مې خفه شي زه دوي خفه کول نه غواړم  دواړه د کار خلق دي . کار يې کړې دے او له کوي يې ژوند بريا يې په برخه د زړه نه ورته ددې کتابونو چاپ  مبارکي وايم د پت پښتو ادبي ثقافتي جرګې د ملګرو مننه کوم چې دا دستوره يې راجوړه کړه او مونږ ته ورکښې د ګډون او وينا بلنه راکړه .

ډاکټر سبحان اللّه د وينا وخت پت پښتو ادبي ثقافتي  مردان دا هڅه وستائيله چې د ګوهر نويد او د ليکونکي اقبال حسين افکار د کتابونو په اړه يې دا دستوره راجوړه کړه . ډاکټر سبحان  دواړو مصنيفينو ته د کتابونو په چاپ مبارکي وئيله ډاکټر سبحان زياته کړه چې په 1957 کښې فارغ بخاري د ادبيات سرحد په نوم ادبي تذکره چاپ ده دهغی روستو ډاکټر صابر کلوروي شعبه اردو مقالې چاپ کړې او ډاکټر ايوب صابر د مانسهرې ادب. ډاکټر نذير تبسم د پي ايچ ډي مقاله " د سرحد کی غزل ګو شعراء " او نور . دا ټول کتابونه د ادبي تاريخ او تذکرې موثر کتابونه دي . ادبي تذکرو او تاريخ په دې لړۍ کښې د ښاغلي ګوهر نويد موضوع او موادو په حواله بشپړه کتاب دے چې په ړومبې په کال 2010 کښې " سرحد ميں اردو ادباو دادے اوس په دويم ځل سره د اضافو سره په نوے بڼه چاپ شو . ګوهر نويد يو متحرک ليکوال هر کال مونږ ته ددغسې يو ګوهر نويد راکوي ژوندے دې وي چې د قلم او کتاب دا تړون هم دغسې پرمخ روان وي.

د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد په آستازي توب ښاغلي طيب اللّه خان دستورې ته په ډيره ظريفه او لطيفه پيرايه وينا وکړ هغه  وئيل بخت روان عمرخيل تړه کېښوه زه به هم د ځان په بابله لږه پيژندګلو وکړم ښاغلي کرم ستار يعقوبي د پښتو ادبي سوسائټي اسلام آباد په بابله خپله وينا کښې د ذکر په وخت د څو ملګرو نومونه واخست او نور يې په وغيره وغيره کښې واچول نو په دې وغيره وغيره کښې يو زه يم يو دوہ هغه دے ناست دے { رحيم خان مجروح. وقار علي شاه درياب} د ګوهر نويد کتاب ما لوستي دے تبصره مې پرې ليکلې ده اخبار ته مې هم ليږلې ده چاپ به شي څه نيوکې مې پرې کړي دي هيله من چې خاطر به نه درنوي په دې کتاب د ژباړې په برخه کښې د ښاغلي راشد خټک ذکر نشته حالانکې هغه په دې لړ کښې د سعدالدين شپون ناول  د څمڅتې ياران ، د پښتو نه اردو ته  د ياران غار په نوم ژباړلې دے د وکيل شنواري يې د آفسانو دوه کتابونه " پچاس ميلين" او" بانجھ" په نوم د پښتو نه اردو ژبې ته ژباړلي دي. دغه شان د الکمسټ يې د انګريزۍ نه په پښتو ژباړه کړې  ده نو د ده د ذکر بغير به دا کتاب نيمګړې وي.

ښاغلي طيب اللّه خان ووئيل د مارګلې لمن اسلام آباد کښې د ادبي هلو ،ځلو لوے محرک افکار صاحب دے که دې ترې لرې کړو نو بيا به  بس تش وغيره وغيره وي. له بدغه د يو مياشت نه مونږ يو بل نه دي ليدلي او افکار صاحب وئيل نن  درځي سبا درځي کتاب چې دا کتاب ولولم نو ضرور به پرې تبصره کوم.

په دې موقع ښاغلي صديق اکبر رضا ، غمګين ماياري، اورنګزيب نسيم ، ګوهرعلي ګہر، رحيم خان مجروح، مظهر جاويد د راقم او ګوهر نويد ته منظوم خراج وړاندې کړو. ښاغلي وقار علي شاه درياب په خپل خوږ غږ د ژوند رنګونو نه د محترم عبدالسبحان خان ليکلے په  زړه پورې شاهکار  نظم زمزمه کړو د سامعينو يې بې دريغه داد واخست . دغه رنګ محترم فجي ګل فجي صاحب خپل غزل په خوږ آواز زمزمه کړه . په دې موقعه د شکر تنګي نه راغلي ريټائرډ پرنسپل محترم خوشحال خان خټک او د سوات نه راغلي نومياله صحافي روح الامين ناياب صاحب د  دواړو مصنيفينو په کتابونو او شخصيتونو ګټورې خبرې وکړې او د هغوي دا هڅې يې د دواړو ژبو په ادب کښې غوره اضافه وګڼله په دې موقعه  يې دوي ته مبارکي وئيله .

د قائد‌ اعظم پوهنتون د پاکستان سټډي د څانګې ډاريکټر پروفيسر ډاکټر حنيف خيل د‌وينا په وخت د پت پښتو ادبي جرګې مردان ملګرو هڅه وستائيله چې په دومره ښه ماحول او فضاء کښې يې دومره ښه دستوره راجوړه کړې ده. ډاکټر صاحب ووئيل ما د دواړو مصنيفينو کتابونه  د لوستو سره دواړه شخصسيتونه هم لوستي دي . د اقبال حسين افکار د رپورتاژونو دا څلورم کتاب دے ړومبې کتاب يې د مارګلې لمن کښې د پښتنو هلې ،ځلې دے او څلورم کتاب يې د ژوند رنګونه دے څنګ چې رپورتاژ د خبر نه د روداد په لار دې مقام ته رارسيدلے دے. خبر د ژرنلزم سره تعلق لري بيا په دغه خبر کښې چې تخليقي جوهر شامل شي نو روداد شي او چې په روداد کښې چې د ليکوال داخليت غزونې وکړي نو رپورتاژ ترې جوړ شي څنګ چې رپورتاژ د يو اتقائي عمل نه راتير شوې دے دغه رنګ افکار صيب د ړومبي کتاب تر څلورم کتابه هم راتير شوې دے د هغه د رپورتاژونو څلورم کتاب چې زه ورته د دويم ايډيشن په دې حواله  وايم ولے چې دا ټول ما په فيس بک لوستي دي. د هغو ملګرو خبره بې ځايه ده چې وائي ما د ده کتاب نه دي لوستي. ددې رپورتاژونو د نيمو نه زياتو پروګرامونو کښې زه پخپله موجود وم زه ګڼم څنګ چې افکار صاحب د اسلام آباد ادبي فضا له آکسيجن ورکوي دغه شان  ددې رپورتاژونو د کتابونو په وسيله دغه دستورې هغه په لفظونو کښې د خپلو دې رپورتازونو په وسيله  ژوندئ وساتلې ډاکټر حنيف خليل زياته کړه چې په اردو ادب کښې کرشن چندر د " پودے " د سجاد زهير " روشنائي" د اجمل خټک " سرې غنچې" د سليم راز " د باړې تر باړه ګلۍ" کښې چې کوم تخليقي جوهر ، داخليت، تحقيق، تنقيد ، تاريخ ، افسانوي انداز د خاکې تاثر ، منظر کشي ، کردار نګاري ده  دا هر څه د افکار صيب په  رپورتاژونو په دې کتاب کښې هم موجود دي نو ځکه زه د هغه د رپوتاژونو دا کتاب د ژوند رنګونه د رپورتاژونو په دغه بره ذکر شوو کتابونو په قطار کښې ودوروم او تسلسل يې ګڼم او افکار صيی ته خراج وړاندې کوم.

د پروفيسر ګوهر نويد کتاب" خيبر پښتونخوا میں اردو ادب " دا دويم ايډيشن دے ددې کتاب  ړومبې ايډيشن هم ما لوستې دے. ګوهر نويد په دې تذکره کښې د پښتنو لږ تر لږه د څلورو پنځو سؤ کالو تاريخ خوندي کړې ما پخپله په اردو ژبه کتاب ليکلے  دے " اردو کي تشکيل ميں پښتنو کا کردار" د شير شاه سوري د وخت شاعر شيخ عيسي مشڼواڼي غزل په اردو ژبه شته دغه رنګ 500 کاله له مخه پير روښان اردو ليکلې ده  دغه وخت اردو ژبې ته د اردو نوم نه ؤ ورکړې شوے. دغه شان  امتياز علي فرشي چې د هلي په يو کتابتون کښې نوکر وو کتاب ليکلې په دغه کتاب کښې هغه الفاظ راوړي  دي چې نه خو په سنسکرت يا نورو ژبو کښې شتون لري سرپ په پښتو او اردو کښې مشترک دي دغه رنګ فارسي او عربي پښتنو هندوستان ته رسولې ده . زه ګڼم چې ګوهر نويد ددې کتاب په وسيله په دې دور کښې د فارغ بخاري، رضا همداني، خاظر غزنوي نه  څو ګامه پرمخ تللې دے يقينناً چې تاريخ او تذکره روان عمل وي ګوهر نويد به  وس د دريم ايډيشن تيارئ شروع کړې وي زه هيله من يم چې هغه تر څو ژوندے وي دا عمل به پرمخ بيائي ژوند بريا يې په برخه.  

ياد اديب ، محقق او نقاد د د علامه اقبال پوهنتون د پاکستاني ژبو د څانګې مشر ډاکټر عبداللّه جان عابد د وينا په شروع کښې د ستورې منتظيمينو ته په دې کاميابه دستوره مبارکي سره دواړو شخصيتونو په غوره کتابونو چاپ کولو مبارکي وئيله ډاکټر عبداللّه جان عابد زياته کړه چې دپروفيسر ګوهر نويد کتاب کښې د پښتنو  په اردو ژبه کښې علمي ادبي کاؤشونه خوندي شوي دي . له دې سره په دې کتاب د پرون او نن په خيبر پښتونخوا کښې په اردو ژبه کښې نظم ، نثر، تنقيد ، تحقيق وغيره ليکونکي په خپل سينه کښې را ځاې کړي دي. ډاکټر صاحب زياته کړه چې 1957 کښې فارغ بخاري صاحب د ادبيات سرحد په نوم يو تذکره ليکلې د هغې روستو ګوهر نويد په 2010 کښې دا تذکره چاپ کړه دادے په 2020 کښې نظرثاني شوې کتاب چاپ شو هغه وئيل دا ډير  ګران او زړه ستړې کار دے حنيف خليل ناست دے ده هم د تاريخ کتاب ليکلی ما هم ليکلې دے خو نظرثاني کول له زړه ستړې کار دے . په دې حواله ګوهر نويد ډير داد او ډاډ وړ دے چې مونږ ته يې دا کتاب را وبخښو .

د خپلې وينا په وخت ډاکټر عابد  ووئيل چې په هر ايډيشن کېې د کتاب ليکوال تصحيح او اضافې هم کوي دا يو مسلسل کار دے. په دې ايډيش کښې ځنې کمې بيشئ احساسيږي لکه د خيرالبيان اردو برخې ته پاملرنه نه ده شوے د اردو ادب په حواله دا ډير مهم کار  دے. په دې برخه خبره کولو بغير به د اردو ادب نيمګړې وي. ولے چې د بيچاپور د روايت ترمخه د ابراهيم حاتم د کلمة الحق او رساله وجوديه معاصر نثر دے له دې مخکښې د اردو سره بل نثر نشته. ډاکټر عابد زياته کړه چې د غزل برخه هم نظر ثاني غواړي. ولے چې د خيبر پښتونخوا په اردو غزل ګو شاعرانو کښې هغه شاعران نه  تر سترګو کيږي کوم چې د اردو غزل د روايت مهمې کړۍ دي . د مثال په توګه د ديوان شمس الملک د مصنف د اکبر پورې محمد رفيق ذکر وکړو چې په نورلسمه صدۍ د پښتو او اردو يو مهم شاعر وو. ديوان يې د ځلمي هيواد مل په څيړنه پښتو اکيډمۍ چاپ کړې دے چې اردو برخه ورکښې هم شته دا محمد رفيق د مردان د شاد محمد خان استاد وو څوک چې صاحب ديوان شاعر دے. دغه رنګ ډاکټر عابد صاحب د چارسدې ددغې دور د شاعر صحبت خان ذکر هم وکړو څوک چې د صوبې د پخواني چيف سکتر اعظم خان نيکه وه. د پښتو ، فارسۍ او اردو پرګو شاعر ؤ. کلام يې چاپ دے او اردو خوانو منلے هم دے. د ګوهر نويد ددې کتاب په خود نوشت برخې هم ډاکټر عبداللّه عابد خپل نظر ورکړو هغه وئيل چې په دې هم نظر ثاني پکار ده . امير حمزه خان شنواري ټول پنځه خود نوشت ليکلي دي چې دوه په اردو ژبه دي په دغه کښې يو  پروفيسر ګوهر نويد ذکر کړې دے چې امير حمزه خان شنواري د داستان امير حمزه په نوم په کال 1975 کېې ليکلې او ښاغلي خاطر غزنوي په 1986 کښې چاپ کړې دے. چې د ګوهر نويد په دې تذکره کښې يې ذکر نشته. .ډاکټر عابد زياته کړه چې ببلوګرامي ته هم توجه پکار ده.ړومبې خو دا چې د الفبائي ترتيب درست نه دے دا درستول پکار دي. دويم دا چې ځنې کتابونه پکښې دوه دوه ځله نوټ شوي  دي. د مثال په توګه د امير حمزه نقش حيات په 8،نمبر هم کوټ شوې دے او بيا په 48 نمبر هم. دغه رنګ د ډيرو کتابونو کوائف په کتابياتو کښې نيمګړي دي. ډاکټر عابد ووئيل ددې هر څه باجود د ګوهر نويد ددې کتاب اهميت او د مصنف د خوارئ نه انکار څه قسمه  نشي کيدې. د ګوهر نويد دا کار و زيار د لوړ اهميت حامل دے. چې د هر چا د وس خبره نه ده. اللّه دې د قلم زور له زيات کړي.

ډاکټر عبداللّه جان عابد د ليکونکي د کتاب " د ژوند رنګونه" په اړه ووئيل چې دا کتاب د ډير اهميت وړ دے .په دې کښې د ګڼو ادبي ، کلتوري دستورو، سمينارو قومي او بين الااقوامي کانفرنسونو احوال خوندي دے. د اقبال حسين افکار دا رپورتاژونه د ادبي دستاويز حيثيت لري. چې هغه په ډير ښکلي ادبي پيرايه کښې ليکلي دي.په دې رپوتاژونو کښې که يو اړخ ته معروضي حقائق بيان شوي دي، نو بل اړخ ته ورکښې رپورتاژنګار داخلي تجربې، احساسات او تخيل آميزش د ورايه نه بريښي. په دې رپورتاژونو کښې چرته چرته د مصنف مورخانه شعور هم ډير په چابکدستئ په نظر راځي چې ښه نمونه يې د تخت بائي په رپورتاژ کښې په نظر  راځي. له دې سره په دې رپورتاژونو کښې د کردار نګارئ او منظر کشئ  ښکلې نمونې په سترګو کيږي. دا د افکار صاحب د رپورتاژونو څلورمه مجموعه ده پکار دي ادبي حلقي ورته په درون نظر وګوري. او تود هرکلې يې وکړي. ځکه چې هغوي په دې رپورتاژونو کښې ددې نسل دپاره بلکې زمونږ راتلونکي نسلونو دپاره ددې عصر د ادبي سرګرميو ريکارډ تر ډيره حده محفوظ کړې دے. ددې دور رپورتاژونه چې زمونږ راتلونکي نسلونه لولي نو کم از کم ددې موجوده ادبي عصر د رحجاناتو ، ميلاناتو شعور او ادراک به ورته کيږي. ځکه چې د راروان عصر رحجانات او تقاضې به بيا دا نه وي څه نورې به وي

ياد او استاد شاعر ، اديب او کالم نګار د دستورې مشر ميلمه محترم ناصر علي سيد د دستورې منتظيمونو ته په دومره کاميابه علمي دستوره مبارکي وئيله او د هغوي دا هڅه يې وستائيله محترم ناصر علي سيد صاحب زياته کړه چې دواړه  شخصيتونه ښاغلي او سپيځلي دي . د دوي دا کار و زيار به دوي تل ژوندي ساتي ولے چې د دې دواړو کتابونو تعلق د ادبي تاريخ سره دے د افکار د رپورتازونه هم د مختلفو ادبي دستورو سيمينارونو رپورتاژونه دي چې د تخليقي جوهر سره ورکښې د تاريخ او تحقيق عنصر په نظر راځي د هغه دا کتاب ما دلته په ناسته ولوست په خصوصيت سره د کړه مار مېنه او پښتانه دانشوران مې ډير خوښ شو د ګوهر نويد کتاب هم ادبي تذکره ده په ړومبي ځل 2010 کښې ليکلې شوې وو دادے د نوؤ اضافو سره بيا چاپ شو زه ورته د زړه له تله مبارکي وايم . ناصر علي سيد وئيل د نن تن آسان او ځان خوښئ او آسان شهرت په دور کښې بې غرضه بې لالچه ، د ډلې ، پرې يو خوا دومره لوے کار د ګوهر، نويد بس ګوهرنويد ورکولې شي د فارغ بخاري ادبيات سرحد  د 1957 نه  روستو په خيبر پښتونخوا کښې د اردو ادب په حواله دا ډير لوے کار دے چې زمونږ پرون او نن يې د سبا دپاره محفوظ کړې دے زه يو ځل بيا دوي ته مبارکي وايم ښه ژوند او بريا دپاره يې لاس په دعا يم.

د دستورې کوربه محترم سنيټر دلاور خان وئيل زه د پنجاب، اسلام آباد ، د خيبر پښتونخوا د بيله بيلو سيمو راغليو ميلمنو ته په چوپال کښې هرکلې وايم له دې سره ورته خواست کوم چې د پروګرام روستو مونږ ستاسو د ميلمستيا اهتمام کړې دے نو تاسو يو تن به هم نه ځئ مونږ سره به ډوډۍ خورئ. محترم سنيټر دلاور خان ووئيل زه خپل مشر ورور محترم عبدالسبحان خان ته مننه وايم چې هغه چې زما په خواست  دا دستوره د کړه مار مېنې نه چوپال ته راوړه د افکار صاحب ګوهر نويد صاحب په شخصيت او کتابونو پروفيسرانو ، ډاکټرانو د ادب استازانو دومره علمي معلوماتي خبرې وکړې چې له دې روستو که زه څه وايم ستاسو وخت به خرابوم بس خپله يو قطعه وړاندې کوم افکار صاحب دې په ډير څه قبوله کړي 

  په افکار فضل د رب دے ... ځلنده ستورې د ادب دے

د پښتو ژبې ملنګ دے ---     او په ښکلو يې قلنګ دے

 مارګله    کښې خيمه زنه ---  دا  ښاغلے په سبب دے 

او ګوهر نويد صاحب ته ډالۍ 

په    اېرو  کښې  چې ځليږے  پټ  ګوهره

د   پښتو   او   اردو   ادب    لوے     غره

دا خدمت به دې هميش هميش له ياد وي

د    هر    دور    د    شاعر   د  زړګي  سره

په دې موقعه سنيټر دلاور خان د خپل غزل څو شعرونه هم واورول چې څه په دې ډول وو.

د     ټوپک  او  تمانچو  نه   قلمونه جوړ  کړه

د  آمن    ترانې   له   مې  سازونه  جوړ  کړه

د تن په وينو مو وطنه اوبه خور درکړې دے

ته  په  خپل تن کښې  مو قبرونه  جوړ  کړه 

د اسرافيل شپيلۍ ته پاتې مونږ ښاغلي نه شو

دې  اتلانو  له  مې  ښکلې کفنونه جوړ کړه 

چې  په ګنا د خپل عمل لکوټي پوهه شمه 

شيخه د دم دروده پس څه تعويزونه جوړ کړه

د وطن جونې دې بې کوره او سر توره شولې

خړوب په وينو نظارو له تصويرونه جوړ کړه 

دلاور خانه ! په وطن مې قرباني شول ځوانان

د زړه په مينه پرې خواږه خواږه شعرونه جوړ کړه

په دې موقعه ليکونکي، او پروفيسر ګوهر نويد د خپلو سپيځلو مشرانو محترم عبدالسبحان خان او سنيټر دلاور خان مينې ته مننه ووئيله چې مونږ ته يې درناوې راوبخښو دغه رنګ د پت پښتو ادبي ثقافتي جرګې مردان ملګرو ته يې هم مننه ووئيله چې دا پرتمنه دستوره يې راجوړه کړه په خصوصيت ددې جرګې چئيرمين ياد او ښاد شاعر ،اديب او نقاد سيد مامون الرشيد باچا مينه يې وستائيله. دغه رنګ د سوات ، ملاکنډ ، چارسدې، پيښور، کوهاټ، صوابۍ ، اسلام آباد نه راغليو شاعرانو، اديبانو ملګرو سره ددد مردان د ملګرو د ادبي دوستانو مرکې، مزدور ادبي سنګر، سنګر پښتو  ادبي ټولنه د پښتو ادبي ټولنه تخت بائي او رستم ملګرو مرستې ملاتړ ته مننه ووئيله. د دستورې مشر ميلمه د ادب لوے استاد شاعر، اديب او محقق پروفيسر ډاکټر نذير تبسم دستورې ته د وينا په وخت ووئيل نن له مادپاره د خوشحالئ موقعه ده چې زما د شاګرد ګوهرنويد د کتاب مخ کتنه ده او زه ورکښې ميلمه يم . زه په په درې موقعو ډير خوشحاله شوے وم يو هغه چې زه او ناصر علي سيد لکنهو ته مشاعرې له تللي وو هلته چې زمونږ پيژندګلو کيده نو وئيل چې دا شاعر د هغه خاورې سره تعلق لري د کومې خاورې سره چې   د نړيوال کچ شهرت لرونکي شاعر احمد فراز تعلق لري . دويم زما د پي ، ايچ، ډي د ډيفنس په ورځ زما استاد خاطر غزنوي داسې ناروغه وو چې په هسپتال کښې وو هر څو که ډاکټرانو ورته وئيل چې نه شے تلے خو هغه وئيل زه به ضرور ځم دغسې په سټريچر د ناصر علي سيد ځوي فراز په ايمبولنس کښې راوست څه په مشکله يې په کرسۍ کينولو او زما د پي ايچ ډي ډينفس وشو . نن زما د شاګرد د کتاب مخ کتنه ده او زه ورکښې شريک يم نو ډير خوشحاله يم زه ګوهر نويد ته په دې کتاب مبارکي ورکوم او ددې دستورې منتظيمينو ته مننه وايم چې دومره ښه دستوره يې راجوړه کړه او مونږ ته يې ورکښې د ګډون بلنه راکړه. ډاکټر نذير تبسم په دې موقعه د سامعينو په خواست خپل په زړه پورې غزل واورول چې خلقو ډير خوښ کړو او بې دريغه داد يې ورکړو.

د دستورې مشر د پښتنو  نومياله سياسي، سماجي او ادبي شخصيت عبدالسبحان خان د ډاکټر خان تحريک د ډلې مشر ډاکټر خان  سره د دستورې ټولو ګډونوالو ته مننه ووئيله چې دا دستوره يې په خپل راتګ درنه او ښائسته کړههغه ووئيل د پت پښتو ادبي ثقافتي جرګې مردان دا ړومبې او آخري غونډه نه ده ددې وړاندې هم مونږ د دلاور خان په خان قلعه کښې ډيرې لويې دستورې کړي دي خو د دلاور خان د مصروفياتو  زياتيدو په وجه په دغسې ناستو کښې کموت راغلې دے . خو ولے نن د دلاور خان په چوپال کښې د افکار صيب او ګوهر نويد د کتابونو دستوره د خپل نوعيت يو ځانګړې تاريخي او يادګاري دستوره ده چې درناوې يې دلاور خان ته ځي چې پخپله شاعر هم دے او دغه شان په علمي ادبي دستورو کښې دلچسپي لري او د شاعرانو ، اديبانو سره مينه هم اللّه دې خوشحاله لري . محترم مشر عبدالسبحان خان مشر ميلمنو ډاکټر نذير تبسم ، ناصر علي سيد، ډاکټر عبداللّه جان عابد او ډاکټر حنيف خليل ته هم مننه ووئيله چې دا غونډه يې په خپل راتګ ښائسته کړه . محترم مشر ووئيل چې افکار او نويد زما کشران دي د دوي کتابونه مې لوستې هم او دوي هم د ګيټو نه پيژنم خبره پرې هم کولې شم خو دلته خو د دومره تفصيلي علمي ، معلوماتي خبرې د دوي په کتابونو او شخصيتونو وشوې چې له دې روستو خبره کول به خبره له  اوږدول وي. د ګوهر نويد په کتاب کښې د شاعرۍ په برخه کښې د مرزا ابراهيم او کيفي سرحدي کمې احساسوم د دواړو تعلق د خيبر پښتونخوا سره وو. او تحريک پاکستان غړي وو. ددې سره دستوره په درې بجې وپائيده سنيټر دلاور خان په خپل چوپال کښې د ميلمنوله د پر تکلفه خوړې اهتمام کړې د خوړې روستو هر څوک دمبارکو سره خواره شو . دې دستورې ته زه،  ډاکټر حنيف خليل او وقار علي شاه درياب د جمعې په  ورځ ماښام راغلې وو او خالي په ورځ ماښام سره د خوشحالو د سنيټر دلاور خان د چوپال نه ګران او محترم مشر عبدالسبحان خان د خپلو دعاګانو سره را رخصت کړو.

په درناوي : اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته