(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فوبیا

[23.Dec.2020 - 14:58]

هسکوېره (هسک+وېره): له هسکه ځایه وېره، هغه حالت چي څوک له لوړه ځایه وېرېږي، اکروفوبيا، Acrophobia

الوتوېره: له الوته وېره، له الوتلو څخه وېرېدل، اېروفوبيا، Aerophobia، Pteromerhanophobia

تورتموېره: له تيارې څخه وېره، ايکلوفوبيا، Achluophobia، Nyctophobia

خوږوېره: له خوږه/درد څخه وېره، الګوفوبيا، Algophobia

ډلوېره: له ډلي/ټولۍ/ګڼه ګوني څخه وېره، اګورافوبيا، Agoraphobia

باټوېره: له تېره څيز څخه وېره، له نوک لرونکي شي څخه وېره، آیکموفوبيا، Aichmophobia

ګاډوېره: په موټر کي له سپرېدلو وېره، د سپرلۍ له موټره وېره، اماکزوفوبيا، Amaxophobia

نروېره: له نر/سړي څخه وېره، انډروفوبيا، Androphobia

تربتوېره: له زندۍ کېدو وېره، له تربتېدو ډار، انجينوفوبيا، Anginophobia

ګُلوېره: له ګلونو څخه وېره، انتروفوبيا، Anthrophobia

وګړوېره: له انسانانو/ټولني څخه ډار، انتروپوفوبيا، Anthropophobia

غڼوېره: له غڼو يا تناوکښانو څخه وېره، اراکنوفوبيا، Arachnophobia

شمېروېره: له شمېرو څخه ډارېدل، له نمبرو څخه وېره، اريتموفوبيا، Arithmophobia

برېښوېره: له برېښنا څخه وېره، له الماسک څخه ډارېدل، استرافوبيا، Astraphobia

اړدوړوېره: له اړودوره وېره، له ګډوډۍ وېره، له ناپاکۍ وېره، اټګزوفوبيا، Ataxophobia

يبوېره: له نيمګړتياوو څخه وېره، له يبه وېره، اټيلوفوبيا، Atelophobia

ګوښوېره: له ګوښيتوبه وېره، له تنهايۍ څخه ډاره، اوټوفوبيا، Autophobia

راښکوېره: له راښکونه وېره، له جاذبې څه وېره، باروفوبيا، Barophobia

ځوړوېره: له مخ پر ښکسته ځایه (ځوړ) څخه وېره، له مايلي سطحي څخه وېره، بثموفوبيا، Bathmophobia

دوژواکوېره: له دوه ژواکو ژوو څخه وېره، له ذوحياتين څخه وېره، بټرکوفوبيا، Batrachophobia

مېخوېره: له تېره څوکي لرونکو شيانو څخه وېره، بيلونيفوبيا، Belonephobia

ليکوېره: له کتابو څخه وېره، بيبليوفوبيا، Belonephobia

بوټوېره: له بوټو څخه وېره، له نباتاتو څخه ډار، بوټانوفوبيا، Botanophobia

بدورګوېره: له بدرنګي څخه وېره، له بدورګۍ څخه وېره، ککوفوبيا، Cacophobia

ټوکوېره: له ټوکيتوبه څخه وېره، له ملنډيوهلو وېره، کټګېلوفوبيا، Catagelophobia

ښيښوېره: له هيندارو څخه وېره، له ښيښو څخه وېره، کټوپټروفوبيا، Catoptrophobia

واوروېره: له واوري څخه وېره، د واوري له ورښت څخه ډار، کيانوفوبيا، Chionophobia

رنګوېره: له رنګونو څخه وېره، کروموفوبيا، Chromophobia

ګړوېره: له ګړۍ څخه وېره، د ساعت له غږه وېره، کرونومينټروفوبيا، Chronomentrophobia

ټانګوېره: له ټانګ څخه وېره، له وخت څخه وېره، له مهاله ډار، کرونوفوبيا، Chronophobia

اړوېره: له تړلي چاپېريال څخه وېره، کلاسټروفوبيا، Claustrophobia

سپکوېره: له سپکو خلګو/خبرو وېره، له سپکوالي وېره، کوريوفوبيا، Coulrophobia

سولګروېره: له کمپيوټرو وېره، سايبرفوبيا، Cyberphobia

سپیوېره: له سپو څخه وېره، ساينوفوبيا، Cynophobia

ونوېره: له ونو څخه وېره، ډينډروفوبيا، Dendrophobia

غاښوېره: له غاښونو وېره، له غاښلګولو څخه وېرېدل، Dentophobia

کوروېره: له کورو څخه وېره، په کور کي له پاتي کېدو څخه وېره، ډوماټوفوبيا،Domatophobia، Ecophobia

پېښوېره: له پېښو څخه وېره، له ناڅاپي حادثو څخه وېره، ډيسټيکېفوبيا، Dystychiphobia

پيشوېره: له پيشوګانو څخه وېره، الوروفوبيا، Elurophobia

ځوانوېره: له نوو ځوانانو وېره، له ځوانانو وېره، ايفيبيفوبيا، Ephebiphobia

اسوېره: له اسونو څخه وېره، د اس له سپرلۍ وېره، ايکوېنوفوبيا، Equinophobia

وادوېره: له واده څخه وېره، له واده کولو څخه ډار، ګموفوبيا، Gamophobia

ويناوېره: د خلګو په ټولۍ کي له خبرو کولو څخه وېره، له وينا څخه وېره، ګلوسوفوبيا، Glossophobia

ښځوېره: له ښځو څخه وېره، له مېرمنو څخه ډار، ګېنوفوبيا، Gynophobia

لمروېره: له لمر څخه وېره، له لمره ډارېدل، هيليوفوبيا، Heliophobia

وينوېره: له ويني څخه وېره، هيموفوبيا، Hemophobia

خوځوېره: له خځندوو څخه وېره، له خزندګانو څخه ډار، هيرپيټوفوبيا، Herpetophobia

اوږويوېره: له اوږدو وييو/لغاتونو څخه وېره، Hippopotomonstrosesquipedaliophobia

اوبوېره: وبوېره، اوبو څخه وېرېدل، هايډروفوبيا، Hydrophobia

رنځوېره: له ناروغيو څخه وېره، له مرضه ډار، هايپوکونډريا، Hypochondria

رنځپوهوېره: له رنځپوه څخه وېره، له ډاکټرانو ډار، اي اټروفوبيا، Iatrophobia

کوټوېره: له کوټې وېره، له اطاقه ډار، کوينونيفوبيا، Koinoniphobia

تڼوېره: له تڼيو وېره، له بټنو څخه ډار، کمپاونوفوبيا، Koumpounophobia

سپينوېره: له سپين رنګه وېره، له سپينه ډار، ليوکوفوبيا، Leukophobia

بوړبکوېره: له بوړبکيو وېره، له ګردو دوړو وېره، ليلاپزوفوبيا، Lilapsophobia

بچوېره: له بچي زېږولو وېره، له ماشوم پيداکولو وېره، لوکيوفوبيا، Lockiophobia

پخلوېره: له پخلي څخه وېره، له اشپزۍ څخه ډار، مګيروکوفوبيا، Mageirocophobia

ستروېره: له سترو څيزونو څخه وېره، له لويو شيانو ډار، ميګالوفوبيا، Megalophobia

تورېره: له تور رنګ څخه وېره، ميلانوفوبيا، Melanophobia

کوشنوېره: له کوشنيو څيزونو څخه وېره، له وړوکو شيانو څخه ډار، مايکروفوبيا، Microphobia

ککوېره: له ميکروبونو څخه وېره، له چټلۍ څخه ډار، ميزوفوبيا، Mysophobia، Verminophobia

مړوېره: له مړو څيزونو څخه وېره، له مړو وېره، له مريني ډار، نيکروفوبيا، Necrophobia

شپوېره: له شپې څخه وېره، له تاريکۍ ډار، نيکټيفوبيا، Noctiphobia

روغتونوېره: له روغتونه څخه وېره، کلينيکه ډار، نوزوکوميفوبيا، Nosocomephobia

درونوېره: له درونوالي څخه وېره، له وزن اخيستلو ډار، له چاغي وېره، اوبيزوفوبيا، Obesophobia

اتوېره: له اتو (8) څخه وېره، له اتم نمبر څخه وېره، اوکټوفوبيا، Octophobia

ورياوېره: له اورښته وېره، له بارانه ډار، له باران اورېدلو څخه وېره، اومبروفوبيا، Ombrophobia

ماروېره: له مارانو څخه وېره، اوفيډيوفوبيا، Ophidiophobia

مرغوېره: له مرغانو څخه وېره، له الوتونکو څخه ډار، اورينټوفوبيا، Ornithophobia

پاڼوېره: له پاڼو څخه وېره، له صفحو څخه وېره، پپيروفوبيا، Papyrophobia

کوشنوېره: له کوشنيانو وېره، له ماشومانو څخه وېره، پيډوفوبيا، Pedophobia

مچوېره: له مچو اخيستلو وېره، له ښکلولو ډار، فيليماټوفوبيا، Philematophobia

مينوېره: له ميني څخه وېره، له عشقه ډار، فيلوفوبيا، Philophobia

وېروېره: له ويري څخه وېره، له ډاره څخه وېره، فوبوفوبيا، Podophobia

پښوېره: له پښو څخه وېره، پوډوفوبيا، Podophobia

بندوکوېره: له بندوکي څخه وېره، له سرخس (هغه بوټی چي ګلان او تخم نه لري او بند ند ډنډر لري) وېره، ټېرېډوفوبيا، Pteridophobia

اوروېره: له اور څخه وېره، له اوره ډارېدل، پايروفوبيا، Pyrophobia

ښوونځوېره: له ښوونځيو وېره، له مکتبو څخه ډار، سکولينوفوبيا، Scolionophobia

سپوږموېره: له سپوږمۍ څخه وېره، له مياشتي څخه ډار، سيلينوفوبيا، Selenophobia

خوبوېره: له خوبو څخه وېره، له ويده کېدلو څخه ډار، سومنيفوبيا، Somniphobia

چټکوېره: له چټکي وېره، له سرعت څخه ډار، ټکوفوبيا، Tachophobia

ټيکوېره: له ټيکنالوژۍ څخه وېره، ټيکنوفوبيا، Technophobia

ستنوېره: له ستنو/پېچکاريو څخه وېره، له تېره څيز څخه ډار، ټراپانوفوبيا، Trypanophobia

غاروېره: له غارو څخه وېره، له ښمڅو څخه ډار، په غارو کي له اوسېدلو څخه وېره، ټراپوفوبيا، Trypophobia

پردوېره: له پرديو وېره، له بهرنيانو وېره، له خارجيانو ډار، زينوفوبيا، Xenophobia

ژووېره: له ژوو وېره، له حيواناتو وېره، زوفوبيا، Zoophobia

پوهنوېره: له پوهي/ساينس څه وېره، Sciephobia

پوهنوېرى: له پوهي/ساينس څه وېره، Sciephobic

 

#نويزونه

#Neologism

لیک: محب ژمن  By: Mohib Zgham

-
بېرته شاته