(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

احمدولي

[23.Dec.2020 - 14:55]

د قاموسونود وېبپاڼې بنسټگر ،ژورناليست ،تکړه ليکلوال اوژباړونکی احمدولي اڅکزی دريادوم .

ددې هڅاند اودغښتلی عزم څښتن ژوند ليک زموږ دهيواد ځوان نسل ته  ددوي دخپل شخصي ژوند دروښانه راتلونکي لپاره هغه درس دی کوم چې  ورزده کوی،که يوڅوک  په قوی عزم او اراده  علمی او مسلکي هلي ځلي  اوتلاښ  پيل کړي نه يوازي داچي ثمر یې  هرو مروترلاسه کولاي سي،بلکي خپل ولس اوبشريت ته دلويو خدمتونو جوگه گرځېدلاي سي

چي غوټې پسی وهې پلاس به درشي 

چاويل چي په درياب کي گوهر نشته 

ښاغلي  احمد ولي اڅکزی  دکندهار ولایت دسپین بولدک ولسوالۍ د توبې په سیمه کي د حاجي ولي شاه خان په کورنۍ کي سترگې دنياته پرانيستې .

ښاغلی احمدولي اڅکزی د حاجي ولي شاه خان زوی، د پښتو او دري د شاعر وکيل مرزا محمد ايوب خان اڅکزي لمسی او دميونددغازي اوخپل دوخت د خپل قوم مشرغازي مېداد خان اڅکزي کړوسی دی.

د احمدولي اڅکزي کورنۍ د ډيورنډ پردواړو اړخونو آباده ده اوکورونه يې په توبه اڅکزۍ،کندهار او کوټه کي دي.

زدکړي :

ښاغلی احمدولي اڅکزي تر لسو کالو څخه زيات وخت ديني زده کړې دي او ددې تر څنگ يې د لسم ټولگي پورې د سويلي پښتونخوا په ښار کوټه کې ښوونځی لوستې . داحمد ولی اڅکزی پلار نوموړی د نورو زدکړو لپاره المان ته ولېږه، چيرې چې ده د باکلوريا د بري ليک ترلاسه کولو وروسته د آلمان د ووپرټال پوهنتون د آرکيټېکتر يا مهندسي په پوهنځي کې لوړې زده کړې بشپړي کړې.که څه هم چي نوموړی د لوړو زدکړو پر اساس آرخيټېکټ يا تعميراتي انجينير دی، خو هغه دژورنالست په توګه د ۱۳ کالو راهيسي په عملي کار بوخت دی .

اڅکزی صاحب د ۲۰۰۲ م کال راهيسې د المان غږ دويچه وېله راډيو په پښتو څانگه کې د ژورنالست په توگه کارکوي.ددې ترڅنگ نوموړي ددويچه وېله راډيو د الماني اود سويلي آسيا دانگريزي او اُردو ژبو دځانگړو څانگو او د الماني تلويزيون WDR سره هم همکاري کړېده او تر اوسه د آلمان ږغ دويچه وېله د پښتودري څانګي سره د ژورنالست او پروډيوسر په توګه کارکوي.

ژبي :

اڅکزی د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ په انگريزي، الماني، اردو، روسي اودری هم خبري کولای شي ، د يادو ژبو تر څنګ په يو شمېر نورو ژبو باندي هم تر يوې اندازې پوهيږي اوعملي کار يې  پکښي کړی دی.

پدې کار کښي یې  د يو شمېر قاموسونو ليکل او د قاموسونو په لیکلوکي د نقش ادا کول شامله دي .

قاموسونه ټکی کام www.Qamosona.com

احمدولی اڅکزي په ۲۰۰۳ م زېږدي کال د قاموسونه ټکی کام انټرنټي پروژې بنسټ کېښود. هغه وخت په تخنيکي برخه کي د اڅکزي مرستيال په نيوزيلاند کي ژوند کوونکی ځوان افغان سيد مصطفی سادات ؤ چي پر خپل وخت يې د ريښتني افغان يا realafghan انټرنټ پاڼه هم پر مخ بيوله .

په قاموسونه ټکی کام انټرنټ پاڼه کي تر اوسه پورې ۳۲ قاموسونه ځای پر ځای شوي دي چې پکې د پښتو مشهوره قاموسونه لکه پښتو تشريحي قاموس، درياب او افغان قاموس هم شامل دي . په دغو قاموسونو کي د هر قاموس يوه ژبه پښتو او دويمه يې يوه بله ژبه ده. په ټوليزه توګه تر اوسه پر قاموسونه ټکی کام د پښتو سره جوړه په ۱۴ ژبو قاموسونه آنلاين کړل سوي دي. معنی دا چي د پښتو داسي قاموسونه آنلاين سوي دي چي پکښي ۱۴ ژبي په پښتو ژباړل سوي او يا پښتو په نورو ژبو ژباړل سوې ده .

کوم قاموسونه چي تر اوسه آنلاين سوي دي د هغوی د لومړۍ ژبي د لغتونو شمېر تر ۶۶۴ زرو زيات دی. خو که د دغو آنلاين قاموسونو ټول لغتونه يعني لغت او ټولي معناوي يوځای وشمېرل سي نو د ټولو لغتونو شمېر تر دېرش لکو يا درو مليونو پوري رسيږي. دا په داسي حال کي چي يو شمېر نور قاموسونه سته چي د قاموسونه ټکی کام د پروژې په ترڅ کي جوړ سوي خو لا تر اوسه نه دي آنلاين سوي.

د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼه پر انټرنټ د پښتو ژبي د هغه تر ټولو زياتو مينه والو او مراجعه کوونکو لرونکو پاڼو څخه يوه ده. په زياته بيا ليکوال، ژورنالستان، ژبپوهان او څېړونکي په خپل ورځني ژوندکي دقاموسونه ټکی کام دنشته والي تصور نورنه سي کولای.دغه پاڼه هره ورځ په لسهاؤ زرو د لغت معنی لټون ته جواب ورکوي چي دغه شمېر ورځ تر بلي مخ پرزياتېدو دی.

دغه پروژه یوازي د احمدولي اڅکزي له خوا پر مخ بيول کيږي اوتمويليږي . نوموړی د خپل پلار حاجي ولي شاه اڅکزي علاوه په دې ترڅ کي د هيڅ چا څخه مالي او اقتصادي ملاتړ نه غواړي او نه يې تر لاسه کوي.

موبايل اېپس يا پروګرامونه :

احمدولي اڅکزي د آنلاين قاموسونو له پاره داندرويد اواېپل موبايل تليفونونو مفت اېپس يا موبايل پروګرامونه هم جوړ کړي دي چي د دغو پروګرامونو کوډ دځوان افغان کمپيوتر پوه اجمل حمزه په مرسته جوړ کړل سوي دي .

د اڅکزي قاموسونه :

احمدولي اڅکزي پخپله هم يو شمېر قاموسونه لیکلي دي چي بعضي يې چاپ سوي،اويوشمېر يې چاپ ته چمتو او پر بعضو يې لا کار روان دی . احمدولي اڅکزي د يو شمېر هغو بهرنيو ژبو او پښتو قاموسونو په ليکنه او ترتيب کي هم کومک کړی دی، چي په خپله دده نه دي زده، لکه پښتوچينايي قاموس . اڅکزي د بېلګي په توګه د لومړي ستر پښتو چينايي قاموس ليکونکي استاد هونګ څای سره تماس درلودلی او ورسره يې د پښتو قاموسونو په ډګر کي همکاري کړې ده اود هغه سره يې دلغتونوليسټونو تبادله کړې ده . د دې تر څنګ اڅکزي په فرانسه، روسيه، پاکستان اوافغانستان کي د قاموس ليکونکو سره دخپلو پښتوقاموسونو په بشپړه کولو کي همکاري درلودلې ده.

ـ لومړی پښتو آلماني قاموس :

اڅکزي په ۲۰۰۹ کال خپل لومړی قاموس چي د پښتو آلماني لومړی قاموس ؤ چاپ ته ورکړ.په دغه قاموس کي نه يوازي دا چي دپښتولغتونو آلماني معنی ليکل سوې، بلکه د دغه پښتو لغت د ټرانسکريپشن يا په صوتي نړيوالو تورو آی پي اې باندي تلفظ،ګرامري ځانګړتياوي، پښتو هم معنيزونه اولهجوي وار يانتونه ليکل سوي دي.دا دپښتو لومړی قاموس دی چي پکښي دهر پښتو لغت ريفرنسونه ورکول سوي دي چي د پښتو په نورو کومو قاموسونو کي راغلی دی.ددې ترڅنګ داڅکزي په دغه پښتو قاموس کي يو بل نوښت سته چي ترمخه په هيڅ پښتو قاموس کي په دغه شکل نه ؤ راغلی.

اڅکزي د اکثره پښتو لغتونو له پاره د پښتو د کلاسيکه شاعرۍ څخه دوې مصرعې دريفرېنس په توګه راوستلي او بيا يې دهغو مصرعو پوره ماخذ لکه د کتاب نوم،دپاڼي شمېره اودکرښي شمېره ورسره درج کړي دي.

ـ څو ژبيز پښتو قاموس :

اڅکزی د څو کالو راهيسي پر يوداسي پښتو قاموس کار کوي چي پکښي پښتو لغتونه په څو ژبو لکه عربي، فارسي، اردو، انګريزي، آلماني، فرانسوي، هندي، سانسکريت، هسپانوي او روسي ژبو ژباړل کيږي. دغه قاموس به د خپل نوعيت تر ټولو لومړی او بډای پښتو قاموس وي. خو د اڅکزي په وينا ښايي د دغه قاموس بشپړه کول په کلونو کلونو نور کار هم وغواړي.

ـ د اڅکزي نور قاموسونه :

د احمدولي اڅکزي پښتو انګليسي او د پښتو هم معنيزونو او ورته لغتونو قاموسونه هم چاپ سوي دي. د پښتو هم معنيزونو قاموس يې د پښتو اکاډمۍ له خوا په ۲۰۱۵ کال د پښتو نړيوال کانفرانس په ترڅ کي له چاپه راووت.

د اڅکزي يو شمېر نور قاموسونه چاپ ته چمتو دي چي پکښي آلماني پښتو، اردو پښتو، هندي پښتو، سانسکريت پښتو او هندي پښتو قاموسونه شامل دي. د دغو څخه بعضي قاموسونه تر مخه لا پر قاموسونه ټکی کام آنلاين کړل سوي دي.

د پښتو لغتونو پانګه ټولونه

اڅکزی د تيري تقريبا يوه نيمي لسيزي راهيسي د پښتو د لغتونو په ټولولو بوخت دی. هغه په زیاته بيا هغه پښتو لغتونه ټولوي چي په نورو قاموسونو کي تر مخه نه وي راغلي. په داسي حال کي چي د پښتو د تر ټولو لوی قاموس درياب د پښتو لغتونو شمېر تقريبا ۶۴ زره دی، اڅکزی په دې توانېدلی چي د پښتو لغتونو داسي يو ليسټ برابر کړي چي شمېر يې تر ۱۳۰ زرو اوښتی دی. يعني اڅکزی په دې توانېدلی چي په یوازي سر د لیکل سوو پښتو لغتونو شمېر يا پانګي اندازه دوه چنده زياته کړي.

د پښتو د لهجوي لغتونو ټولونه :

اڅکزي ته په ۲۰۱۶ کال په کوټه کي د پښتو نړيوال کانفرانس له خوا دنده سپارل سوې چي د پښتو لغتونو د راټولولو يوه پراخه آنلاین پروژه طرحه او په تخنيکي توګه عملي کړي. د دغي پروژې په مرسته اڅکزی غواړي چي د پښتو ژبي د ټولو سيميزو لهجو لغتونه د انټرنټ د يوې همکارۍ له لاري راټول او منظم کړي. د دغي پروژې د طرحه جوړونې کارونه تقريبا پای ته رسېدلي او اوس يې پر تخنيکي اړخ کار کيږي. که دغه پروژه عملي سي نو دا به د پښتو ژبي د پانګي راټولولو له پاره يوه بې سارې او يوه د لوی اهميت حامله پروژه وي.

د پښتو لغتونو لومړۍ فريکونسي :

اڅکزي د پښتو لغتونو سره د خپل تر يوې لسيزي زیات کار په ترڅ کي د پښتو لغتونو يوه فريکونسي هم جوړه کړې ده چي دا د پښتو لغتونو تر ټولو لومړۍ دغه ډول فريکونسي ده. اڅکزی لومړی کس دی چي د پښتو په دغه ډګر کي يې عملي کار کړی او پايلي په لاس راوړي دی. د لغتونو د فريکونسي څخه مقصد د لغتونو هغه ليسټ دی چي پکښي په يوه ژبه کي تر ټولو زيات کارول کېدونکی لغت لومړی، بيا دويم تر ټولو زیات استعمال لرونکی لغت او داسي مخ په وړاندي لغتونه ليکل سوي وي.

اسلام لکم وېبپاڼه www.IslamLacom.com

اڅکزي د قرآن پاک د پښتو ترجمې او تفسير له پاره لومړۍ د لټون وړ وېبپاڼه په ۲۰۰۹ کال پېل کړه. په دغه پاڼه کي تر مخه يې بل نوم درلود او اوس اسلام لکم نوميږي څوک په پښتو کي د قرآن پاک د پښتو ترجمې تر څنګ په تقريبا پنځوسو نورو ژبو د لټون وړ قرآن پاک ترجمه کتلای او موندلای سي. د بېلګي په توګه که څوک غواړي چي د قرآن پاک هغه آيتونه ځان ته معلوم کړي چي د «مور او پلار» لغتونه پکښي راغلي وي نو دغه پاڼه په اوتوماتیکه توګه ټول هغه آيتونه او ترجمې وړاندي کوي چي په پښتو ترجمه کي يې مور او پلار راغلي وي. دمګړی په دغه پاڼه کي د پښتو مشهور تفسير کابلی تفسير او د کشاف ترجمه ځای پر ځای سوي دي.

په دغه انټرنټ پاڼه کي دصحيح احاديثو ټول کتابونه هم په داسي بڼه ايښودل سوي دي چي څوک پکښي لټون کولای سي. په دې ترڅ کي دصحيح بخاري شريف د پښتو ترجمې او شرحي د کتابونو د ډيجيټل کولو پروسه هم پېل سوې ده.

کوچنی ټکی کام www.kochnai.com :

احمدولي اڅکزی د کوچنی ټکی کام په نوم د ماشومانو له پاره يوه ځانګړې پاڼه هم پر مخ بيايي چي کارونه يې د ۲۰۱۶ کال د پېل راهيسي ادامه لري. په دغه پاڼه کي د ماشومانو له پاره په پښتو ژبه منثور او منظوم نکلونه آنلاين کړل سوي دي، چي دغه پروسه لا ادامه لري. دمګړی په دغه پاڼه کي تر ۱۲۵ څخه زيات د ماشومانو نکلونه آنلاين دي چي بعضي يې په ږغ کي هم اورېدل کېدلای سي چي احمدولي اڅکزي په خپل ږغ کي ثبت کړي دي . په دغونکلونو کي د نورو ليکوالانو تر څنګ د احمدولي اڅکزي يو شمېرخپل منثور اومنظوم نکلونه هم شامله دي .

ديادولو وړ یې بولم چې ددې پاڼي  (( کوچنی  ټکی کام )) ويب پاڼې نه دلته په سويډن کي پښتو ژبو ماشومانو ته په ښوونځيوکي دپښتو ژبې په درس  ورنه پراخه استفاده کوو

د پښتو اشعارو لويه آنلاين زېرمه/ځېرمه

احمدولي اڅکزي د قاموسونه ټکی کام پروژې په چوکاټ کي پسله نژدې دوو لسيزو کار وروسته د پښتو ژبي د نامتو کلاسيکو او يو شمېر نامتو عصري شاعرانو د اشعارو داسي ځيرمه په نوې بڼه خپره کړه چي پکښي آنلاين لټون ممکن دی. دغه زېرمه/ځيرمه چي پر قاموسونه ټکی کام پاڼه د (Large Database of Pashto Poetry) تر عنوان لاندي خپره سوې ده، پکښي د نورو تر څنګ د لاندني شاعرانو/کتابونو اشعار راغلي دي:

د خوشال خان خټک کليات

 د رحمان بابا کليات

 د عبدالحميد مومند کليات 

د غني خان کلیات 

د الفت مرغلرې

 پښتو لنډۍ (تقريبا ۱۰ زره لنډۍ)

د حمزه شينواري کليات 

د سباوون په تمه، جهاني

 شپېلۍ، جهاني

 کوه طور، جهاني

 پايکوب، جهاني

 ورکه مېنه، جهاني

 دا بوټي به لونګ سي، درويش دراني

 سوسن چمن، قاضي ملا عبدالسلام اڅکزی

دمګړی د آنلاين سوو دغو اشعارو سره دا آسانتيا مل ده چي د هر بيت سره د اړونده کتاب نوم، د پاڼې شمېر او د کرښي/ليکي شمېره هم درج سوې ده. د دې تر څنګ د کتاب د چاپ ځای، د چاپ کال او ورته نور معلومات هم پکښي ځای سوي دي. ښايي دا معلومات په زياته د کره کتونکو او څېړونکو له پاره په زړه پوري وي. د بېلګي په توګه که څوک په دغه ځيرمه کي په «نازيږي» لغت پسي لټون وکړي نو ورته د نورو تر څنګ يوه لاندنۍ پايله داسي ښودل کيږي:

«اورنگزېب که د ډيلي په تخت نازېږي ـ خپله خونه هر گدای لره ډيلی دی

[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د رحمان بابا کليات][Writer:رحمان بابا][Printed by: پېښور،٢٠٠٥، دانش خپرونديه ټولنه][Volume: اول چاپ][Chapter:غزل ][Poem:ی][Page:٤٣٤][Line:١٤-١٣

دمګړی په دغه ځيرمه کي تر ۱۸۲ زرو څخه زياتي مصرعې (يعني تر ۹۱ زره زيات بيتونه) ځای سوي دي. پر دغه پروژه کار لا نه دی بشپړه سوی او احمدولي اڅکزي هوډ څرګند کړی چي د وخت په تيريدو به نور کتابونه او شاعران هم پکښي اضافه کړي .

ديادولو وړ یې بولم چې ددې هڅاند ځوان علمی حلئ ځلی هرافغان ته دقدر اوستايني وړ دي اوزموږ زيات شمېر عالمانو لخوا ستايل سوی دي ،دبېلگې په توگه ښاغلی ډاکتر صا حب نظر محمد سلطانزی ځدراڼ د احمد ولي اڅکزي دا کار داسي ارزوي :((برسیره پردې چي  هغه دپښتوژبېیو بې ساری خدمتګاراوتکړه فرهنګي شخصیت دی . داځکه چې پخپله احمد ولي اڅکزی نه یوازي داچې دساینس په څانګه کې يې لوړتحصیلات بشپړکړيدي بلکې هغه د قاموسونه ټکی کام يا (www.qamosona.com) د پروژېبنسټگر، نوښتګر،د يو شمېر سيندونو ليکونکی، د راډيو يو اماتور ژورنالسټ اوڅېړونکی هم دی . همدااوس يې د قاموسونو ټکی کام انټرنټي پاڼې پنځوس پښتو قاموسونه آنلاين کړي دي .

زماپه انداحمد ولي اڅکزي د پښتوژبې دعلمي کولواوپرمختګ په لاره کې دهیوادیوبې ساری ځلانده ستوری دی .هغه د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ په انگريزي، الماني، اردو، روسي او پاړسي هم خبري کولی شي . دئ تر يوې کچې په هسپانوي، سانسکرېټ او پنجابي ژبو هم پوهيږي.

دنوموړي قاموس ځانګړني خوپه دې کې لیدل کیږي چې دصحیح پوهاوي په موخه ډیرلغتونه په ولسې متلونو،دحکمت اوعبرت په خبرو،کلیوالی سندرو،لنډیو،شعرونو،متلونو اواسلام پوهنه کې نغښتي دي . په داسې حال کې چېدنورولیکوالانو قاموسونه لغت په لغت دجرمني څخه پښتوژبې ته اویابرعکس ژباړل شوي دي پرته له دې چې مفصل تشریح شوي وي  .))

ښاغلی احمد ولي اڅکزي د ماشومانو ادبیاتو ته خاصه پاملرنه کړیده په دې اړه  پوهندوی اصف بهاند داسي لیکي : ((د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د احمد ولي اڅکزي تخلیقات او ژباړې که له ژبني پلوه او د محتوا له مخې وڅیړل شي، لیدل کیږي چې ده د ماشومانو د ادبیاتو د اصولو په پیروۍ په ډیره ښکلې او ساده ژبه لیکنې کړې دي چې د کوچنیانو له پاره د پوهیدو وړ دی او د محتوا له پلوه یې هم د کوچنیانو روان په نظر کې نیولی دی او داسې موضوعات یې ورته انتخاب کړي دي چې کوچنیانو ته هم مالومات ورکوي او هم ورته د درک او پوهیدو وړ دي .))

دد نه ستړي کیدونکو علمي اومسلکي  هلو ځلو او هڅو په پایله کي ښاغلي اڅکزی خپل ځای په ټولنه کي پیدا کړ ،  اوس  ځوان احمد ولي اڅکزی د هیواد د وتلو څیرو او شخصیتونو په ډله کي ځلیدلی نوم شهرت لري  .

په وياړ سره یې يادولاي سوچي : دسويډن دمالمو په ښارکي ددوستی فرهنگی ټولني  اونوروفرهنگي ټولنوپه مرسته په ۲۰۱۶ ز کال دجون دمياشتي پر۲۳ مه د سوېډن د مالموپه ښار کي  ((دمورنی ژبې ونډه دماشوم په شخصيت جوړونه کښي )) ترنامه لاندی علمی کنفرانس جوړسوو چې پدې کنفرانس کي  د قاموسونو د وېبپاڼې بنسټگر اودپښتو ژبې دپياوړتيا اوپرمختگ دکاروان ځوان سرلاری احمدولي اڅکزی ددې کنفرانس  له رابلل سو درنو مېلمنوله جملې  څخه وو

پدئ علمي کنفرانس کښي یې ډيره په زړه پوري علمی اومسلکي وينادرلوده اودکنفرانس په وروستی برخه کي دنورو عالمو پشان  اڅکزی صاحب  هم ددوستی فرهنگی ټولنې لخوادده زيار اوزحمت دستاينلیک  په ورکولو سره ولمانځل سوو .

احمد ولي اڅکزی یو ازادخیال،له هر ډول ملي ،ژوبني اومذهبي تعصب او کرکي پاک،پروطن مین او روښانه راتلونکي ته خوشبین ځوان شخصيت دی.

زه ورته پدې لوي بحر کي ديوه پياوړی لامبوزن  اوزموږ دافغان ولس دوياړلی ځوان شخصيت په گوته دلازياتو برياو هيله کوم اودا ورته په گوته کوم چې موږ ټول افغانان ستاسو زيار اوزحمت ته دقدر په سترگه گورو اوستاينه یې کوو.

حبیب الله غمخور 

Ahmad Wali Atzakzai, by: Habibullah Ghamkhoor

-
بېرته شاته