(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هېواد بهیر

[23.Dec.2020 - 14:50]

د هېواد ادبي بهیر اوه پنځوسمه غونډه!

هېواد ادبي بهیر خپله ۵۷ مه اونیزه غونډه د روان / ۱۳۹۹ / لمریز کال د لیندۍ په / ۲۸ مه نېټه د جمعې په ورځ پخپل دفتر کې د محمد الیاس "مظلومیار" او فرهاد " شیدا" په ویاندویې سره پیل کړه.

غونډه د ښاغلي ګلبهار" بهار" لخوا د کلام پاک دمبارکو ایاتونو په تلاوت سره شروع شوه ..

ورپسې یې .... د غونډې د روند په اساس حقیقي رب ته په پېرزوینه حمدیه کلام وړاندې کړ چې د ټولو بهیروالو له خوا وستایل شو.

له وطن سره د ډېرې مینې په پار ښاغلی مظلومیار ملي سرود وړاندې کړ، چې ګډونوال هم ورته په احترام پخپلو ځایونو کې لاس په نامه اودرېدل.

د تېرې اونۍ ګزارش نظیرالحق قریشی وړاندې کړ.څرنګه چې پرېکړه شوې وه" خېبر وفادار "به خپل اثــــر کره کتنې ته راوړي.

له پرېکړې سره سم یې شعر کره کتنې ته وړاندې شو چې مطلع یې داسې وه.

(( اوف زندګۍ زه خپل ارمان ختم کړم ))

(( اخ بېوسۍ زه خپل داستان ختم کړم))

په بیت د خبرو پیل " نظیرقریشی" وکړ دغزل مطلع یی روانه وبلله په مطلع کې یې ادبي صنعت " زواقیافتین" په نخښه کړ .

په اوله مصره کې/ زندګۍ او ارمان / په دویمه مصره کې / بېوسۍ او داستان/ د زوالقیافتین نخښې دي.

ښاغلي احسانمند/ هم دکره کتنې اوصول بیان کړل چې دلته زمونږ هدف اصلاح ده تر څو وکولای شو خپلې تېر وتنې په همدې بهیرونو کې سمې کړو مونږ، د کلام غندنه نه کوو بلکې هغه څه ورته په ګوتو کوو چې راتلونکي وخت کې شاعر پخپلو تېر وتنو پوی شي چې همدا یې یو خه هدف ته د رسېدلو لاره ده.

په مطلع کې د /اوف / کلمه زمان دی د / اخ / کلمې هم د غزل رنګ پیکه کړی دی. دلته د داستان ختمول خه نه برېښي په شعر کې باید مبتدا او خبر ډېر تړون ولري دلته یی د شعر تړون له منځه وړی دی په شعر کې یې د تړاو په اساس د کاظم خان شیدا یو بیت وړاندې کړ.

((په مسکا یې شیدا مه شه لقمه تره ))

(( چې جبین یې مدام تروش لکه د دوغ دی))

ځوان نسل باید دغسې تخلیق وکړي، داسې ترکیبونه وکاروي چې شعر کې هنریت او شعریت سره ښکلا منځ ته راشي.

ورپسې د غزل بل بیت وړاندې شو .....

(( دا بې پروا جنۍ خبره نه ده ))

(( له دې ظالمې خو پېزوان ختم کړم))

په ببت د خبرو پیل" حبیب زوی" وکړ....

وویل که / له/ په / ده/ بدل شی خه به وي لکه د دې ظالمې خو پیزوان ختم کړم.

"احسانمند" ور زیاته کړه / له / د بیت مختاړی توری دی او (ده) د اضافت توری دی چې اړوندوالی ښيي، نو پکار ده چې پښتانه د خپلې ژبې لیکدود په پام کې ونیسي ځکه  د / له او ده/ ناسمه کارونه تخنیکي ستونزه رامنځته کوي. هغه دا هم وویل: په بیت کې د/ پېزوان ختمېدل / بیخي بی ځایه راغلي دي او د شاعر سره د خیال کمزوری تر څنګ د کلیمو، تورو، لفظونو او ترکیبونو کمښت هم شته، چې اوډون په سم ډول نشي کولی.

" نظیر قریشی " یې املایي تېروتنو ته ګوته ونیوه چې دلته یې پېزوان په پښتو / ځ/ لیکلی باید په عربي /ز/ باندې ولیکل شي او دپښتو / یې / ګانو کارول یې هم ناسم وبلل.

(( په غټوسترګوچې راګوري راته))

(( دې غټو سترګو دجانان ختم کړم))

د دې بیت دسمونې په اند ښاغلي "" حشمت ګل څرک" د ردیف د بدلېدو خبره وکړه که چېرته دې// ختم کړم // په ځای // مړ کړم // راشي له قافعې سره به یې تړاو مضبوط شي.

ښاغلي " حبیب زوی " ورغبرګه کړه د دواړو نیم بیتیـــو تر منځ یې تړاو کمزوری دی په دواړو مصرو کې / سترګې / تکرار راغلي دي بله دا چې // راګورې باید // راګوري شي .

خېبر وفادار وویل چې دلته هم راګوري ده په لیکلو کې راګورې راغلې چې دا هم د // یې ګانو// ستونزه ده.

احسانمند ور غبرګه کړه: په شعر کې ترکیب ډېر مهم دی کله چې شاعر پر مختګ کوي ډېرې خبرې را نغاړی په دا صورت کې شاعر پخپله تېــروتنه خپله پوهېږي چې تجربه پښېږي پخپله دشعر کره کتونکی ګرځي د یو ډول کلمو تکرار شعر بی خونده کوي باید نوې کلمې وکاروي تر څو یې خیال نور هم لیکلو ته هڅاند شي.

ورپسې د کلام څلورم بیت وړاندې شو....

(( کله چې وشي څاڅکی، څاڅکی باران))

(( بیا را په یاد شي تېر دوران ختم کړم))

د ، دې بیت په اړه ؛ ټکر لالا؛ وویل/ په شعر کې باید دتېروشوو شاعرانو خبرې را وا نه خلو پخپله داسې الفاظ پیدا کړو چې نوې بڼه او ترکیب ولري پورتنی بیت داسې برېښي لکه تکراري شعر چې اورم خیال کې نوي الفاظ دشعر رنګ ښکلی کوی له سولېدلو خبرو باید تېر شو..

ښاغلي " احسانمند " ورغبرګه کړه ..

شاعر دتېرو شاعرانو تقلید نه کوي شعر کې باید پخپله کوشش وکړي چې زړه خبره په نوي انداز کې وکړي چې دا کړنه دشاعر تخلیق پورې اړه لري بله دا چې ددې شعر شاعر نوی دی د وخت په تېرېدو به یې تجربې زیاتې شي او ټولنې ته به یو ښه شاعر وروپېژندل شي.

ښاغلي بهار " ورزیاته کړه: څاڅکي، څاڅکي یوه جمله ده دواړه د جمعې حالت دی که مفرد شي / څاڅکی، څاڅکی/ په خپله د جمعې حال ته ور اوړي ځکه / باران / پخپله دجمعې حالت دی خبره به یې پوره شي. " احسانمند "هم د" بهار " د خبرو تائید وکړ کله چې څو څاڅکي سره یو ځای شي. د جمعې حالت غوره کوي د باران ترکیب دشعر بڼه پخپله پوره کوي.

ورپسې د کلام دا بیت وړاندې شو ...

(( راشئ یارانو په جرګه شئ ورته) )

(( هسې چې نه زه دا خپل ځان ختم کړم))

دبیت په اول توري / راشۍ/ ښاغلي " بهار" خبرې وکړې چې / راشۍ/ امریه جمله ده دلته یې په لکۍ لرونکې / یې / راوستې باید په امريه / یې/ ولیکل شي.

" څرک صیب " یې هم تائید وکړ. باید لیکوال کوښښ وکړي تر څو سمه املا او سمې / یې ګانې / وکاروي. چې په لوستلو کې ستونزه رامنځ ته نه شي.بله دا چې په شعر کې یې د / ورشیـــــه/ کلمه راوستې باید په لیک کې سیمه یزو الفاظو نه ډډه وکړو.

"محمد صادق " وویل: یو د لیک دود ادبیات دي چې په لیکنه بڼه یې راخلو .. بل؛ وئیلي شوي ادبیات دي چې په لحجه وي بڼه یې وایو؛ دلیکلو یو رنګ بڼه ده د وئیلو بل رنګ ؛ لحجه باید په لیکلو بڼه ونه کارول شي که چېرته پورتنی نیم بیتي داسې راشي نو خبره به کره شي.

(( یو ځل خو ورشئ په جرګه یارانو ))

ښه به راشي .

دا سمونه د ګډونوالو له خوا وستایل شوه.

ورپسې " احسانمند" د شعر د لیکلو په اړه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد: دوکتور بریالي باجوړي نظریه مهمه وبلله.

هغه وایي: که چیرې پنځوونکی غزل بې وزنه پرېږدي او د هرې مصرع وزن د مطلع سره برابر نه کړي، نو دا د شاعر کمزوري ده، باید هڅه وشي چې په تخلیق کې د سکته ګۍ ستونزې له منځه یووړل شي او خپل کلام ښه صیقل کړي.

نظیر قریشی وویل: که د بیت الفاظ تغیراو تبدیل شي دشعر رواني حالت به یې سم شي دبیت سمونه یې داسې وکړه.

(( زه هسې نه چې دا خپل ځان ختم کړم))

ګډونوالویې هم تائید وکړ.

د شعر بل بت داسې وو...

(( بس دی رقیبه شیطانت مه کوه))

((چې بیا دې زه په یو شیطان ختم کړم))

د بیت سمونه " مبارز محبت" وکړه.

(( بس دی رقیبه نور به جوړ شو سره))

(( زه دې د اوښکو په باران ختم کړم))

د شعر سمونه په ځای وه ګډونوالو یی هم تائید وکړ.

وربسې دغزل اووم بیت وړاندې شو...

(( ورځ په محشر زما په لاس ستا ګرېوان))

(( په مجازي جهان دې ځوان ختم کړم))

دا بیت احسانمند/ ارسال مثل/ وباله خو هغه خبره چې شاعر باید پوره رسولې وای نه دی توانېدلی دا چه د غزل بیتونه زیات دي باید له شعر څخه وویستل شي ځکه په ویلو کې هم ستونزه جوړوي  دشعر ترکیبي بڼه یی ډېره کمزوره کړې ده.

ګډونوالو یې هم تائید وکړ.او شعر له بیتونو څخه لرې کړ.

ورپسې سم د غونډې ویاند مظلومیار دشعر مقطع وړاندې کړه...

(( خدایه خېبر له تا مدد غواړمه))

(( هم مې دلبر هم مې خپلوان ختم کړم))

ښاغلي " څرک" دخپلوان توری په شعر کې ناسم وباله.

نورو ګډونوالو هم دبیت ترکیب کمزوری وګڼه شعرپخپل حال پاتې شو تر څو خپله شاعر ورباندې فکر وکړي او به سمه بڼه یې انځور کړي.

له همدې سره په شعر دکره کتنې برخه پای ته ورسېده.

ښاغلي " خیبروفادار " له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې زما په غزل مو هر اړخیزې خبرې وکړې کومې نیوکی چې په غزل تر سره شوې ټولې زما له پاره یو درس وو خوشاله یم چې دشعر په اړه مې زیات معلومات تر لاسه کړل باید ملګري زیات غږېدلی وای ځکه دا زما اولنۍ شاعري وه دهمدې له پاره مې راوړه تر څو اصلاح شی بیا هم ډېره مننه خوشاله اوسئ.

د غونډې په بله برخه کې ازاده مشاعره تر سره شوه ډېری شاعرانو هر اړخیزه شاعري وړاندې کړه چې دګډونوالو له خوا په چکچکو بدرګه کيده. د ترنم برخه یې هم غښتلې وه خو ښاغلي / ګلهار بهار/ دپیر محمد کاروان صیب / دغزل ترنم په دې بیت ...

دنیا به هم ښائیسته وي دتورې ګوړې په شان

لکه انګور د میزان افغانستان خوږ دی

د غونډې اړخ بدل کړ، مبارزمحبت، جاوید حبیب زوی او فرهاد شیدا هم ګډونوال د ترنم په ټال وزنګول.

په غونډه کې د یادو شوشاعرانو تر څنګ هر یو ...

نقیب الله " درمان"

رفیع الله " ارماني"

مبارز " محبت"

شمس الدین " مجروح"

صمیم" احساس"

جمشید" فریادي"

حسیب الله " خالقیار"

میوند " افغان"

سردارشاه " احسانمند"

محمد الیاس" مظلومیار"

جاوید " حبیب زوی"

سید مسرور "سادات"

محمد صادق" زهیر"

ګلبهار " بهار"

صدیق الله " خاطر"

ټکر لالا

خېبر" وفادار"

فرهاد" شیدا"

نظیرالحق " قریشی"

او یو شمېر مینوال دغونډې برخوال وو.

دغونډې په ورستۍ برخه کې دغونډې مشر مېلمه / حشمت ګل څرک/

په غونډه هر اړخیزه خبرې وکړې دکره کتنې برخه یې وستائیله

دګزارش برخه یې هم په زړه پورې وګڼله

بله دا چې باید د غزل په جوړښتونو یوه غونډه جوړه شي ترڅو نوي

ځوانان د غزل په اړخونو وپوهېږي. بل دا چې په لیک کې لیک نښې مراعات شی هره لیکنه په همدې بنیاد پیاوړې کېږي.

غونډه زما له پاره په زړه پورې وه ښایي ټولو ورنه خوند اخستی وی ډېره مننه له غونډ مشر نه کوم چې داسې اصلاحي بنیاد یې د نوو ځوانانو له پاره ايښی دی.

غونډه نږدې یوه بجه د بهار صیب له خوا په دعایې کلام سره پای ته ورسېده او پرېکړه وشوه چې را روانه اونۍ به محمد الیاس مظلومیار د کوزې او برې پښتونخوا د شاعرانو په تخلیقي برخه لکچر وړاندې کوي.

نظیر قریشی

هېواد ادبي بهیر الوخېل

۱۳۹۹/۹/۳۰

-
بېرته شاته