(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملالۍ میوند

[17.Dec.2020 - 21:07]

د میوند له ملالې تر ملالۍ میوند

لیک: ډاکټر حمیدالله زړور ساپی

لکه څنګه چې مونږ او تاسې ټول پوهیږو ، د افغان-انګریز دوهمه جګړه کې دقواوو  دواړه خواوو اڼډول برابر نه و ، د قندهار په میوند  سیمه کې د غازي م.ایوبخان تر مشرۍ لاندې افغان ڼګیالیو ته ډیره مرګ-ژوبله اوښتې وه او نیژدې وه چې ماتې وخوري او ملي بیرق ېې له لاسه ولویږي ؛ په همدې لحظه کې د جبهې له  شا (عقب) څخه یوه پښتنه افغانه پیغله  بیرق پورته کوي او نعره کوي

: '' که په میوند کښې شهید نه سوې !

خدایږو لالیه بې ڼنګۍ ته دې ساتينه !!''

په دې الهامي نعرې سره ، افغان ڼنګیالي په جوش راغلل او انګریز یرغلګر ېې مات کړل!!

-د ارواښاد اعلیحضرت م.ظاهر شاه ( د ملت بابا ) په پاچاهي کې ، په کابل کښې د (ملالۍ لیسې ) په نوم عالي لیسه موجوده وه ؛ چې فکر کوم تر اوسه هم سته ؛ ډېرې ملالۍ ګانې ېې جامعې ته وړاندې کړي دي .

اوس په دا وروسته کلونو کښې په لر او بر وطن کې د څو ملالیو  د مبارزې شاهد یو ؛

۰په آزادۍ راډیو کې آغلې ملالۍ بشير

۰د خیبر پښتونخوا په مومندو کې زیبا ساپۍ (مومنده ملاله ) چې د پهنجابي ملیشې پر ضد ېې خپل ناموس او عفت وساتهء!

۰د سوات یوسفزۍ ملاله ، چې ګواکې د طالبانو له بریده عاجل لندن ته راورسول شوه او د ماشومانو او ځوانانو د پوهنې او لیک لوست  ته هڅولو لپاره ېې د نوبل ډالۍ وګټله !!!

او داسې نورې به هم وي....

خو، په ڼنګرهار کې د انعکاس ټي. وي. تکړه ویاندې او د پتمن پشتون ژغورنې غورځنګ (پي.ټي.اېم.) با ایمانه ، زړورې ، غیرتمنې او د خپلو خویندو میندو او د لر او بر د پښتنو بیرق بردارې ڼنګیالۍ ( ملالۍ میوند )  مبارزه او په قهرمانۍ په دې لیاره کښې شهیدیدل  به همهاغه د میوند ملاله  را ژوندۍ کړي او د لر او بر  تورمخي راوا انور ماڼندي سپیان به  چې د داسې نه بښل کیدونکو جنایاتو باعث شوي دي او کیږي ، د خلکو عدالت ته په دې دنیا او اِلاهي عدالت ته د قیامت او حشر نشر په ورځ کشيږي.

همدارنګه ناهید ې شهید ، فرخنده  شهید  او په لکهاوو< نوم ورکې مالالیانې >...............................................

که له ځلمو نه پوره نه سوه

ګرانه وطنه ملالئ به دې ګټینه

-
بېرته شاته