(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انتباهی، تعلیمی، تربیوی او..

[07.Dec.2020 - 20:58]

سید عبیدالله نادر

انتباهی، تعلیمی، تربیوی،او اخلاقی

 

په ږیره غولیدل

وایي چي د سلیمان علیه سلام په زمانه کې یو مرغه د اوبو څښلو په نیت

د یوی چیني په لور والوته خومارغه د چیني په شااو خوا کې ماشومان ولیدل نو دومره انتظار یي و ایست چی ماشوما د چیني نه ولاړ شي . کله چي مارغه د چیني په لور د کوزیدو خیال وکړ . نو دا ځل یو سړی د ډیری ښایسته او مهذبی ګیری سره د اوبو چښلو په نیت چیني ته راکوز شو .مارغه د ځانه سره سوچ وکړ . چي دا خو ډیر با وقاره انسان دی . او په ډیري ښایستي ږیري سمبال دی . نو دده له خوا به ګوندی ده ته کوم آزار نه رسی . نو چیني ته راکوزه شوه . خو سړي د مارغه وخواته ډبره واره کړه ډبره د مارغه په سترګه و لګیده ، او یوه سترګه یي ړنده شوه .مارغه خپل شکایت سلیمان علیه سلام ته یوړ حضرت سلیمان علیه سلام سړی احضار کړ . او په محاکمه او قصاص یي محکوم کړ . مارغه د صادر شوی حکم پر وړاندی غبرګون وښود .او اعتراض یي وکړ .چي ددي سړي سترګي ماته آزار نه دی رسولی بلکه دا د هغی ږیره ده چی ماته یي دوکه راکړه . او ما داسی ګمان وکړ او دومره مطمین شوم چی د چینی تر خولي زه په خپله یم .نو عدالت ته به دا ډیره نژدی وي که ددي سړي ږیره وخراييل شي . تر څو نور لکه ماغوندی دده په ږیره دوکه نه شي . (نو ددي حکایت څخه په پند اخیستو سره کوښښ و کړئ چي د یوي باوقاره قیافی او مهذبی ږیری دروند والۍ وساتئ

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

ستا په لټون                        

نه پوهیږم چې د اوښکو سلسله به می تر کومه غځیدلي وي ، زما د عاجزۍ اوښکي به چیري په دي لارو کې څڅیدلي وي ،څوک به داسي وي چې ګوندی زما په تندي کې یې د عاجزۍ نښي نښانې لیدلي وي ؟، نه پوهیږم چې تر کومه ځایه به زما د پلونه رسیدلي وي ،چیرته زما د عمر په بڼ کې زما د عمر له نهاله څو پاڼي غورځیدلي وي، آ دې معنی پسي چې ما خپلي خپي تڼاکي کړي دي ،چا به دا خاپونه او پلونه لیدلي وي او که نه ؟د خاطرو تابلو به می چیرته ګَرد وهلي پرته وي ،فرشته به الهام چیرته غلي وي ،خدای خبر چې پرکومو ورشو ګانو باندی به زما خیالونه ګرځي ؟،زما خیالونه به چیرته سرګردانه وي ،

ستا په لټون له خپله ځانه هم ورک شوی یم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ځکه چې زه، ځان ته وعده خلاف ښکارم                   

هغه ورځ می په یاده ده ، چې د ښار په یوه لویه پلورنځي چې تا  په کې کار کولوهلته مو سره ولیدل ،یو تر بله ډیر خوشحاله شو،او شي شیبې مو سره مرکې وکړې ، یاد می دي چې د خدای په امانی په وخت کې ما درسره ژمنه وکړه ، چې ښه شوه زه به دلته بیا څو څو ځله راشم ، ستا دیدن به وکړم ، خو بیا تقدیر داسي وکړه ،چې آخوا هیڅ درپیښ نه شوم ، خو په دي پوهیدم چې ستا به یاد وي ، او د انتظار سترګي به دي په لار وي ،ما هم ډیر کوښښ وکړ،چې د زمانۍ د جنجالونو نه ځان خلاص کړم ،او هاغه خوا در پیښه وکړم ،او بیا په هغه لاره تیر شم ، ډاډه وم چې ته هلته یې ، خو څه وکړم چې د روزګار او زمانې لیندۍ زه بل خوا ګذار کړم ،ځکه ما د دې ښاره څخه کډه وکړه ،خو د کډه کولو سره می دې ته پام راوګرځید ،چې ته به راته انتظاره یې ،نو زما په زړه داشیبې درنۍ تیریږي ،ځکه چې زه ځان ته وعده خلاف ښکارم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

 

 

د حضرت ابوالمعانی بیدل یو بیت ته ژوره کتنه

ګوشي مروتی کو کز ما نظر نپوشد

دست غریق یعنی ، فریاد بی صداییم

ابوالمعاني بیدل

بده به نه وي که د چا د زړه درد او فریاد د مردانګی او مروت په غوږونو واورو، او د هغه د زړه حال د هغه د تندي او صورت څخه یا روحیاتو درک کړو ،ځکه د حضرت بیدل په دغه شعر کې څوک چې په اوبو کې غرقیږي هغه فریاد او چغي نه شي وهلای ، نو دلته د روښان ضمیره انسانانو نه دا تمه کوي ، چې د مردانګۍ او مروت په غوږونو ،له ستوني څخه دا ناوتلی فریاد  واوري ،یعنی انسان ته ښايي چې هغه وخت  باید د یو اړ انسان  مرستي ته ورسیږي او لاس نیوی یې وکړي ، چې هغه ورته ضرورت لري ،مونږ تل داسي وخت کې د یو خیر کار د پاره دانګو  ، چې هغه انسان نور برباد وي ،یا بلکل غرق شي ، نو د حضرت بیدل د دي شعر څخه داسي ښکاري ،چې د زړه سترګي خلاصي او د عبرت غوږونه اوریدونکي و لرو ، پورتني شعر کې مطلب دا دی ، که هغه غریق چې د ډوبیدو په حال کې دی ، د هغي پورته کړی لاس چې فریاد د خولي نه شي ویستلای درک کړو ، او ځان په موقع ورته ورسوو ،یعني د مروت او مردانګۍ غوږونه دومره اوریدونکی وساتو چې داسی حا لاتو ته په خپلو اوریدونکو غوږونو نظر واچوو ، او یا خپل نظر ونه پوښو ،یانی منظور دا دی چې داسي حالات په ټولنه کې راځي چې د هغی درک په پوره اندازه یو دیده ور انسان کولای شي او د کلام د بلاغت د پاره فکر کوم دا د قدرمن عزتالله ځواب شعر هم ضروری وي چې وایي :

چې غوږونو نه د سترګو کار وانخلي

ړانده کله عــدالت باندی ، پوهـــیږي 

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

مهربانی                                

په ډیر غټ ځان قوی او لوی هیکل سره په سړه سینه او په ډیره مهربانۍ سره د کوچني ماشوم ،تر څنګه کښیناسته او تر ډیره مودې پوري ، په یوه پراخه حوصیلي سره د کوچني ماشوم سره و لوبیده ،چې لارویان ورته حیران پاتي شول ، ماشوم هم د ځانه سره د لوی والي او لوړوالي احساس وکړ ،او ځان ورته ډیر لوی ښکاره شو ،او د انسانیت ډیر لوی درس یې واخیست ،او دا د ده په ماشوم ذهن کې پاتي شو ، چې دی لویږي نو د راتلونکي ماشومانو سره به څو چنده دا سلوک او ښیګڼه او اخلاقی رویه کوي ، تر څو نورو نسلونو ته پوړۍ په پوړۍ دا یو درس پاتي شي ،لارویانو هم کوم چې په کې د ژورلید او سوچ خاوندان ول ،د عبرت درس واخیست

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د روڼ نظر خاوندان

 

هغوي چې د معرفت په روښانه او روڼ نظر ،او د زړه په سترګو   د دنیا اشارات ویني ، او د عبرت ټکي ځیني اخلی ،یعنی کشفیات ورته کیږي ، نو ځان د دنیا په کیفیت او ماهیت ښه پوهوي ، دوي په خپلو ګرویږنو سره د دي ټکي په معنی پوی شوي دي ، چې د دنیا ّهیڅ کار او ګذر د زمانی د تیز بین نظر د پاره به غیر د اشاراتو نه بل څه نه دي ، زمانه په ځپل رفتار کې ، ډیر څه د عبرت د خاوندانو د پاره لري ، چې نکته رسه دماغ یې نیولی شي ، او غافل انسانان ترې په تغافل تیریږي ،نو د انسانیت د پوړیو ته د رسیدود پاره د دي مرتبو او پوړیو څخه تیریدل ، هغه دی چې د یو انسان څخه کامل انسان جوړوي ،هغوي چې د روح او ځان مشام ته یې د معرفت بوی رسیدلی وي ،او د زړه سترګي یې د معرفت په نور روښانه وي ، او د اسرارو پلتنو ته په خلاصو سترګو ، او د دنیا اشارات په خلاصو او پرانستلو سترګو ګوري ،هغوي چې د معنویاتو په وزرونو ځانونه یې حقیقت ته رسولي ،هغوي چې د زړه او حال خاوندان یې ،د کلام څخه روح اخلی ،هغوي چې د علم په حصول سره د زړونو په تیارو کې مشعلونه روښانه کوي ، هغوي چې په وینا کې یې ډیر لوی د انسانیت او محبت درس پروت دی ،د دي اشاراتو څخه یې ډیر څه زده کړي وي ،او اخیستي وي

-
بېرته شاته