(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعلما مسئولیتونه

[07.Dec.2020 - 20:51]

بسم الله الرحمن الرحیم

په اوس وخت کې د علماء کرامو مسؤلیتونه

لیک: ملا عبدالسلام ضعیف، پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر

د کومې ورځې څخه چې رسول الله   پېغمبر سوی او د اسلام ددين دعوت يې خلکو ته ورکړی، مشرکینو یې مخالفت وکړ او د حق اوباطل دغه مقابله تر نن ورځي پوري روانه ده، هوا پرستان که دمسلمان په نوم دي او که غیرمسلمین دي په دې لټه کې دي چې څنګه داسلام د دين د خپريدو مخه ډب سي، دا کوم نوی جريان نه دی، آن ترقيامته به دغه د حق او باطل مقابله په مختلفو طريقو سره روانه وي،ځکه هوا پرستانو اول په بله طریقه کار کاوه؛ هغه داچې  د اسلام دين يوغير اسماني دين وبولي، پېغمبر ته يې منسوب او د هغه لخوا د ځانه جوړ سوی ابتکار یې وګڼي، پېغمبر ته يې د ليوني خطاب هم وکړ، ساحر يې هم وګڼی، دا به يې هم ویل چې العياذ باالله جنيات اوشيطانان ورته خبري راوړي، کله به يې د منصب او مقام په لاسته راوړلو هم متهم کاوه، دا هر څه د دې لپاره وو چې رسول الله ﷺ به دهغوی د نفسي خواهشاتو مطابق عمل نه کاوه، بلکې هغوی به يې دهوا او نفسي خواهشاتو په ترک د الله  لوري ته رابلل، تر دي چې نفسي خواهشاتو لرونکو پر داعي الخير د مکې مکرمې ماحول تنګ اوهغه یې هجرت او مکې پريښودلو ته مجبورکړ، دا هغه تاريخي فلسفه ده چې د دعوت او دين د مخنيوي لپاره دغه جريان تر اوسه را روان دی.

مګر اوس طریقه یې یوڅه بدله سوې ده، په دغو دین دښمنانو کې یوډول هغه کسان دي چې تر اوسه هم په دې لټه کې دي چې ددغه حقدین د مخنیوي لپاره هم هغه زړه طریقه کاروي، او دویم ډول هغه خلک دي چې طریقه یې بدله؛ دا کسان هم دوه ډوله دي، اول یې غیرمسلمین او دویم یې د مسلمانانو په ټولنه کې د ننه د مسلمانانو په نامه یادیږي، خو فکرونه یې د اسلام د دین مطابق نه دي، مګرصراحتاً داسلام څخه انکار نه کوي، خو همیش د انتقاد ګوته اسلام او مسلمان ته نیسي.

داچې دا خبره اوس هيڅوک نه ورسره مني چې د اسلام اساس باطل وښيې، له دې کبله هغوی د مسلمان لپاره مختلف نومونه کاروي، دین ستیزي، تشدد او له اسلام څځه ناسم پوهاوی او داسي نور...

دوی ځکه دا القاب د اسلام داعیانو، مدارسو او علماء کرامو ته کاروي چې هغوی د دوی د هوا او نفس مطابق د هغوی عمل اوکړه نه ور سره تايدوي، او دباطلو افکارو مخه یې ډب کړیده، خو د دوی د دې القابوسره سره د دین خپراوی په ټوله نړۍ کې په حیرانونکي ډول دومره چټک سوی، چې غربي نړۍ یې د وارخطایې کچې ته رسولي ده،یوازي په امریکا کې د سيپټمبر ۱۱مې  د پیښې وروسته په اوسط ډول د کاله شل زره انسانان اسلام ته اوړي، په نوره غربي نړۍ کې هم داتحول حیرانونکی دی، څومره چې د اسلام دښمنان د اسلام په اړه کاذب تبلیغات او تشدد کوي، څومره چې دوی مسلمانانو ته دسیسېاو توطیې جوړوي، همدومره اسلام په تیزۍ سره د دوی انګړ ته ورننوځي، دا هغه څه دې چې قرآن یې وړاندوینه کړي،  الله  سبحانه وتعالی فرمایې:

يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ.

ژباړه: دوی غواړي د الله د دین ډیوه په خپلو بدو او د درواغو په خبرو خاموښه کړي، مګر الله  وعده کړي چې د دې نور رڼا به په پوره ډول خپروي که څه هم کفار یې بده ګڼي.

تر دي چې هغوی په دې سره هم بسنه ونه کړه، د دین په نوم یې دمسلمان په بڼه کې څو نور کارونه تر سره کړه، لکه د مسلمانانو په منځ کې مذهبي اختلاف ته لمن وهل، مستشرقین علماء جوړول، د تشدد اومیانه رو نومونه کارول، سیاسي او غیرسیاسي اسلام ته نقطي لټول،مډرن او د پخواني اسلام نومونه او داسي نور...

تر دې هم هاخوا په تعلیمي برخه کې د محرومیت په راوستلو واټن ایجادول، همدارنګه په سیاسي پوسټونو او موقفونو کې د دیني علماء کرامو، دعوتي مراکزو، مدارسو په وړاندې دسیسي جوړول، هغوی کمګڼل، توهینول او تهدیدول، دا هغه څه دي چې له  وخته یې رقابت جریان لري، تر ډیره پوري د دین د دښمنانو پانګونه هم دغه رقابت ته متوجه ده، غربي نړۍ په ټول توان سره غواړي چې اسلامي نړۍ کې داسي حکمرانان تقویه او تربیه کړي چې واک کې په ساتلو سره یې خپلو موخو ته ورسیږي، د دې لپاره هم مرستې او پیسې ورکوي او هم د سیاسي فشار څخه استفاده کوي، آن که دا ستراتیژي له کوم خنډسره مخ کیږي بیا نظامي ځواک هم استعالوي، خو بیا هم دا هیڅ نوي خبره نه ده، هغوی به خپل کارکوي اوکله هم ارام نه کښیني.

ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه علماءکرامو ته څه په کاردي

 علماء کرام باید لاندي ټکو ته هر وخت متوجه وي:

لومړی: علماءکرام باید په ډیر دقت سره کار وکړي چې حد اقل د هیوادپه کچه خپله قوي همږغي او د علماءکرامو وحدت غښتلی کړي، تر څود اختلاف لپاره فرجه پیدا نسي، همدارنګه د دین د دښمنانو دسیسېپه قوت سره خنثی کړي.

دویم: د هیواد په کچه په کار ده چې فقهي مجالس په مسلسل ډول جوړ سي، تر څو په نتيجه کې یې یوه موفقه قوي دارالأفتاء ایجاد سي چې د هغو انسانانو موقف په کښي کمزوری سي کوم چې د دین په حواله کمزوري مسئلي وړاندي کوي او یا د هیواد څخه بهر د بل ماحول او د عیني حقایقو په نظر کې نه نیولو سره د هغوی په مجردو ویناوو سره استدلال کوي.

دریم: پر داسي یو قوي نصاب باندې کار وسي چې د دیني علم ترڅنګ ځيني نوري د عصر اړتیاوي هم په نظر کې نیول سوي وي، ترڅو د مدارسو نظام په اقتصادي او تعلیمي ډګر کې په ځان متکي او ښه بډایه سي.

څلورم: په کار ده چې علماءکرام د هیواد په سطحه د مدارسو د تقویت،د ستونزو د په وخت حل کولو او نورو اړینو مسایلو لپاره قوي او غیرسیاسي شوری ایجاد کړي چې په دې توګه د مدارسو د موقف څخه په کلکه دفاع وسي.

پنځم: علماءکرام باید هر وخت د مدارسو، علماءکرامو او دین په اړه دسیسو ته متوجه اوسي، که هغه کوچنۍ هڅه هم وي، ځکه دعلماءکرامو خاموشه پاته کیدل به دسیسو جوړونکو ته داجرئت ورکړي چې نور هم د پرمختګ هیله ور سره پیدا سي، هره هڅه د دین،مدارسو، علماءکرامو او اسلامي مراکزو په وړاندي چې صورت نیسي، که په قصدي ډول یا هم په لاأبالی سره وي، بایدپه نطفه کښي خنثی سي.

شپږم: علماء کرام باید د هیواد په کچه د دعوت او عامه پوهاوي لړۍنوره هم چټکه کړي، او هڅه وسي چې د علماء کرامو او عامو خلکو ترمنځ، همدارنګه د عوامو تر خپل منځ د قوم، سمت، ژبې او داسي نورو نومونو په کارولو سره واټن ډیر نه سي، په ټولو کې د اسلامي اخوت،الفت او همکارۍ روحیه ژوندۍ وساتل سي او داسي نور....

دا او دېته ورته کارونه او پرمختګونه ځکه پکار دي چې د دین دښمنان چې کله په یوه تګلاره کې د خنډ سره مخ کیږي بله ستراتیژي په کاراچوي او موږ باید ورته متوجه او محرک اوسو. نور بیا ان شاء الله.

-
بېرته شاته