(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قاضي منطورموساخیل

[28.Nov.2020 - 22:47]

د قاضي منظور موسی خېل ناول څخه

----

د مندلي ماما مشران د دې کلي ملکانان وو ـ ډېر ښهٔ او نېکان خلک وو د غریب د خېر ښېګړې غم به ورسره وو. او د ازادۍ پهٔ تحریک کښې د خدائي خدمتګارو سره ښهٔ پهٔ کلکه ولاړ وو او چې هر څومره مرسته به ترې کېدله د ازادۍ پهٔ تحریک کښې بۍ خدايې خدمتګارو سره کوله ـ د کلي خانان چې د انګرېزانو تالي سټ وو او وخت پهٔ وخت به ئې د دوي پهٔ حقله انګرېزانو ته رپوټونه ورکول ـ د مندلي ماما پلار پخپله هم ډېر غټ خدائي خدمتګار وو او هرې جلسې ته به ئې ځان رسولوـ او څو پېرې پهٔ کښې جیل ته هم تلے ووـ بیا خانانو څه لوبه جوړه کړه چې انګرېزانو د دوي ډېره زیاته زمکه قبضه کړه او پخپله ولقه کښې ئې واغسته او بیا څهٔ موده پس انګرېزانو هغه زمکه د کلي خانانو پسې انتقال کړه ـ  او د دوې سره لږه شان زمکه پاتې شوه او هم پهٔ هغې زمکه به د دوې ګزران کېدلو ـ مندلی ماما چې خپل نوم ئې محمد علی وو خو د کلي خلکو کښې پهٔ مندلي ماما مشهور وو بچي ئې نهٔ وو خو هغه به اکثر دا خبره کوله چې د کلي دا ټول ځوانان زما بچي دي  دوي به دکلي نه بهر اوځي او هنرونه به ذده کوي او خپل کلي ته به خوشالي او ژوند راوړي مندلي ماما خپله زمکه پهٔ برخه ورکړې وه چې کال به پوره شو نو ستانه ګل او زړور ته به ئې د حساب کتا ب ذمه واري ور پهٔ غاړه کړه هغوي به ورله د هر څهٔ سمبالښت پهٔ ښهٔ شان سره کولو مندلي ماما  یو ترقي پسند او قام پرست سوچ خاوند وو او پهٔ مزاج ډېر ملنګ طبیعت انسان وو د هغهٔ بل دا خواهش وو چې د کلي هر هلک او جينئ دې تعليم اوکړي او د راتلونکي حالاتو نه دې ځان خبر ساتي ځکه چې راتلونکے وخت د هنر او د تعليم دے ، بل د مندلي ماما یو خصلت دا هم وه چې پهٔ هر ځائے کښې به ناست وو بنډار به ئې راجوړ کړے وو کهٔ مشران به وو او کهٔ کشران، د دهٔ خبرې ته به داسې غوږ غوږ وو چې لکه ساه ترې وتې وي او پهٔ ګپ کښې به ئې  ډېرې مقصدي خبرې کولې او بنډار به ئې هم څهٔ داسې د خندا او مزې نه ډک وو چې د چا به هډو فکر کښې هم دا نهٔ راتله چې دې انسان به هم چرته غم لیدلے وي ـ  یوه ورځ سخته جړۍ وه او یخني هم ډېره زیاته وه، د کلي حجرې کښې ټول کشران مشران راغونډ شوي وو هلکان لګیا وو حلوه ئې پخوله پهٔ دې کښې ستانه ګل مندلي ماما ته اووئیل چې مندلي ماما ته خو یو وار کابل ته هم پهٔ چکر تللے وې کنهٔ  د هغه ځائے قیصې خو راته وکړه  نو مندلي ماما د چیلم نه یو دوه دمه اولګول یره افغانستان خو ټول ښائسته دے لکه د جنت او ښائسته به ولې نه وي؟ د شملورو پښتونو وطن دے زمونږ د مشرانو هډونه پکښې خخ دي او زمونږ د پښتنو اصل ټاټوبے دے چې چا ورته پهٔ کږه سترګه کتلي دي سترګې يې ډغول شوې دي د نرانو ازمرو پښتنو خاوره ده میرویس نیکهٔ څنګه پهٔ مړانه ایرانیانو له شکست ورکړے وو چې دې کښې پرې زاړور راټوپ کړو وې یره مندلي ماما هغه د کابل قیصه راته اوکړه اوس ته څهٔ کوې، مونږ پهٔ ټول افغانستان کښې ګرځوې کهٔ څنګه ؟ 

ښه کابل یادوې ؟ مندلي ماما زړاور تۀ اوکتل  دچيلم نه نه يوه لوخړه اوښکله او بيا ئې قيصه شورو کړه

کابل خو کابل دے کنه ځکه خو ورته د مینې نه کابل جان وئیل کیږي بیا د کابل مڼې وخ پهٔ هغې کښې خبرې کول خو ډيره غټه ګناه ده

 او کنه مندلي ماما د خانانو حجره کښې مې یو وارې خوړلې وې، ډېرې خوږې وې خانزر دې وينا سره دسټوپ نه سر راپورته کړو

 غلے شه د خانانو تالې سټه! دا د کابل جونه یادوي چې ډېرې ښائسته وي یو کس پرې دشا اړخ نه غږ اوکړو 

ما کومه خبره کوله ؟

ماندلي ماما د کابل د مڼو خبره دي کوله زړاور مندلي ماما ته خبره ورياده کړه

او خبره مي دا کوله چې کابل خو هسې هم ښکلے ځائے دے خو خلق ئي هم ډېر ښکلي دي چې د کابل ښار پرې نور هم ښکلے ښکاري  

هلته مې یو دوه د انډیا فلمونه هم پهٔ بېسکوپ کښې اوکتل یره څهٔ ناشنا مزه ئې کړې وه پهٔ یو فلم کښې دلیپ کمار څهٔ د کمال کار کړے وو ، خو راني هم پهٔ کښې حدونه تمام کړې وو او بیا د راني غږ او ښائستتا به وې چې د جنت حوره چرته زمکې ته راکوزه شوې ده - خانزر د سټوپ پمپ له نورهم زور ورکړو، زړاور ورته پهٔ قهر شو، څهٔ کوي میرات مړيه ! پمپ به د سټوپ نه اوس بهر راوکاږي 

يا هلکو! څه شور مو جوړ کړے يو مشر پرې غږ اوکړو

 مندلي ماما بیا قیصه شورو کړه، یره خو چې څنګه د کابل مڼې ښائسته دي داسې خوراکونه ئې هم څهٔ ثانې نهٔ لري کابل نه بیرته د راتلو د چا زړه چرته کیږي خو دلته د غوبل ورځې وې زړۀ کښې مې وئیل ستانه ګل او زړور به وائي ماما د کابل سیلونه کوي او غوبل ته ئې مونږ يواځې پرېښودي یو نو د تکل اراده مې اوکړه کابل نه جی ټی ایس کښې کیناستم ټول بس ډک شو خو زما خوا کښې سیټ لا خالي پروت وو. بس پهٔ روانیدو کښې وو چې پهٔ دې کښې یو لخته جینۍ بس ته راوخته نه پهٔ سر لوپټه او نه چادرۍ  داسې ځواني ورله خدائے ورکړې چې څه د وايلو پکښې نه وو نیغه راغله زما خوا کښې کیناسته زهٔ لږ شان اوخواځېدم نوهغه نوره هم راجوخته شوه. زړور یو دم د حلوا نه سمسۍ را اوچته کړه مندلي ماما نو بیا ؟ 

لږه سمه کښېناسته کنه نامړده مندلي ماما زړاورپلو مخ راواړو

هلکو پهٔ مینځ کښې مۀ راټوپ کوئ هسې د قیصې خوند خرابوئ ستانه ګل پکښې غږ وکړو

مندلي قیصه دې جاري ساته  دا هلکان پکښې هسې ونج راولي یو سپین ږیرې بابا پهٔ کښې د حجري ګُټ نه غږ وکړو

 ښه شیرو کاکا او مندلي ماما بیا قیصه پېل کړه  

جي ټي ايس ښهٔ پهٔ سور کښې روان شو د ماهيپر پهٔ موړونو کښې به جینۍ زما پلو راټیله شوه کله به زهٔ ورټيله شانتې شوم  بس داسې اوګڼه چې د ماهيپر د غاښي نه د راکوزېدو پورې دا ټیلي روانې وې  کله به زهٔ او کله هغه، خانزر د سټوپ پمپ له سم زور ورکړے وو او پهٔ پمپ وهلو يې ځان زرې زرې کړو 

تېل پهٔ کښې ختموې کورورانیه! شمشیر ماما هم هټۍ بنده کړې ده بیا به د کوم ځائے نه تېل راوړو؟ زړاور پرې دړکړه شان وکړه

 یا هلکو څهٔ شور مو جوړکړے دے؟ د قیصې پهٔ خوند مو پوهه نهٔ کړونامړدو! شیرو کاکا پهٔ خانزر او زړور باندې غږ اوکړو

مندلي ماما قیصه بیا شورو کړه د ماهيپر نه چې راکوز شو ماهيپر داسې دے لکه څنګه چې د ملاکنډ ښاغے دے هم هغسې موړونه دي ګاډے پهٔ کښې لکه د ښامار تاویږي راتاویږي. د ملاکنډ ښاغے ونې بوټي لري خو د ماهيپر غاښے هغسې شین نه دے. دا خو د پښتون وطن ښائست دے چې هر قسمه ښکلا لري  اوس سوات اوګوره سړے وايې چې جنت کښې ګرځم

یره مندلي ماما دا ملاکنډ او سوات دې پهٔ کښې د کوم ځائے نه راوستل. یو بل مشر پهٔ کښې غږ وکړ.

 ما دا وئیل چې د لر او بر پښتون وطن نه سړے ځان خبر کړئ چی کوم ځائے څنګه دے خلک ئې څنګه دي مندلي ماما دا نورې قیصې درله دوي نه اورې دغه د جینۍ قیصه راخلاصه کړه. حلوا هم درنګ ساعت کښې تیاریږي ستانه ګل پرې غږ وکړو.

ښه چې کله د ماهيپر نه راکوز شو نود بس ټائرپنچر شو او نرۍ نرۍ واوره هم وریده ټول خلک د بس نه کوز شول او صرف مونږ دواړه بس کښې یواځې پاتې شو

د ټولو اورېدونکو غوږونه یو دم اودریدل. نو بیا ماما جي؟ خانزر پرې د سټوپ د خوا نه غږ وکړو.

 نا مړده ! انتظار مو کوو کنۀ! چې کلینډر ټائر بدل کړي او بس روان شي ټائر بدل شو او بس روان شو. خو واوره رو رو زیاتیده او د جینۍ یخنې اوشوه ما یو کمبل کابل کښې اغستے وه څهٔ مې پهٔ ځان او څهٔ پهٔ هغې واچوله خو دا کمبل څهٔ بل شان ګرمه وه. دا روسۍ کمبل وهٔ. تاسو ته خو پته ده چې روس کښې واوره ډېره کیږي نو هغوي ډېرې ښې کمبلې جوړوي. دې وار پکښې زړاور راټوپ کړو ماما کمبل نه قلار شه کمبل کښې دننه څهٔ قیصه وه؟ 

لږ صبر خو کوئ کنهٔ! د خدائے مسلمانانو مندلي ماما ځواب ورکړو کابل کښې مې چنغوزي اغستې وو یره خو د هغه چنغوزو به درته څهٔ صفت کووم خو یو بل شان خوند يې کوو کنهٔ چې خوړل به دې نو پهٔ دې زړه به دې ښهٔ لګیدل 

مړه مندلی ! د چنغوزو نه دې راته د اسمان خوراک جوړ کړو هغه د اسمان نه به چې راکوزېدو  چې کمبل دواړو پهٔ ځان راوچولو نو بیا څهٔ چل اوشو؟ اصلي قیصې ته راشه. شیرو کاکا اوس د ماندلي ماما خواته راجوخت شوے وو او قیصې ته يې سم جوخت غوږ ایښے وو.

 کوم درته د خدائے مسلمانه! پۀ ته خو د دې کشرانو نه هم زياته تادي ده هغه چنغوزي مې راوغستل او دواړو ښهٔ پهٔ خوند خوند خوړل. چې چنغوزي خلاص شول نو جینۍ اوده شوه او زما پهٔ اوږه ئې سر کیښودو.

 او کمبل هم هغسې پهٔ دواړو پراته وه؟ شیرو کاکا اوپوښتلو..

 هو کنهٔ شیرو کاکا جینۍ اوده وه خوب مې ورله نه شو خرابولے او چې بس د جي ټي ایس صدر پهٔ اډه کښې اودریدو نو ما جینۍ پهٔ قلار اوخوزوله هغه چې راپاڅېده نو تپوس يې وکړو چې پیښور راورسیدو؟ ما ورته اووې هو! راوسیدو او خپل کمبل مې هم راغونډ کړلو او د بس نه راکوز شوم او اډې پورې مې سپیشل ټانګه اوکړه. ټولو ورته پهٔ یو غږ اواز ورکړو او هغه جینۍ ؟؟؟ 

ماندلي ماما ځواب ورکړو نو هغې هم ټانګه اوکړه او د چنغوزو او د کمبلې شکریه ئې ادا کړه او دا ئې هم راته اووئیل چې تاسره ډېر ښهٔ سفر تېر شو. خو زهٔ پهٔ فارسۍ سم نه پوهیدم ګنې ما به هم ورته اوږد جواب ورکړے وے خو بس تشکر مې ورته اووې او پهٔ خپله مخه لاړم. خانزر رو شان د پمپ نه لاس راښکلو، زړاور خټ خټ پهٔ خندا شو. ماما راشه د دې خان بيګاري ته اوګوره ته به وايې کهٔ جینۍ د ده دلاسه تلې وي ټول پهٔ حجره کښې خټ خټ پهٔ خندا شول. نوماندلي ماما ورته اووي چې ځکه خو درته وائم چې لږ د دې کلي نه بهر هم اوځئ چې دنیا اوګورئ د خلکو ناسته پاسته اوګورئ اوس جینۍ زما د لارې ملګرې شوه او پهٔ یو سیټ راسره کښېناسته نو د دې خو دا مطلب نه شو چې زهٔ د هغې نه څهٔ غلط مطلب واخلم او یا تر پیښوره پورې ورته زړه کښې کرل ریبل کووم داخو ماله فارسي نهٔ راتله ګنې د کابل نه تر پېښوره به مې ورسره ښکلے ګپ لګولے وو

********

-
بېرته شاته