(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وطن کور کې

[28.Nov.2020 - 22:38]

((په وطن کور کښې د پښتنو منورينو او هنرمندانو مشورتي دستوره ))))

اقبال حسین افکار

په 14 ستمبر کال 2018 په اسلام آباد کښې د افغانستان د خپلواکې  د 99 ورځې د نمانځنې په مهال د افغان سفارت اسلام آباد په دستوره کښې مې د ډيرو ملګرو مينه والو سره  وليدل په دغو کښې يو خوږ ملګرے مترقي قام پرست دانشور ډاکټر عالم يوسفزے هم وه - ډاکټر عالم يوسفزے انسان دوست جمهوريت خوښې مترقي انسان دے د تيرو شل پنځويشتو کالو يي په دې پيژنم چې د رسا پارسا فکر خاوند دے هم د خپل فکر او نظريې د ليلا ورک ليونے دے خوخت داسې لکه څنګه چې زمونږ خوږ ملګرے بشر نويد يا نور ګڼ شمير ملګري دي 

نه په سر نه په عزت ده جاروتل ورته عار ښکاري

زما مينه ليونۍ ده د دلدار په ښاريو کښې 

ډاکټر عالم يوسفزي سره د خبرو په وخت را معلوم شوه چې قامي وطن پارټي د عاشورې د لسمې روستو په وطن کور پيښور کښې د پښتنو شاعرانو اديبانو هنرمندانو يو مشاورتي دستوره کولو اراده لري په دې اوريدو زه ډير خوشحاله شوم ړومبې په دې چې پښتانه شاعران اديبان او هنرمندان هم چا د مشاورت وړ وګڼل دويم په دې چې نن زمونږ پښتنې ته د مکالمې ضرورت دے - چې مونږ د بيله بيلو طبقو نماينده خلق کينو او يو بل په مينه واورو خپل نظرونه يو بل سره شريک کړو او هم ددې مکالمې او بحثونو په رڼا کښې قام له د ژوند تيرولو يو کڼ لاره ورکړو

مبارک کړه هغه وخت چې سره کيني

درينه څلور هوښيار په مشورت 

يقيننا چې داسې ناستې مبارکې وي خداې دې وکړي چې د پښتنو په سيمه دا عمل رواج ومومي - ملګري ډاکټر عالم يوسفزي په دې موقعه زما ليدل ښاغلي سکندر خان شيرپاؤ سره وکړه په سياسي پارټو کښې د  سکنډ کمانډ ليډران اکثر د خپلو دغه رنګ ليډرانو نه خلق لري ساتي - د هغوي په زړه کښې خپله جوړه کړې يو ويره وي  هسې نه چې دا بنده زما د لارې خنډ جوړ نه شي - دراصل دغه خلق نه د فکر خاوندان وي او نه څه نظريه لري د هغه نظريه ذاتي مفادات وي د دغې مفاداتو تر سره کولو  دپاره هغه د خپل ليډر چاپلوسي شروع کړي او چې کله په دې پوهه شي چې په خان دا دم اثر کوي نو بيا په کامله توګه د چاپلوسې په جادو کښې يي داسې راګير کړي چې بيا دې څه هم وايي هغې ته خان د کاڼي کرښه وايي خان چې کله ددې جادو د اثر نه را وځي نو هر څه يي بيلودي وي د ژوند په لوې ميدان يوازې يک تنها ولاړ وي او چا پلوس سياسي کارکن د بلې ونې په څانګه ناست وي او خان ته وايي -

وګوره ته ماته ستا نظر کښې څنګه ښکارم

زه ميين د مينې دې منظر کښې څنګه ښکارم 

څنګ چې ما له مخه وويل چې ډاکټر عالم يوسفزے خو د خپل فکر د ليلا ورک ليونے ميين دے دا ليلا که ورته عالمي پښتو کانفرنس کښې ښکاره شي , پښتو عالمي کنوينشن کښې ښکاري شي يا د ارواښاد محمد افضل خان لالا په قومي جرګو کښې ښکاره شي يا نورو سياسي ادبي او کلتوري دستوره وي ډاکټر عالم يوسفزے په دې دستورو کښې لکه د ليونو په يو ښپه تاويږي -

مينې ستا غمونه څومره ښه لږي 

هر څومره چې وي دومره خواږه لږي

نه شي صبريدې پتنګ له شمعې نه

ښپې هلته ورځي چې چرته زړه لږي ( انديش شمس القمر )

زه له وړوکې وم چې زما پلار د پيپلز پارټۍ بنيادي غړے وه دغه وخت حيات محمد خان شيرپاؤ شهيد د پيپلز پارټۍ صوبايي صدر وه ساده وخت وه ليډران له دومره تيلي دار شوي نه وه دسياست محور نظريه وه د پارټومشران به په خپل قابليت او خدمت به د پارټۍ په تنظيمي عهدو غوره کيدل د پارټو ورکران د ليډرانو نوکران به نه وو- زه به اکثر پلار د پارټۍ اجلاسونو له  ځانه سره بوتلم هم په دې اساس ماته دا اعزاز ورته دے چې  حيات محمد خان شيرپاؤ زما په سر د شفقت لاس راښکلې دے او په ماشومتوب کښې د هغه اوريدلې خبرې او د هغه مينه زما د ژوند يو لويه سرمايه ده - کله چې هغه شهيد شو نو زه مې د پلار سره د هغه جنازې له تللې وم خو ډير خفه وم ماته به د هغه ماسره هغه مينه او شفقت راياديده -

ستا ياد په زړه وريږي سره ګلان د پسرلو 

ستا غم نيولې مونږ ډير نيزدې په تلوسو

کله چې د روزګار په لړ کښې زه اسلام آباد ته راغلم نو خبر شوم چې د اسلام آباد د واپډې مشر ارواښاد شير محمد خان شيرپاؤ دے چې په سوونو پښتانه يي په خپله محکمه کښې نوکران کړي دي چې اوس د هغې شميره زرګونو ته رسيدلې دے ولے چې د اکثرو د يو دوه ځامنو سره خپل خپلوان هم نوکران کړي دي په اسلام آباد کښې نوکري موندل آسان دي خونن سبانه د کله نه چې د پارليمنټ غړو ته په ملازمت کښې کوټه مقررشوې ده نو لوبه ورانه شوې ده د نورو خو کارونو په څير دا کار هم داميرالمومينين جنرل ضياءالحق په دورکښې شروع شوې دے -په اسلام آباد کښې سرکاري کور موندل کشمير فتح کول دي نو شير محمد خان به لکه د ارواښاد حنيف خان په شان د نوکرۍ سره سرکاري کور هم ورکړه - ارواښاد ودود خان شيرپاؤ دغه وخت په واه فيکټرۍ کښې لوې آفسر وه هغه به هلته هم دغه کار کولو کوم چې يي مشر ورور شير محمد خان په اسلام آباد کښې کولو - د مشرف په دور حکومت کښې زمونږ د يو ساده زړي پښتون بدلي  جهلم ته وشوه هغه ډير زهير وه ولے چې ددې بدلۍ سره به د هغه نه کور هم واپس اغستې کيدو ما تبه تسلي ورکړه او مشوره مې ورکړه چې سبا سحر خان له ( آفتاب خان شيرپاؤ ) له ورشه چې مازيګر کيدو يار سره د شرينې زما د ور مخې ته ولاړ وه ويل يي خان هغه وخت يو ټيلفون وکړه او کار وشوه نو ښاغلي سکندر خان د خپلو مشرانو د سپيځلې پښتني روايت تسلسل دے بايد چې دا برقرار وساتي او خپلو راتلونکي نسلونو ته يي په هم دغه رنګ وروسپاري -

چې د خلقو نيک خواهي لرے په زړه کښې

مبارک شه بادشاهي لرے په زړه کښې ( خوشحال خان خټک ) د ستمبر کال 2018 په آخيري ورځو کښې ښاغلي سکندر خان شيرپاؤ زنګ راکړه چې په 6 اکتوبر د خالي په ورځ په وطن کور پيښور کښې مو هغه غونډه راجوړه کړې ده په دغې کښې ستاسو ګډون به مونږ خوشحاله کړي - د ډاکټر عالم يوسفزي او ښاغلي سکندر خان شيرپاؤ دې بلنې ماته د وزيراعلي کور هغه دستوره راياده کړه چې د محترم رحمت شاه سايل او ښاغلي ملګري روښان يوسفزي په بلنه ورکښې شريک شوي وه او د دستورې روستو په سخته ګرمۍ کښې  پيدل ټپار ډير بې درکه کړي وه او دې دستورې کښې په ګډون کولو يي ستومانه کړي وهپه هغه دستوره کښې مشاورت نه وه بس د مشرانو پخې پخې اوريدل وه - مونږ په چوکو کينولې شو او بيا دوه مشران را ښکاره شو مونږ د هغوي هرکلي ته راولاړ شو او زمونږ د لاسونو په چړچکو کښې دغه ملي مشران په خپلو چوکو کيناستل بيا يي مونږ له د کاغز يوه ټوټه د اسناد په توګه راکړه ويل يي دا ډير مهم سند دے ولے چې په دې د باچاخان عکس دے  مشر په خپله وينا کښې هم دا يادګيرنه وکړه ما سره خوا کښې يو شاعر روغوندې وويل " څه عجيبه خلق دي د جناح صيب عکس په خپل جيب کښې ږدي او د باچاخان هغه مونږ له راکوي " د الله شکر دے چې زمونږ فکري روحاني مشرانو او زمونږ د کول ملګرو مينه کړې بيوپار يي نه دے کړې د  مثال په توګه په دې لړ کښې په دغه سوونو ملګرو کښې دوه ژوندي عکسونه ښاغلے بشر نويد او ډاکټر عالم يوسفزے ستاسو په وړاندے ږدم

وايمه  ستاينې  انکار  نه  کؤم 

مينه کوم مينې بيوپار نه کوم

سترګو ته دې ګورمه ستي ستي

څوک وايي چې ژوند په انګار نه کؤم

په 6 , اکتوبر کال 2018 د خالي په ورځ چې په يونيورسټي ټاؤن  رحمان بابا روډ " وطن کور" ته   په ټاکلي وخت په ړومبي ځل ورسيدم - وطن کور د محترم مشر آفتاب احمد خان شيرپاؤ استوګن ځاې دے شاته يي کور دے مخې ته يي په لويه پراخه زمکه  داسې په هنر  آبادي شوې ده - چې تالار هم لري بهر د شين آسمان لاندې د ناستې ځاې هم لري - زه خوشحاله په دې وم چې په ګيټ ولاړ دربان راته ښکته پورته په شک ونه کتل نه يي زما بډې ولټولې دراصل د دربان د رويې نه د مکان د مکين د خداې د مخلوق سره د رويې اندازه په ښه جوړ له لږي ددې راسره ماته د پيپلز پارټۍ  دور حکومت کښې يو کانفرنس راياد شو - محترم فخر زمان د اديبانو دانشورانو يو کانفرنس راجوړ کړې وه په دغه مهال د هغه وخت صدر پاکستان ارواښاد فاروق لغاري شاعرانو اديبانو د ماښام په ډوډۍ په صدارتي ماڼۍ کښې ميلمانه کړي وه - خو ځنې شاعرانو اديبانو وويل  چې مونږ دغلته نه ځو ولې چې مونږ ته به د شک په نظر کتې شي او زمونږ بډې به لټولې شي محترم فخرزمان يو نر پنجابې دانشور وه هغه ويل داسې به نه کيږي او د صدارتي ماڼۍ په دروازه يي د خپلې ادارې دوه ډاريکټران ودرول هغوي به سرپ د ميلمنو شناخت کول - نو پکار دي چې د بابا  لوې کور ته په تلو هم د شاعرانو اديبانو له دې احترام ورکړې شي

مينه او خلوص چې د خپل ځانه شي

ځار به هر انسان د بل انسانه شي

ته کړه حسرتونه خپل لوګې ماته

ځار به مې آرمان ستا د آرمانه شي 

وطن کور ته په ننوتو سره ښاغلي سکندر خان ,ډاکټر عالم يوسفزي ,طارق خان او د قومي وطن ګوند نورو ملګرو مونږ ته په درنښت ستړي مشي وويل - زه چې د ميلمنو ځاې ته ورغلم نو محترم مشر سعدالله جان برق صيب ,پروفيسر شفيق ,ډاکټر سلمي شاهين ,ډاکټر آباسين يوسفزے ,روښان يوسفزے , پروفيسر آسير منګل ,الياس ټلوال ,اسد اپريدے ايډوکيټ له مخه ناست وه روستو محترم مشر سليم راز, جميل مرغز , بشر نويد , اکبر هوتي ,فريدون خان ,عبدالحميد نادان , هاشم بابر , بختيار خټک ,همايون خان ,عاقل يوسفزے, حسن خان ,شازمه حليم , ثناء الله ګنډاپور ايډوکيټ ,رخشنده ناز ,شمس بونيرے ,سمسور بونيرے,شمس مومند او نور ګڼ شمير د ژوند د بيله بيلو طبقو خلق راغلل دستوره د خپل وخت نه ډيره روستو د محترم مشر آفتاب احمد خان شيرپاؤ په مشرۍ کښې شروع شوه د دستورې مشر ميلمه محترم سليم راز صيب او محترم سعدالله جان برق صيب وه چونکې محترم برق صيب په دستوره کښې اوږده ناسته نشي کولې  ځکه نو هغه د خبرو په دوران کښې تللې وه دغه رنګ په دې مهمه موقعه هغه مونږ وانه وريدو چې د پښتنو په موجوده صورتحال د هغه نظر څه وه ?بايد چې هغوي خپل نظر لکه د آباسين يوسفزي په ړومبي سر کښې ورکړې وه نو نن به مونږ دغه تشنګي نه احساسوله د دستورې نظامت ډاکټر عالم يوسفزي وکړه هم هغه د قرآن پاک د سورة مبارک د تلاوت سره غونډه شروع کړه -پوفيسر ډاکټر آباسين يوسفزي وويل چې د تيرو څلويښتو کلونو راسې په په حالت جنګ کښې يو دې جنګ زمونږ ټول د ژوند نظام متاثره کړې دے ـ زمونږ کلتور تبا دے زمونږ اقتصاديات تبا دي د پښتنو د خاورې ټوله سرمايه د پاکستان نورو ښارونو او دوبۍ ته تللې ده زمونږ هنرمندان زمونږ دانشور ژرنلسټان نن په نورو ملکونو کښې په ژوند کولو مجبوره شوي دي په دې موقعه هغه د سردار علي ټکر,هارون باچا ,رحمان بونيري او شاهين بونيري ذکر په خصوصيت سره وکړه - ښاغلي آباسين يوسفزي وويل زمونږ پښتو د نصاب کښې نيشته دغه وجه ده چې د نن پښتون بچې خو د نورو قامونو اتلان پيژني ولے خپل اتلان نه پيژني - د اې ,اين,پي په دور حکومت کښې پښتو تر دولسمه د لازمي مضمون په توګه منظور شوې ده  خو متاسفانه تر وسه سرپ د يو ټولګي کتابونه چاپ شوي دي  نور سدهم ته شين دے اوريدلي مي دي چې ددغې مد نه فنډ جنګله پراجيکټ ته ټرانسفر کړې شوې دے -ډاکټر آباسين يوسفزي وويل چې د نادرا شناختي کارډ کښې د پښتو ايم ,اې او پي ايچ ډي اندراج د سوشل ساينسزز په نوم کيږي چې د افسوس وړ خبره ده - دغه رنګ د پښتنو خپل ټي وي چينل نيشته بايد چې په دې تناظر کښې قومي ګوندونه خپله کڼ لاره وټاکي -

ښاغلي اکبر هوتي وويل زه د پروفيسر آباسين يوسفزي خبره پرمخ بيا يم او دا وړانديز وړاندې کوم چې زمونږ د پښتنو سيمه په قدرتي حسن مړه او پټه ده پکار دي چې سياحت له د صنعت درجه ورکړو او داسې قانون سازي په دې لړ کښې وکړه او سرمايه کارو له دې سهولتونه ورکړو چې هغوي په دې مد کښې سرمايه کاري وکړي ددې سره به حکومت هم په ګټه کښې وي د روزګار وسيلې به هم پيدا شي دغه رنګ زمونږ د هنرمندانو د لاس جوړ څيزونه په ملک دننه او  بهر ښه په ګرانه بيه خرصيږي خو زمونږ هنرمندان ورکښې د لوږې مري نو که مو کلتور له هم د صنعت درجه ورکړه نو ددې سره  زمونږ د هنرمندانو مالي حالت ښه کيدې شي او حکومت به  هم په ګټه کښې وي ښاغلي روښان يوسفزي وويل چې د احمد شاه ابدالي او باچاخان د خدايي خدمتګار تحريک نه مخکښې روستو په پښتنو کښې داسې يو تحريک په نظر نه راځي چې پښتنو له يي قومي شعور ورکړې وي دلته چې کوم ګوندونه دي هغه پارليماني سياست کوي او د پارليماني سياست په دې کثيرالقومي ملک د کولو په لړ کښې به زه د خوشحال خان خټک دا شعر تاسو ته ډالۍ کړم 

يا کشتي د زوره ورو سره مه کړه

يا ددوي غوندے پيدا کړه مړوندونه 

ښاغلي روښان يوسفزي د قومي وطن پارټۍ مننه وکړه چې دا مشاورتي ناسته يي را جوړه کړه او پښتانه ليکوال يي ددې اهل وګڼل دا يو ګټور او ستاينې وړ اقدام دے ښاغلي روښان يوسفزي وويل يقيينا چې مونږ د خپلو دغه هنرمندانو ژرنلسټانو په لري والي خفه يو خو شحاله په دې يو چې هغوي په ديار غير کښې محفوظ دي او په روزګار دي او د خپل قام او وطن دپاره ددلته له ښه کار کوي ژوندي بريالي دې وي

ښاغلي فريدون خان وويل چې نن د پښتنو ستونزه آمن ده مونږ د ژبې خبره کوو يقيننا چې ژبه کلتور مهم څيزونه دي خو چې زه نه يم نو په ژبه او کلتور به څه وکړم? نو ځکه مونږ  له قوم ته دا ښودل دي چې زمونږ په خاوره چې کومه ډرامه روانه ده ددې ليکونکې څوک دے ډاريکټر او پروډيوسر يي څوک دے او کردارنګاري څوک څوک کوي مونږ له د هر څه له مخه د آمن بيرغ پورته کول دي چې امن راشي نو اقتصاديات به هم ښه شي خلق به هم خپل کور کلي وطن ته راشي ژبه او کلتور به هم پرمخ ځي - فريدون يي زياته کړه چې څو کاله مخکښې مونږ د ښاغلي فخر زمان عالمي پنجابي کانفرنس ته د محترم سليم راز صيب په مشرې کښې شريک شوي وه نو د مشرقي پنجاب نه سيکانو ګډون کړې وه دغه رنګ امرتسر ته عالمي پنجابي کانفرنس کښې د پنجاب وزير اعلي چوهدري پرويز الهي تللے وه خو دلته چې د لر وبر پښتانه يو نسل يو عقيده ده نو مونږ ته رنګ رنګ خنډان جوړولې شي

ښاغلي شمس مومند وويل چې قام پرستي د مفاداتو ښکار ده قام پرست جماعتونه پارليمان ته د ځان رسولو دپاره د نورو سترګو ته ګوري د پښتنو قام پرست جماعتونه په ملکي سطحه خو په اتحادونو کښې ګډون کوي خو په خپلو کښې د پښتنو په حقوقو نه يو کيږي او نه په دغه اتحادونو کښې د پښتنو په ستونزو خبره قدرې نه کوي  هم دغه رنګ قبايلي سيمې په خيبر پښتونخوا کښې شامل شوې مونږ پرې خوشحاله يو خو د مرجر کار ډير سست دے ترقي يافته کارونه بند دي هغه خلق چې د مرجر پر ضد وه هغوي اوس هم هسې کوي چې دا عمل ناکام کړي دا په خصوصيت سره د پښتنو د قامي جماعتونو فرض جوړيږي چې په دې لړ کښې خپل کردار ادا کړي

ليکونکي ( اقبال حسين افکار ) وويل ملګري روښان يوسفزي د پښتنو د دوه تحريکونو ذکر وکړه يقيننا چې د باچاخان خدايي خدمتګار تحريک د پښتنو قامي تحريک وه - خو ددې وړاندې هر بادشاه پښتانه د خپلو مفاداتو دپاره کارولي دي لوې لوې بادشاهې يي جوړې کړي دي خو د پښتون قوم او پښتنو علاقو د پرمخ تګ دپاره ټک کار نه دې کړې څوک هم ددغې پښتنو باشاهانو يو نخښه په ګرده پښتونخوا کښې نشي خودلې البت هم دغه بادشاهان وه چې د خپلو مفاداتو دپاره يي د پيرنګي سره ړومبې د ګندمک او بيا د ډيورنډ پريکړه وکړه او پښتون يي تقسيم کړه په شلمه صدۍ کښې په ګرده پښتنه سيمه کښې د ويښتيا تحريکونه را پورته شو چې اولس له يي قومي شعور پوهه او تعليم ورکړه - کله چې د روس او امريکې د مفاداتو سوړ جنګ کښې بدل شو نو هم پښتنو خپل قامي مفادات په نظر کښې نه دې ساتلي مونږ ړومبې په دوه ډلو او بيا بيشميره ډلو کښې تقسيم شو او د بل د مفاداتو دپاره خپلو کښې جنګيدو خپل کور مو وران کړه - د يو سازش تر مخه زمونږ قامي مشران په زرګونو وژلې شول هر کله داسې مشران د يو ټولنې وباسې د هغې ټولنې د ګډو هغه رمه جوړه شي چې مشر يي نه وي پښتانه وايي مشر دې خداې د ميږي هم نه وژني په اسفنديار خان ,آفتاب خان او مولانا فضل الرحمان بريدونه په شا هم دغه مقصد دے چې په دې ونه شوه نو دغه چل يي وکړو چې تاسو وينۍ - زه د قومي وطن پارټې منندويه يم کوروداني يم ددې ګوند مشر او د هغه هم کاروته چې د باچاخان نه روستو يي په دې مهمه موقعه چې پښتون قام د بلا ستونزو سره مخ دے او زمونږ ټولنې د مکالمې ضرورت دے زما تجويز دے چې داسې غونډې دې په ګرده پښتونخوا بشمول کراچۍ او اسلام آباد کښې وشي او په آخير کښې دې ټولو پښتنو په سر يو لويه جرګه په پيښور کښې وشي - دويم د پښتنو قومي جماعتونه دې د پښتنو په ستونزو را يو شي - دريم د پښتنو په خاوره چې کوم لويه لوبه روانه ده چې فريدون ورته اشاره وکړه په دې بلا ملکونه دي او د جنګ ميدان د پښتنو خاوره ده يو چا ته د ګوتې نيوو په ځاې مونږ له د امن وچتول پکار دي چې مونږ په خپله خاوره جنګ نه آمن غواړو په دې کښې شک نيشته چې د لر او بر پښتانه يو وينه او مينه ده خو دا هم د نن حقيقت دے چې پاکستان او افغانستان دوه بيل ملکونه دي د دواړو ملکونو په حکمرانانو زور راوړل پکار دي چې د ورورولې تعلق جوړ کړي - په آخير کښې يو وار بيا زه د قومي وطن پارټۍ مننه کوم چې دا دستوره يي راجوړه کړه زما يقين دے چې دا لړۍ به پرمخ بيايي -

ښاغلي بشر نويد وويل يو چاپلوسي وي يو احترام وي د چاپلوسې چل نه راځي او احترام د هر چا کوو - ښاغلي بشرنويد وويل عقيدت ړوند وي اواحترام درناوې مونږ تل د خلقو احترام کړې دے خو چا زمونږ خبرې ته غوږ نه دې ايښې- مونږ د ايمان په ځاې  ګوته نه شو کيښوې شو او نه دروغ ويلې شو - مونږ تل د بل سترګو ته کتلي دي او هغه چې کوم خوا اشاره کړې ده مونږ کټ پوزې هم هغې خواته اچولې دے زمونږ سياسي قومي جماعتونه او د هغې ليډرانو او  ولس ترمينځ د زمکې  آسمان فرق دے

مونږ ميز ته کينو وايو مشوره کوو خو يقيننا په ميز قلم کاغز پروت دے خو ميز او کرسۍ په زمکه پرتې دي او زمونږ ښپې هم په زمکه دي مونږ زمکې ته نه ګورو چې زمکه څه وايي ? ښاغلي بشر نويد په دې موقعه د مياشتيزې ليکوال د اګست ,ستمبر ګڼه کال 2018 ښکاره کړه ويل يي چې په دې کښې د 2018 د اليکشن تجزيه شوې دې په هغه هر څه ورکښې خبره شوې چې څنګه د پښتنو قومي جماعتونه ډډې ته شو خو متاسفانه زمونږ ليډرانو مونږ په تياره کښې ساتلي يو د هغوي باقاعده د پردې په شا خلقو سره په تماس کښې وه او په دې خوش فهمې کښې وه چې مونږ ته به څه برخه په لاس راشي او چې کله بې برخې شو نو په خود کښې شو ښاغلي بشر نويد زياته کړه ماپسې راغلل زه يي وزورلم ماته يي ويل چې تاته پيمنټ کيږي خو افسوس چې ماورته هغه وخت خپل جيب ونه ښول چې ورکښې شپږ سوه روپۍ وې ماورته وخاندل چې نور خلق پيسې راکوي نو تاسو يي راکوئ کنه - بهر حال نه دا د باباګانو وخت دے او نه د شهيدانو نيغه په نيغه به اولس ته ځې اولس به د ځان سره ملګري کوئ هله به ګټه کوئ سرمايه دارانه او جاګيردارانه نظام له به جمهوريت وده ورکوي خو ولے د غريب اولس ژوند ورځ تر ورځ د ستونزو سره  او د يو عذاب سره يي مخ کوي  - پروفيسر اسير منګل وويل چې پښتنو د تيرو څلويښتو کلونو له وجهې د بلا ستونزو سره مخ دے دلته د ډيرو ذکر وشو له به ذکر کيږي خو زه ګڼم چې په تورخم او نورو پاټکونو د بنديزونو او سختو سره زمونږ په تجارت بدې اغيزې شوي دي او د لر او بر د تګ راتګ کښې سختۍ راولاړې شوي دي بايد چې په دې نرمۍ راوستې شي د بارډر خو د مودو آزاد وه دا تره ګري خو پښتنو نه خلقو جوړه کړې ده او زور يي پښتون قام له راغې - ښاغلي الياس ټلوال وويل چې د پاکستان دننه دې پښتون قام په يو يونټ کښې راټول کړې شي د قبايلو ريفارم کار دې توند کړې شي د معاشي د ژبې کلتور د ودې دپاره دې هلې ځلې وشي -

ډاکټر سلمي شاهين وويل چې مونږ له د انتهاپسندۍ په ضد خبره پکار ده - د غربت پر ضد خبره پکار ده ولے چې د غربت د خيټې جهل او  د جهل نه انتهاپسندي زيږيږي مونږ له د ښځو د حقوقو خبره پکار ده او د ښځو په تعليم تربيت خبره پکار ده مونږ د انساني ټولنې غړي يو مونږ له د بل چا توهين نه دے پکار -

ښاغلي لايق زاده لايق د وطن  قومي پارټۍ دا هڅه وستايله چې د فکر خاوندان يي راغونډ کړل پکار دې چې په مياشت يا دوه مياشتو کښې هم دغه رنګ غونډه کيږي نو ګټه به يي ډيره وي ښاغلي لايق زاده لايق وويل چې زمونږ د کورس کتابونه د پي ايچ ډي ډاکټران جوړه وي چې هغه د ماشومانو له ذهني سطحې ډير لوړ وي بايد چې د نصاب کتابونه آسان کړې شي او د ماشومانو د ذهني سطحې مطابق شي - هغه وويل رحمان بونيرے ,شاهين بونيرے ,سردار علي ټکر ,هارون باچا د پښتنو دپاره ډير کار کوي پريږده چې دغه سنګر يي نيولې وي چې کار وکړي که دلته راغلل دغه کار به په ځاې ودريږي

........

 " ليکوال په نومبر 2018 کښې چاپ هم چاپ شویده

-
بېرته شاته