(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له کابله تر

[28.Nov.2020 - 22:28]

 له کابل تر پېښوره خپل وطن  خپل کور

لومړی دهغه خپلوانو،، ټولګيوالو، ان‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډيوالانو او انظرېاتي ملګرو بخښنه، چې په لیدلو يې ونه توانېدلم

د2018 د اکتوبر په دویېمه نېټه کابل ته ورسېدم، مرزا لالا، ‌‌‌‌‌‌ډاکتر اکرام یوسپزی، ‌‌‌‌‌‌ډ ګروال پبلوټ  فاروق رضا او وړوکي ارمان راته په  هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر کښې په تمه وو . خپل مشر مرزا لالا (شاه محمود لالا) سره مې سباناری وکړ. د‌‌‌‌‌‌ډاکتر اکرام سره مې شپه وکړه او سهار وختي د پېښور په لور روان شوم، ننګرهار د ګلو هار ته ورسيدم زما استاد محمد دا‌ؤد مومند صیب مې په تمه وو،. زه چې کله دهغه لیدلو ته د نعمان مومند سره یوځای ورغلم، نو دبهسودو په پل کښې د‌‌‌‌‌‌ډېر رش له کبله ېونېم ساعت وځن‌‌‌‌‌‌ډېدم، په بیرته راتلو کښې هم د پوره ځن‌‌‌‌‌‌ډ سره مخ شوم.نو له همدې کبله مې د اپرېل په څلورمه نېټه د پښتونخو د تلو لپاره دتورخم له لارې تکل وکړ. په تورخم کښې هم تورن شریف الله خوری هم ولید او د لږ تم کیدو وروسته له تورخمه راوختم او مازېګر د خپل مشر ورور بصیر بیدار ستوري کور ته راورسیدلم. دمه مې وکړه،ښاغلي لایق زاده لایق صیب سره مې اړېکه ونیوله، هغه هم زما د ورتلو ېوه ونۍ دمخه اسلام اباد کښې د را‌‌‌‌‌‌ډیو پاکسان د پروګرامونو عمومي ریئس ټاکل شوی وو، چې دجمعې پېښور ته راغی او د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر کبیر ستوري په یاد دموسېقۍ د پروګرام په راجوړولو خبرې وشوې او د پښتو ژبې خوږ غږي سندرغاړي ښاغلي راشد احمد خان ته یې د موسېقۍ د جوړولو دنده وسپارله، خو د پروګرام د راجوړلو لپاره ورته وخت ونه ټاکل شو.

دخالي(شنبې) په ورځ06.10.2018 نېټه مو په هغه غون‌‌‌‌‌‌ډه کښې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړ، چې دقامي وطن پارټۍ دمشر افتاب احمدخان شیرپاو له خوا د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر عالم یوسپزي په زېار راجوړه شوېوه

په غون‌‌‌‌‌‌ډه کښې مې په لن‌‌‌‌‌‌ډو ټکو کښې خپل نظر وړاندې کړ، د قومي وطن ګوند او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په ګ‌‌‌‌‌‌ډو ټکو د ګ‌‌‌‌‌‌ډ کار لپاره مو ښاغلي افتاب احمدخان شیر پاو او سکندرخان شیرپاو سره خبرې وکړې. دغه راز مو د ښاغلي لایق زاده لایق  

سربیره د ښاغلي اباسین يوسپزي، پروفیسر اسیر منګل، دپښتو عالمي کنګرس مشر سلېم راز، سعدالله جان برق ,پروفيسر ډاکټر نصرالله جان وزير, پروفيسر ډاکټر سلمي شاهين , روښان يوسفزي , اکبر هوتي،  فريدون خان,حميدالرحمن نادان , نورالبشر نويد , شازمه حليم,شمس مومند, شمس بونيري ,عقیل يوسفزي , بختيار خټک ,همايون خان, پروفيسر شفيق ,شفيق ګګياني, روخشنده ناز, هاشم بابر ,اقبال حسين افکار ,ثناء الله ګنډاپور , حسن خان, الياس ټلوال ,بصيربیدار، جميل مرغز ,اسد اپريدي ايډوکيټ ,شاهد امير د پښتنو نن د پرون په تناظر کښې پل نظرونه شرېک کړل

په اتم اکتوبر باچاخان مرکز ته لاړم د باچاخان ریسرچ مرکز د پیاوړي مشرانجنیر اعجاز یوسفزي سره مو ښه شېبه بن‌‌‌‌‌‌ډ ار وکړ د پښتنو په روان ناورین مو نظرونه شرېک کړل، انجنیر صیب راته د پښتون مجلې نوې ګڼه او دباچاخان ژوند او اند، چې په جرمني ژبه د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر جلالالدین له خوا ژباړل شوی وو، هم را‌‌‌‌‌‌ډالۍ کړ، کور یې ودان مننه ترې کوم. نصیر ستوری

-
بېرته شاته