(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شرلیت

[28.Nov.2020 - 22:25]

شرلیت

جسیکا د لندن په ایزلینګتن سیمه کې اوسي؛ همجنسبازه ده او د هیلن سره یې چې ډیر وخت یې شریکه وه واده وکړ. دواړو نجونو ګډ ژوند کاوه. جسیکا په تن کوچنۍ، ښایستوکې او شرمناکه نجلۍ ده خو هیلن د نارینه طبیعت لري، د کار په لحاظ هم ښه ده او نسبتا ښه عاید لري. په کورني ژوند کې جسیکا د ښځې رول قبول کړی او هیلن په کور کې د میړه کردار اداء کوي.

جسیکا او هیلن چې دواړه سپین پوستي دي، وغوښته  اولاد ولري او هغه هم تورپوستی. څرنګه چې په روغتون کې د مصنوعي القاح په ذریعه اولاد په نس کول قانوني او حقوقي پیچلي مقررات لري، نو جسیکا د هیلن په مشوره او اجازه د ټام څخه چې د جسیکا سره په دفتر کې کار کوي او یو جګ جمایکا تور پوټکی ځوان دی وغوښته چې اولاد ورڅخه ولري. ټام هم کمینه سړی وو، نه یې ونه ویل او خپله پیرزوینه یې ونه سپموله. خو یو لیک یې ولیکی چې  ھغه ددغه تخم د شین کیدو او ثمر ته د رسیدو حقوقي مسئولیت نه لري. که کوچنی پیدا سي، ټام دهغه د ساتنې، تربیې، میراث او نور داسيې مسائلو چې په پلار اړه لري، هیڅ ډول مکلفیت نه لري.

د جسیکا لور پیدا سوه او نوم یې شرلیت پر کښیښود. هومره توره نه وه چې دوی غوښته. پر مور ګرانه وہ خو پر پلار  ھومرہ نه! جسیکا د لور د ښه روزلو په منظور د دفتر کار پریښود. اوس یوازې کور د هیلن د کار په عاید چلیږي. د هغوی د ژوند سطح راټیټه سوه. نه یې د پخوا په شان ښه لباس رانیولای سو، نه یې په ښه رستوران کې هره ورځ ډوډۍ خوړلای سوہ او نه بل هیواد ته د تفریح لپاره د پخوا په شان د کال څو واره تللای سول. اوس شرلیت یو زولنه ده چې  ددواړو په پښو کې لویدلې ده. دواړه یې د آزاد ژونده اچولي دي. خو هیلن تر جسیکا ډیره ناآرامه ده؛ دا ځکه جسیکا او شرلیت دواړه د هیلن پر اوږو بار او د هغې پر معاش چلیږي. دوی په کلیسا کې  نکاح نه وه تړلې چې هیلن د جسیکا او شرلیت د خرڅ ورکولو مسؤل وي. هیلن په یو اخلاقي تړون د کور مشره یا په بل عبارت د جسیکا میړه او د شرلیت پلار ود دوی ترمنځ جنګونه وشرلیت لوئیده. د هغې د هیلن څخه بد راتله او چې څه غټه سوه جنګونه یې  ورسره کول. شرلیت په سبقانو کې ډیره ښه وه او استادانو یې ډیر توصیف کاوه. جسیکا ته هرچا ویل چی شرلیت به ښه راتلونکې ولري.

شرلیت د ۱۳ کالو سوه؛ نور یی د کور ترخه فضاء نه سو سهلای؛ د یو ځوان سره ولاړه او جسیکا او هیلن یې پریښوول. ځوان دا په شرابو او د نورو ایله ګرده ځوانانو سره په ګرځیدو روږدې کړه. بې سرپرسته سیرلئ د لیوانو ښکار دی. په سبقانو کې دغه لائقه نجلۍ د سم سرپرست د نه درولودلو په سبب د بیلارۍ ښکار سوه. رشتیا هم ښه مور او پلار لوی نعمت دي چې  بدیل یې نسته. څه وخت دمخه مې د لندن د کنګزکراس په ګڼه ګوڼه کې  ولیده چی د سړک پر غاړه ناسته وه. ښائیسته مخ یی شرابو ورخراب کړی وو؛ ځبوله ویښتان یې پرمخ راایله و؛  د خیرات لوښی یې مخ ته ایښی وو او هر لاروي ته یې  سترګی وې چې څه پکې واچوي.

========  فاروق اعظملندن  ========

-
بېرته شاته