(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مرکزي کمېټه

[28.Nov.2020 - 22:18]

مرکزی کمیټه:

ما د شاغلی محمدداودخان سره د یاور دنده چی رسمی نه وه مخته وړه.‌‌‌‌‌‌ډېره سخته په دی وه چی تلیفون کار نه کاوه او د محمدداودخان به چی کوم کار پيداشو نو بیا به یی ماته وظیفه راکړه.دوی د خپل کار دفتر د ملی دفاع په وزارت کی و ټاکه .‌‌‌‌‌‌ډېرو خلکو غوښت چی ور سره وګوری او ما به د هغوی نومونه ور وړل او څوک به یی چی لازم وباله هغه یی منه. زه به چی ور ننه وتلم او بېا را وتلم نو دوه ځله بمو سلام کاوه.چی رښتیا ووایم د سلام سره می حساسیت پیداکړ. له غرمی وروسته شاغلی حسن شرق راغی او ‌‌‌‌‌‌ډیر وخت یی ورسره تیر کړاو دواړه یوځای را ووتل. زه هم په دوی پسې روان شوم،هغه ځای ته ورغلو چی مخکی را غوښت شوی کسان پکی ناست وو. خو شاغلو محمدداودخان او داکتر حسن شرق ته ځای ساتل شوی وه. په دی پوهیدم چی یاور باید د ریس دولت شاته ځای ونسی، خو محمدداودخان وویل چی پاچاګلخان ته هم یوه  چوکۍ راو ړې .

د مجلس په اجندا کی دوی موضوع وی.لومړی هغو کسانو ته چی په کودتاه کی یی برخه اخست یی وه دوی او هغو ته چی کودتاه ته چمتو وو خو موږ و نه کړای شوه چی خبر یی کړو یوه فوقالعاده ترفیع منظوری شوی او بریدمن حبیب اله ته چی د کودتا په لومړی ورځ د یوه تانک په پيښه کی شهید شو دری فوقالعاده ترفیع منظوری شوی. دوهمه برخه مقرری وی:سرور نورستانی د څلورمی،محمدیوسفخان د پينځه لسمی زغروالو قواوو قوماندانان، ضیامجید د ګارد قوماندان،فیض محودخان د کوماندو د غند قوماندان پاچاسرباز د کابل د امنیی قوماندان ، قدیر نورستانی د ژاندارم او پولیسو قوماندان او دوه تنه نور.په پيل کی د مطبوعاتو مسولین راغلل انځورونه او لند فلم واخست.

د غوندی په پای کی شاغلی محمدداودخان و ووېل چی د راد یو او ورځپاڼو کې دی د نن ورځي مقرری نشر شی خو د غوندی انځور دی نه نشر کیږی اوحسن شرق خواته یی وکتل چی معنای هغوی ته وظیفه وه. باید ووایم چی هغه وخت تلویزون نه وه او نه نوی حکو مت وه،سهار چی د محمدداودخان سره دفتر ته راغلم ګورم چی د پرونی غوندی انځور په ورځپاڼو کی چاپ شوی خو حیران دی ته شوم چی د مرکزی کمیټی نوم یی ور کړی وه.پدی هم باوری وم چی محمدذاودخان د مرکزی کميټي په مفهوم تر ما ښه پوهیږی،دا خبره به هم په یاد وه چی پرون یی د انځور نه چاپ ولو هداېت هم ور کړ. ددی لپاره چی ځان پوه کړم انځور می محمدداودخان ته ښکاره کړ خو ګټه یی و نه کړه ځواب یی راکړ چی ښکلی انځور ی.پدی پوهیدم چی بیا به هم ورنه پوښتنه کوم ښه به داوی چی اوس ځان پوه کړم د دوی پرونی خبره چی انځور دی نه چاپکیږی وریاده کړه.دا سوال می وکړ چی بیا ولی چاپشوی او نوم یی مرکزی کميټه دی؟ ‌‌‌‌‌‌ډېر لند ځواب یی راکړچی: کې را بګویی.‌‌‌‌‌‌ډېر خفه شوم دی نتیجی ته ورسېدم چی شخصی ملګرتیا را سره کوی خو سیاسی ملګری نه یو. خبره یی بیخی بل پلو ته بوتله ویی ویل چی پرون د مقرریو په وخت کی دی ولې یوه مقام ته ځان کاندید نه کړ.ورته ومی ویل چی شکر زه د خپلی خوښی ځای لرم هغه زما خوښدی. د ځای پوښتنه یی وکړه ورته ومی ویل چی زما پخوانی ځای د چنار محل او د مخابری کندک بیایی هم ځواب منفی وه زیاته یی کړه چی موافقه نه لری

نتیجه دا شوه چی نه به د سوال ځواب ترلاسه کړ او نه به دنده په ګوته شوه او زما د هغه وخت په فکر لوی تااوان می دا کړی وه چی محمدداودخان می له سیاسی ملګرتیا ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړه. په زړه کی می پریکړه وکړه چی یاوری خو دی په خدای که وکړم.د‌‌‌‌‌‌ډېرو خلکو د یاوری دنده خوښه ده خو زه په دریو ورځو کی دی نتیجی ته ورسیدم چی زه او د یاوری دنده سره جوړ نه یو خو سوال دا وه چی څه‌‌‌‌‌‌ډول یی ور یاده کړم

مرکزی کمیټی تر پایا نه صلاحیت او نه مسولیت درلود او نه یی لاندی نوری کمیټی جوړی شوی

پاچاګل وفادار

-
بېرته شاته