(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اوږې

[28.Nov.2020 - 22:15]

د هوګی حیرا نو ونکې ګټې :

***********************

له لوستلو وروسته یي خوړل مه هیروئ

په تیرو وختونو کې ټولو پیژندل شويو حکیما نو د زیات شمیر ناروغیو لپاره هوګه د درمل په توګه کاروله. اوسنی سا ینس هم ثا بته کړې چې هوګه بې شمیره روغتیا يي ګټې لري.

دلته مو د هوګې له ځینو هغو ګټو سره چې روغتیا يي ژوند بدلولی شي سره اشنا کوو:

۱- اوومه ( خامه ) هوګه د باکتریا ضد خاصیت لرلو سره د مثانې د ناروغیو مخه نیسي .

۲- په طبیعي ډول باکتریا له منځه وړي .

۳- په هوګې کې شته روغتیايي مرکبات د زړه د حملې مخه نیسي .

۴- د وینې فشار نورمالوي .

۵- د زړه د له منځه تللو څخه مخنیوی کوي .

۶- د سږو د سرطان مخه نیسي .

۷- د دماغو د سرطان څخه مخنیوی کوي .

۸- د پروستات د سرطان مخه نیسي .

۹- هوګه د ا لیسین (Allicine) نومې مواد لري کوم چې پیاوړی روغتیايي خواص لري.

۱۰- د ناروغیو په وړاندې مقاومت زیاتوي .

۱۱- د زکام په وړاندې تر ټولو ستر خنډ جوړوي .

۱۲- د کولسټرول د زیاتیدو مخه نیسي .

۱۳- په انسان کې د الزایمر د ناروغۍ میکروبونه وژني .

۱۴- د عقل د زوال څخه مخنیوی کوي .

۱۵- د انسان روغتیايي ستونزې حلولو سره عمر زیاتوي .

۱۶- له هوګې څخه جوړ شوي خواړه ورزشي وړتیاوې زیاتوي .

۱۷- له بدن څخه پیاوړی او غښتلی زهري مواد خارجوي .

۱۸- هډوکي غښتلی کوي او له ناروغیو څخه يي مخنیوی کوي .

۱۹- د اوسپنې میتابولیزم غښتلی کوي .

۲۰- د وزن زیا تید و حجرات کنټرولوي.

۲۱- د ښا یسته او غوره ویښتا نو په شنه کید و کې له اندازې زیاته مرسته کوي .

۲۲- د ستونې درد لپاره: د هوګې یوه پلۍ دوه ټوټې کړئ او دواړو غومبورو کې يي ځای پر ځای کړئ. د هوګې د میده کولو هڅه وکړئ. په هوګې کې شته مرکبات په ستونې کې شته هغه باکتریاوې چې د ستونې د درد لامل شوی له منځه وړي.

۲۳- تازه هوګه خوړل د پوزې په خلاصولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۲۴- په هوګې کې شته د سلفر (Sulfur) مرکبات د پړسوب مخه نیسي .

ډا کتر صمد افغان .

-
بېرته شاته