(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فرهنګ او تمدن

[28.Nov.2020 - 22:02]

فرهنګ او تمدن څه مفهوم لري ؟

لیک: زلمی زابلی

فرهنګ د ټولنپوهانو په نظر تر 500 ډيري معناوي لري  

خو ځيني تعريفونه يي :

 

1- فرهنګ ديوي ټولني اعتقادات ، اخلاق ، عرف ، رسم او رواج ، اوهغه کړني چه د يادو ارزښتونو څخه اغيزمن وي ، عبارت دي 

  په دي ارزښتونو کي ژبه ، تاريخ ، هم شامل دي 

 

2- فرهنګ هغه عامل دي چه د انسان ژوند ته جهت او سمت ورکوي

داچه ددين او فرهنګ په منځ کي څه اړيکه شتون لري يا نه ؟ 

که چيري د فرهنګ لمړني تعريف ته ځير سوو ، ليدل کيږي چه دين د فرهنګ يو اړين جز بلل کيږي

 

ولي ځيني پوهان بيا دين او فرهنګ دوه کاملاجلا  پديدي بللي دي 

 

دتمدن کلمه د لاتيني ( شهرنشين بودن يا ښاري اوسيدنه ياهم شهر وند ( civis  يا civilis) څخه مشتق شوي ده 

له 1388 م کال راهيسي د civil کلمه په انګليسي ژبه کي شامله شويده او په 1722 م کال بيا د تمدن يا بربريت ضد په مفهوم استعمال سوي ده 

او داسي مفهوم يي درلود چه  

( د يو شمير انسانانو د ژوند سبک او طريقه وه چه يو تعداد  خلکو په يوه ټاکلي جغرافيه کي ژوند کولو چه ځانګړي لاسته راوړني يي درلودلي او د ګډي موخو درلودونکي وو )

 

په دي تعريف کي د ژوند سبک او طريقه د تمدن اساسي رکن دي 

چه د خاصوخلکو او په يوه ځانکړي جغرافيه کي د لاسته راوړنو سره يوه متمدنه ټولنه تشکيلوله 

 

تمدن د يو ډول ټولنيز نظم څخه عبارت دي چه په پايله کي يي فرهنګي خلاقيت ممکنه کيږي

 

په تمدن کي څلور اساسي عناصر شتون لري

 

- په اقتصادي چارو کي وړاند وينه او د احتياط څخه کار اخستل

 

- د سياسي جوړښت شتون

 

- اخلاقي ارزښت

 

- د هنر په پراختيااو شناخت کي تلاش کول 

 

يعني يوه متمدنه ټولنه د يو مغلق فرهنګ درلودونکي ده 

 

ځيني پوهان د تمدن او فرهنګ کلمات مترادف خو خيني نور يي بيا دتمدن او فرهنګ کلمات د يو بل په مقابل بولي 

چه فرهنګ يوازي د عقايدو ، دين ، هنر ، اخلاق او ادبيات مجموعه بللي ده 

ځيني عالمانو بيا تمدن په فرهنګ کي شامل او يو جز بللي دي 

 

يو عالم ګوردون چايلډ ، وايي (. چه ټول پخواني او عصري تمدن د فرهنګ يوه نمونه ده چه د کميت او پيچلتوب له نظره توپير سره لري خود کيفيت له نظره د متمدنو او غير متمدنو خلکو تمدن کوم توپير نلري )

 

تمدن په هغه فرهنګ تاکيد کوي چه ادبيات ، تخصصي او حرفوي هنر ، معماري ، مذهب ، سنت او رسوم ، عرف ، په بر کي نيسي چه د يوي ټولني د پرمختګ په خدمت کي دي 

تمدن هر وخت د تحول پرمختګ او تغير په حالت کي دي 

د تمدن هغه مغلق او پيچلي فرهنګ چه ورسره ملګري دي ، نورضعيفه فرهنګونه هر وخت تر خپل تاثير لاندي راولي او نفوذ پکښي کوي 

چه ښه مثال يي د چين هيواد د تمدن اخښل او نفوذ دي چه د جاپان ، ويتنام او کوريا تمدن يي تر خپل اثر لاندي راوستلي دي 

اويا په اوس عصر کي د غرب تمدن د خپل منفي فرهنګ سره چه دديموکراسي تر نوم لاندي ده ، غواړي د اسلامي هيوادونو په تمدن او فرهنګ کي نفوذ وکړي او تر ناثير لاندي يي راولي چه داهيڅ ممکنه نده 

 

Čardásho skiel يو عالم دي 

نظر ورکړي چه تمدن د تکنالوژي د کچي په اساس ځانګړي کيږي. په هره سطح چه يو هيواد د تکنالوژي له نظره پرمختګ کړي وي د تمدن کچه يي هم متناسبه اوچته ده 

 

Wiliam MAC Gaghi بيا نظر ورکړي چه 

د نړي تاريخ له پنځه تمدنه څخه جوړ دي چه هر تمدن د يوي تکنالوژي سره معرفي سوي دي 

 

ځيني پوهان بيا د نړي تمدن د تاريخي او جغرافيايي ويش له نظره تمدن په لاندي ډولونو ويشلي دي 

يونان تمدن ، روم تمدن ، بين النهرين تمدن ، مصر تمدن ، چين تمدن ، هند تمدن ، او فارس تمدن.

 

په يوه فرهنګ کي ممکنه ده داسي رسم او رواج ته ځاي ورکړل شوي وي چه هغه رسم او رواج د هغي ټولني په نظر د خرافات يوه برخه وي  ، خو عصري تمدن بيا د فرهنګ د خرافاتو جز نه قبولوي. يوازي هغه فرهنګ ورته د منلو وړ دي د اخلاق او د ازادي د محدوديت اوپه واقيعت استوار وي

 

غربي تمدن اوس د خپل تمدن لپاره د عقيدي د تغير ازادي اوياد هم جنس بازي يا هم د حيواناتو سره واده کول او داسي  نور د وحشت  فرهنګ ، چه د انسانيت او د بشريت د اصولو سره په تناقض کي قرار لري ،  د غرب د تمدن او فرهنګ عالي درجه بللي ده حال داچه دا تمدن او عالي فرهنګ ندي داد انسانيت په مقابل وحشت زيږول دي چه د اسلام تمدن يي سخت په مقابل کي دا څو زره کاله مبارزه کوي 

 

زلمی زابلی

-
بېرته شاته