(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زمونږ تارېخ

[28.Nov.2020 - 22:00]

زموږ د تاريخ تياره، خو جالب کونج!

اټکل ۹۵ کاله له مخه د شاه شجاع لمسۍ فاطمه سلطان د کراچي څخه بېړۍ کي د خپلو درو ماشومانو (اشين، ازيک او اکبر) سره امریکا ته ولاړه، او د نيويارک د والډورف آيسټوريا هوټل کي ئې واړول.

فاطمه چاغه، د پاخه عمر مېرمن، درباري ادابو پوه او د انګليسي سره بلده ښځه وه چي لوی د نيلم ميخکۍ، لڼډه لمن، په غاړه زنځيرونه، په غوږونو کي د الماسو والي او غاړګۍ چي قيمتي غمي ئې لرل په زړه پوري ول، په تېره؛ شوخ مزاج، کرار تګ او د شهزادګۍ کړه وړه.

دې د امريکا د هغه وخت د اولسمشر(وارن جي هارډنګ)سره ليدل غوښتل او هم د کوه نور څخه غټ الماس (دريای نور) ورسر ه وه چي د هغې په وینا، ټبر ئې د سکندر مقدوني له وختونو ساتلی وه. د الماس بيه نيم ميليون ډالر وه او دې غوښتل په انګلستان کي د زامنو د سبق د پاره ئې وپلوري، ددې سره د سټېنلي(د بحري ځواک افسر) په نامه مشکوک کس هم همکار وو

هغه مهال د اميرامان الله خان لومړنۍ سفارتي ډله چي مشرتوب ئې [شهزاده محمد ولي خان] کاوه هم د امريکا د اولسمشر سره ليدل غوښتل، خو امريکايانو د انګرېزانو په اشاره ځان نه پر برابراوه.

څو ورځي ورسته د اولسمشر سره د افغان شهزادګۍ د ليدو عکسونو خپاره سوه چي د سپيني ماڼۍ په سورتالار(ريډ روم) کي سوی او هم ئې چمن کي ماشومان ښکاري. شهزادګۍ له ځان سره شالونه، لوپټې، د کرمانشاه غالۍ، ميزپوښ او اولسمشر لپاره پټکی د ډالۍ په توګه وړی ول. يو ددې د پوړني په شان پوړنۍ هم پکښي وو چي د نازکي وړۍ څخه جوړ او د سرو زرو په تار اوبدل سوی وو.

 محمدولي خان چي د امريکايانو له رويې ګيله من وو، په دې نور هم په قهر سو او چارواکو ته ئې وويل چي شهزادګۍ محمدزۍ ده او ممکن د امان الله ليری خپلوانو څخه وي خو نور ئې نه پېژني، افغان ډله همداسي ناهيلې د امريکا څخه ووتل.

فاطمې څه وخت وروسته د امريکايي دباندنيو چارو وزارت ته ليک ولېږه چي:

"خبره يم چي تاسي يوازي ددې هيواد اوسېدونکو ته مځکه او تنخوا ورکوئ، خو زموږ لپاره بايد دا قانون بدل سي، او لکه د نورو ملکونو د شاهي ټبر چلند راسره وسي".

وزارت څه وخت وروسته ليک ځواب کړ چي: "که دا شاهي شخصيت ده او يا امريکایي، حکومت نه مځکه ورکولای سي او نه تنخوا!".

څه وخت وروسته وزارت ته د سټېنلي(د بحري ځواک افسر) تار ورغلی چي شهزادګۍ يوه پيسه هم نه لري او له هغه ئې۷۰۰ ډالر پور اخيستی دئ، ده ته ئې ويلي دي چي هند کي پيسې لري. اوس د مصر يو (نقلي) شهزاده سره ګرځي، غمي ئې د ښار يو زرګر سره ګرو ايښي دي، زامن ئې بد اخلاقه دي او چاپېره مشکوک خلک ورسره ښکاري. دلته د هند محصلين داسي ګڼي چي هغه د برتانيې له خوا پروپاګند لپاره رااستول سوې ده. انګريزانو هم وزارت ته يو احتجاجي ليک واستاوه چي څنګه د افغانستان يو شاهي شخصیت د اولسمشر سره نه يوازي وليدل، بلکي مصافحه(لاس روغبړ)ئې هم وکړ؟

 فاطمې يو اوږد ليک وليکه چي هغې څنګه د سټېنلي سره ملګرتيا وکړه. هغې دده د همکارۍ په بدله کي۶۰۰ ډالر ورکړي وه چي له اجازې پرته ئې ولګوي، د هغې الماس خرڅولو اجازه نامه ئې هم ځني اخيستې وه چي اوس ئې بيرته نه ورکوله. له ډېرو خلکو ئې ددې په نوم پور اخيستی دئ چي هغې نه پېژندل او هم  ئې ځان راته د وزارت استازی ښوولی؟.

وزارت سمدلاسه د نيويارک پوليسو ته خبر ورکړ چي سټېنلي ولټوي خو په دې نوم سړی نه وو او دغه کس په اصل کي يو مشهور چلباز او فریبکار وو، او وروسته د امريکا د بحري ځواک يونيفارم څخه په ګټي اخيستني دوه کاله زنداني سو او د فاطمې الماس هم مشهور دريای نور نه وه او په ۴۰۰۰ ډالره خرڅ سوه، چي ډېري ئې پوروړو يوړې.

د ۱۹۲۲ع کال مارچ کي يوه هندي بېړۍ ددې د پاره تياره سوه چي فاطمه له خپلو ماشومانو سره هند ته وروسوي، خو فاطمه له خپله هوټله وتلې وه او تر ننه ئې درک نسته!.

ـــــــــــــــــــــــــ

په دې اړه بايد افغاني تاريخونو کي هم څه پيدا سي، پورته خبري يوازي د لوېديځوتاريخونو دي.

سردارولی پښتون زوی

-
بېرته شاته