(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هیر شوی

[26.Nov.2020 - 11:12]

هېر شوی ژورنالیست میرزا محمد برهاني کنړی

لیک: یوسف هېود دوست

نن مي د خپل ذهن کتابتون پرانیست او چېرته لرې په یوه ګوښه کې مې د داسې یو چا په انځور سترګې خوږې شوې چې یو عمر یې په مینه او صداقت د افغانستان په مطبوعاتو او له هغې ډلې د افغانستان په پخواني راډیو تلویزیون کې کلونو کلونه  اغېزمن کار وکړ . میرزا محمد برهاني یادووم ، هوکې ! موږ ته ګران او قدرمن همکار .اصلا ښاغلی میرزا د کونړ ولایت د وټه پور د ولسوالي اوسېدونکی دی .۱۹۴۷ ز کال کې همالته په یوه روحاني منوره کورنۍ کې زېږېدلی ، لومړنۍ زده کړې یې په ۱۳۴۰ ل کال کې د وټه پور ښوونځي کې پای ته ورسولې .پاتې زده کړې یې د کابل په ابن سینا او رحمان بابا په ښوونځیو کې په ښه شان ترسره کړې .میرزا لالا په ۱۳۵۲ ل کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی پای ته ورساوه او د یو کال عسکرۍ مقدسې دندې وروسته د وخت په راډیو افغانستان کې د ژورنالیست او لیکوال په توګه مقرر شو .برهاني هم په راډیو افغانستان او وروسته بیا په لومړني تلویزیون او ان د افغانفلم د کارکوونکو  په زړونو کې  هم دومره محبوب و لکه د ټولو سکه ورور .مهربانه او مرستندوی .تکړه پرودیسر و او د راډیو افغانستان په بېلا بېلو ادارو کې یې په ډېر صداقت او هېوادپالونکې روحیه کار وکړ.وروستۍ دنده  یې د راډیو افغانستان د وطن غږ ادارې د عمومي مدیریت دنده وه جې له هېواد بهر کډوالو افغانانو ته یې خپرونې کولې .کله چې په کابل کې اوضاع ویجاړه شوه او د افغانانو خپلمینځي جګړې پیل شوې نو ښاغلی میرزا برهاني هم لکه نور په ملیونونو افغانان دې ته اړ شو چې خپل ګران پلرنی هېواد پرېږدي .پېښور ته لاړ او هلته په بېلا بېلو ژورنالیستیکو او فرهنګي چارو اخته شو چې په ټولو کې د خپل ګران همکار حاجی  سید داود  څخه ډېر خوشاله دی .څه موده د ( وفا )په جریده کې  یې هم بریالی کار وکړ.کله چې په کابل تنظیمي جګړو  ستره غمیزه پیل کړه حالات په پېښور کې هم ویجاړ شو او زموږ نازولی میرزا برهاني دې ته اړ شو جې مهاجرت کې بیا مهاجر شي ، بس هی میدان او طی میدان راورسېد جرمني ته چې تر اوسه همدلته له خپلې درنې کورنۍ سره ژوند کوي .الله دې ډېر او نیکمرغه ژوند ورکړي .ګران میرزا محمد برهاني کنړی صاخب ! پر موږ ګران یې .

-
بېرته شاته