(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کیلاش څوک دي

[26.Nov.2020 - 11:10]

کیلاش څوک دي ؟

لیک: ډاکتر لطېف ېاد

 دپښتونخوا ایالت دچترال په سیمه کې چې دهندوکش دغرونو  لړۍ ده  یوه لرغونې قبېله میشته ده  چې د کیلاش په نامه یادیږي . چترال د هندوکش د غرونو په لمن کې د جنوب په لوري هغه شنه زرغونه او غرنۍ  سيمه ده چې د سمندرله سطحې  نه( 8500) فوټه لوړوالی لري. د چترال پوله د کونړ، نورستان او د افغانستان  له واخانه سره نښتې  ده. ددوی جنوبي حدود دپښتنو دسیمو سره یوځای کیږي .دا خلک په غرنیو سیمو کې په درې لویو کلیو کې استوګنه لري چې دکلیو نومونه یې (رمبیر ، بریر او بمبوریت) دي.چترال دپاکستان دپلازمیينې  اسلام اباد نه د( 500)کیلو مترو په واټن  او دپښتونخوا دمرکز  پيښور نه د( 360 )کلوميترو په   واټن  پروت دی.د چترال دسیمې  ټول مسا حت (14850) مربع کېلو ميتره ده او آبادي یې  4 سوه زره ده چې سني مسلمانان او اسما عیليان یې هم په ګاونډ کې مېشته دي . چترال ښکلي او  زړه راښکونکي  آب او هوا اوډیر  تاريخي ځايونه لري  خو په دغه ټولو کې بمبوريت د کيلاشو په وجه دځانګړي شهرت نه برخمنه ده.

په پخوانیووختونو کې دافغا نستان اوسني نورستان چې هغوهم دکیلاش دقبیلې دخلکو په څیر دودونه او عقاید درلودل دکا فرستان په نامه  یادیده او په تاریخونو کې دوی دسیاه پوشو کافرو په نامه هم یاد شوي دي او څکه یې ورته سیا پوش کافر ویل چې دوزو دپوستکو نه به یې جوړشوي تور کالي اغوستل  چې دغه نوم دمسلمانانو له خوا ورکړل شوی واو دانوم ځکه ورکړل شوی و چې ددوی عقاید دمسلمانانونه جلا ول. امیرعبدالرحمن خان دخپلې واکمنۍ په وخت کې په  په ۱۸۹۶ زیږدیز /میلادي کال دنورستان پر سیمې برید وکړ او دهغه ځای خلک یې مسلمانان کړل اودنورستان نوم یې پرې کیښود. ډیر تاریخپوهان په دې اند دي چې دنورستان او کیلاش او سیدونکي   د مقدوني سکندردسرتیرو اوجنګیالیوپاتې شوني خلک او دګریکو -بکټرین  یعنې یونا نیانو له نسله دي چې دسکندر  دیرغل په وخت کې په دغه سېمه کې مېشته شوي دي او  دایې ټپي شوي سرتیري ول  اوبېرته خپل هیواد ته نه دي تللي او همدلته پاتې شوي دي ، خوبله ډله پوهان بیا عقیده لري چې ددوي ژبه دداردیک چې  داینډو -آریایي ژبوله کورنۍ نه ده او دهندي او سنسکریت ژبو  سره ورته والی لري او دوی اریا ئیان بولي ، خو دوی ځانته کوم ځانګړی رسم الخط یا لیکدود نلري  ،خو دحیر انتیا  وړخبره داده چې هندیان او دسنسکریت ژبې ویونکي هم ددوی په ژبه او لهجه نه پوهیږي.

تاریخ حیات افغاني چې له نن ۱۵۵ کلونه وړاندې لیکل شوی دي  دکیلاش دخلکودمذهب په اړوند داسې لیکي

ددوی کوم مذهبي کتاب یا مذهبي دستور العمل نلري .که څه هم دوی وایي چې  پریوه واحد خدای ایمان او عقیده  لري ،خو دوی یوشمیر بتان لري او دهغو عبادت کوي، دغه بتان ددوی دپلرونواونیکونو په نومونوجوړ شوي دي ، دغه خلک بتانوته دقربانیو او نذرونوورکولوپرته بل معمولي عبادت نه کوي.

دکیلاش خلک میلمه پالنه اوسخاوت ډیرښه کار بولی او داجنت نه دتللو لپاره یوه وسیله ګڼي.ددوی دغه بتان  ځینې دنارینه وو او ځینو هم دښځو په شانې څیرې لري. ددوی دبتانوشمیرزیات دی، ددوی دځینو بتانو نومونه دهندوانو دبتانواو دیو تاګانو  نومونوته ورته دي لکه بګیش ، پرن ، اندرا، ماني .

چترال تر۱۸۹۵ زیږدیز کاله پورې دچترال دمهتر او واکمنۍ لاندې اداره کیده، خو بیا وروسته دا سیمه د برتانوي واکمنۍ په قلمروکې شامله شوه.ددوي په ژبه  کې د سنسکریت ژبې ډیر ویونه ( کلمات ) شته اوښایي دا به دهندو مذهب یوه څانګه وه ، خو دحیرانتیا وړخبره داده چې داخلک دغوایانو غوښې خوري اووینې یې په خپلو بتانو تویوي ، حال داچې هندوئیزم دغوایانو دغوښودخوړلوسره کلک مخالفت لري،

ددوي ځينې دودونه :

-----------------------------

په پخوانیو وختونو چې ددوي به کورکې کوم اولاد پیداشو نو ماشوم او مور به دکلي نه بهر یوځای ته وړل کیدل چې دهمدې مقصدلپاره جوړشوی واو بیا به هلته دڅو ورځو تر تیرولو بېرته خپل کلي ته راتله  . 

په دغه درې کلو کې ميشته کيلاش خپل ځانګړې عبادت کوي او قربانۍ کوي اوپرې ټینګه عقیده لري.بمبوريت د چترال نه د 35 کلوميتره په واټن هغه غرنۍ سیمه  ده چې پوله يې د افغانستان له  نورستان او کونړسره نښتې ده  د برير او رمبیر په پرتله  زیات کيلاش په بمبوريت کې ميشته دي .دغه ميشته خلک ځانونه  د مقدوني سکندر او لاد ګڼي او وايي چې سکندر اعظم کله په افغانستان بريد کاوه  نو دخپل لښکر ټپی شوي پوځيان يې دلته پريښودلې وو چې  شمير اووه زره ته رسيدلې وو ،خو  څلور زره کسانو په کې د اسلام دین ومانه  او  اوس د کيلاشو شمير درې زره دی او یو شمیر یې  چې مسلمان شوي دي نو دوی هغوی ته شیخ وایی او ددوي نه جلا ژوند کوي .

د کیلاش دقبیلې دخلکو دنده  کر کېله  ، او دڅارویو  ساتل او او دمیوواو باغونو  پالنه ده . ددوي په سیمه کې انګور، مڼې، بادام ،مندتې (زردآلو )او غوزان ډیر دي .دوی په  څارویو کې ډیرې وزې (بزې ) او غوايي ساتيد کيلاشو د ژوند ډير اړخونه خپل ځانګړې رنګ لري لکه د هغوي غم ښادي ،راشه درشه او ميلمه پالنه.ددوی کورونه زیاتره له لرګیونه جوړ شوي دي .

د کيلاش قبيلې د ژوند تر ټولو خوندوراړخونه  د دغه قبيلې دودونه او ددوی میلې او جشنونه دي.

کيلاش په کال کې درې ځله په بيلو بيلو نومونو جشنونه جوړوي  چې د ډيرو هيوادونو ننداره کوونکي یې نندارې ته ورځي .ددوی دغه جشنونه د مي په مپاشت کې چيلم جوش ،د جولايي په مياشت کې د غنمو او جوارو د لو په وخت کې  آچل او په دسمبر کې چاو ماوس په نوم د کال تر ټولو لوې جشنونه  وي. ددوی  داجشنونه په دوی کې ډیر لرغونې جشنونه دي  .که چې دمخه وویل شول کيلاش هر کال د مي په مياشت کې د چيلم جوش جشن لمانځي .ددې جشن لپاره د کيلاش خلک ټول کال تیاری نیسي او  نوې جامې او کالي او جامې جوړوي او نارینه او  ښځې په  یو ه لوې ميدان کې راغونډيږي او  د ډولونو په وړاندې  کډاګانې او نڅا وې کوي او خپلې ځانکړې مذهبي سندرې وايي.په دوی کې دشرابو جوړول او څښل هم رواج لري، ددوی  په ښخو   کې دګاڼو او سرو اوسپینو زرورواج ډیر دی.

دکيلاش  حلک نه خپل مړي ښخوي اونه یې هم سوځوي  او هغه دلرګی  نه په جوړ شوي تابوتونو کې ږدي  او هم چې  په کيلاشو کې مړې وشي هغه په یوه ځانګړې کوټه کې ږدي  او  تر درې ورځو د ټول کلي خلک راځي دغه مړي ته ډولونه غږ وې اوچې مړي هدیرې ته یوسي تر هغه وروسته  دمړي پسې خیرات کوي .

په پخوانیو وختونوکې به چې مسلمانانو ددوي پرسیمه برید وکړ نودوي به په ډیره میړانه له هغوی سره  جنګیدل او په غشواونیزوبه یې ورسره جګړه کوله ، خو اوس ډدیرو کلونو راهیسې ددوی تر مینځ دغه جګړې نشته .

باید وویل شي چې یونانیان اوځینې  نور اروپایي هیوادونه دوی ته  ددوي په سیمه کې یو شمیر    ښوونخي  هم جوړ کړي دي او دمذهبی لږه کیوپه توګه ددوي دکلچردغوړیدو  په اړوند له دوی سره مرسته هم کوي .

(یاد)

https://www.facebook.com/1036127.../videos/1017999235262916/

-----------------------------------------------------------------------------------

ماخذونه او سرچینې:

۱- تاریخ حیات افغاني ، د سیا ه پوشو کافرو حال ؤ۴۸۴-۵۰۰ مخونه.

2- https://www.ancient.eu/Kalash Culture - Ancient History Encyclopedia/Dr. Muhammad Kashif Aliby Dr. Muhammad Kashif 

3- Ahmed, A.S., 1986. The Islamizaion of The Kalash Kafirs. Pakistan Society: Islam, Ethnicity and Leadership In South Asia. page 23-28

-
بېرته شاته