(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امان الله نصرت

[17.Nov.2020 - 21:08]

ښاغلی امان اللّه نصرت د خپل فن په رڼا کښې:

 ليک واجد ودان خليل 

د فنون لطيفه د نورو قسمونو به شان شاعري هم يو الهامي فن دی دا د اللّه پاک له اړخه يوه  ورکړه او انعام دی چې په چا وشي ـ خو بيا په کسب، مشق، رياضت او مطالعه دغه فن د کمال او معيار تر اوچتو پړاوونو ورسېږي ـ شعر ليکل هسې هم ډېر ګران کار دي او بيا ښۀ شعر تخليق کول او په عوامو او خواصو باندې خان پېژندل او منل لا ډېر مشکل او له ستونزو ډک  دي ـ د قسمت او برخې خاوندان به دا محاذونه او کوتونه سر او فتح کوی ـ د زلمي ليکوال او محقق اياز اللّه ترکزي تحقيقی او تنقيدي کتاب " د ډاکټر شېر زمان سيماب د فکر او فن هنداره" کښې پروفيسر علي خېل درياب په صفحه ۱۴۶ ليکي چې " دغه رنګ شاعري د پښتو شعري ادب کښې خال خال بيا موندے شي چې د جانانه رنګونو نه چڼ وی او د محبت په خوشبوګانو کښې خيشته وي ــ د وخت نبضونه پکښې، د زمانې زړۀ پکښې درزېږي ـ ناوياته تجربې پکښې غزونې کوي ـ د مشاهداتو ژورې پکښې ښکاري ـ جذبې پکښې ژبې کوي ـ احساس پکښې په غورځنګ وي ـ الهامي کېفيات پکښې غوترېږي او د لا شعور بدرۍ پکښې د تخيل مشاطې داسې سنګار کړې وي چې د وجدان د سيف الملوک خولۀ ئې تش په ليدو هم اوبۀ اوبۀ کېږي ـ دغه شاعري فی الحقيقت ښۀ شاعري وی چې د جمالياتي خوږو سره سره د مقصديت سره او رنګونه هم لری ـ د مقصديت دغه سرۀ په اصل کښې د هغه شاعرانو په برخه کېږی څوک چې د عصري شعور د ادراک په رڼا پور معمور دی ـ هم دغه رڼا وی چې يو شاعر شتۀ کوي، امر کوي او په هر چا ئې مني ـ ښاغلي امان اللّه نصرت د برې پښتونخوا هغه نوموړی شاعر او ليکوال دی چا چې د شعوري هڅو، مقصدي او هنري شاعرۍ په زور نۀ صرف ځان پېژندلے دی بلکې منلی ئې هم دی ـ امان اللّه نصرت ېو فعال، ويښ او بېدار مغزه شاعر دے ـ د هغۀ په سينه کښې يو  دردمند او حساس زړۀ درزېږی ـ هغۀ په يو داسې وخت او منطقه کښې سترګې غړولې دی چرته چې د تېرو څلوېښتو کالو راهيسې د جنګ اورونه بل دي ـ به دغه اورونو کښې هغۀ د خپل هېواد وګړي او د هغوی خوشحالۍ او ارمانونه لو لپه ليدلی دي ـ د دغه درد درد او څړيکې څړيکې ماحول او حالاتو عکس العمل او انځور ګري کۀ د هغۀ په شاعرۍ کښې څرکونه وهی نو دا د تعجب خبره نۀ ده بلکې دې هر څۀ نه د هغۀ متاثره کېدل يو فطری امر دی ځکه چې هغۀ دا هر څۀ د سر په سترګو ليدلي او د زړۀ په سترګو ئې محسوس کړی دی او بيا ئې د قلم په ژبه د کاغذ په سبنه شيندلی دي ـ خو داسې هم نۀ ده ـ د هغۀ شاعري صرف د ياس او نا اميدۍ هنداره هم نۀ ده بلکې د اميد رناګانې هم پاشي او خپل اولس ته د روڼ سحر او تابناکه منزل لار هم ښايی ـ هغه چې په کوم چاپېريال کښې د ژوند شپې ورځې سبا کوي نو د هغې حقيقي تصوير وړاندې کول هم د هغۀ مجبوری ده ځکه چې هغه يو حقيقت پسند شاعر دی  او په دې هر څۀ سترګې پټول ئې ضمير نۀ برداشت کوي ـ هغه د ټولنې د ضرورتونو او تقاضو نه نۀ صرف خبر دی بلکې شعوری ادراک ئې هم لری ـ هغه کۀ يو خوا د خپل غم ځپلی او دردېدلي اولس په دردونو او ښکې توېوی نو بل خوا د مينې ترانې هم زمزمه کوي ـ د ګل او بلبل قصې ئې هم وئېلې دی د عشق او محبت رنګونه ئې هم پاشلي دي د ساقي او مېخانې تذکرې ئې هم کړې دي ، د فطري او انساني شکلا سندرې ئې هم وئېلې دي ـ د هغۀ شاعري محض لفاظي نۀ ده بلکې د فن او هنر په تله پوره او کوټلې شاعري ئې کړې ده ـ د بديع او بيان په کالو ئې تر خپله وسه سنګار کړې ده ـ ښکلو ښکلو ترکيبونو، تشبېهاتو او استعاراتو ئې د شاعرۍ خوند او رنګ لا زيات کړی دےیـ شاعری ئې د پېغام نه لبرېزه په حقائقو او واقعتونو اډاڼه لري ـ هغۀ په روانه، خوږه او پسته ژبه شاعري کړې ده خو د فکر او خيال الوت ئې هم د کتو دی ـ نوی نوی مضامين او رنګين خيالونه د هغۀ د شاعرۍ خاصه ده ـ لکه څنګه چې مخکښې اووئېل شو هغه چې په کوم ماحول کښې ژوند کوی نو د هغې حقيقي تصوير وړاندې کوی خکه خو وائی

 په بې دردۍ بيا انسانان وژنې

 په څۀ وحشت زاړۀ ځوانان وژنې

 د خولې اهونه ئې تر عرشه رسي

 ظالمه ولې مظلومان وژنې

 د خپل هېواد په درد درد او څړېکې څړېکې ماحول کښې چې خپل ارمانونه په دار وينی نو داسې وائی:

 چا مو سوی ارمانونه په دار کړي

 وخته بيا مو چا سرونه په دار کړي

 نن خو بيا د ېو څو ښکلو جنازې وې

 نن ئې بيا د ژوند رنګونه په دار کړي

 

او هم دغه درد او کېفپت به بل ځای کښې داسې بيانوي:

 دې زخمي زخمی وطن کښې هرې خوا ته سرې لمبې دي

 دلته نشته په پګړېو کښې غنچې د ګلابونو

 دلته نشته رڼاګانې دلته نشته ښکلاګانې

 په دې ښار کې دی هر خوا ته اديرې د ګلابونو

 هغه صرف ساندې نۀ وائي چې ګنې په خپله هم ژاړی او اولس هم د ځان سره ژړوي بلکې د روڼ سحر او سوکاله ژوند زېری هم ورکوی:

 جوړ شور ماشور شو بيا د مارغانو

 هر خوا نغمې شوې د بلبلانو 

وخت د خوښۍ شو وخت د خندا شو 

خورې وږمې شوې د سرو ګلانو

 هغه خبل اولس ته د کاميابۍ او سوکاله زوند کنجې په ګوتو کښې ورکوي او ورته داسې وائي:

 سينګار ځانونه په علم و فن کړئ

 جوړ ښکلې خاورې نه بيا ختن کړئ

 ډېوې کړئ بلې د علم و پوهې

 د نړۍ ناوې مو ګران وطن کړئ

 خوشحال بابا تل د پښتنو نفاق او ځان ځاني ژړلې ده او په جار ئې وئېلي دي چې:

 هره چار د پښتانۀ تر مغل ښۀ ده

 اتفاق ورڅخه نشته ډېر ارمان دی

 يا دا چې:

 اتفاق په پښتانۀ کښې پېدا نۀ شو

 ګڼې ما به د مغل ګرېوان پاره کړ

 خو د نن شاعر امان اللّه نصرت په دې حواله ډېر خوشبين دی او خپل قام او خلکو ته د ملي وحدت زېري ورکوی اللّه دې وکړی چې پښتانۀ يو موټی او يو قوت شي۰

نصرت صيب  وائي چې:

 ملی وحدت ملي تړون لرو مونږ 

خپلو منځو کې پېوستون لرو مونږ 

اوسېږو يو تر بله وروڼو غوندې

 په ېوۀ کور کښې ګډ ژوندون لرو مونږ 

 

بل ځای کې وائي چې:

 د تور او سپين په نوم بېلېږو کله

 نوک او ورۍ يو جدا کېږو کله

 غليم هرڅو کۀ د سيسې جوړې کړې

 مونږ له ېو بله پردی کېږو کله

 

 د خپل قام د ننګ او مېړانې ذکر په دې ټکو کوی:

 له ننګه ډک دی مېړني افغانان

 ورکوي هر وخت قربانی افغانان 

تورو او سرو لره ئې سر ټيټ نۀ کړ 

شول له وطن نه سپېلني افغانان

 

 هغه په خپله سينه کې يو حساس او د مينې ډک زړۀ لری د چا سره بغض او کينه نۀ لری او په نوم انسان ئې خوښ دی:

 زما سپرلي زما ګلان خوښېږي

 لکه خپل کور مې دا جهان خوښېږي

 زړۀ کښې کينه زړۀ کښې نفرت نۀ لرم

 زما په نوم هر يو انسان خوښېږي

 خپل محبوب ته چې په فرياد او زارو شي نو داسې نغمه طراز شي :

راشه په خندا شه ماته وګوره

 بس دی نور پخلا شه ماته وګوره

 بې له تا نه چا ته سترګې واړوم

 درد ته مې دوا شه ماته وګوره 

يا داسې وائي چې:

 نن دې بيا کلي ته ډکې سترګې راغلم

 نن دې بيا ګوره په غلا سوري ته ناست يم

 د خپل پښتون خصلت په رنګ کې د افتونو قصې داسې رنګویة

 دي ډک له الفتونو زمونږ زړونه پښتانۀ دي

دا خاوره پښتنه ده او دا غرونه پښتانۀ دي

 ستا مينه به جانانه د زړګي په وينو پالم

 دا ژبه د افغان ده دا لوظونه پښتانۀ دي

 دې نه علاوه هم ډېر داسې شعرونه دي چې د نمونې په توګه دلته وړاندې کېدی شول خو د يو مشت نمونه خروار په توګه په دې څو شعرونو اکتفا  مناسبه ګڼم ـ په اخر کښې به دومره اوواېم چې نصرت صيب يو فعال او متحرک شاعر دی ـ په ادبي اجلاسونو او دستورو کښې ښۀ په مينه ګډون کوي او د ژبې د پياوړتيا او پرمختګ دپاره خپل کردار لوبوي ـ تر دې دمه ئې پښتو شعري ادب ته پنځۀ مجموعې پېرزو کړې دي او د پښتو ادب لمن ئې پرې درنه کړې ده ـ د دغه ارزښتناکو شعری مجموعو نومونه دا دي

 

۱ - د وږمو کاروان

 

۲ - د غېرت توره

 

۳ - د اور باران

 

۴ريښې ريښې پګړۍ

 

۵سلګۍ سلګۍ ګلونه

 

قلم ئې تاند او فکر ئې روښانه اوسه امين

-
بېرته شاته