(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارګ غونډه

[07.Nov.2020 - 17:02]

ارګ فرهنګی ماښام کی ډیرې علمی اوادبی شخصیتونوګډون کړی وودادولسمشرۍ ماڼۍ ښه اوپه ځای هڅه وه دغسی اودی ته ورته دټولنی دنوروعلمی دینی اوسیاسی بنسټونواواړخونوسره دهیوادپه اوسنی حالت کی ناستی ګټوری دی اوښی پایلی لری.

په یاده غونډه کی ولسمشرخبری وکړی خودغونډی اودغونډی دګډونوالودروحیې سره برابری نه وی نه پوهیږم چی دولسمشرسلاکاران دهری غونډی دمحتواسره سم دبیانیودلیکلووړتیانلری اوکه په لوی لاس دغسی کوی پدغسی علمی غونډه کی بایددولسمشرخبری دهرپلونه علمی تنظیم شوی اوپه خاصومسایلووڅرخی خوپه تاسف سره چی ولسمشردخبروپه جریان کی تیروتنی کوی چی مسولیت یی دولسمشردسلاکارانوپه غاړه دی.

ترډیره ولسمشردخبروپه جریان کی احساساتی کیږی اوپه خپلوخبروکنترول دلاسه ورکوی په همدغه غونډه کی ولسمشروویل چی((په افغانستان کی لس کاله خاصتآشل کاله مخکی لس کسان نه پیداکیدل چی په پښتواودری ژبه متن ولیکی))

زماپه انددولسمشرموخه دمجاهدینواوطالبانوددوری نه وه نوداسمه ده چی ښوونځی اوپوهنتونونه په ټپه ولاړووعلمی اوتعلیمی موسسات له منځه تللی وودهیوادنوی کول دزده کړونه محروم وواوولسمشرهمدغه ټکی ته اشاره کړی خودکلموجوړښت ګډوډشوی اومطلب په افادی کی ستونزه وه.

خوپه هرحال کی سلاکاران دامسولیت لری چی دولسمشرلپاره دهری غونډی دمحتواسره سمی بیانیی ولیکی اودولسمشرپه اختیارکی یی ورکړی که نه نوبیادوی داکارعمدأکوی چی ولسمشربایدورته پاملرنه وکړی اوداتشه ډکه کړی دهمدغه علمی سټونه چی دارګ فرهنګی ماښام ناستی ته رابلل شوی وویوپه کارپوه اوباوری شخصیت پدغه برخه کی دخپل سلاکارپه حیث وټاکی چی دغه نقیصه رفع شی.

-
بېرته شاته