(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شپېته ګزه

[07.Nov.2020 - 16:39]

میرزاعلي خان (ایپي فقیر): د ډیورنډ کرښه 60 ګزه ده . 35 ګزه تورخم او 25 ګزه سپېن بولدک دی.

په ۲۰مه پېړۍ کښې  ایپي فقیر  په وزیرستان کښې د انګرېزانو په مقابل کښې  پاڅون او مبارزه وکړهپه وزیرستان کې یې خپلواک  پښتونستان اعلان کړو.اوس له وزیرستان نه د منظور  پشتین تر مشرۍ لاندې دپښتون ژغورنې غورځنګ راټوکېدلی. دمشر منظور پشتین ملاتړ په هر پښتون او پښتنې  فرض او ستر جهاد دي.

...........................

شمالي وزیرستان په 3 سب ډویژنونو او 9 تحصیلونو (علاقه داریو) وېشل شوی دی. د میرانشاه په ډویژن کښې مرکز میرانشاه، غلام خان او دته خیل تحصیلونه دي. دمیرعلي په ډویژن کښې میرعلي، سپین وام او شیوه او د رزمک په ډویژن کښې پخپله رزمک، دوسلي او گړیوم تحصیلونه شامل دي. شوال په ۲۰۰۳ ز کال کښې د ېوه بېل تحصیل په توګه منځ ته راغی.

سویلي وزیرستان په 3 ډویژنونو کښې 8 تحصیلونه (علاقه دارۍ) لري. د واڼه تحصیل کښې مرکز واڼه، برمل او توی خوله،  د لادا په ډویژن کښې لادا، ساړه راغه او مکین او د سرویکي په ډویژن کښې پخپله سرویکي او تیارزه تحصیلونه شامل دي. واڼه دسویلي وزیرستان مرکز دی.

رزمک، شوال او میرانشاه د شمالي وزیرستان او واڼه،  ګاڼیګروم (شوره)، شکی، مکین او لادا   د سویلي وزیرستان مشهوري سېمې دي.

وزیرستان وروستی تمځای27مخ)

 

لږه کی(اقلیت) دډېره کي (اکثریت) په رول کې!؟

سره لدې چې د دونیا په هېڅ ملک کې د زېات وخت لپاره څوک ددې بېلګه نه شي پیداکولی  چې د لږه کي (اقلیت) ژبه دې رسمي او دفتري وي، خو پر پښتتو باندې له سوونو کلونو رااېسې ددې ژبني ظلم ژرندې ګرځېدلي دي.

كله چې په اففانستان کې ,,د پښتنو په واک (حاکمیت) ,, کې د پښتو ژبې پر ځای فارسي ژبې پرمختګ او بډاینه ومونده، نو په بنسټي (اساسي) مانا د دولت رګونه هم ددغې  ژبې ویونکو لاس ته ورغلل او دا یې د ژبې د واک (حاکمیت) په پلمه دومره محکم کړل ، چې بېا یې نور  دربار او دفتر خپل مال ګاڼه او پدې توګه دربار او حکومت د هغه چا په لاس کې کېوتل چې د هغو ژبه دفتري وه.  ((دویمه سقاوي ۲۰/۲۱مخ))

 

زما  د  ولس تارېخ د برېاوو، قربانیو  او اتلولیو له کېسو ډک دی. خپل منځي جګړې او له ېوبل سره ژوره کېنه تل د دې سبب شوي وو، چې قرباني هېرې شي. زمونږ ولس په خپل منځ کښې له ېو بل سره نښتی و، که نه کوم بهرني ځواک دا جرات لره، چې د جګړې په میدان کښې له دوۍ سره مخ شي - (33مخ

-
بېرته شاته