(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دحامد

[07.Nov.2020 - 16:37]

دکابل پوهنتون په پيښه کې د شهید شوي محصل د کوژدنې د ژوند دردیلې کیسه

 

د حامد کوژدن:

زما حامد چرته دی!

لیک: سردارولي حقمل

پيغله له خپل خسر سره سهار وختې هغه هدیرې ته ځې په کوم ځای کې یې چې خپل شهید کوژدن دفن شوی، ددې دردیدلې او غمځپلې پيغلې کوژدن د کابل پوهنتون په پيښه کې راژيدلی او اسمانی شوی و، له کړاونو او سختیو وروسته یو بل ته رسیدلې و.

اسما له سلهاو هیلو سره شپږ میاشتې وړاندې د ښوونځي دورې له یو دوست سره کوژدن کیږي، اما خپلو هیلو ته نرسیده یې د هیلو نړۍ ړنګیږي او د نړۍ خوږترین شخص یې ورځينې اخلې.

اسما د خپل ژوند ترټولو بدی ورځی کیسه داسې کوي!

د غرمې ډوډي مې تیاروله، زړه مې ناآرامه و، د غرمې دولس بجې وي د ټلویزیون خونې ته راغلم چې ناپامه مې په کابل پوهنتون د بریدګرو د برید خبر تر سترګو شو، بې ارادې مې غږ کړ آه حامد باندې څه نه وي شوي، پښې او لاسونه مې بې کنتروله شول په ځمکه کېناستم او د هغه چا د ژوند په فکر کې شوم چې د خوشحالیو نړۍ مې په هغه کې تعریف کړي وه، تلیفون مې کارت نه درلود او په کور کې مې هم له ۲۰ افغانیو زیاتې نه درلودې، زړه ته مې چې هر څومره تسلی ورکولې ځمکې راته ځای نه را کاوه، مجبوره شوم چې د کوڅې له دوکانه یو کارت په قرض راونیسم ترڅو د کوژدن له وضعیته باخبره شم، پام مې شو چې پرته له بوټونو لوڅې پښې تر کوڅې راغلې یم، دا هغه شیبې وي چې فکر مې کاوه په نړۍ کې زه هيڅ ملاتړی او حامی نلرم، کارت مې اضافه کړ هر څومره اړیکه مې چې ونیوه خو چا ځواب رانکړ، شیبه په شیبه مې زړه نور هم ناآرامه کیده ترڅو چې په پخلنځی کې بې هوشه شوم یو وخت مې مخ سوړ شو په هوش راغلم ګورم چې مور جانه مې یخی اوبه زما پرمخ را پاشوي او ډاډ راکوي چې خداي پاک مهربانه دی هر څه ښه دي حامد هم ژوندي دی. بیا مې هم زړه ناآرامه و، وروستۍ اړیکه مې مازیګر ناوخته ټينګه شوه، یو چا تلیفون ته ځواب ورکړ!

غږ مې کړ حامد! حامد ګله چرته یې! ولې تلیفون ته ځواب نه ورکوي! ګورم چې څوګ خبرې نه کوي له څو شیبو سکوت وروسته د سړی غږ واوریدل شو چې وویل خورې د تلیفون له صاحب سره څه اړیکه لري! ومې ویل کوژدن یې یم زما حامد چرته دی! بیا یې هم سکوت وکړ او په ژاړغونې غږ یې وویل چې خورې حامد مو له سړی خونې ترلاسه کولي شئ. وروسته له دغه پيغامه د نن ورځی تر سهاره بې هوشه وم سهار وختی هدیرې ته راغلم ترڅو د خاورو لاندې حامد ولټوم.

-
بېرته شاته