(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دارالافتا

[07.Nov.2020 - 16:34]

د حامد الحق حقاني د څرګندونو په هکله د افغانستان د دار الافتاء غبرګون

حامد الحق، لا هم اور ګرموي!

حامد الحق حقاني! له الله څخه وډار شه او د مسلمانانو ترمنځ جنګ ته لمن مه وهه!

 

د دار الافتاء افغانستان غبرګون؛ د مولانا سمیع الحق د زوی، حامد الحق د هغو خبرو پر وړاندې، چې تېره ورځ یې په يوې مدرسې کې کړې دي.

 

که څه هم، د افغاتنستان د جګړې په اړه د اسلام مرکز او د نړۍ او افغانستان ديني علماوو فتواوې ورکړې او روان ناورين جنګ یې نامشروع بللی دی؛ خو د هر څه سربېره بیا هم دوی دې اور په پوکی وهي او خپلو غلامانو ته د اور د لا ګرمېدو سپارښتنه کوي.

 

د دارالعلوم حقانيې اکوړه خټک د مدرسې معاون مهتمم ښاغلي حامد الحق حقاني، چې د يو جنجالي او متنازعه شخصيت ملا سميع الحق حقاني زوی دی؛ بیان مو واورېده، چې د يو خوارج مذهبه تکفيري ملا په مدرسه کې يې کړی دی، هغه تکفيري ملا چې په حرم شريف کې هم د ځانمرګي بريد قايل دی.

 

موږ مخکې داسې فکر کاوه، چې ملا حامد  الحق د خپل پلار برخلاف د مسلمانانو د خپلمنځي جنګونو ضد دی او بالخصوص په افغانستان کې روانه د ورور وژنې جګړه يې ناخوښه ده؛ خو د شيخ سعدي قول دی چې:

 

عاقبت گرگ زاده گرگ شود گرچه با آدمی بزرگ شود!

 

د لېوه بچی آخر لېوه وي، ده هم د خپل پلار پر منحوس او ناولي قدمونو قدم کېښود او د دې پر ځای، چې طالبان له افغان اسلامي جمهوري دولت سره  سولې، ورورولۍ او ملګرتيا ته وهڅوي او د يو ديني عالم په صفت د افغانانو  څلوېښت کلنې غميزې په ختمولو کې خپله ديني فريضه ادا کړي؛ د طالبانو تکفيري بانډ حمايت او مرسته يې وکړه، طالبان يې د افغان مسلمان دولت په ضد جنګ ته وهڅول او خپله د ای اېس ای ورکړې ايجنډا يې پوره کړه.

 

دار الافتاء افغانستان ښاغلي حامد الحق حقاني ته وايي، چې تاسې طالبان د هغه دولت په ضد جنګ کولو ته هڅوئ، چې ستاسې له متبوع هیواد پاکستان څخه په زرهاوو ځله اسلامي دی.

 

د افغانستان دولت، اسلامي دولت دی، نظام او اساسي قانون يې اسلامي دی.

 

د ديني عالمانو قدردان او خيرخواه دی او د دې ښکاره مثال دا دی، چې په افغانستان کې ستاسې د مدرسو په سندونو؛ ديني عالمان قاضيان، څارنوالان، ښوونکي، پروفيسران او دولتي مامورين په دولتي ادارو کې مقرر  دي، په داسې حال کې چې ستاسې په هيواد کې د مدرسې په سند قاضي کيدل خو ډيره لرې خبره ده، يو ادنا دولتي مامور هم نشي مقرريدای.

 

افغان دولت په زرهاوو مسجدونه د دولت له خزانې جوړ کړل، په داسې حال کې چې پاکستان یو جومات هم نه دی جوړ کړی برعکس له جوماتونو څخه د اقتصادي منبع په حیث کار اخلي.

 

د افغانستان محاکم، او عدالتونه ټول د حنفي فقهې په رڼا کې خپلې فيصلې ترسره کوي، په داسې حال کې چې ستاسې په هيواد کې د انګرېز قانون نافذ دی.

 

د افغانستان تعليمي نظام پاک او سوچه اسلامي دی، په داسې حال کې چې ستاسې تعليمي نظام د انګرېز لارډ میکالی د لاس ایښودل شوی نیالګی دی.

 

په افغانستان کې د فحشاء هيڅ يو قانوني مرکز او محله نشته، په داسې حال کې چې ستاسې په هيواد کې د فحشاء مرکزونه او محلې قانوني او رسمي دي.

 

او دا ډول په سلګونو نور توپيرونه شته.

 

نو ښاغلی حامد الحق! د یو ديني عالم په صفت تاسې ته په کار وه چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مو د خیر او صلح خبره کړې وای، تاسې به طالبانو ته پيغام استولی وی چې له کافرې امريکا سره دغه ډول يو شرمناک قرارداد کولای شئ نو له خپل مسلمان دولت او خپل مسلمان ورور سره يو باعزته تړون هم کولای شئ، ورشئ او له افغان مسلمان دولت سره صلح وکړئ، افغان دولت تاسې خپله د شفقت او مهربانۍ غېږه پرانيستې ده. تاسې پر ځای د دې چې طالبانو ته چې د افغانستان جمهوري دولت په مقابل کې د جنګېدو په سبب باغيان دي؛ ووايې چې افغان دولت ته تسليم شئ هغوی ګمراه کوئ، کاذب غرور ورکوئ او افغان دولت ته وايئ چې طالبانو يعنې باغیانو خوارجو ته تسليم شئ، دا خو ډيره ناوړه فيصله کوئ.

 

موږ د پاکستان له ټولو دیني ادارو او اسلامي ګوندونو څخه احترامانه هیله کوو چې د افغانستان په مسئله کې په ړندو سترګو فيصلې مه کوئ، راشئ د افغانستان نظام او دولت مطالعه کړئ، موږ په يقين سره ويلای شو  چې په دې عصر کې ښايي له سعودي عرب پرته دغه ډول اسلامي دولت د ځمکې پر مخ  نه وي. هو موږ دا منو چې ډيرې ستونزې شته خو هغه هم د همدغو خوارجو، تکفيري بانډونو او جګړه مارو په سبب دي.

 

موږ د پاکستان له دولت څخه هم خواهش کوو، چې دغه ډول شري او مفسد عناصر کنټرول کړي او د ناسمو او غلطو بیانونو له ورکولو څخه دې بند کړي.

 

و ما علينا الا البلاغ

.........

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه

 

د پاکستان د حقانيه مدرسې د کمزورې حافظې شاګرد حامدالحق، چې علمي سویه یې د یو مبتدي طالب العلم سره هم نده برابره، د حکومتونو په استازیتوب او لمسون د افغانستان په اړوند موضوعاتو خبرې کوي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دې کمزوري شخص ماشومانه خبرې په کلکه غندي او دا د ځينو استخباراتي کړيو په لارښوونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي.

ټولې نړی ته ثابته ده، چی د ګاونډي هېواد استخباراتي اداره د همدې مدرسو په واسطه تل زمونږ په هېواد کې جنګ ته لمن وهلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولې تروریستی او ترهګریزې ډلې په همدې دیني مدرسو کې پټنځایونه لري او ترهګر روزي. د افغانستان مسلمان ولس ته واضحه او څرګنده ده، چې ټولې ترهګرې ډلې په ګاونډي هېواد کې فعالیت کوي او د داسې کمزورو او بي علمه کسانو په بې بنسټه خبرو نه غولېږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پاکستان د اسلامي نظریاتي کُنسل نه رسماً غواړي، چې د دې شخص د ماشومانه څرګندونو په اړه خپل رسمي دریځ واضح کړي، چې آیا دا د دوی په استازیتوب خبرې کوي؟ او آیا دا خبري يې د کامل هوش په حالت کي کړي دي کنه؟ ځګه دا ډول څرګندوني د سليم عقل خاوند او د عالم شخص څخه هيڅ صورت نشي تر سره کېدای.

-
بېرته شاته