(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دېوې ښځې اوښکې

[06.Nov.2020 - 17:08]

د يوې ښځې اوښکې 

يو ځوی د خپل مور نه پوښتنه وکړه چې ولې ژاړې ؟؟
مور يې وويل چې : د دې له پاره چې زه يوه ښځه يمه .
ځوی يې وويل چې : زه په دې پوهېدی نشم .

مور يې خپل ځوی په غېږ کې ونيوو او ورته يې وويل چې په دې به هېڅ کله هم پوهـ نشې .

وروسته دغه ماشوم خپل پلار څخه ولاړ او ترېنه يط وپوښتل چې مور مې ژاړي خو دليل يې مالوم ندی . دا ولې ؟؟

پلار يې په ځواب کې ورته وويل : ټولې ښځې بې له دليله ژاړي .

دغه ماشوم ورو ـ ورو لويېده تر څو چې ځلمی شو ، خو بيا هم د هرکله خپل ځان نه دا پوښتنه کووله چې دا ښځې ولې ژاړي ؟؟

اخر ونشو او مخه يې خدای ته کړه او خدای چې ده ته ځان ښکاره کړ ، ده ترينه پوښتنه وکړه چې دا ښځې ولې بې له دليله او په ډيره اسانۍ سره ژاړي او يا په ژړا شي ؟؟

خدای ورته وويل هغه وخت چې ما ښځه خلقوله ، نو ما غوښته چې ښځه يو فوقالعاده موجود واوسي . ځکه خو ما ښځې ته داسې قوي اوږې ورکړې ، تر څو وشي کوولی د نړۍ بار په اوږو ونيسي خو په عين حال کې داسې نرۍ اوږې چې د نورو د پاره تسلا وي .

ما ښځې ته داسې روحي قوه ورکړه چې وشي کولی د ولادت ننداره وکړي او په عين حال کې کله چې زوی يې ورته شاه واړوي ، دهغه تحمل ولري .
ما ښځې ته داسې سخت ځان ورکړی چې په هغه وخت کې چې نور د سختيو په وړاندې تسليمېږي ښځه مخ په وړاندې ولاړه شي او د ناروغي او ستومانيا په وخت کې د خپلې کورنۍ غمه وخوري ، بې له دې چې خپل د حالت نه شکايت وکړي .
ما ښځې ته داسې احساس ورکړی چې په هر حالت کې چې وي خپل اولاد ته مينه ورکړي ، حتی که زوی يې توهينه کړې هم وي
ما ښځې ته داسې قوت ورکړی چې خپل مېړه د ټولو تېروتنو سره ـ سره ، تحمل کړي .
ما ښځې ته داسې پوهه ورکړې تر څو هغه پوهـ شي چې يو ښه مېړه هيڅ کله د ښځې احساس نه زخمي کوي ، بلکې هغه يواځې غواړي چې د ښځې قوت او اعتماد مالوم کړي چې ايا ښځه ده پسې تر مړينې پورې ولاړه ده او کنه ؟؟
او په اخر کې مې ښځې ته يوه څاڅکې اوښکه د تويولو له پاره ورکړه چې د اړتيا په وخت کې ترېنه ګټه واخلي .
دا خبرې چې تمامې شوې ، خدای مخ دې ځلمي ته کړ او وېويل چې ګوره :
د يوې ښځې ښايست په دې کې ندی چې هغه څه رنګه کالي اغوندي ، څه ډول اندام لري او يا په کوم شکل خپل کاکل جوړوي .
د ښځې ښايست د هغې په سترګو کې دی ، ځکه د ښځې سترګې د هغې د زړه دروازه ده . يعنې هغه ځای چې مينه پکې ژوند کوي

پښتونولي خپل ځانګړي اصول لري كله چي احمد شاه بابا په كال ١٧٤٧ع كي دافغان ملت په مشرتابه وټاكل شوو دهغه ټول اصول په پښتونولۍ ولاړو هغه دانسان د اندام پريكول او واده شوو لورګانو ته ميراث وركول منع كړه ځكه كه يوه ښځه خارجي ميړه ولري نودميراث په نامه دوطن پانګه بهرته وړي او يا خلك دميراث لپاره دشتمن لور به هر سړي غواړي او د نيستمن سړي لور سره به څوك واده نه كوي مګر د دي پخواء كي كه لور يا خور نيستمنه وي په پلار او ورور د اعاشي حق وركړ شوي دي

 

او د دولت دنشتالي په صورت كي مشر، خان، جرګه، اربكې او لښكر موجود وي چي ټولي چاري پرمخ بيايي اوس به هر يو بيل بيل وڅيړو.

١مشر: دكام يو ډير پوه، متدين، پاك سړي چي كام پر بشپړ باور او اعتبار ولري چي دهغو لخواء ټاكل كيږي چي دئ بيا مكلفيت لري چي د خپلو خلكو پوښتنه وكړي او په حال يي ځان خبر كړي او ستونزي يي د اصلو په رڼا كي حل كړي او كه چيرته د توان څخه يي پورته وي دكام سپين ږيري راټول كړي اوجرګه جوړه كړي او يا په نورو مناسبو لارو يي حل كړي.

٢خانهر څوك چي مال دولت او ډيره شتمني ولري خان نه بلل كيږي خان هغه چاته ويل كيږي چي خپله شتمني دخلكو سره شريكه كړي چي د بعضو افتونو، زلزلي او يا نورو حوادثو په رامنځ ته كيدو سره دكام مشردخان څخه غوښتنه كوي چي دخپلي شتمنۍ په لګولو سره له منځه يوسي، كله كله مشر او خان يو تن هم كيداي شي په هغه صورت كي كه خان دپوهي اوتجربي خاوند وي كام جرګه كيږي او د مشردنده هم ورته سپاري لكه احمدشاه بابا د يو ملي دولت مشروو چي د ده دولت په پښتونولي اصلو او د كام دفطرت سره سم وو چي ده دكسب سره مينه درلوده اوپخپله په توپ جوړولو كي استاد وو چي د پاني پت جګړه ده په ٧٠٠ توپونو وګټله اوهم عادل، با انصاف اوبي تعصبه وو چي دا اصول په ټولو زمانو كي دسلطان بهلول څخه ترشاه زمان پوري يو شان وه چي واړه او لوي پښتني دولتونه د ورته اصولو پابند وو چي پښتونولي تمثيلوي نو كه د مشر او خان توپير په دولتي نظام كي وكتل شي مشر د

جمهور ريس او خان صدر اعظم وي نو همداعلت وو چي پښتنو په هند او افغانستان كي د دولت په جوړولو او اداره كي هيڅ رنګه ستونزه نه درلوده او د خان، خان خانان، لوي خان او خان هغه لقبونه وو چي ديو مشر لخواء وركول كيږي .

٣- جرګه: دا ډيره عنعنوي خبره ده چي دشوراء، مشوري او د فيصلو د اصلوو وضع كولو يا قانون جوړولو مركز دي چي په پښتنو كي دجرګي غړي دپوهو، پخو، صادق متدينو او ريښتينو خلكو څخه ټاكي كله چي جرګه مار معلوم شي او ورسره جوخت دجرګي ځاي چي كله كله وستل، حجري او يا ديري وي نو كله چي ديوي ستونزي دهواري لپاره جرګي ته پوره واك وركول كيږي اوهغي خپله فيصله صادر وي او كه چيري ونه منل شي نو جرګه ړنګيږي او د سره نوي جرګه ټاكل كيږي او د جرګي غړي بايد دپښتونولي په ټولو اصولو اګاه وي.

كه چيري په يوه سيمه كي ستونزه حل نه شي نو د نورو سيمو جرګه مار راغوښتل كيږي او كه نوري هم ګراني وي يعني بهرنئ يرغل شوي وي نو په دي صورت كي دنورو سيمو پوهان، روحانيون، سپين ږيري او د جرګو مشران راغوښتل كيږي او لويه جرګه جوړيږي چي دا وربند او يا د جنګ او يا نورو بدو حالاتو دمخنيوي لپاره خپله پريكړه كوي او هماغه پلي كيږي او هم كله كله جرګه په دوه برخو ويشل كيږي او هره برخه يي خاص مسوليت لري چي په ډيره ايمانداري خپله دنده سرته ورسوي چي خپلسري او مطلق العناني په پښتونولۍ كي ځاي نه لري اودجرګي غړي خپل د كار جريان بايد جرګي ته وړاندي كړي يعني جرګه دقدرت مركز دي كه چيري مشر يا خان خپلسري ظالم، زياتۍ، غرور، بي پروايي او بد اخلاقي وكړي جرګه كام په خبروي كام جرګه په خبروي كام دجرګي نه مشوره غواړي اوجرګه كام ته خپله پريكړه اوروي البته مخكي له مخكي مشر يا خان ته د اصلاح خبر داري وركول كيږي او بعضي وخت دمخكمي حيثيت لري د دوه تنو تر منځ شخړه وي نو جرګه مار

په جرګه كيږي او بيا خپله پريكړه اعلانوي.

٤- اربكي. دجرګو د پريكړو دعملي كولو لپاره اولس دتكړه ځوانانو څخه په برابر

صورت يوه ډله ټاكل كيږي چي اربكي جرګي او كام ته مسوليت لري چي پور د پوروړو څخه واخلي دكام امنيت وساتي چي دغه اربكي دولتي قوه بلل كيږي .

٥- لښكر: او دغه اربكي ضرورت په وخت كي بيلا بيلو سيمو څخه را غوښتل كيږي چي د يو لښكر بڼه غوره كوي، اربكي دجرګي ورسپارل شوي دندي ترسره كوي جريمي، پورونه، جزايي، حقوقي، مدني، او داسي نور مسايل د اربكو پواسطه سر ته رسيږي او اجراه كيږي چي دپښتونولي د اصلو سره هيڅ رنګه قانون سيالي نه شي كولاي .

۶- شومه: په متمدنه نړۍ كي لكه المان شومي ته سوسيال ويل كيږي په پښتونولي كي شومه هغه چاته وركول كيږي چي دژوندي پاتي كيدو لپاره دهر چا حق دي نو اولس هغه چاته وركوي چي معيوب اوشتمني ونه لري يا بي سرپرسته ماشوم وي اولس ورته شومه وركوي كه يو سړي ناداره وي او خپلوان ولري نو خپلوان يي بايد شومه وركړي دنه وركولو په صورت كي خپلوانو ته يي د اولس لخواء پيغور وركول كيږي او دغسي كسان په كام كي خپل اهميت دلاسه وركوي. كه نيستمن سړي ته د اولس لخواء شومه وركول كيږي .

الف: كه نيستي يي موقتي وي نو د يو كال غله او پوښاك وركول كيږي چي په دوه يادري كلو كي به يي بيرته وركوي .

ب: كه دكرني ځمكه ونه لري د اولس لخواء ورته ځمكه وركول كيږي يا شاړه ځمكه ورته په اشر اباديږي .

ت: كه كسبګروي يا تجارت كي مهارت ولري دريز په نامه نغدي پيسي ورته ټوليږي چي دنورو خلكو څخه په سيالي كي ورسته نه شي اوخپله شومه تر لاسه كړي.

۷- بدرګه: په اوسني اصطلاح ورته تشريفات وايي بدرګه دكام د با اعتباره ځوانانو څخه جوړيږي چي د دوي دنده جرګه مار، ميلمانه او داسي نور چي دښمني ولري ديوي سيمي څخه بلي سيمي ته رسوي او يا دعزت او درناوي لپاره وي چي ځني خلك اوډلي خپلو سيمو ته راولي او سيمي ته او بيايي اود بدرګي خلك زړور، جنګيالي او وسله بند تكړه خلك وي اوهم دپښتونولي په ټولو اصولو پوه وي، بدرګه داسي هم وي كه نجلۍ او ميرمني يوازي يا څو كسه وي نو په بدرګه كي سپين سري ميرميني وي چي نجلي اوښځي خپلي سيمي ته په امن رسوي ځكه چي دپښتنو سيمي د امن اوعزت سيمه وي بايد هيڅ چا ته پكښي دعزت، پت، او مال تاوان ونه رسيږي .

په پاي كي داپه ډاډه توګه وايم چي دپښتونولۍ اصول دپيړو پيړو راهيسي ثابت وو چي يوويشتمي پيړۍ متمدنه دولتونو قوانين ورسره سيالي نه شي كولاي.

ماخذ. دملي تاريخ فلسفه او پښتونولي دمرحوم قدرت الله حداداثر

             په درنښت

    الحاج امام الدين ساپئ

-
بېرته شاته