(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دباچاخان ملاقات

[06.Nov.2020 - 16:52]

دباچاخان ملاقات

لیک: سلېم خان

هم داسى د پشکال مياشت وه سخته ګرمي وه زه او  نومياله خدائ خدمتګار خان کاکا عبدالعزيز خان د زيدى او سيکټري صيب امير نواس کاکا د شاه منصور د ستر باچا خان بابا ملاقات له ولى باغ ته تلى وو چه مونږ کله ولى باغ ته اورسيدو نو هلته راته د ولى خان بابا د کور نوکر شهزاده لالا اويل چه بابا په ګل رنګ کښ د على خان په کور کښ دى مونږ د ولى باغ نه د على خان کور ګل رنګ ته لاړو نو خان کاکا د کور نوکر ته خپل نوم واغست نو هغه دننه لاړو او چه راغى نو مونږه ئ د باچا خان بابا خوا ته روان کړو نوکر مخکښ او مونږ ورپسى روان وو خان کاکا ترى تپوس اوکړو چه باچا خان چرته دى هغه ورته اويل چه بابا هغلته مخامخ د بوټو په جنګئ کښ ناست دى مونږ چه بابا خوا ته لاړو نو ستر بابا  د توتانو د اونو په يو جانګئ کښ په کټ کښ ناست وو بلښت ته ئ ډډه لګولى وه هغه نوکر ته بابا وينا اوکړه هغه زمونږ دپاره بل کټ راوړو او مونږ هم د بابا سره په جنګئ کښ کىناستو خان کاکا د ستر بابا نه پښتنه اوکړه چه باچا خان نن خو ډيره ګرمى ده خولى درباندى راغلى ده او تاسو ته پکى هم نشته تاسو به بىمار شئ باچا خان بابا ورته ګويانه شو چه عبدالعزيز خانه په پشکال په مياشت کښ تل د اونى په سيورى کياستل پکار وى چه خولى درباندى راشى نو چه لګ ساعت پس نرئ هوا هم اولګى نو سړى ته ډير خوند ورکړى هسى خو زمونږ مشرانو دا نه ويل چه هاړ دننه پشکال په ونه يعنى د هاړ مياشت په کوټه دننه ښه تيريږى او پشکال مياشت د ونى لاندى خوند کوى دى پکو او اير کنډيشن خو زمونږ خلق زان اسانى او بيماران کړل په هاړ پشکال کښ دا ګرمى او خولى زمونږ د روغ صحت دپاره پکار دى بيا اګ ساعت پس ستر لابا نوکر ته وينا اوکړه چه دى ميلمنو ته روټئ راوړه چه نوکر ډوډئ راوړه نو د روټئ سره درى پليټونه راوړى وو خان کاکا نوکر ته وينا اوکړه چه يو پليټ بل راوړه نو باچا خان ورته ګويانه شو چه زه ډوډئ نه خورم دا ستاسو دپاره ده خان کاکا ورته اويل چه باچا خان تاسو ولى نه خورئ دا خو د غرمى دډوډئ وخت دى نو ستر بابا ورته اوىل عبدالعزيز خانه مونږ نن ټول کور د غرمى د ډوډئ په زائ توتان خوړلى دى دا ډوډئ ستاسو دپاره تياره کړه مونږ زان ته نن د غرمى ډوډئ نه ده پخه کړى نن سبا د توتانو موسم دى او په دى مياشت کښ په هفته کښ يو ورز د غرمى د ډوډئ په وخت توتان خوړل پکار دى دا د معدى د ټولو مرضونو علاج دى چه څوک هم داسى کوى نو د معدى هيڅ تکليف به ورته چري هم نه وي واقعى چه ستر باچا خان بابا د عمل خاوند وو د پښتون قام ئ د ژوند په هر اړخ لارښودنه کړى ده خو افسوس چه مونږ سره د فکر او عقل دغه ستر لار ښود نه وو پيژندلى زکه نن د دنيا د قامونو په قطار کښ ډير ورستو خواو زار ولاړ يو 

( زما د ياداشتونو نه يو اقتباس )

-
بېرته شاته