(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منزل د ټولو

[06.Nov.2020 - 16:35]

«منزل د ټولو يو دی خو مزل جدا ، جدا

ډاکتر شیرحسن حسن

په ۱۳۵۸ کال کې يې په ننګرهار پوهنتون بريد وکړ، کتابتون ، تعامخانه او ډيپوګان يې وسوزول، د نجونو د ليلې ساتونکي يې ووژل، ۱۴ تنه محصلې نجونې يې له ځانه سره بوتلې او نارې يې وهلې، الله اکبر، زنده باد مهندس ګلبدين حکمتيار...

 زه هغه وخت په درونټه کې د پوهنتون د استادانو په فامليو کې اوسېدم،اوهغه شپه تر سهاره ددغه صحنې عيني شاهد يم

دادی نن يې هم ۳۹ يا ۴۰ کاله وروسته پر کابل پوهنتون بريد وکړ، دهشت او وحشت يې خپور کړ، نجونې او هلکان محصلين يې څه ووژل او څه يې زخميان کړل او د هر مسلمان افغان په وژلو او زخمي کولو یې نارې وهلې...  الله اکبر ... اوس به د جومات حرامي دې فرجام ته څه وايي؟

نومونه بيل دي، هغه مجاهد او دا طالب ...!  نومونه او ادرسونه لار نور هم شته، ځکه د «سوچه اسلامي نظام» مدعيان او فدايان د القاعده، داعش او نورو اسلامي لښکرو په وجود کې بې شمېره دي

هوکې، نومونه ډير دي، خو هدف يو دی- د علم، معرفت، فرهنګ او د افغانانو له ملي هستۍ سره دښمني.

اوس نوپه تاسو- ددې هيواد په زړه سواندو لوستو او نالوستو وګړو اړه لري، چې د يوې سيکې دوه مخونه څنګه سره بيلوي.  «منزل د ټولو يو دی خو مزل جدا ، جدا»

 

که يوه ته معزز جهادي مشر واياست، بل حق لري چې دغه مقام او منصب ته درسيدو لپاره هغه څه وکړي چې سلف يې ۴۵ کاله دمخه پيل کړي دي

 انصافاً ددې هيواد  پخواني او اوسني ورانوونکي  د وطن د دښمنانو په نوم په يو ادرس وپېژنۍ، له اعزازه يې لاس واخلئ او پر وړاندې يې پراخ ملي پاڅون ته لاسونه سره ورکړئ.

......

د ۱۶ ډسمبر ۲۰۱۴ د پېښور د #APS واقعه هم دې ته ورته وه

ټول یې د پښتنو بچي ۱۵۶ تنکي کوچنیان شهیدان کړل.

......

-
بېرته شاته