(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سادېزم

[06.Nov.2020 - 16:26]

ساديزم 

Sadism په جسمي، رواني او جنسي ډول د نورو له ځورولو او ضرر ورته رسولو څخه خوند اخيستل او له دې کار سره مينه لرل ساديزم دی.

ساديستان ان کله کله سختو جنايت کارانه او بدو کارونو ته هم د‌نورو د ځورولو لپاره لاس کوي.

ساديزم په څو ډوله دی

ذهني ساديزم:

چې يو څوک د چا د ازارولو او ورته د ضرر رسولو صحنې په ذهن کې جوړوي چې داسې مې کړي وای هسې به مې کړي وو خو عملي اقدام يې نه وي کړی.

احساسي ساديزم:

 چې د نورو له روحي او رواني ځورولو څخه خوند اخلي، په خبرو يې ځوروي ،ريشخند‌ پرې وهي او د نورو د‌شخصيت له پایمال کولو خوند اخلي او خوند ورکوي

بدني ساديزم

چې يو سړی پرې په عمل ،لاس ، سوک، څپېړې، کونداغ،لښتو او  د يو چا په وهلو ټکولو او ضربه رسولو ، ان تر وژلو او سوځولو پورې خوند ترې اخلي او څومره ډېر دا کارونه کوي لا ډېر زيات خوند ورکوي.

جنسي ساديزم:

په جنسي زور زياتي د نورو کسانو په ځورولو لاس پورې کوي او په زور او وهلو سره يي خپل جنسي هوس پرې سړوي.

افغانان تر نيمايی ډېر ساديستان دي

Noor Ahmad

-
بېرته شاته