(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

واک

[06.Nov.2020 - 15:16]

د واک غورځنګ تر نظارت لاندې په کوئټه پريس کلپ کي په ۳/۱۱/۲۰۲۰ نېټه سمينار را جوړ کړل شو 03.11.2020: واک غورځنګ د پښتنو ښځو په لر او بر کښې اولنۍ سياسي غورځنګ دى 

په دې سمينار کي له ژوبه، سيف الله کلا، کوټه ، کچلاغه، پېښور، خېبر  کوز دېر او کابل څخه ښځې راغلې وې. او د ژوند له هري شعبې سره تعلق لرونکې مېرمنو ګډون لرو.

ډاکټرانو، پروفېسرو، سياسي ورکرو او د قام پاله ګوندونو څخه تړلې ښځې راغلې.

په دې سمينار کي علمي خبري وسوې. د ښځو پر سياسي، اقتصادي او سماجي حقوقو خبري وسوې. او تر ټولو مهم د واک تحريک ږوب د مېرمنو کتابتون په د کار رڼا واچولې سوه.

په دې سېمېنار کې نهه کلنې بېنظير مندوخېل مېلمنو ته هر کلۍ اوايؤ. فريده پتمن، لائبه يوسفزئى خپل مقالې پېش کړې. نسيم مندوخېل د واک پېژندګلو او اهداف شريک کړل. ناديه په ګل مئينه، حورېن اپرېدۍ، شانتي، شبنم لوڼۍ شعرونه او نظمونه وړاندې کړل.

د اېن اېن پى مرکزي عهدېدارې جميله کاکړ، ډاکټر زاهده کاکړ د شهپد باز محمد کاکړ فاونډېشن په استازى توب خبرې اوکړې. قندى صافۍ د لر او بر پښتنو ښځو ستونزو او د ښځو اهمىت  په ټولنه کى خبرى  وکړى، آرزو اپرېدۍ د لوڼو او ځامنو د  بنيادي بشري حقوقو کې انصاف او برابرۍ په ګټو خبرې وکړې. وړانګه لوڼۍ( تحریک بنيادى غړى) د غونډې د انتظام او د ښځو په سياست کې د ګډون په اهميت رڼا واچوله. او ثنااعجاز د غونډې صدارتي وېنا وکړه.

د غونډه په جنوبى پښتونخوا کې په ړومبى ځل د ښځو له اړخه د ښځو دپاره راجوړه شوې سياسي غونډه وه. او ټول انتظامات او چارې ښځو سمبالې کړې وې. واک تحريک د ژمنه کوي چې د لر او بر هر ولايت او هر اولسوالۍ کښې به داسې غونډې ګوي.

-
بېرته شاته