(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وییپانګه

[06.Nov.2020 - 15:07]

د نوې ژبپوهنې له مخې دا د لمر غوندې جوته ده چې د هرې ژبې وييپانګه(vocabulary) له څلور ګونو رغنده ټوکونو(اجزاوو) رغېږي:

 

1- ګړويزونه (dialectisms):

چې د اړوندې ژبې په بېلابېلو ګړدودونو (لهجو) کې ورځنۍ کارېدنه (استعمال) لري لکه: کور، کالي، ډوډۍ اوبه… 

 

2- زړويزونه (archaisms):

چې په ګړدوډونو کې چېرې نيم نيمژوانده پاتې وي، يا يې ګرد سره څرک نه لګي او تش په زړو ادبي او تاريخي خبرو کې راخوندي شوي او يوازې د ليکوالو، شاعرانو او ژورنالېستانو لخوا له اړتيا سره سم په لږ او ډېر جوليز او مانيز بدلون کارول کېږي او ورو ورو ګړنۍ ژبې ته هم لار پيدا کوي، لکه: نړۍ، هېواد، ويی، يون، وياړ، اتل… 

 

هېروېزونه (historisms):

بيا هغو زړو وييونو ته وايي چې بيا راتاند او ونه کارول شي او همداسې تاريخي پاتې شي.

 

3- نويزونه(neologisms):

دا هغه وييونه(لغات) دي چې د نوې وييپوهنې او وييرغاونې له لارې د ژبپوهنې او بيا وييپوهنې او ډ اړوندې علمي، تخنيکي څانګې د ماهرانو لخوا په خپل لاس (مصنوعي) جوړېږي، هغه هم د تړنګ او بېلنګ(ترکيب او اشتقاق) او تيارو مخبېلګو(ماډلو) له مخې، لکه: پوهنتون له (پوهه) او تون څخه د يو تړنګ په توګه د مېږتون او يا توغندی(راکټ) (د توغولو) له فعل څخه د بېلنګ په توګه د مخبېلګې پر بنسټ، يا غرنی، وګړنی، ژبنی، ژبنيز، لنډيز، سريزه، پانګوال، ځمکوالاو يا لاسليک، سرليک، برخليک، مخکتنه، ژبپوهنه، ټولنپوهنه… 

 

سېمانتيزمونه(santisms):

يا هغه وييونه چې تيار په ژبه کې په ټاکلو ماناوو کارول کېږي، خو وييرغونکی پکې مانيز بدلون راولي، هم له نيولوجيزمونو څخه ګڼل کېږي، لکه: پند(نصيحت)، پخوانۍ مانا يې سفر، يا دريځ(موقف، پاليسي) پخوانۍ مانا يې ممبر.

 

پور ژباړه (loan translation):

هم د نيولوجيزم يو بل ډول ګڼل کېږي او مانا یې دا چې يو ويی يا نومونه(term) له يوې ژبې څخه بلې (پوروړې) ژبې ته راوژباړل شي، لکه پوهنتون د دارالعلوم يا دارالفنون يوه پور ژباړه ده چې د پښتو له تړښتي(ترکيبي) دود او قاعدې سره سرم له(پوهنه) (تون) او (ځای) څخه رغول شوی دی.

 

4- فارنېزمونه او ادپتېزمونه

(foreignism and adoptism)

يا پور وييونه(پردي وييونه) د ژبنۍ پانکې څلورمه ډله وييونه دي چې له نورو ژبو څخه راپورېږي.

 

نړويزونه(internationalisms):

بيا په دغه لړ کې هغو نړۍ سراسر دود وييونو ته وايي چې لکه ځانګړي نومونه په ډېره لږه استثنا په ټولو ژبو کې له لږ او ډېر جوليز بدلون سره کارول کېږي، لکه: ټیلېفون، ټېلېګراف، راډيو، ټلوېزيونچې جرمنۍ، عربۍ، هندۍ او يوې نېمې بلې ژبې ژباړلي دي.

 

#پښتو_سيندګی_:نويزونه

#پوهاند_مجاور_احمد_زيار

-
بېرته شاته