(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امرېکا ټاکنې

[06.Nov.2020 - 15:01]

د امریکا د ولسمشرۍ پېچلو(مغلقو) ټاکنو یوه بله پېچلتېا (مغلقیت) 

مشتاق رحېم

اکثره ملګري وايي چې څومره ښه چې په دومره ستر هیواد کې یوازې دوه کاندیدان او دوه ګوندونه فعالیت کوي. خبر نه دي چې دغه هیواد کې د خدای بلا تورسنان هم کاندیدان دي خو بیچاره ګان څوک یادوي نه

 

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته هر هغه څوک چې د امریکا په خاوره زیږدلی وي، پنځه دیرش کاله عمر ولري، له تیرو څوارلس کلونو په امریکا کې میشت وي کولی شي ځان کاندید کړي. د امریکا د ولسمشرۍ په سږنیو ټاکنو کې ۱۲۲۵ کسان کاندیدان دي چې څلور یې د یادونې وړ کاندیدان بلل کیږي. له څلورو ټرمپ او بایډن ټول پیژنو، هغه چې نه پیژنو هاوي هاکنز(زرغون ګونداو او جو جارګنسن (آزادي غوښتونکي ګونددي.

 

1225 کسان په یوه رایه پاڼه څنګه راشي؟ 

د ټولو کاندیدانو نوم، او د حزب نوم په رایه پاڼه نه شي راتلی. په رایه پاڼه باندې یادیدو (Ballot Acccess) دپاره هر ایالت ته واک ورکړل شوی چې قانون جوړ کړي او د هغې په رڼا کې بیا کاندیدان په رایه پاڼه لسټ کړي. بناً له ټولو نوماندانو یوازې هغه چې اړونده ایالت کې قانوني شرایط پوره کړي کولی شي په رایه پاڼه کې خپل نوم او نور معلومات ولري. يعني دا هم شونې ده چې يو څوک دې کاندید وي خو په رايه پاڼه يې نوم نه وي. کله چې یو کاندید د ولسمشرۍ دپاره اړینو ټاکونکي حوضو  یعني ۲۷۰  انتخاباتي حوضو کې په رایه پاڼه خپل نوم ولري، هغه د یادونې وړ (Notable Candidate) یادیږي. روانو ټاکنو کې ټرمپ، بایډن او جو جارګنسن په ټولو ۵۳۸ حوضو په رایه پاڼه ځای لري او هاوي هاکنز بیا ۳۸۱ ټاکنیزو حوضو کې په رایه پاڼه باندې د یادیدو حق ترلاسه کړی

مشتاق رحېم

-
بېرته شاته