(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پروین ملال

[06.Nov.2020 - 14:58]

پروین فیض زاده ملال

 لیک: پوهاند فضل ولي ناګار

هغه شاعره چې د پښتو ادب تاریخ به یې هیڅکله هېره نه کړي، ما یې چې کلونه کلونه پخوا دا شعر:کنعاني مينې کچکول په لاس کې راکړ

زلېخا شومه د مصـر په کـوڅـو کېاورېدلی، اوس مې هم په غوږ کې د خپل ټول جمالي جلال سره په سندریزو ازانګو دی.د کنعاني مینې کچکول په لاس دا ځار ځپلې زلېخا د مصر په کوڅو کې د خپل خیال، رومان او تصور سره ګرځي.د دردمن زړه دا لطیف هنر چې څوک لولي، ګام پر ګام د احساس او جذبې شدت د انفلاق وېره ورکوي، خو دا هنر او فن

دی، دلته د جمال د شدت ظهور، جلال وي.د پروین ټوله شاعري د درد بشپړ اظهار دی، چې د ښکلو الفاظو او توریو جنتي جامې یې اغوستي دي. علامه اقبال وایي: د روح اصلي کیفیت غم دی او حمزه بابا خو وایي، چې په نړۍ کې خوشحالي بېخي نشته، کله چې غم لږ کم شي، موږ ورته خوښي وایوو.د قدرمنې شاعرې زړه د دې پخپلې اصطلاح د مینې او مېنې درد ځپلی، هغه د خپل زړه معبد ته ننوتی او داسې هنري تزکیه یې موندلې، چې د مولانا غوندې هر څه ورته شمس او د مجنون غوندې ځان ورته “” مطلوب”” ښکاري.شعر، تصوف او فلسفه د تخیل پر وزرونو تر ډېره د یوې لارې ملګري وي. عظیم الشان قران هم وایي، چې خدای ج دومره یاد کړه، چې یقین دې راشي. “” تصور شیخ”” په عرفاني طریقو کې یو اصل دی او په دې د یوه سالک “” برزخ “” جوړېږي او له خپل مرشده پرې الهامي واردات ورېږي. حمزه بابا رح وایي:

اوس په خاورو بادولو کې هم خوند دی

که هر څو دې تصور راته یو ګام شود اغلې پروین ګرده شاعري په تصور او تخیل هنري او تصویري ده، هغې خپل لوړ خیال او ژور فکر روح ته رسولی، روح غیر مادي دی او د غیر مادي شیانو لپاره د زمان او مکان قید نه وي. نو ځکه به یې  زماني او جغرافیایي حدود مخه و نه نیولی شي. زما وړاندیز دا دی، چې د پي ایچ ډي او ماسټرۍ په څانګو کې دې د دې بې بېلګې هنرمنې پر شاعرۍ د ادبي فنونو اوعلومو له خوا څېړنه وشي، تېزسونه دې پرې ولیکل شي او په دې توګه دې زموږ د ادب تاریخ د میوند د ډګر د ملالۍ غوندې “” د شعر ملاله”” هم تاریخ ته ور وپېژني، چې ولس مو پرې وویاړي.

نن د هاجرې شونډې بیا وچې دي

دښت ته د زمزم کیسه لا پاته دهخو نه، نه؟ د پښتنې سندر غاړې نازیه اقبال په زمزمو:

ته به خوست ته کله راځې، پخې سنځلې دي.

ناګار

-
بېرته شاته