(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انځور ویبپاڼه

[06.Nov.2020 - 14:56]

 

د پښـــــــتو د ویاړلـــي ادب او لرغوني بډای فرهنګ درنو، پتمنو او قدرمنو مینه والو، لیکوالانو، شاعرانو، ادیبانو، ژورنالیستانو او د ټولنیزو بیلا بیلو خواله رسنیو روڼ اندوکارکوونکو ته په ډیره ژوره خوښی زیری ورکوم چې  هڅـاند، تاند اونوښـــتګر افغان پښتون شاه ځلمي

 اجـمـل اکبري په نوښتګر زیار د پښتو درنې ژبې د لاغوړیدا، پراختيا او پرمختيا په موخه د انــــــــــــــځــــور په نامه پښتو ویب پاڼې په خپرولو پیل وکړ.

 

د انځور د ویبپاڼې په لیدو او لوستو به له شک پرته تاسو د خپلې مورنۍ خوږې پښتو ژبې بیلابیل ادبي، سياسي، تاریخي، اقتصادي،علمي ژانرونه ،شنـنې اوڅيړنې،خواږه شعرونه اومالوماتي لیکنې ولولی اوخپله ادبي تنده پرې خړوب کړی. د مورنی پښتوژبې چوپړ او بډاینې ته په پولادي

 هوډمن تکل راودانګی دا د دنګو، دنګو غروپه لمنو، درو، سردرو او پراخو دښتوکې د استوګنو پښتنو لرغوني تاریخي ژبه له نوروژبو سره د کینې اوتعصب پرته په مینه اوپښتي نـنګ وپالی ځکه پښتو په پښتون ولس اوپښتون اولس په پښتوژبه ژوندی دی.

هو! غښتلي ژبه ،غښتلی ولسونه اوغښتلي ولسونه ،غښتلي ژبې لري او دا ژوندی ژبې د پیړیو پیړیو په یون کې ژوندی اولا پیاوړي پاتې کیږي او هیڅکله نه مري.

 

ښاغلو او اغلو ګرانو خویندو او وروڼو!

د انځورویب پاڼه پخپلوقلمي همکاریو او لیکنو تل پياوړي اوژوندی وساتی د پښتود مورنی ژبې په ترنم کې د آللولالود ماشومتوب د ځانګوټالۍ اوپښتني رنګیني شیبې مه هیروی . پښتوزده کړی، پښتووپالی، پښتوولیکی اود معاصرو علومو په ژباړه اوکمپیوترایزتخنیک پښتوژبه سمبال او د

 نړیوالوژبو سيال کړی.

په خورا ادب اودرنښت 

اکبري ـ ۴/۱۱/۲۰۲۰

 زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده

anzoor.com@outlook.com

 

 زمونږ د ویب پاڼې پته په ﻻندی ډول ده

http://anzoor.com/

-
بېرته شاته