(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هند کښې پښتانه

[31.Oct.2020 - 16:01]

دهند دلوهارو دسيمې پښتانه نوابا ن

لیک: ډاکتر لطیف ېاد

لوهارو دهندوستان دهاريانا په ايا لت کې د پښتنو نوابانويو رياست و.ددغه پښتني رياست بنسټ په ١٨٠٣ زيږديز کال کې دنواب احمد بخش خان له خوا ايښودل شوى دى چې نو موړى د دغه پښتني رياست چارې د١٨٢٧ زيږديز کاله پورې پر مخ بوتلې.دهغه تر مړينې وروسته د لوهارو درياست د نوابۍ چارو واګې دشمس الدين خان په لاس کې وې ،خو هغه په ١٨٣٥ زيږديز کال کې دانګريزانو له خوا ووژل شو او انگريزانو د لو هارو دسيمې نوابي د هغه ورور امين الدين خان ته ورکړه.تر امين الدين خان وروسته ددغه رياست دنوابۍ چارې دهغه زوى علا والدين احمد خان ته ورکړل شوې او نوموړى د ١٨٦٩ زيږديز کاله تر١٨٨٤ زيږديز کاله پورې ددغې سيمې نواب و..تر علاوالدين خان وروسته يې زوى اميرالدين احمد خان نواب شو.نوموړى د ١٨٨٤ زيږديز نه تر ١٩٢٠ پورې ددغې سيمې نواب پاتې شو.چې د هغه تر مړينې وروسته يې دويم زوى عزيزالدين خان نواب شو چې دده دنوابۍ موده ٦ کاله وه يعنې د١٩٢٠ نه تر ١٩٢٦ پورې.دلوهارو دسيمې وروستنى نواب دعزيزالدين خان زوى نواب حميدالدين احمد خان وچې د١٩٢٦ نه تر ١٩٤٧ کاله پورې چې هندوستان دانگريزانو نه خپلواکي تر لا سه کړه نواب پا تې شو.نواب امين الدين خان د آل نډيا کانګريس پارټۍ سيمه ايز ليډر هم و. نو موړي دهندوستان په پوځ کې افسر هم پا تې شوى دى او په ١٩٦١ زيږديز کال کې يې په هغه جګړه کې له ځانه ميړانه وښودله چې د هند او پرتگاليانو سره دګوا دسيمې دخپلواکۍ لپاره وشوه .نوموړى د١٩٧٧ نه تر ١٩٨١ پورې دهند دهيما چل پرديش دايا لت ګورنراود١٩٨١ نه تر ١٩٨٢ پورې دهند دپنجاب ايالت ګورنر هم و.نواب حميدالدين احمد خان په ١٩٨٣ کال کې په ډهلي کې د ٧٢ کلو نو په عمر مړ شو.ده خپل کتابتون چې ډول ډول خطي نسخې هم پکې وې د رامپور دپښتني سيمې رضالائيبرريرۍ ( کتابتون )ته ډالۍ کړې. بايد زياته کړو چې دلوهارو دسيمې نوابان درامپور دسيمې دپښتنو نوابانو سره هم د خپلوۍ او خيښۍ اړيکې لري.

-
بېرته شاته