(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو د زوال

[31.Oct.2020 - 15:59]

««( د پښتو او پښتون د زوال ذمه وار څوک دي )»»

(شبير دراني)

کيدې شي په دې کالم زما ډير بچيان د خپل دادا مخالف شي خو نه غواړم چې پښتانه زلميان نور ژوند په تيارو کې تير کړي

مونږ تل ځانونه په دا خبرو دهوکه کړل چې پلاني هيواد يا پلاني قام راڅخه  وکړل

هغه سيفور قصاب دې الله ج سره د خاورو وبخښي 

هغه به ويل چې په ړومبني ځل دې دهوکه کړم نو الله ج دې تا وواهي او که په دويم ځلي دې دهوکه کړم نو بيا دې الله ج هم ما وواهي 

مطلب دا چې عقلمنده خلک په موږي يو وارې راپريوځي

ولې مونږ پښتانه خو د تيرو سلګونو کلونو راسې هره ورځ هره شپه هره لحظه هم په دغه يو موږي پړمخې راپريوځو

 ولې بيا هم دومره اتفاق نه کوو چې جرګه معرکه شو خپل طاقت شريک کړو او دغه ښخ موږې په شريک طاقت څخه د خپلې مخې لرې کړو ؟

کله مو دا سوچ کړې دې ايا په دا سلګونو کلونو کې ولې دا موږې مونږ د خپلې مخې لرې نه کړې شو ؟

ايا په دا سلګونو کلونو کې مونږ ولې دې موږي ته جرګه معرکه نه شو چې د دې څه غم وکړو ؟

چرته داسې خو به نه وي چې دا زمونږ مخکې ښخ موږې په کوم چې مونږ بار بار د سلګونو کلونو راسې پړ مخې راپريوځو دا هم مونږ په خپله هم په خپلو لاسونو خپلې مخه کې د خپلو  څه زاتي مفاداتو په خاطر ښخ کړې وي ؟

خبره به د خوشحال خان خټک بابا څخه پيل کړم

 ايا خوشحال خان خټک بابا د مغلو له وجې په اپريدو کې د مسافرو په ځير وفات شولو او که نه د خپل زوي بهرام خان له وجې ؟

ايا خوشحال خان خټک بابا د کوم مغل په باره کې دا وصیت کړې وو چې که زما له مرګ وروسته زما زوې بهرام خان په ګوتو درغلو نو په توره ئې دوه ټوټې کړې يوه يوټه زما د قبر سر ته او دويمه ټوټه زما د قبر ښپو ته وسيزې ؟

ايا د احمد شاه ابدالي بابا د وصيت باوجود چې امير تيمور شاه بابا به زما د وفات وروسته زما د تخت وارث وي

  امير تيمور شاه سره په تخت جنګ کوم بل چا شروع کړو او که نه د احمد شاه ابدالي بابا خپل زوي شهذاده سليمان ؟

 ايا د امير تيمور شاه د وفات وروسته په تخت و تاج کوم بل هيواد يا قام جګړه پيل کړه او که نا د امير تيمور شاه بابا اولادونو

غازي امان الله خان د نوي افغانستان باني کوم بل هيواد يا قام جلاوطنه کړو او که نه هم افغان ولس

بچه سقاو د کوم بل قام يا هيواد وو چې د کابل په تخت ئې قبضه وکړه؟

ايا د تخت د قبضې په وخت د بچه سقاو څخه د کوم هيواد پوځ مرستيال وو ؟

هم مونږ خپله نه وو ؟

د جنرال نادر خان قتل کوم هيواد وکړو ؟

د ظاهر شاه بابا تخت چا نسکور کړو ؟

ايا په دغه موقعه هم مونږ د سردار داود بابا مرستيال نه وو ؟

سردار داود سره د ټول خاوندان د کوم هيواد پوځونو په محل دننه شهید کړو

ايا په دغه وخت اسلم وطن يار سره د پنځوسو ټينکونو د پل څرخي نه صدارتي محل پله نه وو  تلې ؟

ايا په دغه ورځ کرنل عبدالقادر د بګرام هوايي ډګر نه يوويشت مګ هوائي الوتکې صدارتي محل ته د بمبارۍ په خاطر نه وې بوتلې ؟

ايا د صدراتي محل اتلس سوه پوځیان سره د سردار داود او ډ هغوي د خاندان هم دوي نه وو شهيدان کړې ؟

د نور محمد ترکئ ببرک کارمل او حفيظ الله امين ژوندونه چا په دار او تختونه ړنګ کړل ؟

 د شهيد ډاکټر نجيب قاتلان څوک دي ؟

پنجابيان يا طالبان ؟

ايا ډاکتر نجیب ئې د کوم هيواد په څلور لاره پهانسي کړې وو ؟

ايا د شهيد ډاکټر نجيب الله لاش ئې په کوم هيواد کې څلور ورځې اويزان وو ؟

ايا د شهيد ډاکټر نجيب الله په سر په لوې افغانستان کې څومره مبارزې جلسې او احتجاجونه شوي وو ؟

ايا احمد شاه مسعود عبدالرشيد دوستم او ګلبدين حکمتيار د کوم هيواد سره تعلق لرو ؟

آيا چې احمد شاه مسعود د کوم هيواد لپاره په لکونو افغانان وو وژل هغه هيواد ورته د اتل خطاب وکړو ؟

ايا د احمد شاه مسعود ځانګړي ورځ په کوم بل هيواد کې لمانځلې کيږي او که په افغانستان کې ؟

آيا چې طالب د افغانستان نه وو نو په ګرده نړۍ کې صرف په افغانستان کې طالبانو ته ولې حکومت ورکړې شو ؟

ايا د طالب د حکومت خلاف په افغانستان کې څومره خلک سړکونو ته راوتلي وو څومره جلسې او احتجاجونه ئې کړي وو ؟

ايا د امارت اسلامی بيرغ صرف په افغانستان ولې جنګيږي ؟

دا په سعودي ولې نه جګه وي چرته چې زمونږ د حضور پاک ص روضه ده چرته کې چې قبله او کعبه ده ؟

اوس به راشو کوزې پښتونخوا ته ايا د بابړې سانخه کوم پنجابي کړې وه او که يو پښتون قيوم خان ؟

ايا د بابړې د سانخې په دويمه ورځ کوم پنجابي په اسمبلۍ کې بيان کړې وو چې خلک ډير وو او زما څخه اسلحه او کارتوس ختم شول ګنې نن مې د خدایي خدمتګارو نوغې ويستلو ؟

ايا د تقسيم هند وروسته د قبايلو لپاره د چوده ايف سي ار غوښتنه کوم پنجابي کړې وه او که زمونږ پښتنو ملکانو ؟

ايا تاسو د دې خبرې څخه انکار کولې شې چې په پاکستان اوله مارشل لا هم يو پښتون ايوب خان لګولې وه ؟

د فخر افغان باچاخان بابا او زمونږ د پلار نیکه جايدادونه او کورونه پنجابي نه يو پښتون ميا جعفر شاه نيلام کړي وو

ايا تاسو له دې خبرې انکاري ئې چې د پاکستان ټولو قامونو د کشمير د جنګ څخه انکار وکړو او صرف يو پښتانه وو چې خپل ټوپکونه ئې په اوږو کړل او نيم کشمير ئې د هند نه د خپلو مټو او ټوپکو په زور اذاد کړو ؟

پکار نه وه چې قبائلي پښتنو دغه مبارزه د چوده ايف سي ار لپاره کړې وه ؟

ايا تاسو له دې خبرې انکار کولې شې چې په لر و بر د طالبانو او شر خوښو پالنه هم مونږ پښتنو په خپلو حجرو جوماتونو او ډيرو کوله ؟

ايا هم دې پښتنو صوفي محمد او فضل الله له د جهاد په نوم د خپلو لونړو خوئندو او ښځو کالي نه دي ورکړې ؟

ايا بيت الله محسود صوفي محمد فضل الله ملا منصور ملا بردار  ملا عمر او دغه رنګ په سلګونو پښتانه نه وو او اوس هم دي چې د طالبانو د ډلو مشري کوي ؟

ايا تاسو د لر و بر پښتانه له دې خبرې انکاري ئې چې د روس د خاتمي په خاطر تاسو پردې جنګ د څو ډالرو په خاطر په جهاد کې بدل کړو ؟

ايا د 1980 عشره له تاسو هيره شوه چې د لر و بر په ديوالونو به ستر ستر اشتهارونه ليک وو چې راشې جهاد قرض العين دې د توپو ټينکونو او بمي چودونو تربيت مفت حاصل کړې ؟

ايا هره جمعه چې به د جنت هورې علمان د جوماتونو په ممبرونو ويش کيدل کوم پښتون د خپل جومات امام پسی راپاسيدلې وو چې زمونږ بچيان مه تباه کوه ؟

آيا چې عبدالصمد خان اڅکزي بابا او باچاخان بابا يو مقصد او يو مرام درلوده نو جدا جدا ګوندونه ئې ولې جوړ کړي وي ؟

داسې کومه نقطه وه چې باچاخان بابا او خان شهيد بابا ئې په جدا جدا سياست کولو مجبوره کړي وو ؟

که د باچاخان بابا او صمد خان بابا سياست پارلماني او د څوکۍ لپاره نه وو نو بيا ولې ئې خپل خپل ګوندونه يو تر بل نه ضم کول ؟

ايا دا حقيقت نه دې چې خدمت د بيلتون نه ښکار کيږي ؟

د بيلتون اصلي جړه هم پارلماني سياست او څوکۍ ده ؟

ايا تاسو ته معلومه نه ده چې نن سبا په سوشل ميډيا تر ټولو زيات نفرت د عوامي نشنل ګوند او پښتونخوا ميب ترمينځ روان دې ؟

چې محمود خان اڅکزي کاکا اؤ اسفنديار ولي خان دواړه د پښتنو د حق غوښتنه کوي نو اوس هم وخت شته ترمينځ غاړه ولې نه ورکوي شمالي او جنوبي پښتانه ولې نه يو کوي ؟

زه دلته د جعرافې نه زړونو خبره کوم ؟

په جنوبي پښتونخوا دې محمود خان اڅکزی کاکا په خپلو ورکرانو غږ وکړي او په شمالي پښتونخوا اسفنديار ولي چي مونږ يو مقصد او يو مرام لرو مه کوې په يو بل پسې سپکې خبرې ؟

آيا په محمود خان اڅکزي کاکا او اسفنديار ولي يا د عوامي نشنل ګوند او پښتونخوا ميب په سياست يا منشور کې داسې کومه کمزوري ده چې د دوي د نمسې پر ځائې يو شپږويشت کلن زلمي ته پښتانه راجمع شول ؟

هغه دې د پښتون قام وقتي يا جزباتي فيصله ولې نه وي ؟

 خو د سوچ خبره دا ده چې بيا ئې هم د پښتونخوا ميب او عوامي نشنل ګوند ځینې سل کلن ګوندونه دا وخت د خطر سره مخامخ کړي دي ؟

داسې څه وجه وه چې د عوامي نشنل ګوند واګې د نسيم بي بي لاس کې وې نو اسفنديار ولي خان ئې په ګوند کې  نه منلو او چې اسفنديار ولي خان د عوامي نشنل ګوند واکمني ترلاسه کړه نو بي بي نسيم ئې ويستله ؟

خدمتونو کې خو اختلافات نه راځي اختلافات څو تل په څوکۍ جوړيږي ؟

ډاکټر خان صیب د باچاخان بابا جدا ګوند ولې جوړ کړو ؟ ډاکټر خان صیب خو د باچاخان بابا مشر ورور وو ؟

لطیف اپريدي لالا ولې د زوي اليکشن د لالټين په نخښه وو نه کړو لالټين خو د عوامي نشنل ګوند نخښه ده او لطیف لالا دغه وخت د عوامي نشنل ګوند روح روا وو ؟

داسې کومه مجبوري ترمنځ راغله چې افضل خان لالا د عوامي نشنل ګوند نه خپلې لارې جدا کړې او داسې کومه خبره وه چې اسفنديار ولي هغه خبره تسليم کړه او افضل خان لالا ورته د مشرې باوجود وويل چې اوس زه ستا کشر او ته زما مشر ؟

آيا حامد کرزي چا مجبوره کړو چې د لکونو پښتنو قاتل احمد شاه مسعود ته ئې د اتل خطاب ورکړه او ځانګړې ورځ ئې ورته مقرر کړه ؟

ايا اشرف غني بابا کومو طاقتونو مجبوره کړو چې د لکونو پښتنو قاتل عبدالرشيد دوستم ته ئې د مارشال عهده ورکړه ؟

ايا پښتانه چې بې څه لالچ د پښتنو د حقونو غوښتنه کوي نو دا شل ګوندونه جوړول ضروري دي ؟

ايا د پښتنو د حقونو غوښتنه د يو ګوند يوې پارټۍ نه ولې نه کوي ؟

ايا پښتانه اتلان او مشران به تر هغې په يو قامي ګوند کې ژوند کوي او منشور به ئې مني چې ترکومه سياسي عهده او پارلماني څوکۍ ورکوي ؟

آيا نور ورکران دا حيثيت نه لري چې د ګوند صوبايي يا مرکزي صدر يا چيرمين منتخب شي يا د خپلې صوبې وزیراعلیٰ وزير يا ګورنر جوړ شي ؟

ايا په کوزه پښتونخوا  په عوامي نشنل ګوند کې يو د اسفنديار  خورايي وو  بل څوک مشر يا قابل اعتماد انسان نه وو چې د خيبر پښتونخوا وزیراعلیٰ ټاکلې شوې وو ؟

ايا په جنوبي پختونخوا د محمود خان اڅکزی کاکا د ورور بل موزو انسان په پښتونخوا ميب کې نه وو چې د بلوچستان ګورنر ټاکلې شوې وو ؟

ضروري ده چې افتاب احمد خان به د ګونډ مرکزي چيرمين او زوې به ئې صوبائي صدر سينر وزير وي

ايا دا لازم ده چې مولانا فضل الرحمن به خپله په دوه قومي سيټنو اليکشن کوي او يو يو سيټ به خپل ورو او زوي ته ورکوي ؟

ايا که مونږ مولانا فضل الرحمن او د هغوي ځينې نورو پښتنو ملايانو صاحبانو ته خواست وکړو چې راځې تير په هير او باقي روزګار زمونږ سره شريکه د پښتنو د حقونو غوښتنه وکړې ځکه چې مذهب د خدمت انسانیت او عبادت مجموعه ده چې د مذهب نه انسانيت او خدمت لرې شي نو عبادت پاتې شي نو عبادت خو الله ج ته مارغان ونې بوټي غرونه او پريښتې هم کوي الله ج انسان د مذهب لپاره ځکه غوره کړې چې دې به د عبادت سره خدمت هم کوي

ايا دا خبره به مولانا زمونږ سره ومني ؟

يو مې تور غاړې شو او دا بل مې شوه د جال برخه

وائي پخوا زمانه کې دوه ملګري د مړازانو په ښکار پسې تلي وو دوه مړزان ئې جال کې ګير کړل دغه د کوم هلک چې جال وو هغه اول يو مړز په بډا کړو او دغه بل ملګري ته ئې ويل دا خو تور غاړې دې دا خو په يو حال کې هم نه درکوم او پاتې دا بل شو نو  جال زما دې نو دا مې د جال برخه شوه

دغه حال زمونږ  پښتنو څخه خپلو مشرانو روان کړې دې

دغه خان ته مې ځکه ټيکټ ورکړو چې دې به زما د اليکشن او صوبائي مرکزي يا ضلعي دفتر خرچه پورته کوي ؟

دغه ځوان  منم چې قرباني نه لري خو زما زوې ورو يا روارۀ خورايې دې ځکه مې په څوکۍ کينولو ؟

مونږ په هر څه خبر يو خو بخښنه غواړم اصل کې پښتون د ازل نه تو ډوډۍ دې 

تو ډوډۍ مونږ د هشنغر خلک هغه کوڅه ډب يا د لارو کوڅو سپي ته وايو د کوم پالنه چې د کلي په ډيرانۀ کيږي کوم چې د چا لاس کې هم ډوډۍ وينې نو لکۍ ورته ترنګه وي او ښپو کې ورته لوغړيږي دا سوچ نه کوي چې کيدې شي دا انسان زما دښمن وي او په دې ډوډۍ کې ئې راته زهر اچولي وي ؟

ترڅو چې پښتنو خپل ذاتي مفادات په قامي مفاداتو نه وي بدل کړې

ترڅو چې پښتون قام وقتي ګټه د راتلونکي نسلونو په خاطر نه وي قرباني کړې

ترڅو چې پښتنو د د غير غمازو ډلالي نه وي پريښودې تر هغې پښتانه ترقي او پرمختګ نه شي کولې

په الله ج قسم که خبره وړ پړ پله راغله نو په دې څلويښت کلن جنګ  کې د درې دیرش لکه پښتنو  په شهادت کې هم مونږ پښتانه مخ تورن کيږو

ايا کوم پښتون په دې حقيقت سترګې پټولې شي چې دا څلويښت کلن جنګ هم مونږ پښتنو دې منطقې ته راوړې دې ؟

پیسې او اسلحه که د هر هيواد وه خو د دې څلویښت کلن جنګ سر سالاران هم مونږ پښتانه وو او يو ؟

سر تير شر خوښې اؤ طالبان هم زمونږ پښتنو اولادونه دي ؟

نو ښه به وي چې په نورو قامونو او هيوادونو دا تورونه لګول بند کړو خپل خپل ګريوان کې سر ښکته کړو ؟

خپلو کې جرګه معرکه شو او خپلې کمزورۍ ختمې کړو ګنې لکه د مغل قام به ورک شو

(شبير دراني)،

-
بېرته شاته