(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور

[31.Oct.2020 - 15:56]

د پیښور یادونه:

جانان مې ستوری د اسمان دی...

... ښه رښتیا! د ډاکتر ناصر خان د بهر ته تګ او هلته په طب کې د تخصص خبره مې کوله، هماغسې وشول، لکه د داود خان شعار چې هر وخت یې له مشرانو اورو:

هوډ د بري لومړنی شرط دی!

 

ډاکتر هوډ کړی و، پخپل هوډ کې بریالی شو، د کاناډا يوه مشهور پوهنتون ته یې خپل کاغذونه واستول، هغوی قبول کړ، ولاړ او هلته یې په جنرل سرجري (عمومي جراحۍ) کې وکړ...

له تخصص وروسته بېرته پاکستان ته را ستون شو، نور یې سرکاري دندې ته د پای ټکی کېښود او د اسلام اباد په شفاء انټرنېشنل روغتون کې یې دنده واخيستله.

ډاکتر ناصر خان پخپل اوسپنیز هوډ او عالي فکر د خدای په مرسته ځان تر دومره ستر نړیوال روغتونه ورساوه.

 

زما او د ناصر خان په ملګرتیا کې په دې دومره کلونو کې هېڅ‌ډول اوږده ترينګلتیا نه ده راغلې، اوس خو لا زما دا خوندونه هم دي چې ناروغ ور واستوم، پیسې ډاکتر ناصر خان مصرف کړي، زه به یې که ژوندی وم بیا ورکوم!!

 

ډاکټر ناصر چې له کاناډا راستون شو، په شفاء انټرنېشنل روغتون کې تر مقررېدو مخکې یو څه وخت په پېښور کې و. دا نو هغه ورځې وې چې مجیب انګار، انجنیر ستانه‌میر زهیر او نور ملګري په پېښور کې ول او هره ورځ به کتابتون ته راتلل. مجیب انګار د خپل همېشني شرارت له مخې ستانه‌میر زهیر زموږ د محفلونو (ملک) ټاکلی و او په هره اونۍ کې به یې یو ځل پر یوه ملګري مېلمستیا جوړوله او ټول به پرې ورتللو. انګار نو ددې کار لپاره انجنیر ستانه‌میر زهیر ټاکلی و او هر ځل به انجنیر صیب د مېلمستیا لپاره ملګري او ځای انتخاباوه!

ډاکټر ناصر چې هم پېښور کې و، نو تر غرمې وروسته به کتابتون ته راتلو او تر ډېره به همدلته ناست وو. له انګار، ستانه‌میر زهیر او نورو ملګرو سره به داسې خوندور مجلسونه، بحثونه او شرارتونه وشول چې خوند یې لا هم زما په زړه او ذهن کې دی. دا مجلسونه به کله کله دومره اوږده شول چې تر ناوخته به ناست وو او د وخت په تېرېدو به هېڅ نه پوهېدو

بیا نو د ډاکټر ناصر د ښو اخلاقو او خوندور مجلس له امله له هغه سره زموږ د ملګرو او کشرانو داسې مینه پیدا شوه چې کله به هغه د مصروفیتونو له امله کتابتون ته نه راته، نو ټولو به همدا یوه پوښتنه کوله چې ډاکټر صیب ولې نه دی راغلی؟ خير خو به وي؟!

 

د ډېر شکر او ویاړ ځای دی چې دا مهال زما ګران دوست ډاکتر ناصر خان په شفاء انټرنېشنل روغتون- اسلام اباد کې د عمومي جراحۍ یا جنرل سرجرۍ مشر ډاکتر دی، تاسې باور وکړئ، دی هلته ډاکتر دی او زه له خیاله په کابل کې داسې کوږ ګرځم چې پوښتنې يې مه کوه!

بې انصافي به وي که له ډاکتر ناصر خان سره ډاکتر جمشېد خان -چې زما او د ډاکتر ناصر خان بل ګران دوست ډاکتر دی- یو ځای یاد نکړم.

ډاکتر جمشېد خان د کابل په جمهوریت روغتون کې د ګُردو یا بډوډو نومیالی سرجن دی، کور یې ودان، جمشېد خان هم د ډاکتر ناصر خان په شان مینه راکوي، ډېری وخت بنډارونو کې ټول یاران -ان تر ډاکتر رحیم هلاله پورې یادو- جمشېد خان مې ځکه یاد شو چې دی هم زما له غاښ لګولو نه دی تښتېدلی، ډېر وخت چې یو غریب او بې‌بضاعته ناروغ ماته راشي، زه خپل بار پر ډاکتر جمشېد خان ور حواله کړم، زه یې جمشېد خان ته ور واستوم، ډاکتر ورته اپریشن وکړي، تر رخصتېدو وروسته درمل هم ورکړي او خوښ یې کور ته واستوي.

 

یاران دې ژوندي وي، زموږ ارواښاد ملګري صاحب شاه صابر ویلي:

دا یو څو یاران که نه وي زه به نه یم 

زما ژوند دغه یو څو خواږه یاران دي

 

د ډاکتر ناصر او زما د ملګرتیا کیسه لنډه نه ده، د اته دېرشو کلونو کیسه د فېسبوک په يو څو پوسټونو او یا د يوه کتاب په څو مخونو کې نشي را خلاصه کېدای، حیران یم زه به زما او د ډاکتر د ملګرتيا کومه کومه کیسه کوم! ما او ناصر خان به ورزش کاوه، ډېری وخت به یو ځای ګرځېدو، دوه- دوه نېم ساعته به ګرځېدو، ډاکتر به ماته په یوه بېلبره خبرې پيل کړې، زه به یې ښه ملا کړم، ډاکتر به طب داسې تشرېح کړ چې زما په شان یو عام سړی به یې پرې وپوهاوه، وطني او عامې بېلګې به یې راته وویلې، زما سر به یې سم پرې را خلاص کړ.

د چا ازار دی دعا نه ده،

اشنا په یو وطن زه بل وطن کې یمه!

 

بس ژوند ډېر رنګین او مرغلین وي، کله څنګه کله څنګه!

اوس خو غوسه او رخه راشي چې د ناصر خان له عالمانه او خوږو محفلونو، مجلسونو راشد خټک او طارق عزیز خوندونه اخلي، زه کابل کې یم تشویش مې هم دی چې دوی به ورته کله څه او کله څه وایي! ډاکتر یو صفا سوتره، د یوې ژبې، ساده او پخوانی کلیوال پښتون پاتې شوی دی!

ډاکتر ناصر خان د ناروغ د ډېرو ټسټونو او پنډ دوا خوړلو پلوی ډاکتر نه دی، ماته څو ځله دا ښکاره شوه چې ناصر خان په کوم ناروغ د کومې ناروغۍ شک وکړي ورته ووایي، ته دا فلانی ټسټ وکړه د خدای حکمت دی نوي سلمه خبره یې هماغه وي چې د ډاکتر ناصر خان زړه پرې اوبه څښلې وي.

زوی مې ناروغ و په ډاکترانو مې وګرځاوه هر چا خپل نظر ورکړ، یوه شپه په تکلیف شو ډاکتر ته مې یوه بجه مسېج وکړ، ډاکتره! سهار چې ویښ شوې راشه حسیب ډېر ناروغ دی! له اذان سره یې ټليفون را وکړ چې در روان یم، راغی حسیب یې ولید، ویل يې، زه نه غواړم دوا ورکړم، رڼا چې لږه را زیاته شي روغتون ته به ځو، یو ټسټ کوو...

شېرپاو روغتون ته ولاړو، صنفیان یې هلته ډاکتران ول، هلک مو بستر کړ، ټسټ مو ورکړ، ټوله ورځ ډاکتر له ما سره تېره کړه، ماښام چې د ټیسټ پایله راغله د ډاکتر په مخ کې مې خراب رنګونه ولیدل، وپوهېدم خبره بې‌خونده ده، خو ډاکتر راته ونه ویل... د ناروغ پر دوسیه یا فایل یې ډاکترانو ته څه لیکلي ول.

سهار چې د ډاکترانو ټیم راغی مشر ډاکتر راته وویل، وروره! زوی دې د ویني کېنسر دی، موږ یې علاج نشو کولای، ارنم روغتون ته يې بوځه!

ارنم ته ولاړو، څو ورځې وروسته ډاکتر ناصر خان هلک شفاء انټرنېشنل روغتون- اسلام اباد ته بوتلو، دې روغتون کې ډاکتر پخپله هم جنرل سرجن دی، خپله ډېره هڅه یې وکړه، خو له مرګه خلاصی نه و، هلک وفات شو...

ډاکتر له موږ سره تر لغمانه راغی، دا مصروف او نازدانه انسان را سره درې ورځې لکه د یوه سکه ورور په کټونو کې ناست و، له درېيمې ورځې وروسته یې اجازه واخيسته او بېرته خپل کار او کور ته راشکه روان شو...

 

که د کوم ملګري زړه مې دردولی وي بخښنه دې وکړي، له ځان سره به ضرور وایي، دومره خپه لیکنې ته اړتیا څه وه!! ځکه مې ولیکله چې ژوند دوستانه، ملګرتیا، لوړې ژورې لري او ډاکتر ناصر خان له موږ سره دا ټولې ګاللې دي.

 

بله واورئ!

ډاکتر ناصر خان له ما سره چې بل مشترک قدر لري هغه د ناکامه عاشقۍ قدر دی! ناصر خان هم دې ګلۍ، بارانونو، واورو او توپانونو وهلی سړی دی

زما او د ناصر خان توپیر دلته دی چې ناصر خان هوښیار او په حال سړی دی، ځکه یې ځان چوپ نیولی، غږ نه کوي، خو زه لکه مړز چيغې وهم، پیټ پټاق کوم، نارې وهم عالمونه خبروم!!

 

یو وخت مې په پښه سخت درد شو، دومره یې خراب کړم چې حد یې نه و، ډاکتر ناصر خان شفاء انټرنېشنل روغتون کې بستر کړم، اړتیا وه چې اپرېشن باید وکړم، څو ورځې په روغتون کې بستر وم، پوښتنې ته به مې ګڼ دوستان تلل- راتلل، نعیم توری خو سم را سره دېره و، اکبر سیال، رازق فهیم، عارف تبسم، حاجي مساپر، راشد خټک او طارق عزیز خو مې څو ورځې له کاره ویستي ول، نور ګڼ دوستان راتلل، یوه ورځ زموږ مشر ملګری میا وکیل شاه فقیرخېل له مردانه پوښتنې ته راغی، له ډاکتر ناصر خان سره یې ډېر نه پېژندل، په زړه پورې خبره دلته وه چې ډاکتر ناصر او میا وکیل شاه دواړه ګپ شپ لګوي، خو انداز یې دومره غوسه او سنجیده دی چې سړی دا نشي احساسولی چې ګنې دوی دومره غوسه‌ناک نه دي، هېڅ به داسې نه انګېري چې دوی به لا هم ګپ سره لګوي!

میا صیب ډاکتر ناصر خان ته ویل، اسد ته دا اپرېشن تا کړی دی؟!!

ډاکتر ورته ویل، آو جي! امر وکړه!

میا صیب په ډېر جالب انداز ورته ویل، اپرېشن مو غلط کړی دی جي! خپه نشئ!!

ډاکتر ناصر خان نو پخپل مسلک کې کله په پوزه مچ پرېږدي! هغه د پېښورو خبره له ناڅانګيز چلند سره سم د سړي سپېږمو ته ور دانګي، ویل يې، نا! میا صیب! داسې نه ده! زما تر پوره څارنې لاندې يې ډېر ښه اپرېشن تر سره شو!

میا صیب ډاکتر ته پخپل ځانګړي انداز کې ژر ژر وویل، نا! تا له پکار وو چې د ملا په ځای دې خوله ور له ګنډلې وی، د اسد خوله ګنډل پکار دي، نوره څه بيماره نه لري!!

ډاکتر صيب بابو جان ته په غوسه شو، ویل يې، میا صیب! ستا له ما سره ګپ شته؟!

میا صیب ویل، مخکې مو ګپ نه و، بس اوس چالو شو! ګپ څه وي، خو دا ګپ شو کنه، نن نه وروسته زما و ستا ګپ فري دی!!

 

ملګریو!

د امین دريځ خبره ده، که پاکستان کې څلور عالمان وي، نو یو پکې ډاکتر ناصر خان دی.

پاکستان کې به ځينو اخبارونو کې لیکلي ول، به یک وقت چهارو صوبو مے شایع هونی والا منفرد اخبار!! زموږ یار ډاکتر ناصر خان ته هم خدای په یوه وخت څو صلاحیتونه ورکړي دي، زموږ ډاکتر باندې الله د ځینو ښو ځانګړیو عادتو پېروزینه کړې ده.

له لوړ علم او ډېر عقل سره سره ښه انسان، حلیم او زړه‌سوانده، د ژور او عالي فکر لرونکی، ورسره د یارانې- دوستانې یوه ژوندۍ اولګو او سېمبول او نر او رښتینی پښتون...

 

ډاکتر له خپلو مسلکي بوختياوو سره سره کله کله پښتو ته وړې وړې ټوټې را ژباړي او خپل احساسات هم ورسره یو ځای کوي او موږ ته یې مخته ږدي، د ډاکتر د لیکنې یوه کوشنۍ بېلګه به خپره کړم چې خپل وطني او پښتني خیالونه یې پکې په دومره مهارت ځای کړي چې سړی دا نشي جلا کولی چې دا ژباړه ده، که د ډاکتر خپل خیال.

د ډاکتر ناصر خان يوه وړه ليکنه:

 

سم چې تاته په کاته شم

(خیال ماخوذ)

 

کمپنۍ یو ځوان، باسواده، چټک، زیرک او باجرعته معاون ته اړتیا درلوده. د اشتهار د مخې دری غوره کانديدان انټرویو ته رابلل شوي وو چې یو به ترې ګمارل کیدل. د ګمارلو کمیسون غړي خپله هم حیران وول چې دغه دری کسان چې یو رنګ اعلی علمي اسناد او ستره تجربه لري څنګه به وکړای شي چې یو کاندید زان د بل کاندید څخه غوره او د ګمارلو وړ ښکاره کړي

د شرکت مالک خپله هم د دغه کمیسون غړی وو. هغه غوښتل چې د کمپنۍ نوی معاون په تول پوره وي او د کمپنۍ د پرمختګ موجب وګرځي. نو ځکه د ګمارلو دغې کار کې یې ذاتي ونډه اخيستله. دا مالک خپله یو خواريکښ انسان وو چې په ډېر لږ وخت کې خپل شرکت تر دا لوړ مقام را رسولی وو. تر ټولو لوړو صفتونو ډک دغه مالک یوه ستونزه درلوده. او هغه دا چې ده پیدائشي غوږونه نه درلودل. د غوږونو پر ځاى یې دوه سوري ول چې خبره به پری اوریدلې شوه خو هله چې پر یو خاص چوکۍ کيني او ګويانا کس ورته مخامخ ناست وي چې په دا شان آواز يی دغه سورو ته وربرابره شي. تر څنګ ددې دغه سړی د خپلو غوږونو نشتوالي ته احساس هم وو. ده د خلکو دا هیله لرله چې دوی دې ددغه مالک هڅو ته دروند ګوري او د غوږونو دې تيريږي

نومړی کاندید چې یو ښائسته او سمارټ ځوان وو، هرې فرضي ستونزی ته یې حللاره درلوده او هر سوال يې په ښه توګه جواب کړل. په آخره کې ترې مالک وپښتل چې آیا تا څه غیر معمولي محسوس کړل؟ کانديد ویل چې او هغه دا چې ته غوږونه نه لری. مالک د غصی سور سپین واوښت، وئيلی ورکیږه ته زمونږ د شراکت معاونت ته جوګه نه یې

دويم کاندید یوه ښائسته او باذوقه جينۍ وه. ټولو سوالونو ته یې زړه پوری جوابونه ورکړل. سړی ورته هم سه د سړي زامن نه ښکاریدل. هغه د اسد دانش خبره ښځه ښځه وه. آخره کې مالک ترې هم هغه پوښتنه وکړه چې ګنې تا څه غیر فطري احساس کړل؟ جينۍ وئيلی او، هغه دا چې ستا غوږونه نشته. مالک ورته په بد تندي جواب ورکړل چې ورځه ته دلته ده کار وړتیا نه لری

دریم کاندید د پوخ عمر زلمی، د دروند خوی او جور فکر، مفکر ټائپ لوستی کس وو. د هم هره پوښتنه په ښه شان جواب کړه. آخر کې ترې مالک هم هغه پوښتنه وکړه چې تا دلته څه بدل محسوس کړل؟ کاندید یو شیبه سکوت وکړل او فکر کې لاړل. د ګمارلو کمیسون ګمان کوو چې که چرې ده هم هغه جواب ورکړل لکه دې هغه نورو کانديدانو نو معاون به د کومه ګماري

زلمي مالک ته ویل ما دا احساس کړل چې تاسې عینکی نه خوښوئ او کنټیکټ لینسز کاروۍ. مالک ډېر خوښ شو. ویلی آفرین په دا مشاهدې. ته زمونږ د شرکت نوی معاون وګمارل شوی. ټولو ته دې مبارکه وي

په تلو تلو کې مالک کاندید ته ویل معاون صیب دا راته ووایه چې ته څرنګ وپوهیدلی چې زما عينک نه خوښيږي؟ کاندید د خندا شین شول. کمیسون حیران شول چې دا خو ډېر معقول کس وو دا دومره خندا؟. کاندید چې خندا قابو کړه نو ورغبرګه یې کړه چې غوږونه خو نه لری نو عينک به مې په خوټو ځوړنده‌وې!!!

 

کیسه د ډاکتر صیب ناصر خان وه، د ناصر په ژوند که نظر واچوو، نو دا ویلی شو چې په ژوند کې هېڅ کار مشکل نه دی، خو یواځې هوډ غواړي، کلک هوډ!

ډاکټر ناصر اوس زما د خوږ او همېشني ملګري تر څنګ، زموږ کورنی ډاکټر هم ګرځېدلی دی. که څه هم زموږ تر منځ ځمکنی واټن ډېر دی، خو داسې ډېر شوي دي چې موږ ورسره په موبایلونو د ملګريو ستونزې شریکې کړې او لازمې مشورې مو ترې اخيستې دي...

زه او ډاکتر ناصر خان له يو بل سره د ملګرتیا ډېر خوږ او اوږد تاریخ لرو، خدای دې راته ژوندی، ګړندی او خوشحاله لري.

په پای کې ډاکتر او د هاغې خوا نورو يارانو ته د لرې‌والي له غمه دا لنډۍ ډالۍ:

جانان مې ستوری د اسمان دی،

نه ورختی شم نه مې زړه صبر کوينه!

-
بېرته شاته